په اسلامې امت کې د غربي ديموکراسې اهداف

په اسلامي هېوادونو کې د ډيموکراسۍ دپلی کولو غربی اهداف:

غربی صليبی نړی او بيا په خاصه توګه امريکا په اسلامي هيوادونو کې د ډيموکراسۍ د حکومتي نظام دپلی کولو ځانکړی مقاصد لري چې د خپل دغه منحوس او طاغوتي نظام له قايمولو څخه پرته يې هغوی تر لاسه کولای نه شي . له همدی امله هغوی په اسلامی هېوادونو کې له بل هر څه د مخه دخپلو روزل شويو په وسيله دډيموکراسۍ نظام دپلی کولو هڅې کوي او په دې لاره کې هغوی د هر ډول ځاني او مالي قربانی له ورکولو سپما نه کوي ځکه چې د ډيوکراسۍ په ذريعه په اسلامي هيوادونو کې کوم مقاصد تر لاسه کوي هغه دصليبيانو په وړاندی خورا مقدس دي او صليبيان به وکولای شي . چې اسلامي امت په هر اړخيزه توګه وځپي او دځان لاس کتوويه يې کړی او هغه ټاکلی اهداف يې په لاندی ډول دي:

۱ ـ صليبی دعوت:

صليبي دعوت په اسلامی هيوادونو کې دصليبيانو دنورو اهدافو محوري حيثيت لري او دخپل دغه هدف د ترلاسه کولو په خاطر په اسلامي هيوادونو کې د انجيوګانو په ذريعه په غير مستقيمه توګه هر ډول وسايل پکار اچوي لکه طبي خدمتونه ، تعميراتي چارې ، نغد کومکونه ، يتيم خانې جوړول ، ښونځي جوړول ، مسلمانو محصلينو او حکومتونو ته دبشري علومو دلوړو زده کړو لپاره په امريکا او لوديځو هيوادونو کې بورسونه ورکول ، اوبې وزلو محصلينوته سکالرشيپ ورکول او داسې نور … او د امکان په صورت کې په ډاګېزه تو ګه مسيحيت ته بلنه کول لکه چې همدا اوس يې زمونږ په هېواد افغانستان او عراق کې دغه هر څه د مسحيت دخپراوی لپاره تر سره کيږي او د مخنيوی يې هېڅوک نشته ډګر ورته خالی دی او يو څو بيلګې يې ذکر شوی دي چې قدرمن لوستونکې به يې وړاندی ولولي.

۲ ـ پر خامو اقتصادی موادو قبضه:

په اسلامی هيوادونو کې دډيموکراسۍ په پلی کولو سره دصليبي امريکايي استعمار دلوديځوالو په ملتيا دويم هدف د اسلامی هيوادونو په خامو اقتصادی موادو باندی قبضه کول دي او دخپل دغه شوم هدف دتر لاسه کولو په خاطر له نظامي يرغل څخه هم ډډه نه کوي لکه چې په ۱۹۹۲م کې يې په صوماليه باندی دهغه هېواد دکمونست واکمن سيد باري په مرسته ددی لپاره يرغل کړی ؤ ، چې د صوماليه ديورانيمو ، خامی اوسپنې ،تيلو او نورو طبعي زیرمو قبضه وکړي مګر دصوماليه مؤمن او غيرتمن ولس د امريکا يرغل ناکام کړ او تور مخ يې له صوماليه څخه امريکايې يرغلګر وشړل دغه راز په  ۲۰۰۱م کې يې زمونږ په اسلامی هيواد افغانستان باندی دخپلو افغاني غلامانو په دعوت يرغل وکړ دډيموکراسۍ نظام يې اعلان او پلی کړ او په تېرو لسوکلونو کې يې په زرګونو امريګايې جيالوجستان افغانستان ته راغلې دي ، دطبعې زیرمو د ترلاسه کولو سروی کوي او د افغانستان پر هر څه يې قبضه کړی ده.

دغه راز پر عراق باندی يې نظامي ير غل وکړ او د عراق پر اسلامی هيواد کې يې کپېټاليستی ډيموکراسي اعلان کړه او په تيرو څو کلنو کې يې د عراق پر تيلو او نورو طبيعې زيرمو قبضه کړی ده.

۳  ـ خپل مصنوعات په اوچتو نرخونو پلورل:

په اسلام هيوادونو کې دصليبيانو له پلوه دډيموکراسۍ دنظام له پلي کولو څخه دريمه موخه په اسلامي هېوادونو کې دخپلو مصنوعاتو په اوچتو نرخونو پلورل دي په داسې ډول چې د اسلامې هېوادونو مصنوعات له رکود سره مخامخ کړي او دخپلو دلالانو په ذريعه دخپلو مصنوعاتو ستاینه کوي او داسې موصفات يې بيانوي چې هغه په اسلامې مصنوعاتو کې نه وي چې له همدې امله په مارکيټونوکې عوام دغربیانو مصنوعاتو پېرودلو ته ترجېح  ورکوي لکه چې همدا نن سبا کتلی شي په اسلامې هېوادونو کې مارکيټونه له صليبي او يهودي مصنوعاتو څخه مملوء دي ،چې ښه بيګه يې د ډينمارک اسلام دښمنه صليبی هيواد خوراکې مصنو عات دي ، چې په ګردو اسلامي هېوادونو کې او بيا په څانګړي توګه په عربي هېوادونو او نورو اسلامي هيوادونو کې لکه پاکستان ، ايران او نورو کې د ډينمارک د يوسل اوشل () کمپنيو مصنوعات لکه ملپېک ، ملايې ،کوچ ، بېسکټ ، درمل نور په خورا او چته بيه پلورل کېږي ، چې په دې توګه د کپېټاليزم له اصل سره سم دمارکېټ انحصار دخپلو مصنوعاتو په عرضه کولو سره کوي ، بيا نو دوی په خپل ټاکلي نرخ سره خپل مصنو عات پلوري.

۴  ـ په وروسته پاتې هېوادونو کې خپله فاضله سرمايه لګول:

څلورمه برخه يې د ډيموکراسۍ له پلي کولو څخه د افغانستان په څېر په وروسته پاتې اسلامې هيوادونو کې دا ده، چې خپله فاضله پانګه ولګوي په داسې ډول چې تجارتخانې پکې جوړوي ، سهامي شرکتونه او سپکې او درنې صنعتي کارخانې پکې جوړوي لوی لوی هوټلونه لکه انټرکانټېننټل هوټل ، سپين غر هوټل او داسې نو پکې جوړوي، څو دخپل لګولې سرمايې څو چنده پکې وګټي او مصنوعات په اوچت نرخ  پکې وپلوري ګوډاګي ډيمکراتيک حکومتونه خپلو مؤمنو هېوادوالو ته وايي : دوی زمونږ دهېواد د ودانولو، آبادولو او صنعتي کولو لپاره خپلې سرمايې زمونږ  په هيواد کې لګوي په داسې حال کې چې کپېټالېستان په خپله سرمايې لګولو سره اسلامي هېوادونه په زيات غربت مبتلاکوي او له همدغو کمپنيو څخه لاسته راوړی سرمايه خپلو خپلو هېوادونو ته لېږدوي. په يوه وروسته پاتې هېواد کې د دوی له سرمايې لګولو څخه اسلامی هېوادونو ته صرف داګټه وي چې د ځمکې اجاره يابيه ورکوي . دويم داچې په صنعتي کمپنيو ، هوټلونو ، دتيلو ټانکونو او د درمل پلورلو په نمايندګيو کې بشري قوه يعنې کار کونکي دهماغه وروسته پاتې اسلامی هېوادونو وي چې دمزدورانو په توګه کار پکې کوي په داسې حال کې چې تفسېر پوهانو او داسلامی امت فقهاو ويلی دي چې د مسلمان پر سر به کافر مشر او واکدار نه وي او دليل يې دقرآنکريم دنساء دسورت يوسل څلوېښتم (۱۴۰) مبارک آيت شودلی دی چې الله تعالی پکې فرمايلی دي:

(( ولن يجعل الله للکافرين علی المؤمنين سبيلا )) النساء  ۱۴۰ ايت.

ژباړه : او له سره به الله تعالی یونه ګرځوی کافرانو لره پرمسلمانانو باندی لياره دحجت او برلاستيا.

يعنې چې کافر امير وي او مسلمان مامور وي او امر پرې کوي چې دا کار وکړه او دا مه کوه پاتې شو منتظمين د کمپنيو نو هغه هم  زياتره دصليبی هيوادونو او سرمايه لګوونکيو وی صليبيانو او نوروکافرانو وي.

[irp][irp][irp]

۵  ـ تعليمي نصاب بدلول :

په اسلامي هېوادونو کې د ډيموکراسۍ د پلی کولو پنځمه موخه د تعليمي نصاب بدلول دي . په داسې ډول ،چې بلکل مادي نصاب وي اسلامي تاريخ او ثقافت مسخ کوي . لکه چې د افغانستان اوسنی تعليمی نصاب جوړ کړای شوی دی په دغه نصاب کې د جهاد په موده کې جوړ کړای شوی نصاب بالکل ختم کړی شوي دي ، څو د افغانستان راتلونکې توکم په بشپړه توګه مادي  و روزل شي ، فکر او تيوری بدله کړای شي همدغه موخه يې په پاکستان کې هم ده، سعودی عربستان ته يې هم د نصاب د بدلولو لپاره همدومره مرسته اعلان کړی وه ، مګر د سعودی عربستان د حکومت له پلوه د نصاب د بدلولو امريکايې فورمول رد کړای شو چې له همدی کبله امريکايې تور صليبی استعمار سعودی عربستان ته مرسته بيرته منسوخ کړ او ويې ويل : له دې امله چې سعودی عربستان خپل تعليمي نصاب بدلولو ته چمتو نه دی امريکا هم خپل اعلان کړې مرسته بېرته فسخ کوي په کوېټ کې يې له ۱۹۹۳م کال راهيسې بدل کړی دی . ځکه چې په هغه هېوادو نو کې ډيموکراسي د امريکا په مرسته منځته راغلې ده .

۶ ـ  ټولنه فاسدول :

شپږم هدف يې په اسلامی هېوادونو کې د اسلامي ملتونو فاسدول دي . په داسې ډول چې دحميده اخلاقو پر ځای د رذيله اخلاقو ترويجول ، څو اسلامي ټولنې هم دخپلو صليبي  ټولنو په څېر د اخلاقي جراېمو په ډنډ کې له سره څخه تر پښو پوری ډوب کړي له ښېګړو او نيکو چارو کولو څخه يې منحرف کړي او په شيطانې لارو چارو يې برابر کړي ځکه چې د ډيموکراسۍ مزاج همداسې دی او اساس يې پر فساد کېښودل شوی دی . بيا په خاصه تو ګه د امريکا د ډيمو کراسۍ نظام چې د پراګماتېزم منفعت طلبۍ او پلوټو کراسۍ د بډايانو په واکمنۍ ولاړ دی او دبشري تاريخ په اوږدو کې بډايان په ټولنه کې د فساد له خپرولو پرته نور هيڅ کړی نه دي .

۷ ـ کورنی نظام نړول :

اووم هدف يې په اسلامی ملتونو کې دکورنې نظام نړول دي په داسې ډول چې دښځې د ازادۍ او حقوقو په نوم له مېړه څخه بغاوت ته ښځې دعوتوي. له کهول څخه بهر دکار کولو ، په دولتي ارګانونو کې له سړيو سره دګډ کارکولو ، پروسې ته يې دعوت کوي  يا اولاد له مور او پلار څخه ياغي کوي او دکورنۍ هر غړی ځان پالنې ته هڅوي ، چې په نتيجه کې يې هاغه کورنی نظام او ډسپلين تالا ترغه کړي چې الله تعالی ديو سالمې او صالح کورنۍ لپاره په قرانکريم کې او خاتم الانبياء محمد صلی الله عليه وسلم په قولي او علمي سنتو کې وضع کړي دي . او کله چې کورنی نظام ونړول شي او د اسلامي روزنې دغه لومړۍ مدرسه ونړول شي د ډيموکراسۍ شپږم هدف چې ټولنه فاسدول دی ، په خپله ترسره کېږي ، ځکه چې د يوې مذهبې او په حميده اخلاقو دګالليې او د افرادو د سالمې روزنې لومړی مورچل نړول شوی دی ، ټولنه نور په اخلاقي فساد کې له لاهو کېدلو څخه ژغورل شونې نه ده ، ځکه چې ډيموکراسي په ګردو امورو کې ښځه له نارينه و سره برابره ګڼي او برابر حقوق ورکوي چې ښه بيلګه يې په ايران کې دډيموکراسۍ له اصولو سره سم نارينه او ښځه په وراثت کې يو شان حقوق ورکړای شوي .

[irp][irp][irp]

۸ ـ سودي نظام تر ويجول :

په اسلامي هېوادونو کې د ډيموکراسۍ له پلي کولو څخه د صليبيانو اتم مقصد دسودي نظام د راکړې ورکړی ترويجول دي ، چې دټولنې لپاره د ناسور حيثيت لري ، ځکه چې سود په ټولنه کې دغربت بدمرغه اقتصادي پديده اضافه کوي او په ټولنه کې نا انډولي او طبقاتي نظام پياوړی کوي دويم دا چې دقرض حسنه نېکمرغه او له صميميت ، زړه سوي ، اجتماعي مساوات څخه مملوء شرعي عمل ختموي چې له همدې امله الله تعالی د سود خوړل  دجنګ اعلان ګڼلی دی چې يو مسلمان به يې هيڅکله هم جسارت ونه کړي .

۹ ـ موسيقي عامول :

په اسلامي هېوادونو کې موسيقي عامول ، رقص او نڅا ترويجول ، څو وګړی د الله تعالی د ذکر پر ځای سندرې زده کړی او دجوماتونو پر ځای ډمخانو ته لاړ شي او دشيطان مزامير واوري او د الله دقهر او غضب مورد وګرځېږي . دماغ او عصاب يې شل شي او په دماغي رنځونو اخته شي چې ښه بلګه يې  زمونږ استعمار ځپلی هيواد افغانستان دی ، چې له ۱۳۸۰کال څخه تر ۱۳۹۰ کال پورې په تېرولسوکلونو کې چې د ډيموکراسۍ نظام حاکم شوی دی په هر ځای کې موسيقي ده ګډا ده او شورماشور دی  په زيارتونو کې موسيقي په خانقاو کې موسيقي ، په هوټلونو کې موسيقي ، په موټرونو کې موسيقي ، په ښارونو او بازارونو کې موسيقي ، په ليسو کې موسيقي ، په کورونو کې موسيقي ، صليبيان همدغه هدف لري هغه ملت چې تر پرون پورې انګريزان په لندن کې د دوي د تورو له شرنګ څخه له وېرې رپېدل نن يې د تورې په بدل کې رباب او ډول په لاس کې ورکړی دی. هغه ملت چې تر پرون پورې يې په ډهلي او اصفهان حکومت کاوه نن په خپل هېواد کې محکوم دي او صليبيان حکومت پرې کوي او دوی موسيقي او رقص ورته کوي .

۱۰ ـ غربي تهذيب دودول :

په اسلامي هېوادنو کې د ډيموکراسۍ دپلي کولو لسم مقصد د اسلامي تهذيب ، ثقافت او تمدن ختمول او دغربي مشرکانه جاهلي تهذيب دود کول دي . هغه تهذيب چې حياء ، عفاف مستور لباس ښه خويونه ، صله رحمي ، له الله تعالي څخه ډار تقوا ، د آخرت تصور  او د الهي دين  متابعت کول د قيانوسي چاری ګڼې ، بې حيايي ، عرياني ، ځان پالنه  ، سکسي توب ، دمعابدو او ديني زده کړو د مدرسو پر ځای دموسقۍ او نڅا کلبونه او نګارخانې جوړول د ترقۍ او پرمختګ لپاره ضروري او روښان فکري ګڼي . هغه تهذب چې اقتصاد يې د ژوند هدف ګرځولی دی او شته يې ايمان دی هغه تهذيب چې بشريت ځان پالنې او ځان ځانۍ ژوند کولو ته دعوت کوي له اجتماعي ايثار لورينې او زړه سوي څخه يې اړوي ، هغه تهذب چې دامريکا صليبي پېروان يې له انسانانو څخه سپيانو ته تر جېح ورکوی له سپيانو سره مينه کوي لکه چې د ۱۳۸۵ کال د  چنګاښ د مياشتې له ۲۸ مې نيټې سره سمون خوري دواشنګټن يوې خبری رسنۍ نيټ نيوز په خپل رپورټ کې ويلي دي :

په امريکا کې هر کال د سپيانو په پالنه په مجموعي تو ګه څلويښت مليونه ډالر لګول کېږی او بروژوايان سود خواره او شتمنې کورنې د خپلو نازوليو بچيانو د لوبو د وسايلو په پيرودلو هر کال په مجموعي توګه اته څلويښت مليونه ډالر لګښت کوی چې پر سپيانوو باندی له لګښت څخه صرف اته مليونه اضافه دی او ښايي په راتلونکي کال کې ورسره برابر شي .

په داسې حال کې چې همدا اوس په امريکا کې اووه ديرش مليونه وګړی له لوږی سره مخ دي نه دځان پټونې او اغوستنې څه لري او نه د ناروغتيا لپاره د درمل کولو وس او د دغه وحشي تهذيب مخکښان په عراق کې د مسلمانانو په قتلولو په تېرو دريو کلونو کې درې مليارده ډالر لګولي دي . که چېرې د امريکا وحشي صليبيانو هغه څلويښت مليونه ډالر چې په کوڅه ډبو سپيانو يې لګولي دي په اووه دېرش مليونه بې وزلي خپلو امريکايانو لګولي وای، د بشريت به يې څومره ستره پالنه کړې واي !

هغه تهذيب چې د امريکا صليبي پيروان يې د انسانانو له وژلو څخه خوند اخلي د۱۳۸۳ هـ کال دسلواغې له پېنځلسمې نېټې سره سمون خوري د امريکا د ځمکني پوځ ځناور صفته جنرال جيمز  چې په افغانستان کې دپنټا ګون له پلوه د جنګ تنظيم کونکی ټاکل شوی ؤ ، په واشنګټن کې له خبري رسنيو سره په يوه مرکه کې ويلي ؤ :

په افغانستان کې دځينو وګړيو وژل يوه ځانته مزه لري او جنګ داسې نشه او خوند لري چې په شرابو کې هم نه وي . دغه راز نوموړي د امريکا د سنتيا ګو په ښار کې يو پوځې فورم ته په خپله وينا کې ويلي وو:

دجنګ يوه ځانګړ مزه وي او خلک وېشتل هم د خوند اخستلو کار دی .

د همدغه تهذيب په لاس کېنولي په افغانستان کې چارواکي د امريکايي  ير غلګرو صليبي اسلام او انسان دښمنه استعمار دخوشالتيا او په اسلامي افغانستان د بشپړې قبضې او بقاء لپاره د افغانستان په دين او خپلواکۍ مينو مبارزينو په مقابل کې جنګېږی او بيا په ډېر وياړ سره اعلان کوی : نن د هېواد ملي اردو د دوستانو په مرسته دومره وطن دښمن (مجاهدين)  ووژل او دومره مو ټپيان کړل او دومره مو ژوندي ونيول هستوګنځي مو ورته ويجاړ کړل ،دا ځکه چې د غربي تهذيب په قاموس کې وطن پلورونکي وطن دوست په دين او د هېواد په ازادۍ مين د الله د لارې مجاهدين د وطن دښمن ګڼل کېږی .

په اسلامي هېوادونو کې صليبيان د ډيموکراسۍ نظام په پلي کولو سره دخپل هغه وحشي تهذيب دود کول غواړي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب