د عمليات نه مخكې دا ټکي په پام کې ونیسئ

مرضونه ديوبل نه فرق لري، همداسې عملياتونه او د مرض علاج هم ديوه بل سره فرق لري، خوكه څوك عمليات ته ضرورت لري هغه مريض دې دا لاندې څو شيان په ياد ولري:

۱- د الله جل جلاله نه دوعا او مرسته غوښتل
مريض ته پكار دى چې هغه الله جل جلاله څخه دوعا او مرسته وغواړي ځكه صحت او مرض د هغه په لاس كې دى او دا دوعا دی ډېره ووايي:
«ربى انى مسني الضر و انت ارحم الراحمین »
په هغه توكل وكړه او خپل غم او مرض ورته بيان كړه.

۲- زړور اوسه او صبر كوه
د الله جل جلاله په فيصله رضا اوسه په خپل ځان او مشكلاتو كاميابه اوسه او په دې ايمان ولره، چې هر هغه څه به كېږي، چې الله جل جلاله درته ليكلي دي، ځكه ستا خفګان او زړه خوړل هېڅ فايده نه لري، نو له دې امله مه خپله خفه كېږه او مه ورسره نور كسان خفګان ته وركوه او په دې ايمان ولره چې د مؤمن په هر كار كې خير دى كه ښه ور ورسېږي شكر باسي او كه تكليف ور ورسېږي په هغې صبر كوي چې دواړه ورته د خير باعث دى، رسول الله علیه الصلاة والسلام فرمایلی :
(، د مؤمن حال ته حيرانېدن دى، د هغه هر حال دهغه لپاره خيروي او دا ( خیر) یواځي د مسلمان په برخه دى)،

۳- وصيت وليكه
د وصيت ليكلو څخه مه ډارېږه. د وصيت ليكلو نه دا مطلب نه دى چې خداى مه كړه ته مړكېږې. علماء كرام وايي: په هر انسان وصيت ليكل واجب دي. د عبدالله بن عمر رضى الله عنه روايت دى، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:
«كه كوم مسلمان د وصيت د ليكلو لپاره څه لري نو هغه دا حق نه لري چې دوه شپې هم بغير د وصيت نه تېرې كړي. وصيت بايد د هغه د سر سره ليكلی پروت وي» (مسلم)
ورقه واخله او په هغه كې وليكه مثلاً:

په ما د فلاني دومره پيسې دي، زما په فلاني دومره پيسې دي. زه خپلو ځامنو ته دا وصيت كوم. خپلو لورګانو ته دا، خپلې مور او پلار ته دا، خپلې ښځې ته دا، وروڼو ته داچې دا وكړى او دا مه كوى.
د الله جل جلاله د دې دوعا غوښتنه كوم چې زما او ستاسو په عمر كې بركت واچوي او د نېك عمل توفيق راكړي.

آمين

د مرض، مریض او ډاکټر له کتاب څخه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب