د فرعون د سلطنت مده او خوب لیدل یې
د فرعون د سلطنت مده
فرعون دبني اسرائيلو په منځ کي ٤٠٠ کاله ژوند درلودئ ده پر بني اسرائيلو باندي سخت ترين عذابونه راوستل او دوى يې پر ډېرو سپکو او ستړو کارونو باندي ګمارلي وه. دوى يې پر بېلو ، بېلو ډلو وېشلي وه يوه ډله يې په ساخاتماني چارو بوخته کړې وه ، يوه دله يې په کرهڼيزو چارو بوخته کړې وه او يوه ډله يې په نورو ذليلو کارو باندي ګمارلې وه . کومو کسانو چي به دکار کولو توانايي نه درلوده پر هغو يې ججه مقرره کړې وه . لکه چي الله جل جلاله فرمايي :
وَإِذْ نَجَّيْنَاكُمْ مِنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوءَ الْعَذَابِ (سورة بقرة الاية ٤٨)
ژباړه : ياد کړئ هغه وخت چي موږ تاسو ته دفرعون دکسانو څخه نجات درکړ، دوى به تاسو ته سخت عذابونه درکول.
کله چي الله جل جلاله اراده وکړه چي بني اسرائيل ددې ظالم او سرکښ انسان دمنګولو څخه خلاص کړي نو الله جل جلاله دوى ته موسى علیه السلام په پيغمبرۍ سره ولېږى تر څو دوى دفرعون دشر اوفساد څخه ژغوري ، په همدې وجه دموسى علیه السلام لېږد بني اسرائيلو ته رحمت وو او ددوى دخلاصون لپاره وسيله وه.
د فرعون خوب ليدل
ثعلبي په خپل کتاب قصص الانبياء کي دثدي څخه نقل کړى دئ چي فرعون خوب وليدئ : فرعون ددغه خوب څخه سخت پرېشانه او په سخت غم کي اخته سو. خوب يې داسي وليدئ چي دبيت المقدس دلوري څخه يو اور راغلئ دمصر ښارونه يې تر خپل احاطې لاندي راوستل ، دغه اور بربادۍ کولې ، قبطيان يې سوځول خو بني اسرائيل ددې کړاو څخه خلاص وه کوم تکليف نه ورسېدئ او نه اور سوځل. فرعون چي دخوب څخه راپورته سو ډېر سخت پرېشانه سو دستي يې ټول ساحران ، جادوګران او نجوم ګرام راټول کړه ددوى ته يې وويل : تاسو ماته ددې خوب تعبير راکړئ چي دا څنګه خوب ماليدلى دئ؟ جادوګرانو ورته وويل : ددې خوب تعبير دادئ چي په بني اسرائيلو کي به يو ماشوم پيدا سي چي دمصر داوسېدونکو دهلاکت سبب به سي ، ستا پاچاهي به ددغه ماشوم دلاسه له منځه ځي ، دين به بدل کړي ، مصريان به ټول ددې ښاره څخه وباسي ، بيا يې فرعون ته وويل : ددغه ماشوم دزېږد زمانه همدا اوس ده . فرعون ظالم چي کله داخبري واورېدې نو دستي يې امر وکړ، څو دبني اسرائيلو نوي پيدا کېدونکي ټول ماشومان ووژني ، دښار ټولي قابلېګاني يې راټولي کړې امر يې ورکړ، چي که په بني اسرائيلو کي کوم نارينه ماشوم پيدا سو دستي يې وژنئ او که انجلۍ وه مه يې وژنئ ، دقابلو دکار معلومولو لپاره يې مفتشين وټاکل ددې لپاره چي قابلي په رښتيني ډول سره دغه کار ترسره کړي يعني دبني اسرائيلو نارينه ماشومان مړه کړئ . قابلو هم داکار کول پيل کړه هر کله چي به په بني اسرائيلو کي ماشوم پيدا سو دوى به دفرعون دبيري څخه مړ کاوه. الله جل جلاله يې په اړه فرمايي:
يُذَبِّحُ أَبْنَاءَهُمْ وَيَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ إِنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ (4) (سورة القصص 4)
ژباړه : زامن يې ور وژل او لوڼي به يې ژوندى ورپرېښودلې ، بېشکه فرعون دفساد کونکو خلګو څخه وو.
دفرعون ظالمانو مامورينو ددغه ماشومانو په ژولو په ډېر زور سره لاس پوري کړ، ټول ماشومان چي به پيدا کېدل دوى به ژول ، دحمل دارو ښځو په عذابولو يې هم لاس پوري کړ، آن چي حمل داره ښځو به خپل حمل غورځاوه ځکه دې ته به مجبوري سوې دسخت عذاب له وجهي ، دبله پلوه دبني اسرائيلو زاړه خلګ هم په ډېره چابکۍ سره مړه کېدل لنډه داچي پر بني اسرائيلو باندي ډېر بد حالت رامنځته سوآن تردې چي دقبطي قوم مشران سره راټول سوه فرعون ته يې وويل : اې فرعونه ! ستا په امر دبني اسرائيلو ماشومان وژل کيږي او سپين ږيري خلګ يې په ډېره چټکۍ سره زيات وژل کيږي ، نژدې ده چي بيخي به ددوى کار خلاص سي نو کوم کارونه چي موږ په دوى باندي کوو هغه به بيا څوک کوي ، که دا لړۍ روانه وي نو زموږ دکارونو لپاره به بيا هيڅوک پاته نسي . دوى چي کله داخبري وکړې نو فرعون امر وکړ، څو يو کال دبني اسرائيلو ماشومان وژني اوبل کال يې پرېږدي.