روژهزکات

د صدقة الفطر (سرسايه) مسايل

د صدقه تعريف او اقسام

 پوښتنه : د صدقه تعريف څه ده؟ او اقسام يې څو دي؟.
ځواب : کوم مال چې د الله تعالى د رضاء لپاره د الله تعالى په لار کې غريبانو او مسکينانو ته ورکول کيږي يا د خير په کوم بل کار کې مصرفيږي هغه ته صدقه ويل کيږي،
او صدقه په درى ډوله دى :
(١) فرض : لکه زکوة.
(٢) واجب : لکه نذر، صدقه فطر، قرباني او وغيره.
(٣) نفلي صدقې : لکه عام خير او خيراتونه (آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٥، ص : ١٩٣، بحواله : حاشية الطحطاوي علي الدرالمختار، ج : ١، ص : ٤٣٢).
د صدقة الفطر پيژندنه

 پوښتنه : صدقه فطر څه ته وايي؟

 ځواب : د فطر معنى د روژې ماتول يا خوړل دي، خدای تعالی په خپلو بندګانو باندې يوه صدقه مقرر کړې ده چې د رمضان شريف له ختميدو وروسته د شکرانې په ډول يې اداء کړي، دې ته صدقه فطر ويل کيږي، ځکه خو د روژې له پای ته رسيدو وروسته د خوشحالي کولو ورځې يعنې اختر ته عيدالفطر ويل کيږي (تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٨٩).

د صدقه فطر مسايل

 پوښتنه : صدقه فطر په چا باندې واجب دى؟ او مسايل يې څه دي؟.
ځواب : د صدقه فطر مسايل په لاندې ډول دي :
(١) صدقه فطر په هر هغه مسلمان باندې کوم چې د نصاب په اندازه د مال څښتن وي واجب ده (آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٥، ص : ١٨٩).
په هر مسلمان او آزاد کله چې هغه د نصاب په اندازه د مال مالک وي په هغه صدقه فطر واجب ده (تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٩٠).
(٢) له کوم کس سره چې له خپل ضرورت او استعمال څخه زيات دومره شى وي که چيرته د هغو قيمت ولګول شي نو د دوه پنځوس نيمو توله سپينو په اندازه کيږي نو همدغه کس ته د نصاب څښتن ويل کيږي، او د هغه په ذمه صدقه فطر واجب دى (د سپينو قيمت دې له بازار څخه معلوم کړى شي).
(٣) هر هغه کس کوم چې د نصاب څښتن وي هغه ته د خپل ځان له لوري او د خپل نا بالغ اولاد له لوري د صدقه فطر اداء کول واجب دي، او که چيرته د نا بالغو خپل مال وه نو له هغه څخه دې اداء کړى شي (آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٥، ص : ١٨٩).
د هر هغه چا له لوري چې د نصاب مالک وي له خپل لوري، د خپل نابالغ اولاد له لوري د صدقه فطر ورکول پرې واجب دي، که چيرته له نابالغو سره خپل مال وي نو له هغه دې ورکړي (تعليم الاسلام، څلورمه برخه، ٩١).
(٤) کومو خلکو چې د سفر يا ناورغي له امله يا د غفلت او کوتاهي له امله روژه نه وي نيولې، صدقه فطر په هغو باندې هم واجب دى، کله چې همدغه خوړونکي او څښونکي د نصاب څښتن وي (آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٥، ص : ١٨٩).
همدا رنګه ليکل شوي :
پوښتنه : مشهوره ده چې څوک روژه نه نيسي په هغه صدقه فطر واجب نه ده، دا صحي ده که غلطه؟
ځواب : غلطه ده ! بلکه د هر نصاب په مالک باندې واجبه ده خواه روژه نيسي او که نه يې نيسي (تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٩١).
(٥) کوم کوچنى چې د اختر په شپه له صبح صادق دمخه پيدا شي نو د هغه صدقه فطر ورکول ضروري دي، او که چيرته له صبح صادق وروسته پيدا شي نو بيا ضروري نه دي.
(٦) کوم کس چې د اختر په شپه له صبح صادق دمخه مړ شي، نو د هغه صدقه فطر نشته، او که چيرته له صبح صادق وروسته مړ شي نو د هغه صدقه فطر واجب دى (آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٥، ص : ١٨٩).
همدا رنګه ليکل شوي :
پوښتنه : د صدقه فطر واجب کيدو وخت کوم دی؟
ځواب : د اختر په ورځ له صبح صادق څخه وروسته دا صدقه واجبيږي، که يو سړی له صبح صادق څخه دمخه مړ شي نو د هغه له مال څخه صدقه فطر نه ورکول کيږي او که له صبح صادق څخه وروسته کوم ماشوم پيدا شي د هغه له لوري به يې ورکوي (تعليم الاسلام، څلورمه برخه، ٩١).
(٧) د اختر په ورځ د اختر لمانځه ته له تلو دمخه د صدقه فطر اداء کول بهتر دي، او که چيرته دمخه ورنکړى شي نو په وروسته کې يې هم اداء کول روا دي، او تر څو پورې يې چې اداء کړې نه وي تر هغه وخته پورې د هغه په ذمه واجب الاداء پاتې کيږي (آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٥، ص : ١٩٠).
پوښتنه : د صدقه فطر ورکولو بهترين وخت کوم دی؟
ځواب : د اختر په ورځ د اختر لمانځه ته له تللو مخکې يې ورکول بهتر دي او که له لمانځه وروسته يې ورکړي دا هم روا ده او که يې ور نکړي نو په ذمه يې پاته ده که څومره وخت تير هم شي (تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٩٢).
(٨) صدقه فطر د هر کس له لوري پوره دوه سيره غنم يا د هغو قيمت دى، او د همدومره قيمت بل شى هم ورکولاى شي.
(٩) د يوه کس صدقه فطر له يوه څخه زياتو فقيرانو او محتاجانو ته ورکول هم روا دي، او د ډيرو کسانو صدقه يوه فقير ته يې ورکول هم صحي دي.
پوښتنه : د يوه سړي صدقه يوه فقير ته يا لږ لږ ډيرو فقيرانو ته ورکول هم روا دي او که نه؟
ځواب : هر څومره فقيرانو ته يې ورکول روا دي، همدا شان د ډيرو خلکو صدقه يوه فقير ته ورکول هم روا دي (تعليم الاسلام، څلورمه برخه، ٩٢).
(١٠) کوم خلک چې د نصاب څښتن نه وي، هغو ته د صدقه فطر ورکول صحي دي.

پوښتنه : د صدقه فطر ورکول کومو خلکو ته پکار دي؟
ځواب : کومو خلکو ته چې د زکوة ورکول روا دي، هغو ته د صدقه فطر ورکول هم روا دي او کومو خلکو ته چې د زکوة ورکول ناروا دي هغوی ته د صدقه فطر ورکول هم ناروا دي (تعليم الاسلام، څلورمه برخه، ٩٢).
(١١) خپل حقيقي ورور، خور او تره ته د صدقه فطر ورکول روا دي، ښځه او ميړه په خپل مينځ کې يوه بل ته صدقه فطر نشي ورکولاى، همدا رنګه مور پلار اولاد ته او اولاد مور پلار ته صدقه فطر نشي رکولاى.
(١٢) کوم فقير او محتاج د صدقه فطر مالک جوړول ضروري دي، له همدې امله په جومات کې يا په بل کوم ښه کار کې د صدقه فطر لګول صحي نه دي (آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٥، ص : ١٨٩ – ١٩٠، بحواله : عالمګيري، ج : ١، ص : ١٩٢، بدائع الصنائع، ج : ٢، ص : ٧٥، عالمګيري، ج : ١، ص : ١٩٤، کتاب الزکوة).

د صدقه فطر په فرضيت، وجوب، وخت او مقدار کې اختلاف

 له حضرت ابن عمر  څخه روايت دى فرمايي : رسول الله  صدقه فطر په مسلمانانو باندې لازمه کړې په اندازه د يوه صاع له کجورو يا له اوربشو، د هر آزاد، غلام، نر، ښځې، لوى او واړه هر يوه له لوري څخه او تاکيد يې کړى چې له لمانځه دمخه دې اداء کړى شي ( ).
دلته په ډيرو شيانو کې اختلاف دى :
لومړى اختلاف : دا اختلاف په دې کې دى چې صدقة الفطر فرض دى او که واجب؟ د امام ابو حنيفة  په نزد صدقة الفطر واجب دى، او د آئمه ثلاثه ؤ په نزد فرض دى.
د ائمه ثلاثه ؤ استدلال د حضرت ابن عمر  په پورته ذکر شوي روايت سره دى، په کوم کې چې د فرض تصريح موجوده دى، لکه چې علامه طيبي  د همدغه حديث لاندې فرمايلي فيه دليل علي ان صدقة الفطر فريضة ( ).
د حنفيانو استدلال يو د حضرت عمرو بن شعيب عن ابيه عن جده په هغه روايت سره دى په کوم چې فرمايل شوي ان النبي  بعث مناديا في فجاج مکة آلا ان صدقة الفطر واجبة علي کل مسلم ….. لهذا په دې روايت کې د وجوب تصريح موجوده دى، دويم يې د حضرت ثغلبه بن صعير العذري په روايت سره استدلال کړى، هغه فرمايي ان النبي  قال في خطبته : ادوا عن کل حر وعبد صغير وکبير نصف صاع من بر او صاعا من تمر او صاعا من شعير ( ) په دې حديث کې د امر په صيغه سره د اداء کولو حکم شوى، او مطلق امر د وجوب لپاره وي.
علامه خليل احمد سهارنپوري  په بذل المجهود کې فرمايلي : دا چې صدقة الفطر په کوم قطعي دليل سره ثابته نه ده نو له همدې امله فرض عملي خو دى مګر فرض اعتقادي نه دى، ځکه چې په اخبار احاد سره يې ثبوت شوى او په اخبار احاد سره د فرض عملي ثبوت کيدلاى شي، او د فرض قطعي او اعتقادي لپاره دليل صطعي ته ضرورت دى او اخبار احاد ظني وي، نو له همدې امله د فرض اعتقادي يعنې د قطعي اثبات لپاره هغه کافي نه دى ( ).
د پورته ذکر شوي حديث ځواب علامه کاساني  دا ورکړى چې دلته په حديث کې فرض په معنى د قدر سره دى، ځکه چې فرض په لغت کې په معنى د تقدير سره دى، لکه په دې قول د الله تعالى  کې فنصف مافرضتم اى قدرتم، همدا رنګه (فرض القاضي النفقة) په معنى د(قدرها) سره دى، لهذا په حديث کې تقدير الواجب بالمذکور مراد دى ( ).
همدا رنګه امير يماني په (سبل السلام) کې ليکلي (الحديث دليل علي وجوب صدقة الفطر لقوله فرض فانه بمعنى الزم واوجب لنډه دا چې په همدغه حديث کې فرض په معنى د قدر يا په معنى د اوجب سره دى، نو همدغه روايت د امام صاحب  په خلاف نه دى بلکې د هغه په حق کې دى، مګر په اصل حقيقت کې دا نزاع لفظي ده، لکه چې علامه ابن الهمام  فرمايلي چې په معنى کې هيڅ اختلاف نشته، ځکه کوم فرضيت چې هغوى ثابت کړى دى د هغوى په نزد هم له هغه څخه منکر کافر نه دى، او همدغه درجه زمونږ په نزد د وجوب درجه دى، د کوم چې مونږ هم قايل يو، ګوا که دا داسې ده چې د هغوى په اصطلاح کې فرض عام دى او په واجب باندې يې هم اطلاق کيدلاى شي او په فرض قطعي باندې هم، او زمونږ په اصطلاح کې د واجبو په فرض باندې اطلاق نشي کيدلاى.
دويم اختلاف : دويم اختلاف په دې کې دى چې آيا صدقه فطر د رمضان المبارک په اخيرنى ورځ د لمر له لويدو وروسته او که د کوچني اختر په ورځ د فجر صادق راختو په وخت کې واجب دى؟ نو امام شافعي  د لومړني قايل دى او احناف د دويم قايلين دي.
د اختلاف ثمره هلته ښکاره کيدلاى شي کوم وخت چې يو کس د غلام مالک شي يا د يو چا کوچنى پيدا شي، يا کافر وي اسلام راوړي، يا فقير وي غني شي، نو که چيرته د لمر له لويدا دمخه داسې وشول نو اوس د امام شافعي  په نزد فطره واجب دى او که داسې نه وه نو نه دى واجب، همدا رنګه که چيرته يو څوک د لمر له لويدو وړاندې مړ شو نو فطره واجب نه دى، مګر که چيرته د لمر له لويدو وروسته مړ شو نو واجب دى، او د احنافو په نزد که چيرته د اختر په ورځ له طلوع فجر دمخه همداسې صورتونه را منځته شول نو صدقع فطر واجب دى، مګر که چيرته له طلوع فجر وروسته وه نو واجب نه ده، همدا رنګه که چيرته کوم کس له طلوع فجر دمخه مړ شو نو صدقه فطر واجب نه ده، او که له طلوع فجر وروسته مړ شو نو صدقه فطر واجب دى.
د حضرت امام شافعي  دليل دا دى چې د همدغې صدقه د وجوب سبب فطر دى، له همدې امله صدقه د فطر لوري ته مضاف شوې او همدغه اضافت په سببيت باندې دال دى، لکه څرنګه چې د لمنځونو اضافت د وختونو لوري ته او د روژو اضافت د مياشتې لوري ته په سببيت باندې دال دى، او د لمر له لويدا سره فطر متحقق کيږي، لهذا د وجوب متحقق کيدل هم پکار دي.
علامه ابن النجيم  په (بحر الرائق) کې فرمايلي : د صدقه اضافت د فطر لوري ته شوى او فطر د وجوب سبب هم دى، مګر فطر يو معتاد دى کوم چې په ټوله مياشت کې وي او يو فطر غير معتاد دى کوم چې د عيد الفطر په ورځ وي، دلته که چيرته فطر معتاد مراد وي نو هغه چونکه په ټوله مياشت کې وي لهذا د ديرشو فطرو واجب کيدل پکار دي، سره له دې چې همداسې نه ده، نو معلومه شوه چې له فطر څخه غير معتاد فطر مراد دى او هغه د عيد الفطر (کوچني اختر) په ورځ وي، نو ګوا که له صدقة الفطر څخه صدقه يوم الفطر مراد دى، لکه چې په حديث شريف کې هم راغلي صومکم يوم تصومون وفطرکم يوم تفطرون، اي وقت فطرکم يوم تفطرون ( ).
دريم اختلاف : دريم اختلاف په دې کې دى چې د فطره د وجوب لپاره نصاب مقرر دى او که نه؟ د ائمه ثلاثه ؤ په نزد د فطره د وجوب لپاره هيڅ نصاب مقرر نه دى، بلکې په هر هغه کس باندې واجب دى له کوم سره چې د خپل ځان لپاره او د هغه چا لپاره د کومو نفقه چې په هغه باندې واجب دى د يوې شپې او يوې ورځې څخه زيات کوم شى موجود وي، او د احنافو په نزد د صدقه فطر لپاره هغه نصاب دى کوم چې د زکوة لپاره دى، اګر که حولان حول او د مال نامي کيدل پکې شرط نه دي، البته له حاجت اصليه څخه يې فارغيدل پکار دي، ځکه چې د واجبو مقدار متعين او مقرر دى، کوم چې د مال په قلت او مثرت سره نه متفاوت کيږي، له همدې امله د حولان حول او نمو قيد نه لګول کيږي.
د ائمه ثلاثه ؤ استدلال يو خو په دې سره دى چې د احاديثو په ذخيره کې چيرته هم د صدقه فطر هيڅ نصاب نه دى بيان شوى، لهذا د هغې په حکم کې غني او فقير، يعنې د يوې شپې او يوې ورځې د قوت ساتلو سبب شامل دى، دويم د حضرت ثعلبه ابن ابى صعير عن ابيه دا روايت دى په کوم کې چې فرمايي قال رسول الله  : صاع من بر او قمح علي کل اثنين صغير او کبير حر او عبد ذکر او انثي غني او فقير، اما غنيکم فيزکيه الله تعالى واما فقيرکم فيرد الله تعالى عليه اکثر مما اعطاه ( ).
 امام ابو حنيفة  فرمايي چې په قرآنکريم کې په صدقه فطر باندې د زکوة اطلاق شوى لکه قد افلح من تزکي وذکر اسم ربه فصلي ( ) په دې آيت کې له (صلوة) څخه مراد (صلوة عيد) دى او له (تزکي) څخه مراد د صدقة الفطر اداء کول دي، لکه چې امام ابو بکر جصاص رازي  په (احکام القرآن) کې د همدغه آيت کريمه په تفسير کې دا روايت نقل کړى او فرمايلي دي چې روي عن عمر بن عبد العزيز وابى العالية قالا ادي زکوة الفطر ثم خرج الي الصلوة ( ).
يعنې په پورته ذکر شوي آيت کې هغه کس مراد دى کوم چې فذره اداء کړي او د لمانځه لپاره ووځي.
همدا رنګه په احاديثو کې په مختلفو ځايونو کې صدقة الفطر ته زکوة الفطر ويل شوي، لکه چې د حضرت ابن عمر  په روايت کې چې فرمايل شوي فرض رسول الله  زکوة الفطر ……الحديث او دويم روايت د حضرت ابو سعيد خدري  دى، هغه فرمايي کنا نخرج زکوة الفطر ….الحديث او دا د دې خبرې لور ته اشاره ده چې کوم نصاب د زکوة دى بعينه همغه نصاب د صدقة الفطر دى ( ).
له دې پرته که چيرته په فقير باندې هم صدقة الفطر واجب کړى شي نو په دې سره قلب د موضوع راځي، ځکه که چيرته هغه د يوې ورځې او يوې شپې قوت د صدقه فطر په توګه اداء کړي نو صبا ورځ په خپله د تنګدستي له امله سوال کولو ته مجبوريږي، چنانچه د رسول الله  ارشاد دى خير الصدقة ما کان عن ظهر غني ( ).
د حضرت ثعلبه  د روايت په باره کې ملا علي قاري  فرمايلي : لومړى دا چې همدغه روايت صحيح نه دى بلکې ضعيف دى، بيا که چيرته صحيح هم شي نو د نورو روائتونو مقابله نشي کولاى، ځکه چې نورو روايتونه په ډير زيات شمير کې دي، او په هغو کې د فقير ذکر نشته دى ( ).
همدا رنګه ملا علي قاري  د همدغه باب په اخير کې د حضرت ثعلبه  د روايت په تشريح کې د ابن الهمام قول نقل کړى، هغه فرمايلي : دا روايت د احتجاج وړ (قابل) نه دى، ځکه چې په دې کې له مختلفو لاملونو له امله اضطراب دى ( ).
يو د راوي په نام کې اضطراب دى چې هغه ثعلبة ابن ابى صعير که ثعلبة بن عبد الله بن ابى صعير او که عبد الله بن ثعلبة بن صعير عن ابيه دى.
دويم اضطراب په نسبت کې دى، داسې چې عدوي دى او که عذري، او دريم اضطراب په متن کې دى، ځکه چې په يو شمير روايتونو کې ادوا صدقة الفطر صاعا من تمر او قمح عن کل راس او په يو شمير کې صدقة الفطر صاع من بر او قمح عن کل اثنين راغلى دى ( ).
څلورم اختلاف : څلورم اختلاف په دې کې دى چې صدقة الفطر يوازې د مسلمانو غلامانو له لوري دى او که د کافرو غلامانو له لوري هم دى؟ نو آئمه ثلاثه فرمايي چې د کافر غلام فطره په آقا باندې لازمه نه دى، يوازې د مسلمان غلام فطره ورکول ضروري دي، او د احنافو په نزد د کافر غلام فطره ورکول هم په آقا باندې لازمه دى.
د ائمه ثلاثه ؤ استدلال يو په همدغه روايت کې د (من المسلمين) په لفظ سره دى، لکه چې علامه طيبي  فرمايلي چې (من المسلمين) له (عبد) او د هغه له ټولو معطوفاتو څخه حال دى، نو مطلب دا دى چې په هغوى باندې د صدقه وجوب په اسلام سره مشروط دى، لهذا په آقا باندې د کافر غلام فطرانه واجب نه دى، ځکه چې شرط يعنې اسلام نشته.
دويم دا چې اصل وجوب په غلام باندې دى، البته د هغه تحمل آقا کړى دى، چونکه رسول الله  آقا د غلام له لوري د صدقه په ورکولو مامور کړى او د غلام له لوري د صدقه ورکولو مطلب دا دى چې آقا د همدغه وجوب تحمل کړى، نو له دې څخه معلومه شوه چې اصل وجوب په غلام باندې وه، لهذا دا ضروري ده چې غلام به د وجوب اهليت لري، او ښکاره دا ده چې مسللمان عبد د وجوب اهل دى، مګر د ملک نه درلودلو له امله د اداء اهل نه دى، له همدې امله آقا به د دې تحمل کوي او د هغه له لوري به يې اداء کوي، مګر عبد کافر چونکه د وجوب اهل نه دى، لهذا په هغه باندې هيڅ هم واجب نه دي، نو په مولى دې د دې تحمل هم نشته.
د احنافو دليل يو د حضرت ابن عباس  مرفوع روايت دى، فرمايي :
قال رسول الله  : صدقة الفطر عن کل صغير وکبير وذکر او انثي يهودي او نصراني، حر او مملوک ( ).
همدا رنګه په مصنف عبد الرزاق کې د حضرت ابن عباس  موقوف روايت هم شته دى يخرج الرجل زکوة الفطر عن کل مملوک وان کان يهوديا او نصرانيا ( ).
همدا رنګه د رسول الله  د دغه ارشاد ليس علي المسلم في عبده صدقة الا صدقة الفطر له عمومو څخه هم د احنافو تاييد شوى دى او امام بخاري  هم همدې لوري ته مايل دى، لکه چې د امام بخاري  له تبويب څخه معلوميږي چې هغه لومړى باب قايم کړى (باب صدقة الفطر علي العبد وغيره من المسلمين) او بيا يې دويم باب قايم کړى (باب صدقة الفطر علي الحر والمملوک) په دې کې يې مملوک مطلق ذکر کړى په مسلم سره يې نه ده مقيد کړى ( ).
د احنافو له لوري د ائمه ثلاثه ؤ د لومړي استدلال ځواب دا دى چې په اصل کې دلته دوه کسان دي، يو (من تجب عليه الصدقة) يعنې په چا باندې چې د صدقه اداء کول واجب دي او يو (من تجب عنه الصدقة) يعنې د چا له لوري چې د صدقه اداء کول واجب دي، په حديث کې د (من المسلمين) قيد تعلق له (من تجب عليه الصدقة) سره دى، يعنې په چا باندې چې د فطره اداء کول واجب دي د هغه مسلمان کيدل ضروري دي، او د چا له لوري چې واجب دى د هغه مسلمان کيدل ضروري نه دي، د دې دليل دا دى چې د همدغه حديث راوي حضرت ابن عمر  دى، او حافظ ابن حجر  د ابن المنذر  په حواله د حضرت ابن عمر  اثر نقل کړى چې هغه د خپلو مسلمانو او کافرانو دواړه ډوله غلامانو له لوري څخه فطره اداء کړې وه، او دا منل شوي اصول دي چې د حديث راوي اعرف بمراد الحديث وي، لهذا معلومه شوه چې د (من المسلمين) تعلق له (من تجب عليه الصدقة) سره دى، له غلامانو سره د دې هيڅ ډول تعلق نشته، که نه نو هغه به د کافر غلام له لوري فطرانه نه واى اداء کړې ( ).
د دويم دليل ځواب دا دى چې د صدقه د وجوب اصلي سبب (راس يمونه ويلي عليه ولاية کاملة) دى، ځکه لکه څرنګه چې د خپل سر فطرانه ورکول ضروري دي همدا رنګه په کوم سر باندې چې کامل ولايت حاصل وي هغه هم د خپل سر په حکم کې دى، او دا سبب په عبد مؤمن او کافر دواړو کې پيدا کيږي، ځکه چې په دواړو باندې آقا ته ولايت کامله حاصل دى، او د دواړو مؤنت هم په آقا باندې دى، پاتې شوه دا خبره چې اصل وجوب په غلام باندې دى بيا آقا د دې تحمل کړى دى، لهذا د غلام مسلمان کيدل او اهل الوجوب کيدل ضروري دي، دا له دې امله فاسد دى چې دلته له وجوب څخه وجوب اداء مراد دى، نو مطلب دا کيږي چې غلام د وجوب اداء اهل دى، سره له دې چې اداء په ملک سره کيږي او غلام د يوه شي مالک هم نه دى، نو په هغه باندې وجوب څرنګه کيدلاى شي، لهذا معلومه شوه چې اصل وجوب په غلام باندې نه ده چې آقا د هغه محتمل شو، بلکې وجوب په آقا باندې دى، لهذا د وجوب اهليت د آقا لپاره شرط دى، د غلام لپاره شرط نه دى، غلام يوازې د وجوب سبب دى، هغه که مسلمان وي او که کافر.
پنځم اختلاف : پنځم اختلاف په دې کې دى چې په فطره کې په ټولو اجناسو کې يو صاع في کس واجب شوى دى او که د غنمو او نورو اجناسو په مينځ کې فرق (توپير) شته دى؟.
امام ابو حنيفة  فرمايي چې په صدقه فطر کې غنم نيم صاع او پاتې نور شيان صاع صاع دي، د سفيان ثوري  او ابن المبارک  هم همدا مسلک دى، او د آئمه ثلاثه ؤ په نزد په غنمو کې هم يو صاع واجب دى ( ).
د امام ابوحنيفة  لومړى دليل هغه روايت دى په کوم کې چې حضرت ابن عباس  فرمايلي فرض رسول الله  هذه الصدقة صاعا من تمر او شعير او نصف صاع من قمح …..
ملا علي قاري  د همدغه روايت لاندې د حضرت معاويه  روايت نقل کړى په کوم کې چې راغلي چې هغه  په مدينه منوره کې د خطبه ويلو پر مهال وفرمايل : اري نصف صاع من حنطة تعدل صاعا من تمر ( ).
دويم دليل هغه روايت دى په کوم کې راغلي مدان من قمح او سواه صاع من طعام او ښکاره ده چې يو صاع څلور مده کيږي، لهذا دوه مده د نصف صاع مساوي کيږي.
همدا رنګه په نصب الراية کې د عبد الله  بن ثعلبه روايت دى فرمايلي دي :
خطب رسول الله  الناس قبل الفطر يوم او يومين فقال : ادوا صاعا من بر او قمح بين اثنين ….. امام زيلعي  فرمايلي (هذا سند صحيح قوي ( ).
د آئمه ثلاثه ؤ استدلال په هغه روايت سره دى کوم چې له حضرت ابو سعيد خدري  څخه مروي دى کنا نخرج زکوة الفطر صاعا من طعام او صاعا من شعير په دغه حديث کې د صاع لفظ آئمه ثلاثه ؤ په غنمو باندې محمول کړى ( ) همدا رنګه امام خطابي  فرمايلي چې له طعام څخه مراد غنم دي، ځکه چې د نورو شيانو ذکر جلا دى ( ).
د احنافو له لوري ځواب دا دى چې له طعام څخه مراد غنم نه دي، ځکه چې په عهد رسالت کې د لفظ طعام اطلاق له غنمو پرته په نورو شيانو باندې شوى وه، لامل يې دا وه چې په همدغه زمانه کې غنم ډير کم وه، او په همدغه زمانه کې غنم د خلکو غذاء نه وه، بلکې له طعام څخه مراد جوار يا باجره او وغيره دي، لکه چې په خپله له حضرت ابو سعيد خدري  څخه مروي دي قال ابو سعيد کان طعامنا الشعير والزبيب والاقط والتمر ( ).
همدا رنګه قاضي شوکاني  په (نيل الاوطار) کې ليکلي چې د کنا نخرج الفاظ دا غواړي چې هغه په خپله صاع ويستلى وه، رسول الله  د غنمو د صاع ويستلو حکم نه وه کړى او نه حضرت ابو سعيد  د رسول الله  د اطلاع ذکر کړى دى ( ).
همدا رنګه ليکل شوي :
د امام ابو حنيفة  په نزد صدقه فطر (فطرانه) واجب دی.
د ائمه ثلاثه ؤ په نزد صدقه فطر فرض دی.
د امام ابو حنيفة  دليل د حضرت عمرو بن شعيب عن ابيه عن جده روايت دی ان النبي  بعث مناديا فی فجاج مکة آلا ان صدقة الفطر واجبة علی کل مسلم ذکر او انثی، حر او عبد، صغير او کبير ……. الحديث (ترمذي، باب فی صدقة الفطر).
ژباړه : نبي کريم  د مکه کوڅو ته يو منادي (اعلان کونکی) وليږلو، هغه اعلان وکړ چې واورئ : صدقه فطر په هر مسلمان سړي، ښځه، غلام، آزاد، واړه او لوی په ټولو باندې واجب دی.
د ائمه ثلاثه ؤ دليل د حضرت ابن عمر  روايت دی قال فرض رسول الله  صدقة الفطر علی الذکر والانثی والحر والمملوک ….. الدحديث (ترمذي، پورتنی حواله).
ژباړه : رسول الله  په هر مسلمان سړي، ښځه، آزاد او غلام باندې صدقه فطر فرض کړې دی.
د امام ابو حنيفة  له لوري ځوابونه :
لومړی ځواب : په حديث کې (فرض) د الزم او اوجب په معنی سره دی (سبل السلام، ج : ۲، فتح الملهم، ج : ۳، ص : بحواله ابن عبد البر ) نو له همدې امله دا روايت د امام ابو حنيفة  په خلاف نه دی، بلکې د هغه په حق کې دی.
دويم ځواب : له صدقه فطر څخه منکر بالاتفاق کافر نه دی، او له فرض څخه منکر کافر دی، نو معلومه شوه چې صدقه فطر واجب دی فرض نه دی ( ).

د صدقه فطر نصاب

 پوښتنه : د صدقه فطر واجب کيدو لپاره چې کوم نصاب شرط دی دا هغه نصاب دی کوم چې د زکوة په نصاب کې بيان شوی او که څه فرق يې شته؟
ځواب : د زکوة او صدقه فطر نصاب يو دی، مثلا دوه پنځوس تولې دوه ماشې زر يا د هغه قيمت، ليکن د زکوة نصاب او د صدقه فطر په نصاب کې فرق دا دی چې د زکوة فرض کيدو لپاره سپين زر، سره زريا د تجارت مال ضروري دی او د صدقه فطر په واجب کيدو کې د دغو دريو شيانو خصوصيت نشته، بلکه د هغه په نصاب کې هر رنګه مال حسابيږي، ها ! له حاجت اصليه څخه زائد او د قرض ورکولو څخه زيات مال په دواړو نصابونو کې شرط دی.
او س که چيرته يو کس د هغه د استعمال له جامو څخه زياتې جامې ولري، يا له روزمره ضرورت څخه زائد ميسن، د زيړو، چيني وغيره لوښي ولري، يا يې کوم کور خالي پروت وي، يا يې کوم سامان او اسباب وي او له حاجت اصليه څخه زائد وي او د دغو شيانو قيمت د نصاب برابر يا زيات وي نو په دغه کس باندې زکوة فرض نه دی، ليکن صدقه فطر پرې واجب ده، په صدقه فطر کې د کال تيريدل هم شرط نه دي، بلکه په هغه ورځ يې هم که مالک شي نو د صدقه فطر اداء کول پرې واجب دي ( ).
همدا رنګه ليکل شوي :
د امام ابو حنيفة  په نزد صدقه فطر د نصاب په څښتن باندې واجب دی، او د صدقه فطر لپاره د زکوة نصاب شرط دی.
د ائمه ثلاثه ؤ په نزد صدقه فطر په هر هغه کس باندې فرض دی له کوم سره چې د يوې ورځې له ضرورياتو څخه زيات مال وي، او د صدقه فطر د فرضيت لپاره د زکوة نصاب شرط نه دی.
د امام ابو حنيفة  دليل د حضرت ابو سعيد خدري  دا روايت دی کنا نخزج زکوة الفطر …. الحديث (ترمذي، ج : ۱، باب فی صدقة الفطر) همدا رنګه په همدغه باب کې د حضرت عبد الله بن عمر  روايت هم دی، په کوم کې چې د زکوة لفظ مستعمل دی.
په همدغو دواړو حديثونو کې د زکوة لفظ استعمال د دې خبرې لور ته اشاره ده چې کوم نصاب د زکوة دی، بعينه همغه نصاب د صدقه فطر هم دی.
د ائمه ثلاثه ؤ دليل دا دی چې د احاديثو په ذخيره کې چيرته هم د صدقه فطر نصاب نه دی بيان شوی، لهذا له چا سره چې د يوې ورځې له ضرورياتو زيات مال وي هغه ته هم د صدقه فطر حکم شامل دی.
د امام ابو حنيفة  له لوري ځواب دا دی چې عدم ذکر عدم شي لره مستلزم نه دی، يعنې د نه ذکر له امله دا په څه لازميږي چې د هغې لپاره نصاب نشته دی ( ).
له رمضان دمخه د صدقه فطر ورکولو حکم
 پوښتنه : که چيرته يو کس له رمضان المبارک دمخه صدقه فطر ورکړي نو اداء کيږي او که نه؟.
ځواب : له رمضان دمخه د صدقه فطر ورکولو ګنجايش شته دی، لهذا که چيرته يو کس له رمضان المبارک دمخه صدقه فطر ورکړي نو اداء کيږي، او په رمضان کې يې دوباره ورکولو ته ضرورت نشته ( ).
په روژه کې د صدقه فطر ورکول
 پوښتنه : که صدقه فطر د اختر له ورځې مخکې په روژه کې ورکړل شي نو دا روا دی که نه؟
ځواب : روا دی ( ).

د بالغ اولاد او ښځې له لوري د صدقه فطر ورکول

پوښتنه : که په يوه کس باندې صدقه فطر واجب شي، نو د هغه لپاره د خپل ځان له لوري له اداء کولو سره سره د اولاد او ښځې له لوري يې ورکول هم ضروري دي او که نه؟.
ځواب : د ښځې ( ) او بالغ اولاد له لوري د صدقه فطر ورکول ضروري نه دي، که هغوی په خپله مالدار وي نو د هغوی په ذمه باندې واجب دی، البته که د هغوی له لوري يې هم اداء کړي نو اداء کيږي ( ).
د بالغ ليوني زوی له لوري د صدقه فطر ورکولو حکم
 پوښتنه : يو کس د نصاب څښتن دی نو په هغه باندې د بالغ اولاد له لوري کوم چې ليونی هم وي د صدقه فطر ورکول
ضروري دي او که نه؟.
ځواب : په ذکر شوي صورت کې که چيرته بالغ اولاد له ليونتوب سره سره غريب هم وي نو په مالدار پلار باندې د هغه له لوري د صدقه فطر اداء کول ضروري دي، او که چيرته اولاد په خپله د نصاب څښتن وه نو د هغه له مال څخه دې فطرانه اداء کړی شي ( ).
په صدقه فطر کې کوم شيان او څومره ورکول کيږي
پوښتنه : په صدقه فطر کې کوم کوم شيان او څومره ورکول واجب دي؟
ځواب:په صدقه فطر کې هر قسم غله يا قيمت ورکول روا دي، چې تفصيل يې دا دی!
که چيرته غنم، اوړه يا وريژې ورکوي نو في نفر ته پوره دوه سيره ورکول پکار دي، له سير څخه د انګريزي روپۍ او د هغې وزن مراد دی!
که چيرته اوربشې يا د اوربشو اوړه ورکوي نو دری نيم سيره ورکول يې پکار دي او که له اوربشو او غنمو پرته نوره غله ورکوي، لکه وريژې، باجره جوار وغيره نو د دوو سيرو غنمو په قيمت يا دې دری نيمو سيرو اوربشو په قيمت چې څومره غله کيږي د هغې ورکول پکار دي او که قيمت ورکوي نو پوره د دوو سيرو غنمو او دری نيمو سيرو اوربشو قيمت ورکول پکار دي ( ).
په دويم ښار يا هيواد کې د اوسيدونکو له لوري د صدقه فطر ورکول
 پوښتنه : د يو شمير خلکو ځينې خپل خپلوان په کوم ليرې ښار يا بل هيواد کې اوسيږي، که هغوی د خپل کور خلکو ته ووايي چې زمونږ صدقه اداء کړئ، اوس پوښتنه دا ده چې په همداسې صورت کې د کوم ځای قيمت لره اعتبار دی؟ د کلي، دويم ښار او که د دويم هيواد؟.
ځواب : د صدقه فطر واجب مقدار پوره دوه کيلو غنم، يا دری کيلو کشمش، کجورې او يا د همدغو شيانو قيمت چې څومره جوړيږي، لهذا که چيرته په مذکوره صورت کې هغوی صدقه فطر په خپله اداء کوي نو پوره دوه کيلو غنم يا د هغو قيمت هلته چې څومره جوړيږي هغه دې اداء کړي، او که چيرته يې د هغه مور پلار يا نور په خپل ښار يا هيواد کې د هغوی له لوري صدقه فطر اداء کول غواړي نو پوره دوه کيلو غنم يا د هغو قيمت څومره چې همدلته جوړيږي هغه دې اداء کړي ( ).
له اختر وروسته په ځنډ سره د صدقه فطر اداء کول
 پوښتنه : که يو کس له خپلې ښځې (ميرمنې) سره جنجال وکړي، هغه ترې خفه شي او د پلار کور ته ولاړه شي، کله يې چې ميړه په رمضان کې زکوة او صدقه فطر ورکوي نو د غصې له امله د خپلې ښځې صدقه فطر ورنکړي، د نورو ټولو بچيانو او وغيره صدقه فطر ورکړي، څه وخت وروسته يې ښځه بيرته کور ته راشي او سره په خلا شي او همدلته اوسيږي، اوس په څه ډول د همدغې غلطي تدارک وکړي شي؟.
ځواب : د ښځې او ميړه تر مينځ جنجال کيږي، مګر دومره سخت خفه کيدل دا د وړو ماشومانو خبره او کار دى، بهر حال د ښځې په اجازه دې صدقه فطر اوس اداء کړى شي ( ).
چې صدقه فطر پرې واجب وي زکوة او فطرانه نشي اخيستلاى
 پوښتنه : په کومو خلکو چې صدقه فطر واجب وي، هغه زکوة يا صدقه فطر اخيستلای شي که نه؟
ځواب : نشي يې اخيستلای، د هيڅ فرض يا واجب صدقې ورکول داسې خلکو ته روا نه دي له کومو سره چې د صدقه فطر د نصاب په اندازه شی موجود وي ( ).
د يوه کس صدقه فطر په څو کسانو ويشل کيدلای شي
 پوښتنه : يو کس دې خپله صدقه فطر يوه فقير ته ورکړي او که په دوو او دريو فقيرانو باندې يې هم ويشلی شي؟.
ځواب : لکه څرنګه چې يوه کس ته ډيرې صدقه فطر ورکول کيدلای شي، همدا رنګه يوه صدقه فطر په ډيرو کسانو باندې هم ويشل کيدلای شي ( ).

په مزدوري کې د فطرانه ورکول روا نه دي

 پوښتنه : يو غني امام دی، آيا هغه ته د فطرانه ورکول روا دي؟ لکه څرنګه چې عام رواج دی؟.
ځواب : امام ته د اجرت په ډول د فطرانه ورکول روا نه دي، ټولو فقهاؤ ليکلي چې د دې مصرف مسکينان او فقيران دي، البته د تصدق يا صله رحمي په ډول فقير امام ته يې ورکول روا دي ( ).
غير مسلم ته د صدقة الفطر او زکوة ورکول
پوښتنه : د زکوة مال له غله يا بل کوم شي څخه څلويښتمه ويستل کيږي، که دا برخه کوم هندو ته ورکړى شي، يا که صدقه فطر کوم هندو ته ورکړى شي نو دا روا دي او که نه؟.
ځواب : هندو ته د زکوة ورکول ناروا دي، او صدقه فطر ورکول روا دي، خو په دې شرط چې ذمي وي لايجوز دفع الزکوة الي ذمي، وصح دفع غير الزکوة من الصدقات الي الذمي کصدقة الفطر ( ).
مګر احتياط دا ده چې صدقه فطر هم مسلمان ته ورکړى شي، ځکه چې په دې کې د امام ابو يوسف  اختلاف دى، هغه يې ناروا ګڼي ( ).
په صدقه فطر کې ځايي نرخ لره اعتبار دی
 پوښتنه : صدقه فطر بايد د حکومتي نرخ مطابق ورکړی شي او که د عوامي نرخ مطابق؟.
ځواب : چونکه حکومتي نرخ حاوي نه دی، لهذا مقامي (ځايي) نرخ معتبر دی ( ).
خپلو خپلوانو ته د صدقه فطر ورکولو حکم
پوښتنه : خپلې خور، وروڼو او نږدې خپلوانو ته د صدقه فطر ورکول څنګه دي؟.
ځواب : خپلې خور، ورڼو او نورو نږې خپلوانو ته د زکوة او صدقه فطر ورکول روا دي، بلکې بهتر دي، کله چې هغوی محتاج وي، او حساب کتاب يې جلا وي ( ).
نابالغ ته د فطرانه ورکولو حکم
 پوښتنه : غريبو، يتيمانو او مسکينانو نا بالغو کوچنيانو ته د فطرانه په ورکولو سره فطرانه اداء کيږي او که نه؟.
ځواب : که چيرته نابالغ غريب وي نو هغه ته د صدقه فطر ورکول روا دي، البته د هغوی سرپرستو ته يې ورکول روا دي، که چيرته نابالغ پوهيدونکی وي نو په خپله هغه ته يې هم ورکول روا دي، او که چيرته همدغه کوچنی د مالدار زوی وي نو په هيڅ ډول يې بيا هغه ورکول صحي نه دي ( ).
د بندي په جرمانه کې د فطرانه ورکولو حکم
 پوښتنه : په يو شمير بنديخانو کې ډير زيات بنديان وي، که چيرته په کومه بنديخانه کې يو داسې بندي وي په کوم چې د حکومت لخوا پريکړه شوې وي چې دی به د خپل جرم له امله څو لکه روپۍ ورکوي، اوس له يو شمير خلکو څخه غوښتنه شوې چې د همدغه بندي د جرمانه لپاره دې خپلې فطرانې سره راټولې کړي تر څو د هغه د جرم په جرمانه کې ورکړی شي، پوښتنه دا ده چې په دې سره د خلکو فطرانه اداء کيږي او که نه؟.
ځواب : که چيرته همدغه بندي نادار وي نو هغه ته يا د هغه په امر سره حکومت ته د همدغې فطرانو ورکول روا دي ( ).
همدا رنګه ليکل شوي :
پوښتنه : چيرته چې له بنديانو پرته بل څوک نه وي، نو په همداسې ځای کې صدقه فطر په څه ډول اداء کيدلای شي؟.
ځواب : بنديانو ته يې ورکول روا دي ( ).
آيا بنديان په مسکينانو کې شمار دي
 پوښتنه : آيا بنديان په مسکينانو کې شمار دي او که نه؟.
ځواب : کله چې له هغوی سره د نصب په اندازه څه نه وي نو هغوی مسکينان دي، او هغوی ته د صدقه فطر ورکول روا دي ( ).
په روژه نه ساتونکي ناروغ باندې صدقه فطر واجب دی
 پوښتنه : يو کس له کلونو راهيسې ناروغ دی، روژه نشي نيولی، نو آيا د روژه د فديه له ورکولو پرته په همداسې کس باندې صدقه فطر واجب دی او که نه؟ يو شمير خلک د همداسې ناروغانو له لوري صدقه فطر نه اداء کوي، په دليل کې وايي چې د هغوی اختر نشته، نو صدقه فطر هم پرې واجب نه دی، که د شريعت په رڼا کې په همدغه مسئله رڼا واچول شي مهرباني به مو وي؟.
ځواب : روژه، صدقه فطر او د اختر لمونځ جلا جلا مستقل احکام دي، که يو کس د کوم عذر له امله روژه نه نيسي نو د همدغه عذر له امله له هغه څخه صدقه فطر او د اختر لمونځ ساقط نه دي، البته که چيرته داسې ناروغي يا کوم عذر وي چې د هغه له امله د اختر لمانځه کولو ته تللی نشي نو دا بيا جلا خبره ده، همدا رنګه که چيرته همدا ډول کسان له عيد الفطر دمخه د نصاب څښتن وي، يعنې سره، سپين، نقد روپۍ يا له ضرورت څخه زيات شيان او وغيره دومره د هغه په ذاتي ملکيت کې موجود وي کوم چې له کم له کمه د دوه پنځوس نيمو تولو سپينو له ماليت سره برابر وي نو په داسې کسانو باندې صدقه فطر واجب دی، او کوم مستحق ته يې ورکول ضروري دي ( ).
چيرته چې فقيران نه وي هلته د صدقه فطر ورکول
 پوښتنه : که په يوه هيواد کې شرعي فقيران نه وي، د هغه هيواد وګړي صدقه فطر د اختر له لمانځه دمخه وباسي او جلا يې کيږدي، يا يې کوم معتمد کس ته ورکړي، وروسته يې بيا کوم بل محتاج هيواد ته وليږي، نو په دې سره مستحب اداء کيږي او که نه؟.
ځواب : د اختر لمانځه ته له وتلو دمخه فقيرانو ته د صدقه فطر ورکول مستحب دي، پس په همدغه صورت کې چې صدقه فطر جلا کيښودل شي او فقيرانو ته ورنکړی شي نو مستحب نه اداء کيږي، او دا عادةً نشي پښيدلای چې په کوم هيواد کې دې فقيران نه وي، او که چيرته بيا هم همداسې وي نو بيا يې د بل ځای فقيرانو ته ور ليږل پکار دي، او د همدغه عذر له امله همداسې خلکو ته د مستحبو پريښودونکي نه ويل کيږي

فضلي (پکتياوال)

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: