د علمي مېتودونو پړاوونه

د علمي مېتودونو پړاوونه

أيا پوهږېي چې مېتودونه يا علمي طريقې څه شی دی؟ ساينسپوهان په کومو علمي طريقو کار کوي؟

ساينس پوهان د علمي تجربو او تحقيقاتو د سرته رسولو لپاره له هغو طريقو څخه کار اخلي چې د هغوی په واسطه نتيجو ته رسږېي. په پخوا وختونو کې وسايل ډېر ساده وو، خو نن ساينسپوهان له ډېرو پرمختللو وسايلو څخه کار اخلي. مېتود يا علمي طريقه د هغو علمي عمليو يا لارو چارو څخه عبارت ده چې د پوړۍ )زينې( د پاړکو په شان يو پر بل پسې له څو پړاوونو څخه تشکيل شوې دی. دغو پړاوونو د علومو د تاريخ په اوږدو کې پرمختګکړی او نننۍ بڼه يې غوره کړې ده. لاندې جدول د علمي تحقيق لپاره د طريقو پړاوونه راښيي چې د پوړۍ د پاړکو په شان يې پر بل پسې تعقيبوي.

د پوښتنو مطرح کول

څه وخت څړېنه پيلږېي؟ کله چې د يوې موضوع باره کې لټه کوو او له ځانه د ولې او څنګه په څېر پوښتنې کوو، دا پخپله د تحقيق پيل دی. يا په بل عبارت د علمي فعاليتونو د سرته رسولو لپاره لومړی پړاو د پوښتنو طرحه کول دي. په دې پړاو کې محققان هغه پوښتنې چې ورته پيداکږېي، په ډېر غور او مشخص ډول تعريفوي. دا پړاو د بل پړاو د طی کولو لپاره لازم دی، ځکه چې د مسئلې له مشخص کولو پرته حل ستونزمن وي. همدارنګه د پوښتنو له مطرح کولو څخه پرته تحقيق او پلټنه مطلوبه پايله نه ورکوي.

مشاهده

د يوې موضوع په باره کې د اطلاعاتو راڼولونه، چې په هغې کې د مختلفو حواسو )لکه: لمس کول، بوی کول يا د يو شي ليدل( څخه ګټه اخېستل، د مشاهدې په نامه يادږېي. مشاهده مهارت دی چې په ځينو فعاليتونو کې بايد سرته ورسږېي. په علمي روش کې مشاهده يوازې ليدل نه دي. که څه هم د مشاهدې په وخت کې له سترګو څخه زيات کار اخېستل کږېي، خو له ڼولو حواسو څخه ګټه اخېستنه د طبيعي پېښو او شيانو په درک کولو کې زموږ سره مرسته کوي. مشاهده همېشه بايد په غور وشي. په مشاهدې کې زده کوونکي د پېښې )پديدې( په باره کې نظر او شواهد راڼولوي. د ورته والي او توپيرونو په تشخيص يې پيلوي. د مشاهدې مهارتونه نورو مهارتونو ته په اسانۍ پرمختګکوي او زده کوونکي په اسانۍ کولی شي چې مشاهده وکړي او د شي ځانګړتياوې له خپلې پوهې سره تشخيص کړي. د مشاهدې په اساس کولای شئ، فرضيه جوړه کړئ.

 

د فرضيې جوړول

فرضيه له هغه حدس او ګومان څخه عبارت ده چې د اطلاعاتو د راڼولونې او مشاهدې پر بنسټ د پديدې په اړه کږېي. فرضيه کېدای شي سمه وي يا ناسمه او داسې تمه نه کږېي چې حتماً دې د نورو

د منښت وړ وګرځي. کله چې تاسو کوم شی د مشاهدې لاندې نيسئ ستاسو سره پوښتنې پيداکږېي او په پای کې خپلو پوښتنو ته احتمالي ځوابونه وايئ. تاسو په حقيقت کې فرضيه جوړوئ. فرضيه بايد وازمويل شي او تحليل کړای شي.

د فرضيې تحليل

د فرضيې د سموالي او ناسموالي د پوهېدلو لپاره بايد ازمايښت او تحليل سرته ورسږېي، د بېلګې په توګه: تاسو فرضوئ چې ښايي ولاړې اوبه نسبت روانو اوبو ته ډېرې چټلې وي، نو بايد خپله فرضيه و ازمويئ. ددې کار لپاره د اوبو يو څاڅکی د مايکروسکوپ په واسطه وګورئ. د خپلو کتنو پايله يادداشت کړئ او هغه پوښتنو ته چې مخکې تاسو سره پيداشوي وي، ځوابونه ورکړئ. د فرضيې تحليل د مهارتونو د ډېرو ارزښتناکو کارونو له جملې څخه دي چې په علمي روش کې مطرح کږېي. دلته تاسو بايد د خپل استدلال د قوې په مرسته هغه څه تحليل کړئ او پايله ورڅخه واخلئ چې د تحقيقاتو او ازمايښت څخه مو لاسته راوړي.

 

د فرضيې د تحليل پايلې

په دې پړاو کې د فرضيې د تحليل او ازمايښت څخه حاصل شوې پايلې ثبت، تعبير او تفسير کږېي او نتيجه اخېستنه صورت نيسي. څرنګه چې پورته ذکر شول ستاسې پوښتنې د هغه ازمېښت په نتيجه کې ځواب شوي چې سرته مو رسولې دي. دې پايلې ته رسېدلي ياست چې ولاړې اوبه نسبت روانو اوبوته چټلې وي. کله چې خپل نظر د يوې موضوع په باره کې بيانوئ، په حقيقت هغه تفسيروئ؛ مث ًلا: ولاړې اوبه چټلې دي، بايد له هغې څخه په اخلي پخلي او مينځلو کې کار وانه اخېستل شي. د فرضيې د تحليل په اساس کولای شئ د ځينو حوادثو او پېښو وړاندوينه وکړئ، مث ًلا: څرنګه چې ولاړې اوبه چټلې دي که وڅښل شي په انسان کې د بېلابېلو ناروغيو د منځته راتګلامل ګرځي.

د راپور چمتو کول

راپور ليکل د ډېرو ارزښتناکو کارونو له جملې څخه دی چې د يو فعاليت يا د علمي تحقيق د سرته رسولو په پای کې چمتو کږېي. تاسو بايد د فکرونو، محاسبو، کتنو، ازمايښتونو او خپلو ڼولو علمي فعاليتونو پايلې وليکئ. د وخت په تېرېدو سره ښايي متوجه شئ چې ستاسو د علمي فعاليت په پايله کې څه تغير راغلی دی؟ راپور بايد ډېر اوږد نه وي، بلکې کوښ) وشي ستاسو ځوابونه، فرضيې او وړاندوينې دقيقې او منظمې وي، ترڅو وکولای شئ د کار له جريان څخه نتيجه حاصله او د هغې راپور جوړ کړئ. که چېرې راپور او د علمي فعاليتونو پايلې د جدولونو او ګرافونو په بڼه وښودل شي، په اسانۍ سره د پوهېدلو وړ وي.

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب