د درد ضد درمل مو زړه د حملې ګواښ ډیروي

د درد ضد درمل له هغو درملو څخه دي چې استعمال يي ډېر عام دی او ګڼ خلک يي د تبې، زکام، سر درد یا بدن د نورو برخو درد د ارامولو لپاره کاروي؛ خو د اوږدې مودې لپاره دغه عادت د ګټې پر ځای زیان لري او ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
د تایوان ملي پوهنتون روغتون یوې څېړنې کې ویل شوي چې د درد ضد درمل د زړه د حملې خطر درې چنده زیاتوي او د انسان ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

د دې څېړنې په لړ کې په تايوان کې يوه روغتون ته د زړه د حملې له کبله وروړل شوي لس زره ناروغان معاينه شوي او معلومه شوې چې درد ضد درمل د زړه حملې ګواښ تر کومې کچې لوړولی شي.
د څېړنو په پايله کې څرګنده شوې، چې د زکام او نورو عامو ناروغیو د درملنې لپاره د درد ضد درمل کارول د زړه د حملې خطر ۳.۴ چنده زیاتوي، خو که دغه درمل له سيرومو سره ګډ او وروسته د ناروغ وينې ته تېر شي، د زړه د حملې خطر ۷،۳ برابره ورسره ډېرېږدي.
څېړونکي وايي چې د درد ضد درملو د استعمال او زړه حملې تر منځ د اړیکې د تائیدولو لپاره لا ډېرو څېړنو ته اړتيا لري.

 

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب