قرآن پوهنه یا علوم القرآن څه ته وايی؟ پېژند

علوم القرآن د قرآنکريم د نزول ، ترتيب ، د قرآنکريم جمع ، کتابت او تدوين ، تفسير ، اعجاز قرآن او ناسخ او منسوخ څخه بحث کوي .

علوم جمع علم دی او علم د يو شي درک کولو ته وايي ، يا علم د جهل او ناپوهی ضد دی .

علوم عموماً په دوو برخو ويشل شوي علوم آله او علوم مقاصد .

علوم مقاصد کوم چې علماؤ ذکر کړي دي عبارت دي له : علم عقيده او علم فقه ، يا فقه أکبر او فقه جوارح

علوم آله عبارت دي له : علوم القرآنکريم ، اصوله الفقه ، علوم اللغة او علم مصطلح الحديث .

your ads

دغو علومو ته علم آله ځکه وايي چې د نورو علومو د زده کړې لپاره آله ، وسيله او خدمت دی ، لکه : مصطلح الحديث د حديث خادم دی چې د مصطلح الحديث پرته د حديث علم څوک نشي حاصلولی مثلاً : مونږ په مصطلح الحديث يا علم الحديث کې وايو چې : حديث شاذ ، منکر او د صحيح او حسن شرائط او داسې نور لولو چې ددې علم پرته د حديثو پيژندل د قبول او رد له مخې ناشوني دي .

همدارنګه اصول الفقه د فقه د زده کړې آله ده ، مثلاً په اصول فقه کې وايو چې : أمر ، نهی ، علم ، خاص ، مطلق ، مقيد ، مجمل ، مبين ، ناسخ او منسوخ او داسې نور …

چې ددې شيانو د زده کړې څخه پرته د فقهې زده کول ناشوني دي چې دې ته د شريعت فرعي احکام وايي .

همدارنګه علوم القرآن د قرآن د زده کړې آله ده چې د قرآنکريم نزول ، اسباب نزول، د قرآنکريم د کتابت او تدوين، جمع قرآن، اصول تفسير، د تفسير طريقه ، ناسخ او منسوخ او نورو څخه بحث کوي چې د علوم القران پرته د قرآن پوهه ناشونې ده.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب