د بیولوژي د ښوونکي لپاره افاقي معلومات

د ژوند علومو (بیولوژي) د ښوونکي لپاره افاقي معلومات

په دې مطلب کې د شپږم ټولګي د طبيعي علومو ښوونکي لپاره آفاقي معلومات چمتو شوي دي.‌ دا مطلب يو لړ بيلابيل معلومات وړاندې کوي چې په لاندې ډول دي:

د حجرې تيوري

د حجرې جوړښت

جوړښت او دندې

بايومس (ژوندۍ ماده)

انرژي د ايکو سيسټم له لارې بهير پيدا کوي

همخوراکي

طبيعي انتخاب

د تولید مثل انتخاب

د حجرې تيوري درې اصول لري چې په لاندې ډول دي.

  1. ټول ژوندي موجودات له يوې او يا زياتو حجرو څخه جوړ شوي دی.
  2. حجرې د يوه اورګانیزم د جوړښت او دندو بنسټيز واحد دی.
  3. حجرې يوازې له موجوده حجرو څخه رامنځته کیدای شي.

 

راځئ چې دې نظريو ته يو د بل پسې کتنه وکړو. لومړی،‌ ټول ژوندي شيان له حجرې څخه جوړ شوي دي. زياتره هغه ژوندي موجودات لکه انسانان، ونې، ماهيان او داسې نور چې موږ ورسره اشنا يو له زیاتو حجرو څخه جوړ دي.‌ خو ګڼ داسې اورګانیزمونه هم شته چې يوازې له يوې حجرې جوړ شوي دي.‌ خو که ژوي له يوې حجرې او يا څو حجرو څخه جوړ شوي وي مهمه دا ده چې ترکیب يې له حجرې څخه دی. لکه چې په دويم اصل کې بيان شول، حجرې د جوړښت او دندو کوچني واحداونه دي. ‌دا په دې معنی دی چې حجره د يوه ژوندي موجود تر ټولو کوچنی واحد دی چې د نوموړي ژوندي موجود ټول خواص يې ساتلي وي. هر يوه فردي حجره د ژوندي جسم ټولې وظيفې اجرا کولی شي. درېيم اصل وايي چې حجره يوازې له موجودې حجرې څخه رامنځته کیږي. دا اصل هغه عقيده ردوي چې د ګڼو کلونو لپاره ساينسپوهانو خپله کړې وه او هغه دا چې ژوندي موجودات په ناڅاپي ډول له مړې مادې څخه رامنځته شوي دي.

د حجرې جوړښت

که څه هم حجرې بيلابیل ډولونه لري خو د ټولو حجرو جوړښت ځينې مشترک بنسټيز مفاهيم لري. ټولې حجرې حجروي غشاء لري چې د حجرې او چاپیریال تر منځ يې يوه مانعه جوړه کړې ده. د هرې حجرې په منځ کې يوه هسته ده چې جنيټيکي معلومات په کې پراته دي. د حجروي غشا دننه او د هستې چاپیره يو ډول مایعات دي چې سايټوپلازم نوميږي.‌ د سايټوپلازم په منځ کې داسې اورګانيلونه دي چې د حجرې دننه ژوندۍ وظيفې اجرا کوي. نباتي حجرې له حيواني حجرې سره توپير لري او هغه دا چې نباتي حجرې د غشا چاپیره حجروي ديوال لري چې نباتي حجرې ته شکل ورکوي.

جوړښت او دندې

د انسان په بدن کې د جوړښت کچې داسې دي؛ حجرې، غړي، د غړو سيسټمونه او ټول اورګانیزم. حجرې لومړنۍ کچه جوړوي. دا د یوه اورګانيزم د جوړښت لومړني واحدونه دي. د انسان بدن د حجرو ګڼ ډولونه لري.

انساج دویمه کچه دي. يو نسج د ورته حجرو يو ګروپ دی چې عین دنده او يا دندې ترسره کوي. په بدن کې د انساجو څلور لوی ډولونه موندل شوي دي.

د يوه اورګانیزم بله کچه غړی دی. غړي له هغو انساجو جوړ شوي دي چې د يوه ټاکلي فعالیت د ترسره کولو لپاره مشترک کار کوي.

د غړو سيسټم د دوه يا زیاتو غړو له ډلې څخه عبارت دی چې د يوې ټاکلې دندې د ترسره کولو لپاره مشترک کار کوي. یوه بيلګه يې هضمي سيسټم دی.

يو اورګانیزم يا ژوندی موجود په ټوله کې،‌ د ژوند ټولې بنسټيزې پروسې ترسره کولی شي. اورګانيز معمولا د غړو د څو سيسټمونو څخه جوړ شوی وي.

بايومس (ژوندی ماده)

طبيعي چاپیريال له ژونديو موجوداتو ډک دی. په دې چاپیريال کې د هغو ژونديو موجوداتو بقايا هم شته چې وړاندې مړه شوي دي. د ژوندیو او پخوانیو ژوندیو موادو اشتراک په يوه چاپیريال کې د نوموړي چاپیريال بايومس بلل کیږي. ژوندي موجودات په کيمياوي ډول انرژي زیرمه کوي. کله چې اورګانیزم مړ شي، انرژي يې په کيمياوي موادو کې پاتې کیږي چې نوموړی اورګانیزم يې ترکیب کړی دی. په چاپیريال کې داسې باکتريا او نور تخريبونکي عوامل موجود دي چې د بايومس مواد تجزيه کوي. لوی ماليکولونه کوچنیو مالیکولونو ته ويشل کیږي. همدا چې ماده تجزيه شی انرژي د تودوخې په بڼه آزاديږي.

انرژي د ايکوسيسټم له لارې بهير پيدا کوي

انرژي‌ د ايکو سيسټم له لارې بهير پيدا کوي. د انرژي بهير له بوټو پیليږي. بوټي ځکه د توليد کوونکو په نامه ياديږي چې دوی خپل خواړه د لمر د وړانګو له بدلولو څخه توليدوي. ژوي د مصرف کوونکو په نامه ياديږي. هغه ژوی چې بوټی خوري د لومړۍ کچې مصرف کوونکي په نامه ياديږي.

د لومړۍ کچې مصرف کوونکي د توليد کوونکو په خوراک سره انرژي ترلاسه کوي او په هغو کې ذخیره شوي انرژي کاروي. دويمه کچه مصرف کوونکي هغه ژوي دي‌ چې د لومړۍ کچې مصرف کوونکي خوري. درېيمه کچه مصرف کوونکی د دویمې کچې مصرف کوونکو په خوراک سره ځانته انرژي برابروي.‌

پورته انځور شوې پروسه د خوراکي توکو د ځنځير په نامه ياديږي. غشی د انرژي د‌ بهير مسير ښيي. دا حالات په حقیقي چاپیريال کې خورا پيچلي دي.‌ په حقيقي چاپیريال کې له يوه څخه زيات بوټي موجود دي او دا بوټي له يوه څخه زیاتو ژوو له خوا خوړل کیږي. هغه ژوي چې نور ژوي خوري، ددې ژوو يوه څخه زيات ډولونه خوري او ځينې ژوي د خوراک مشترک منابع لري. دا پيچلی متقابل عمل د خوراک د شبکې په نامه ياديږي او په لاندې ډول انځور شوی دی: 

سيمبيوزز (ګډ ژوند)

هغه اورګانیزمونه چې په مشترک چاپیريال کې اوسيږي له يو بل سره متقابل عمل کوي.‌ ځينې ډیر څرګند متقابل اعمال هغه دي چې له خوراک سره اړه لري. ځينې اورګانیزمونه نور اورګانیزمونه خوري او يا دوه اورګانیزمونه د خوراک په برخه کې سيالي کوي.

خو د هغو ژونديو موجوداتو تر منځ اړيکي موجودې دي چې ډیر نازک او پیچلي دي.‌ سيمبيوزز هغه کليمه ده چې د دوه اورګانيزمونو تر منځ اړیکی ښيي.‌ معمولا درې ډوله سيمبيوټيک اړيکي پيژندل شوي دي. د سيمبيوزز بيلابیل ډولونه د هغو اغیزو له کبله تشخیص کیږي چې پر ګډون کوونکو یې لري.‌

پرازيټيزم هغه اړيکي ته وايي‌ چې په ترڅ کې يې يو اورګانيزم ګټه اخلي او بل ته زیان رسوي.‌ د دې ډول اړيکي يوه بيلګه فيته یي چينجی او د هغه کوربه ژوي تر منځ اړيکي دي. فيته یي چينجي د يوه ژوي د کولمې پر غشا نښلي او له هغه ځايه غذايي مواد زبيښي. فيته يي چينجی غذايي مواد اخلي او کوربه ژوی غذايي مواد له لاسه ورکوي.

کمونساليزم يا همخوراکي د سيمبيوټیک اړيکو يو بل ډول دی. په دې ډول اړيکي کې يو اورګانیزم ګټه پورته کوي خو بل ژوی کومه ګټه او يا زیان نه کوي‌. د کمونسالیزم يوه بیلګه پيروته ده. پيروته هغه بوټی دی چې د نورو بوټو پر بهرنۍ برخې ژوند کوي.‌ يو لړ ګرمسیره ارکيده د ځينو ونو پر ښاخونو شنه کیږي. ارکیده د لمر وړانګو ته لاسرسی پیدا کوي خو ونې ته هیڅ زيان نه رسوي.‌

موچواليزم يا همياري د دوه نوعو تر منځ هغه اړيکي ته وايي چې دواړه خواوې ګټه ترې پورته کوي. میږی او سپږۍ د موچواليزم يوه بيلګه ده.‌ سپږۍ خپل حفاظت له میږيو تر لاسه کوي او ميږي بيا له سپږيو داسې خواږه مایع ترلاسه کوي چې د خوراک لپاره يې کاروي. 

طبيعي انتخاب

د طبيعي انتخاب بنسټيز مفهوم دا دی چې د چاپیريال شرایط (طبيعت) مرسته کوي چې د يوه اورګانیزم ځانګړي خواص څه ډول د نوموړي ژوي د ژوندي پاتې کیدلو او تکثر ته لار هوارولی شي. هغه اورګانیزمونه چې دا ځانګړي خواص ونه لري يا مړه کیږي او يا به يې شمیر کم وي. تر هغه وخته چې د چاپیريال شرایط ورته او يا کافي شباهت ولري، دا خواص هم په يوه نفوس کې عموميت پيدا کوي.

ددې لپاره چې څرګنده کړئ طبیعي انتخاب څه ډول کار کوي،‌ د کاغذ د کوچنیو رنګه ټوټو څخه د ښکار شوي ژوي کار واخلئ او د کاغذ يوه لويه رنګينه ټوټه د پس منظر يا (چاپیریال) په توګه وکاروئ. که يو داړه مار (په دې قضيه کې يو زده کوونکی) د ښکار په لټه کې وي (د کاغذ د کوچنیو رنګينو ټوټو له منځه) هغه ټوټې د ښکار لپاره نشي‌ ټاکلی چې د (پس منظر له رنګونو سره) توافق لري،‌ خو هغه نور چې د پس منظر له رنګونو سره لږ توافق لري او يا د پس منظر له رنګ سره زيات توپیر لري، ټاکلی او لرې کولی شي. دا ډول ژوي ژوندي نشي پاتې کيدي. له دې کبله، هغو ژوو چې له چاپیريال سره ښه توافق کړی دی ژوندي پاتې کیږي او دا خواص نورو نسلونو ته انتقالوي. د کموپلاژ دا خاصيت په هر ژوي کې ليدل کیږي لکه غرڅه په ځنګل،‌ مرغان په ونو،‌ حشرات او نورو او همداراز په بوټو کې هم ليدل کیږی.‌

د توليد مثل انتخاب

انسانان زیاتره په دې لټه کې دي چې د نباتاتو او حیواناتو داسې نسل واخلي چې ځانګړي خواص ولري.‌ دې کار لپاره د انتخابي توليد مثل بهير کارول کیږي. لومړی هغه نباتات او حیوانات په نښه کيږي چې د اړتیا وړ خواص ولري او بیا تر هغه وخته له يو بل سره جوړه کیږي چې اولاد يې د اړتیا وړ خواص له ځانه وښيي.‌ دا کار د نباتاتو او حيواناتو يو نوی نسل رامنځته کوي. د سپي او پيشو په څیر حيوانات ددې لپاره سره جوړه کیږي چې يو نوی نسل رامنځته کړي او يا ځانګړی کار ترسره کړي. د نباتاتو د انتخابي تولید مثل موخه دا ده چې په يوه ټاکلي ګل لرونکي بوټي کې په نوي رنګ ګل رامنځته شي.‌

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب