عاشورا ورځ‌ لمانځل

د عاشورا ورځ د کربلا د واقعې سره څه ربط لري ؟

د عاشورا په ورځ روژه نيول ؟

د عاشورا په ورځ روژه نيول سنت ده او دا روژه زیات ثواب لري په حديث شريف کې راغلی دي چه : [صَومُ يومِ عَاشُوراء يُكَفِّرُ السَّنَهَ التي قَبْلَهُ] « د عاشورا د ورځې روژه نيول د يو کال د ګناهونو کفاره ګرځي» مسلم (1162) مستحب ده چې د محرم د نهم ورځ هم روژه ونيول شي تر څو د يهودو سره مخالفت وشي .

د روژې نيولو علت دا دی چې کله پيغمبر صلی الله عليه وسلم مدينې ته هجرت وکړ د مدينې يهودو به د عاشورا په ورځ روژه نيوله او علت يې د موسې عليه سلام نجات له فرعون څخه ؤ نو پيغمبر صلی الله عليه وسلم وفرمايل چې مونږ تر دوی نه اولاتره يو مګر دا چې د يهودو سره مخالف وشي د محرم نهم روژه نيول مستحب دي .

د عاشورا ورځ د کربلا د واقعې سره څه ربط لري ؟

د عاشورا ورځ د امام حسين رضی الله عنه له شهادت سره کوم ربط نه لري دا د الله تعالی تقدير ؤ چې امام حسين د محرم په لسم شهيد شوی دی نور دا ورځ د امام حسين د شهادت په خاطر فضيلت نه لري بلکې دا ورځ د اسلام نه مخکې هم ؤ رسول الله صلی الله عليه د عاشورا د ورځې فضيلت هغه وخت بيان کړی چې امام حسين ماشوم ؤ.

په دغه ورځ روژه نيول او نور عبادت خاص الله جل جلا له  ته کول فضيلت لري .

د شعيه ګانو د خواراک خوړل څه حکم لري ؟

نذر يو عبادت دی چې د الله تعالی لخوا نه مقرر شوی نه وي بلکي خپله بنده يې پر ځای مقرر وي چې نذر کوي داسې چې:  زه به روژه ونيسم يا به نفلونه وکړم  الله تعالی فرمايي : {يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوْمًا كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيرًا} الدهر 7.

نذرونه او ذبح کول دواړه عبادت دی چې يواځې د الله تعالی د پاره وي .

د امام په نوم خوراک يا ذبح کول شرک دی او داسې خواراک خوړل حرام دي (اهل سنت او جماعت فتاوي ) .

په عاشورا کې شله پخول څه حکم لري ؟

بدعت دی هر هغه شی چې د ثواب په نيت تر سره شي او د دين جز وګڼل شي او په هغه شی باندې الله تعالی او پيغمبر صلی الله عليه وسلم حکم نه وي ورکړی بدعت دی .

د شعیه ګانو روان اعمال په اړه د اسلام حکم څه دی ؟

شعيه ګان چې کوم اعمال تر سره کوي لکه په کوچو او لارو کې د شرکي دروازو درول ، د تورو جنډو ځړول ، تر نيمو شپو نعت خانې کول او د ځانونو ټکول زخمي کول دا ټول هغه ګمراه کونکي د اسلامې شريعت خلاف کارونه دي چې په اسلامې شريعت هيڅ اصل نه لري دا نني روان باطل کارونه کوم چې شعیه ګان يې په محرم کې تر سره کوي د اهل تشيع په مشهورو مراجع کې لکه  کتاب نهجة البلاغه ، منتهی الأمال ، من لا يحضره ،الفقية ابوجعفر او نورو کې هم باطل بلل شوی دي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم په هغه چا باندې لعنت ويلې چې د مصيبت په وخت کې په زوره ژړا کوي ،ګريوان او جامې څيروي ويښتان شکوي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«لعن النائحة والمستمعة». (صحيح المسلم) .

همدارنګه د صحيحينو په کتاب کې راغلي چې رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي :: «بريء من الصالقة والحالقة والشاقة». (دری ډلې زما څخه جلا دي ،يو هغه چې د مصبت په وخت خپل آواز اوچت کړي ،دوهم هغه کس چې د مصيبت له وجې خپل سر وخريي او دريم هغه کس چې د مصيبت په وخت کې خپلې جامي څيرې کړي)

 په اسلام کې د غم په تغر کيناستل دری ورځې وي هغه هم د اسلامې اصولو په چوکات کې نه 14 پيړی هغه هم د داسې خرافاتو په استقبال سره چې په هيڅ مذهب کې جواز نه لري .

مخکې مو وويل چې بدعت تر ګناه بدتره دی ځکه ګناه کونکی خپل ځان مجرم بولي خو بدعت کونکي خپل ځان پر حق بولي نن شعیه ګان شپې رڼي کوي او ټول شپه يې لاوسپکر چالان وي دوی پر اهل سنتو ځان غوره هم بولي او دا ګمان به هم کوي چې ډير ثوابونه مو يوړل .

ولی بدعت سراسر ګمراهۍ ده بل څه نه دي :

د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د احاديثو په استدلال -چې ‌فرمايي: «عَلَيكُم بِسُنَّتي وَ سُنَّةِ الخُلَفاءِ الرّاشِدينَ المَهدِيِّينَ، عَضُّوا عَلَيها بِالنَّواجِذِ، وَ إيّاكُم وَ الأُمُورَ المُحدَثاتِ»: [2]

(زما په طريقه او په طريقه د خلفای راشدين منګولې ونيښلوئ او هغه ټينګ ونيسئ او له نويو امورو څخه پرهيز وکړﺉ )

 پيغمبر صلی الله علیه وسلم د بدعت په باره کې فرمايي: «إيّاكُم وَ مُحدَثاتِ الأُمورِ؛ فإنَّ كُلَّ مُحدَثَةٍ بِدعَةٌ، و كُلَّ بِدعَةٍ ضَلالَةٌ، وَ كُلَّ ضَلالَةٍ في النّارِ»: [1]

(په دين کې د نو پيدا شی نه پرهيز وکړﺉ چې هر نوی شی بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده او دهرې ګمراهی انجام اور دی ) همدارنګه فرمايي : «مَن أحدثَ في أمرِنا هذا ما لَيسَ فيهِ فَهُوَ رَدٌّ» (بخاری او مسلم ) .

پيغمبر صی الله عليه وسلم فرمايي : «إن الله حجب التوبة عن صاحب كل بدعة حتى يدع بدعته»(طبراني)ژباړه : خدای جل جلاله  تر هغې پورې د بدعت کوونکو توبه نه قبلوي تر څو چې هغه ترک نه کړي .

د ظالم پر وړاندې د انقلاب ياد :

شعیه ګان دا هم وايي چې مونږ د ظلم پر وړاندې د امام حسين د انقلاب ياد کوو .

برادران محترم شعیه : دا خو بالکل صحي ده ولي دا هم له هيچا څخه پټه نه ده چې امام حسين رضی الله عنه د کوفي د 20 زرو منافقينو شعیه ګانو په رايه را وغوښتل شو او دغه 20 زرو منافقينو له امام سره بيعت کړی ؤ بلاخره هغه يې له خپلې وړې ډلې سره په ميدان پريښودل .

دا يو حقيقت دی چې امام حسين رضی الله عنه  د ظلم پر وړاندې قيام وکړ او خپل ځان يي قربان کړ او د هغه قرباني زمونږ د پاره د عبرت درس دی  .

نن عصر کې د افغان په مظلوم ولس نړيوال کفري طاغوت يرغل کړی دی او لس کاله کيږي چې افغان کړېدلی ولس د هغوی د ظلمونو له لاسه کړيږي ، تاسې خو يوه ورځ د هغوی ظلم ته يوازې اشاره هم و نه کړه نه مو يوه ورځ د خپلو مسلمانانو وروڼو په غم کې خپل ځان شريک کړ بلکي د اشغال تر سيوري لاندې مو د مسلمانانو پر ضد نورې دسېسې هم نه دي سپمولې .

نو تاسې ښاغلی د کوم انقلاب د يادبود نه خبرې کوئ ؟

په هغه عصر کې د ظلم په وړاندې مبارزه د هغه عصر د خلکو مسئوليت ؤ چې دا مسئوليت امام حسين رضی الله عنه  تر سره کړ په نن عصر کې د ظلم پر وړاندې مبارزه زمونږ مسئوليت دی .

برادران اهل تشیع چې د محرم په مياشت کوم بدعات ، خرافات او منکرات تر سره کوي د يوه مسلمان د پاره د شرم وړ دي د دوی دغه کرغړن اعمال بيا ټول اسلامې امت ته پيغور جوړ شي د دوی تصويرونو کافران خپروي بيا وايي چې دغه دی اسلام او هغوی دې ته نه ګورئ چې دا يوه وړه بدعتي او خرافاتي ډله ده او بس په اسلام کې دا اعمال سخت رټل شوی دي.

آن لاين اسلامې لارښود

[1]ابوداود(4607) ، ترمذي(2676) ، ابن ماجه (42) اونسائي(1578) په زياتوالی د:«وكل ضلالة في النار» نقل کړی دی .

[2] احمد (4/126)، ابو داود(4607)، الترمذي (2676) ، و ابن ماجه (42، 43)، او ابن حبان په «صحيح» (5)، حاكم 1/174-177(3298- 333) .

[1]ابوداود(4607) ، ترمذي(2676) ، ابن ماجه (42) اونسائي(1578) په زياتوالی د:«وكل ضلالة في النار» نقل کړی دی .
[2] احمد (4/126)، ابو داود(4607)، الترمذي (2676) ، و ابن ماجه (42، 43)، او ابن حبان په «صحيح» (5)، حاكم 1/174-177(3298- 333) .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب