کم عمره هلکانو سره په تعامل کې دا ټکي په پام کې ولرئ

ټولو روزونکو دعاتو ته چې هغوی ددعوت په مسير کې په روزنه، دعوت تعليم وتعلم او مختلفو برنامو مصروف دي په کار ده چې له دې نسل څخه داسې نسل وروزي چې هغه په قران او سنت روزل شوی نسل وي منبر باندې امام او په اوبو کې لامبوزن او په جبهه کې مجاهد (قائد)، او په رحله کې خادم او په خپله لوړه مرتبه کې له خلکو ټيټ وي.

دځوان قشر روزنه له هغوی سره ناستې پاستې او د مختلفو تربوي برنامو له لارې زیاتې ملګرتيا ته اړتيا لري مثلا د قران کریم د حفظ حلقات رحلې فردي او اجتماعي دعوت او نور .

روزونکو ته اړينه ده، چې په خپله تربیه کې ډېر محتاط اوسي او په کار ده، چې د نويو ځوانانو (امرد) سره په اړيکه او د هغوی په تربيه کې ډېر دقت وکړي، دا چې امرد چاته ويل کېږي او څه باید وکړي لاندې توضیح به ښه وي.

لومړی : امرد چاته ويل کیږی ؟
امرد په اصطلاح کې هغه ځوان ته ويل کیږي چې نوې نوې ګيره يې راغلې او بريت يي تازه په شنه کيدو وي. دغه د ځوانۍ د پېل مرحله چې سړي يي پېلوي مقیده ده، او د امرد سره نږدې مراهق هم شته چې هغه کوچنی چې احتلام ته نږدې وي خو محتلم شوی نه وي هغه ته مراهق ويل کیږي.

دویم : شېطاني دام :
امرد ته کتنه فتنه متحققه کوي او د شېطان له ډيرو دامونو څخه داهم دی چې دا امرد ځکه خوښوي چې هغه الله ته نږدې دی او د الله لپاره يي خوښوي او نورې حېلې.

زه دیوې داسې واقعې شاهد يم چې د يوه جومات سره د متعلق شخص ملګرتيا د يوه امرد سره وشوه چې هدف يي صرف حلقې ته او ذکر تلاوت ته کينول وو خو په پای کې يي نتيجه محرمه شوه. او دغه خپل ځان ته دوکه ورکول دي کله چې انسان پخپل ځان پوه شي چې ماته نفس دوکه راکوي او په فتنه کې مې واقع کوي نو بايد پوه شي چې دنفس دخواهشاتو له بابه ګڼل کیږي {ومن أضل ممن اتبع هواه بغير هدىً من الله}.

دریم : دمفتونينو ځينې قصې :
امام ابن الجوزي رحمه الله وايي (له ابي عبدالله بن الجلاء څخه ويل کيږي چې ما يوه نصراني ځوان ته کتل چې د ښکلی مخ خاوند وو نو ابو عبدالله البلخي هلته تيريده اوما ته يي وويل دلته ولی ولاړ يي؟ ماورته وويل کاکاجانه! داجسم به اور څنګه تعذیبوي نو په شايي ووهلم او ويې ويل ددې کار انجام به وګورې، پس له څلويښت کلو مې يې انجام ولید چې هغه دا وو چې قران مې هير کړ.

امام قرطبي په التذکره کې ذکر کړي دي چې يو سړی چې د يوه امرد پسې خفه او سخت مريض شو تر دې چې نزدې و چې مړ شي او امرد به نه غوښتل چې ورسره وګوری نو په سړي دمرګ نښانې راڅرګندې شوې او په دې خبرو يې پيل وکړ:
ای دمرض درده کم شه اوله دغه نري څخه يخ شه زما زړه ته ستا راضي کول نعوذ بالله (دخالق له رضا بهتره ده)

څلورم : په شهوت سره امرد ته کتل ؟
ټولو علماؤ پدې اجماع کړې ده چې د ښکلي امرد مخ ته کتل حرام دي. ابن عابدين رحمه الله وايي (دښکلي معنا داده چې دکتونکي په طبيعت وي که تور هم وي ځکه ښکلا په طبيعتونو پورې فرق لري.

شېخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله وايي (لکه داجنبي ښځی په څير دفحش ابتداء او له امرد څخه په لمس او کتنه خوند اخستل حرام دي.

سعيد بن المسيب وايي ( کله مو چې يو سړی وليد چې امرد ته يې بار بار کتل نو متهم يي کړئ )

د امرد سره په خوند ستړي مشي کول داسې دي لکه په شهوت چې ورته ګورې اويا لدې څخه هم ډير قوي او ستر بلل کيږي دغه قول هم د شيخ الاسلام ابن تيميه دی.

ابوسعيد الصعلوکي رحمه الله وايي (پدې امت کې به داسې قوم وي چې لوطيون به ورته ويل کیږي او درې صنفه دي: يوه هغه ډله چې ورته ګوري، بله هغه ډله چې ستړي مشي ورسره کوي (په شهوت)، او بله هغه ډله چې خبيث کار ترسره کوي. نوپس الله عزوجل دې هغه خلکو ته هدایت وکړي چې پدې کارونو مبتلا او دشېطان په نقش قدم روان وي.

پنځم : د امرد سره ځانته والی (خلوت):
علماؤ پدې کې تشدد کړی دی چې د امرد سره به ځانته والی نه کوئ ځکه چې دغه کار دمفاسدو باعث ګرځي.
امام نووي رحمه الله وايي : (امرد سره خلوت له کتلو سخت دی ځکه چې خلوت شر ته او فحش بدۍ ته نږدې دي).

شپږم : علاج او وقايه :
روزنيزي تعليمي ادارې باید د نګرانو ښوونکو … په جذبولو کې له پوره دقت او زيرکتيا څخه کار واخلي چې د جذب پرمهال له متدين قشر څخه استفاده او دتقوی په ترازو له توله پس اداری ته تقوی ننباسي که نه نو په ډير کم وخت کې به هغه ځای دفساد منبع او سرچينه وبلل شي

لیکنه : ابن الاسلام

ژباړه : محمد اکرم همت

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب