حکمونهفوتبالورزش او تمرین

د فوټبال د لوبې شرعي حکم

پدې لیکنه کې به ولولو چې د اسلام په رڼا کې د فوټبال او دېته ورته نورې ورزشي لوبې څه شرطونه لري؟ همداراز دا به هم ولولو چې د حضرت یوسف(علیه السلام) وروڼو به څه ډول ورزشي لوبې خوښولې او د سپورت کومو ډولونو ته یې زیاته توجه کوله او په پای کې به د سپورت او ورزش یو لړ مهمو ګټو ته هم اشاره وکړو، هیله ده چې دا مقاله راسره تر پایه پوری ولولئ.

لیکنه:فضل الله (ممتاز) 

ترجمه: م.خ.ملکزی

د الملتقی الفقهي(په عربي ژبه د فقهي وېب پاڼې) لیکوال پلاوي او د شرعي مسائلو څېړونکي ښاغلي استاذ فضل الله(ممتاز) په خپله یوه لیکنه کې د فوټبال د لوبې په اړه وایي چې: د فوټبال لوبه د بدني لوبو څخه هغه لوبه ده چې په نړیواله کچه ډېر مینه وال لري او د ذهني ستړیا د له منځه وړلو لپاره غوره وسیله ګڼل کیږي؛ نو له همدې کبله په اسلامي شریعت کې روا ګڼل شوېده.

مونږ د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې ویلی شو چې: په اشیاؤ کې اصلي مسئله داده چې جائز او روا ګڼل شویدي؛ نو که چیری د فوټبال لوبه د یو تقلید له مخې او یاهم د یو قانون له مخې په یو هیواد کې ترسره کیږي؛ نو هیڅ کومه ستونزه نلري. په نړیواله کچه که چیری د فوټبال د لوبې مینه والو ته کتنه وکړو؛ نو جوته به شي چې دا لوبه نن د نړۍ په هره برخه کې خپل مینه وال لري او په ګڼ شمېر هیوادونو کې تر سره کیږي.

د فوټبال د لوبې په اړه ویل کیږي چې: په عامه توګه سره که ووایو؛ نو په نړیواله کچه د یو لړ احصائیو له مخې دا لوبه تقریباً 269 مليونه مینه وال لری. د فوټبال د لوبې د زیاتې لیوالتیا او جالبِیت د مهمو لاملونو څخه یو هم دادې چې دا لوبه په خورا آسانۍ سره ترسره کیږي او د نورو بدني لوبو په څېر دومره زیاتو وسائلو او لوړو مصارفو ته هم کومه خاصه اړتیا نلري.

که چیری مونږ ټولو هغو لوبو ته چې په توپ سره ترسره کیږي شرعي حکم ته راوګرځو؛ نو ویلی شو چې د توپ مختلفو لوبو لکه: فوټبال، والي بال، ټینس او داسې نوری لوبې چې په هغې کې د دوو ټیمونو تر منځ سیالۍ ترسره کیږي؛ نو دا ډول لوبې روا ګڼل کیږي، مګر پدې شرط چې د دواړو لوبډلو ترمنځ پکې کوم شرط نه وي اېښودل شوی او د لوبډلو تر منځ خصومتونه او تفرقه رامنځ ته نه کړي او د دوي دوستي په دښمني بدله نکړي.

همداراز که چیری د فوټبال په سیالیو کې کوم ټیم د سیالو اتل شي او د خپل مخالف ټیم پرضد یې لوبغاړي ښه وځلیږي؛ نو دا ورزشي پرمختګ او بریا هیڅکله هم باید یو بل ته د ښکنځلو کولو او د لعنت ویلو سبب ونه ګرځي او نه هم تماشاچیانو او یا عامو خلکو ته د زیان رسولو سبب وګرځي، بلکه په دې مقاله کې ولولو چې اسلامي شریعت د فوټبال او دېته ورته بدني لوبو لپاره یو لړ شرائط هم وړاندی کړیدي.

د الملتقی الفقهي وېب پاڼې قدرمن استاذ همداراز د یادې لوبې په اړه یوې بلې مهمې نقطې ته هم اشاره کړېده او ویلي یې دي چې: نن له بده مرغه په اکثره هیوادونو کې کله چې دوو هیوادونو او یا هم د دوو سیمه ئیزو ټيمونو تر منځ دا لوبه ترسره کیږي؛ نو ورسره یو لړ مالي او ځاني تلفات هم کله کله رامنځ ته کیږي ــ پداسې حال کې چې اسلامي شریعت کې دا کار ناروا بلل شویدی او ددې کار ترسره کوونکي لپاره یې سزا او جزا هم په پام کې نیولی ده، ځکه پدې کار سره د وګړو ژوند له خطر سره مخامخ کیږي او په ټولنه کې د دښمنیو او خصومتونو اور ته نوره هم لمن وهل کیدلی شي.
د فوټبال د سیالۍ مهم شرطونه:
لومړی شرط: د اسلامي شریعت په رڼا کې د فوټبال لوبې د مهمو شرطونو څخه یوه هم داده چې دا لوبه باید خلک د الله تعالی(جلت عظمته) له ذکر څخه منع نکړي، لکه: مسلمانانو ته نه ښايي چې د روژې په مبارکه میاشت کې دا سیالي رامنځ ته کړي او نه د پینځه وخته لمونځونو پر مهال دا سیالي په لاره واچول شي او نه هم دا لوبه باید د جسدي او اخلاقي تیريو سبب وګرځي.

په عمومي توګه سره ویلی شو چې: د ټولو هغو لاملونو مخه باید ونیول شي کوم چې د ماتې وروسته د لوبډلو تر منځ په لوبغالي(د لوبو په میدان) کې او یا ورڅخه بهر تاوتریخوالي رامنځ ته کوي او یا هم ددې سبب ګرځيږي تر څو یو بل پر چوکیو باندی وولي. همداراز یو لړ احتیاطي تدابیر باید په پام کې ونیول شي تر څو له لوبې وروسته او د ماتې (شکست په نتیجه کې) د مخالف ټیم افراد په کوڅو کې خلک ونه آزاروي او په لوړو غږونو چیغې ونه وهي، بېځایه او پرېوتي کارونه ترسره نکړي؛ همداراز په لارو او کوڅو کې د خلکو د درول شوو موټرو شیشې ماتې نکړي او نه هم د سوپر مارکیټونو او مغازو شیشې ماتې کړي او داسې نور.

په رښتیا سره لیدل کیږي چې کله کله د فوټبال په سیالۍ کې د کامیاب ټیم مینه وال د خپلو ملګرو د لا تشویق او تود هر کلي لپاره لارو او کوڅو ته راوځي، کله دا ځوانان یو لړ داسې بې بندوباره او بېځایه کارونه ترسره کوي چې په پایله کې غمیزې او دردونکې پېښې رامنځ ته کوي.

دوهم شرط: په دې لوبو کې بل مهم شرط دادی چې: په دې ورزشي سیالیو کې لوبډلې ناروا مال باید وانخلي، لکه: قمار، رشوت او نور داسې اضافي مال اخستل حرام دي. که خپل اوسني عصر ته راوګرځو؛ نو وبه وینو چې نن په دې ډول سیالیو کې یو ټيم له بل ټيم څخه د ګرو په توګه یو له بل څخه پیسې اخلي، پداسې حال کې چې دا کار د علماو له نظره په قمار کې شمېرل کیږي.

ګرانو لوستونکو! که څوک پوښتنه وکړي چې په اسلام کې سپورت کول څه حکم لري؛ نو مونږ باید ووایو چې: که چیری د سپورت کولو څخه دیو مسلمان هدف مقدس وي او پدې سپورت کې کوم شرعي مخالفت وجود ونلري؛ نو پدې صورت کې په اسلام کې سپورت کول یو روا او استحبابي(مستحب) عمل ګڼل شویدی.

یو تاریخي مثال: که قرآنکریم ته راوګرځو؛ نو قرآنکریم مونږ د حضرت یوسف(علیه السلام) له کیسې څخه خبروي او وایي چې د اسلام څخه وړاندی د تېرو أمتونو له جملې څخه به د حضرت یعقوب(علیه السلام) اولادې هم سپورت کاوه او د خپل وخت سره سم به یې زامنو یو لړ ورزشي لوبې ترسره کولی، لکه یو ځل د یوسف(علیه السلام) وروڼو له خپل پلار حضرت یعقوب(علیه السلام) څخه وغوښتل تر څو د دوي کوچنې ورور(یوسف علیه السلام) ته اجازه ورکړي او بیا له دوي سره پراخې دښتې ته ولاړ شي، له دې کار څخه یې د وروڼو هدف داؤ چې له یو لوري د دوي خوښي زیاته شي او له بل لوري د د حضرت یوسف(علیه السلام) د ذهني آرامتیا سبب وګرځي.

د حضرت یوسف (علیه السلام) وروڼه به تل د دمنډې او ټوپ وهلو لپاره پراخې دښتې ته تلل او پدې توګه سره به یې د وجود ستړیا او ذهني خستګي له مینځه وړله؛ نو د همدې مقصد لپاره یې وروڼه په ګډه سره خپل پلار حضرت یعقوب(علیه السلام) ته راغلل او ورته یې داسې وویل: [أَرْسِلْهُ مَعَنَا غَدًا يَرْتَعْ وَيَلْعَبْ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ](سورة یوسف آیت12).
ترجمه: سهر مهال هغه له مونږ سره(صحرا ته) ولیږه تر څو (ډېری) میوې وخوري او لوبې وکړي او مونږ د هغه په یقیني توګه سره(له هر ډول مصیبت څخه) ساتونکي یو.

دا په همدې معنا چې وروڼو یې له خپل پلار څخه اجازه وغوښتله تر څو حضرت یوسف(علیه السلام) له دوي سره منډې ووهي او قوت پيدا کړي(داسې هم ویل کیږي چې وروڼو یې حضرت یوسف داسې لمسولی ؤ تر څو له خپل پلاره اجازه وغواړي). په دې اړه یو لړ مفسرینو دا هم ویلي دي چې: (له پخوا څخه رانیولی تر اوسه پوری) اکثره وخت په کلیو او بانډو کې یو لړ سیالۍ ترسره کیږي، لکه: د ځغاستې(منډې) سیالي، د نښې ویشتلو، د قوشتي نیولو، نیزه بازۍ او دېته ورته نوری هغه لوبی دي چې له کلونو راهېسې د ځمکې پرمخ شتون لري.

د اسلام په رڼا کې ویلی شو چې: زمونږ سپېڅلې دین له مونږ څخه غواړي تر څو مونږ مسلمانان هم په جسمي او هم په فکري لحاظ پیاوړي واوسو؛ او لکه څرنګه چې مونږ په خوړو کې یولړ حلالو خوراکي توکو ته توجه کوو او له حرامو څیزونو(لکه نشه یي توکو او داسې نورو) څخه خپل ځانونه ژغورو؛ نو پدې خبره کې دې ته اشاره ده تر څو زمونږ د ټولنې هر مسلمان ورزشکار له ټولو هغو لوبو او ورزشونو څخه چې د دوي سالم وجود ته زیان رسوي پرهیز وکړي، دوي باید پیاوړی جسم ولري تر څو وکولی شي په ښه توګه سره د خپل پروردګار(جلت عظمته) عبادت ترسره کړي او په بې ساري اخلاص او رښتینولۍ سره د خپل خالق تعالی فرامینو(احکامو) ته توجه وکړاي شي.

د ناروا ورزشي لوبو څو لنډ مثالونه:
په سپورت کولو کې دا خبره ضروري ده چې دا سپورت باید انساني وجود ته زیانمن نه وي، ځکه یو لړ مضر ورزشونه هم شتون لري چې په اغلب ګومان سره د خطر څخه خالي نه وي، او کله کله د هغې په ترسره کولو سره یو انسان خپل د وجود یو غړی او یا کله کله ټول ژوند هم له لاسه ورکوي.

پدې مضره ورزشونو کې یو ډول داسې هم شتون لري چې انساني حواس(فکر او دماغ) خرابوي چې دا ټول پورته ذکر شوي ډولونه اسلام حرام ګرځولي دي، ولی چې په هغې سره انسان ته جسدي او فکري زیانونه متوجه کیږي.

لوی پروردګار(جلت جلاله) مونږ ته پدې اړه داسې ارشاد فرمايي او مهرباني کوي چې:[وَأَنفِقُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ تُلْقُواْ بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوَاْ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ].(سورة البقرة/ 195)

ترجمه: او د الله تعالی په لاره کې خپل مالونه مصرف کړئ او خپل ځانونه په هلاکت کې مه غورځوئ(جهاد مه پرېږدئ، ځکه داسې نشي چې دښمن مو بیا پر تاسې باندی قوي شي او نه هم له رښتینو مجاهدینو سره مالي مصرف ته شاکوئ) او (له هر چا سره) نیکي کوئ بېشکه چې لوی پروردګار(جلت عظمته) له نیکي کوونکو سره(خورا) مینه لري.

زمونږ لارښود پیغمبر اکرم(صلی الله علیه وسلم) مونږ ته ارشاد فرمايي چې: ((إِنَّ دِمَاءَكُمْ وَأَمْوالَكُمْ وَأَعْراضَكُمْ عَلَيْكُمْ حَرَامٌ)).
ترجمه: بېشکه چې ستاسې وینه، ستاسې مالونه او ستاسې عزت (یوپر بل باندی) حرام دی.

دا ټول یاد شرعي نصوص مونږ ته د همدې ښودنه کوي تر څو له ټولو هغو ورزشي لوبو څخه چې د یو انسان ژوند له خطر سره مخامخ کوي او یا یې په ترسره کولو سره انسان وژل کیدلی شي باید ورڅخه ځان وژغورو، او دا ډول سپورتي لوبې په اسلام کې ناروا ګڼل شویدي، ځکه چې په اصل کې د سپورت کولو څخه هدف تمرین کول دي، همداراز جسمي پیاورړتیا(قوت) رامنځ ته کول دی او د ټولو سختو او ګټورو کارونو لپاره د ځان چمتو کول دي.

د سپورت په اړه زمونږ په افعاني ټولنه کې یو ناسم تصور هم وجود لري، لکه چې ځیني خلک وايي: سپورت کول په اصل کې د خپل قیمتي وخت ضایع کول او د الهي ذکر او عبادت څخه خپل ځان د محرومولو معنا لري او په سپورت کولو سره په ټولنه کې د انسان قدر او منزلت هم راکمیږي؛ نو د همدې لپاره ښايي چې هر مسلمان باید ورڅخه ځان لری وساتي، پداسې حال کې چې دا ډول فکر او تصور د اسلام سره ټکر لري، ځکه اسلام د ژوند یوه شامله او هر اړخیزه تګلاره ده چې د ژوند ټولو اړخونو ته یې په ښه توګه سره پاملرنه کړیده او د خپلو پیروانو پر وړاندی یې د ژوند هیڅ مسئله ــ که هغه ستره وي او یا هم کوچنۍ وي ــ بې ځوابه نده پرېښودلی.

د اسلام په رڼا کې مونږ په ځغرده سره ویلی شو چې په سپورت کولو سره د یو مسلمان قدر کمیږي نه، بلکه له یو مسلمان څخه قوي مسلمان جوړوي، له بل پلوه همدا سپورتي سیالۍ انسان ته ډېری ګټې هم لري، لکه: د یوه انسان د بدني او فکري پیاوړتیا لامل ګرځي، ذهني تشویشونه، ناأمیدۍ او عصبي فشارونه له منځه وړي او د وجود اعضاء په حرکت سره راولي چې بالآخره انسان ته خوښي وربښي.

اسلام د یو مسلمان هر اړخیزه روزنه کوي، لکه: هم په عقلي، هم په جسمي، هم په فکري، هم په ټولنیز او هم په اخلاقي لحاظ سره یې پالنه کوي، ځکه اسلام د قوت دین دی(نه د ضعف او سستۍ دین)؛ نو له همدې کبله ویلای شو چې مسلمان باید د خپل جسم په پاک او قوي ساتلو کې باید زیاته پاملرنه وکړي.

د جائزو سپورتونو له جملې څخه کوم چې د هغې زده کول مسلمان ته لازمي دي، کولی شو د اسپ ځغلولو او د لامبود زده کولو فن ته اشاره وکړو، همداراز د کریم(صلی الله علیه وسلم) په صفتونو کې دا هم راغلي دي چې هغه به پخپله د خلکو سره د اسپ او اوښ په مسابقو کې ګډون کاوه او ورزشي سیالۍ به یې په لاره اچولی، لکه یو ځل یې د خپلې مبارکې بی بي حضرت أم المؤمنین عائشې(رضي الله عنها) سره یو ځل سیالي وکړه او په پای کې سیالي یې ترې وګټله.

د تاریخ په کتابونو کې داسې هم راغلي دي چې پخپله نبي(علیهم السلام) به د ځوانانو په ډلو باندی تېرېده او لیدل به یې چې هغوی ورزشي لوبې کوي اونبي(علیهم السلام) به پر هغوی باندی سلام اچووه او حتی د هغوي لپاره به یې دُعا هم کوله.

د حضرت ابنُ العالية (رضي الله عنه) څخه په یو روایت شوي حدیث کې راغلي دي چې یو ځل نبي (علیه السلام) د ځوانانو په یوې ډلې باندی تېرېده چې هغوي نښې ویشتلی؛ نو ورته یې وویل:(( اِرْمُوا يَا بَنِيْ إِسْماعِيْلَ فَإِنّ أباكم كانَ رَامِيَاً)). ترجمه: اۍ د بني اسماعیل اولادې تاسې نښې وولئ ! ځکه ستاسې پلار نښه ویشتونکی ؤ.

همداراز د اسلام د څلورم مبارک خلیفه حضرت علي(رضي الله عنه) په اړه راغلي دي چې ویل به یې: ((رَوِّحُوْا الْقَلْبَ سَاعَةً بَعْدَ سَاعَةٍ، فَإِنّ الْقَلْبَ إِذَا كَلّ عَمِيَ)).

ترجمه: تاسې هر ساعت وروسته تفریح(خوش طبي) وکړئ، ځکه هر کله چې زړه ستړی شي ړوند شي.
داسې هم ویل کیږي چې حضرت علي(رضي الله عنه) به داسې هم ویل: زړونه داسې ستړي کیږي لکه د انسان وجود چې ستړی کیږي؛نو تاسې یې(د خوشحالولو لپاره) د حکمت لاری ولټوئ.

په پای کې به د سپورت کولو په اړه څو مهمو فایدو ته ستاسې پام راواړوو:

لومړی ګټه: دا چې په سپورت کولو سره دانسان د وجود او عقل قوت نورهم زیاتیږي:
د سپورت په کولو سره انساني قوت نور هم زیاتیږي او د عقل فعالیت نور هم تیزیږي. ورزش انسان ته د ژوند نوی تجربې ورزده کوي او ورزش کوونکی انسان کولی شي چې د نورو انسانانو په نسبت ژر د خپل ژوند د مشکلاتو لپاره مناسب حلول پیدا کړي.

دویمه ګټه: انسان ته أمید بښي او د انسان اعتماد پیاوړی کوي:
د سپورت کولو د مهمو ګټو څخه بله مهمه فایده داده چې ورزش کوونکی انسان د نورو انسانانو په پرتله راتلونکي ته د ناأمیدۍ پر ځای زیات خوشبینه انسان وي او پدې توګه سره کولی شي چې د ټولنې په زیاتو خدمتونو کې ونډه واخلي، د خلکو سره خپله خوښي شریکوي او د ټولنې د بې وزلو او کمزورو خلکو سره مرسته وکړي.

درېیمه ګټه: ورزش کول انساني حوصله لوړوي:
د ورزش په کولو سره نه یواځې دا چې په انسان کې اعتماد زیاتیږي، بلکه دا ډول انسان تل هڅه کوي چې قوانینوته غاړه کیږي او په ټولنه کې د نورو خلکو نظریاتو ته هم غوږ کیږدي، داسې انسان یو آرام انسان وي چې تل به د نورو د احساساتو او ولولوته درناوی لري.

څلورمه ګټه: سپورت کول د دعوت کولو یوه مهمه وسیله ده:
یو له هغو اغېزمنو لارو څخه چې یو دعوتګر کولی شي خپل دعوت تر نورو ورسوي او کولی شي چې حمیده اخلاقو ته په ورزش کوونکو کې وده ورکړي او د خجالت، شرمندګۍ او د بې جرأتۍ احساس له دوي څخه لری کړي. د وخت په تېرېدو سره په سپورت کوونکي انسان کې د خپل ځان سره مینه زیاتیږي.

پینځمه ګټه: سپورت کول د مرضونو مخه نیسي:
په منظمه توګه د سپورت په کولو سره په انسان کې د مرضونو په مقابل کې مقاومت زیاتیږي او د بدن اعضاء(د زړه حرکتد اعصابو آرامتیا، د وینې حرکت ورسره نارمل کیږي)، په سپورت کولو سره د بدن د هاضمې سیستم فعالیت نورهم پیاوړی کیږي، همداراز د تنفس سیستم ورسره نور هم ښه کیږي؛ او هر کله چې سپورت همدومره بې ساری ګټې ولري؛ نو اسلامي شریعت هم د خپلو پیروانو لپاره د ضرورونو له منځه وړل او د ګټو جلبول غواړي او په هر هغه کارکې چې ګټه زیاته وي، اسلامي شریعت هم خپل پیروان د هغې لوري ته رابولي تر څو مسلمانان په دُنیا او آخرت کې نیکمرغي ترلاسه کړي او له همدې کبله اسلامي شریعت ورزش کول روا ګڼلی دي.
ــــــــــــــــــــــــــــ
(1): ددې مقالې اصلي نوم:(كرة القدم وسيلة تهذيب وترويح، لهذا فهي جائزة شرعا).

لیکنه:فضل الله (ممتاز) 

ترجمه: م.خ.ملکزی

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: