اخلاقاسلامي ثقافت

د صبرمفهوم، ارزښت او بېلګې

د صبر مفهوم:

صبر د لفظ په لحاظ کوچنې دی، خو په معنوي لحاظ خورا دروند مفهوم په ځان کې رانغاړي، ځکه انساني نفس ډیری بي ځایه غوښتني لري، صبر دی چې انسان نه پریږدي تر څو دغه خواهشات پوره کړي.

صبر لغت کې بندول او په اصطلاح کې: په مينه او دوامداره شکل د نيکيو کول، له بديو منع کيدل او د تکليف په وخت له جزو پزو ځان ساتلو ته وايې.
له تعريفه څرګنده شوه، چې صبر په درې قسمه دی:

۱ـ د نيکيو په کولو صبر: دا پدې معنی دی، چې د الله تعالی له لوري په بنده کوم احکام لازمي شوي وی، هغه په ورین تندي ومني او تل یې عملي کړي.

۲ـ له بديو څخه د ځان ساتلو صبر: دا هغه صبر دی، چي کله نفس ګناه او بدیو ته میلان وکړي، اسباب ورته برابر وي، خو بیا هم د هغې مخالفت وشي.

۳- په کړاوونو صبر: د الله تعالی لخوا په راغلیو ستونزو له صبر څخه عبارت دی، ددې صبر معنی داده، چې مخلوق ته خپل شکایت ونه شي، ناروا الفاظ له خولې ونه ویستل شې.

صبر د قرآنکريم په رڼا کې:

قرانکريم د ستر اخلاقي بنسټ په توګه؛ په مختلفو لارو خپل پېروان د صبر کولو ته رابولي، کله صبرکوونکو ته د خوښۍ او ښايسته بدلې زيري ورکوی، د البقرې سورت ۱۵۵ ايت کې راځي: صبر کوونکو ته ( د خوښۍ او خوشالۍ، د راحت او اطمينان، د ښايسته نعمتونو او هميشنيو جنتونو او …) زيری ورکړی.

کله الهي دربار دا خبره په ډاګه کوی، چي صبر کوونکې ددې وړ دي، چي الله تعالی ورسره مينه وکړي او رسما ورته خپله مينه اعلان کړي، فرمايې: الله تعالی له صبر کوونکو سره مينه کوي. آل عمران ۱۴۶ ايت ژباړه .
د الهي مينې قدر هغه څوک پيژني، چې الله تعالی يې په سمه توګه پيژندلې وي؛ د کايناتو خالق، واکدار او متصرف… د حيواناتو رازق او وده ورکوونکې.

ستر احسان کوونکې او په بشريت ستر نعمت وروونکې، چې له چا سره مينه کوي، هغه به څومره د عزت او شرف له وياړ برخمن وي؟ يقيني ده چې الهي مينه ګټل ستر عزت دی او لدې بل ستر د شرف مقام نشته.

د صبر ارزښت لدې هم څرګنديږي چې امت ته په عام شکل او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په خاصه توګه پرې امر شوی دی؛ د البقرې سورت ۱۵۳ ايت ژباړه کې راځي:
ای د ايمان څښتنانو، په صبر او لمانځه سره مدد حاصل کړئ، يقينا الله تعالی له صبر کوونکو سره دی.
کله چې الله تعالی له چا سره مل شي؛ خپله مرسته او نصرت ور ډالۍ کړي، بيا هغه ته هيڅوک ضرر نه شي رسولای، او دا ملګرتيا په صبر ګټل کيږی.

علامه محمد علي صابوني رحمه الله فرمايې: په ايت کريمه کې د صبر او لمونځ يادونه شوی، ځکه چې په صبر ټول فضائل ګټل کيږی او په لمانځه سره ټول بد خويونه او رزائل له منځه ځي.

د احقاف سورت ۳۵ ايت کې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په صبر امر شوی او ورته ښودل شوي، چې صبر يواځی ستا کړنه نه؛ بلکې د اولوالعزم پيغمبرانو صفت هم دی، ژباړه يې داسې ده: اې پيغمبره، د قوي هوډ د خاوندانو په څېر صبر کوه.

رسول الله مبارک په مکي دور کې په ثبوت ورسوله چې د صبر بيلګه ده او هغه چي څومره دخلکو په اذيتونو، تکليفونو، مصيبتونو او نورو صبر وکړ، تاريخ يې په خپله لمن کې نه شي ځايولای.
خو سره لدې هم په باربار رسول عليه السلام ته د صبر امر کول پدې دلالت کوي، چې مسلمان بايد تل صابره اوسي، په هيڅ صورت صبر پري نږدي، مسلمان بايد په مکرره توګه ځان تمرين کړي، چې څنګه د صبر مقام لاسته راوړي؟

صبر د احاديثو په رڼا کې:

د رسول الله صلی الله عليه وسلم احاديث پدې باب زيات دي، چې د بيلګې په توګه يې ځينې را اخلو:
د ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی، چې محبوب عليه السلام فرمايلې دي: د چا په اړه چې د الله تعالی د خير اراده وشي، نو مصيبت پري راولي. رواه البخاري

په غم سره ګناهونه رژيږي،¸د درجو د پورته کېدو سبب ګرځي، کله چې په ښه انسان تکليف راشي، حتمي ده چې هغه به صبر کوي، په صبر سره ورته بې شميره اجرونه او بدلې ورکول کيږی، نو مسلمان بايد په ازميښت خپه نه شي، په هغې صبر وکړي، ځکه چې ده ته د کړاو رسيدنه د الله تعالی لخوا دده په اړه د خير د ارادې دليل دی.

په بل ځای کې رسول عليه السلام خپل امتيان د صبر کولو ته تشويقوی او هغه چاته چې صبر نه شي کولای، فرمايې:
څوک چې په ځان کې د صبر پيداکولو کوښښ کوي، الله تعالی به ورته د صبر توفيق ورکړي او هيچا ته د صبر څخه غوره او پراخه ډالۍ نه ده ورکړل شوی. متفق عليه.
کله چې يو څوک د غوره بدلون هڅه کوي، الله تعالی يې بې مرستې نه پريږدي، په ځان کې د صبر ماده پياوړې کول د غوره بدلون هڅه ده او دښو اخلاقو په لور تګ دی.

د حديث شريف په بله برخه کې صبر ته غوره الهي ډالۍ ويل شوی، ځکه چې ژوند په صبر ولاړ دی، بې صبره ژوند له نه ژوند سره برابر دی.

په مؤمن چې هر مصيبت راځي، دا دده د ګناهونو کفاره ګرځي، همدا خبره لدې حديث څخه ښکاره کيږي، چې فرمايې:
هميشه وي چې د مؤمن په نفس، اولاد او مال کې پرې امتحانونه کيږی، دا لړۍ تر دې دوام کوي، چې د الله تعالی سره مخ شي او هيڅ ګناه پرې نه وي. رواه الترمذي

کله چې په هر تکليف سره مسلمان ته اجر ورکول کيږي، نو بيا ولې پرې خپه شي؟ ولې بې صبري غوره کړي؟

په نورو احاديٍثو کې صبر ته روښنايې ويل شوی او د مؤمن ژوند پدې غوره ګڼل شوی، چې په راحت کې شکر او مصيبت کې صبر کوي.
رسول الله عليه السلام په يو حديث کې موسی عليه السلام ته د رحمت دعا کوي، فرمايې:
الله تعالی دې په موسی عليه السلام رحم وکړي، هغه لدې ډېر په اذيت شوی وو، خو صبر يې وکړ. متفق عليه
هو! هغه صبر وکړ، د قوي عزم د خاوندانو په ډله کې شامل شو، هغه صبر وکړ، د کليم الله وياړ يې وګاټه، هغه صبر وکړ، د رحمة للعالمين په خوله ورته د رحمت دعا وشوه.
که تا صبر وکړ، بې له شکه چې الهي محبت، نصرت ، ملګرتيا، جنتونه او بې حسابه اجر به وګټې.

صبر د مشرانو له سترګو:

حضرت عمر رضي الله عنه فرمايې: موږ يواځي په صبر سره ښه ژوند ترلاسه کړ.

همدا راز حضرت علي رضي الله عنه ويلې دي: صبر په ايمان کې داسې دی، لکه سر په بدن کې، د چاچې سر نه وي، د هغه بدن هم نه وي او د چاچې صبر نه وي ايمان يې نه شته.

پياوړی مفسر علامه قرطبي رحمه الله فرمايې: د صبر ثواب بې اندازي دی، خو دا هغه څوک ګټلې شي، چې د غم په اول سر کې صبر وکړي.

علامه ابن قيم رحمه الله ايمان په دوه برخو ويشي او يوې ته يې صبر وايې، نوموړی وايې: ايمان دوه توکړې دی، چې يوه يې صبر او بله يې شکر ده.

ميمون بن مهران رحمه الله وايې: له ګناهونو څخه صبر، د صبر له اعلی قسمونو څخه لومړنې قسم دی.

یو حکیم وايې: چاچې د حلم او صبر ونه وکرله، نو د روغې جوړې میوه به وشکوي.

د صبر بيلګې شخصيتونه:

ټولو پيغمبرانو د الله تعالی درضا په خاطر صبر کړی دی، خو لدې جملې ځينو ته يې اولو العزم ويل شوی: نوح، ابراهيم، موسی، عيسی او محمد صلوات الله وسلامه عليهم د قوي عزم پيغمبران دي.

زموږ ګران پيغمبر د الله په لار کې له ډيرو تکليفونو سره مخ شو، د ابوجهل په شان سترو فرعونيانو يې مخالفت وکړ، هغه او د هغه مبارک ملګري يې تکليف کړل، خو بيا هم هغوي صبر وکړ او د خپل حق دريځ څخه وانه اوښتل.

ياسر، عمار، او سميه رضي الله عنهم د يوی کورنۍ هغه لومړني مسلمانان وه، چې د مکې مشرکينو به خپلې غصې پري سړولي، خو بيا هم هغوي صبر وکړ او په دنيا کې ورته وويل شول: اي د ياسر کورنۍ، صبر کوئ، ځکه ستاسې ځای جنت دی.

ابراهيم عليه السلام د الهي دعوت په لار کې ډيری سختې وګاللي، تر دې چې په اور کې واچول شو، خو پايله کې يې د خليل الله لقب وګاټه.

نوح عليه السلام نهه نيم سوه کاله دعوت او په دعوت کې شته ستونزي په ځان تيری کړی، په پای کې يې بريا ويوړه.

موسی عليه السلام د فرعونيانو په اذيت او عيسی عليه السلام د بني اسرائيلو په تکليفونو صبر وکړ، چې په پايله کې همغوي کامياب او دښمنان يې د هميش لپاره ناکام شول.

د صبر ګټې:

په لنډ شکل غواړو، چې د صبر ځينې ګټې ستاسو مخې ته کېږدو:
۱ـ صبر د نجات، خلاصون، راحت او پرمختګ کيلې ده.
۲ـ څوک چې صبر کوي، خلک ورسره مينه کوي.
۳ـ صبر کوونکو ته الله تعالی د خوښۍ او نعمتونو زيری ورکړی.
۴ـ صبر کوونکو سره الله تعالی د مرستې او همکارۍ اعلان کړی دی.
۵ـ د صبر کوونکو لپاره بې حسابه اجر دی.
۶ـ صبر د ايمان په قوت او کمال دلالت کوي.
۷ـ په زړه کې د هدايت او نور د پيداکېدو سبب ګرځي.
۸ـ په صبر کوونکو د الله رحمتونه او برکتونه نازليږي.
۹ـ صبر ددې علامه ده، چې دغه انسان به له دنيا مسلمان ځي او پای به يې ښه وی.
۱۰ـ د قيامت په ورځ د لويې ويري څخه بچ کيږي.
۱۱ـ د اور نه د بچ کيدو او د جنت د ګټو سبب دی.
۱۲ـ د الله تعالی د ميني د لاسته راوړو وسيله ده.
۱۳ـ صابرینو ته به په جنت کې خصوصي سلام کیږی…

صبر څنګه لاسته راوړو؟

یو کس له ځان سره خپل بد عمله غلام ساتلې وو، چا ترې د ناړامه غلام ساتلو علت وپوښت، هغه ورته وویل: دا ددې لپاره ، چې ځان په صبر عادت کړم.

صبر لاسته راوړل ستره نیکمرغي ده، دلته به ځیني هغه لارې چې علماء کرامو د صبر د لاسته راوړلو په خاطر ښودلي، تاسو ولولئ:

۱ـ په تدبر او فکر سره د قرانکريم تلاوت.
۲ـ په هر حالت کې له الله تعالی مرسته غوښتل.
۳ـ په صبر سره د نيکې بدلې تمه لرل، چې الله به لدې غوره څه راکړي.
۴ـ پدې ځان پوهول، چې د دنيا تريخوالې د اخرت خوږوالې دی.
۵ـ له ځان څخه غټ مصيبت ځپلي کتل او له هغوي عبرت اخيستل.
۶-پدې شکر ويستل چې، دا مصيبت مې په دين کې نه دی او ښه ده چې لدې غټ نه دی.

عمر فاروق رضي الله عنه فرمايې: ماته چې کوم مصیبت ورسیږی، نو درې نعمتونه پکې وینم، اول دا چې: دا مې په دین کې نه دی. دویم: لدې ستر مصیبتونه هم شته، ښه ده چې هغه راباندې نه دي راغلي. دریم: د اجر او ثواب هیله یې لرم.

۷ـ دا بايد له ياده ونه باسو، چې څه په تقدير کې وي، هغه نه بدليږي.
۸ـ له نيکو او صبرناکو ملګرو سره ملګرتيا ساتل.
۹ـ د خپل غم او الهي نعمتونو مقايسه کول.

دا پدې معنی چې انسان بايد لومړی هغو نعمتونو ته چې الله تعالی پرې لورولي وي، وګوري او بيا خپل مصيبت ته، نو پوه به شي چي دده غم د نورو نعمتونو په وړاندې په نشت شمار دی او لدې لارې به يې زړه ته سکون حاصل شې.

درنو لوستونکو!
تاسو ته څرګنده شوه چې صبر د اسلام په سپيڅلی دين کې څومره فضيلت او اهميت لري، الله تعالی دې وکړي چې موږ په صبر کولو توان ومومو او په عملي ژوند کې مو د صبر وړانګې وځليږي. امين

ليکوال: رحمت الله مؤمن

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close