د واده شپه! / کیسه

په تیره زمانه کې يو نجار وو، چې په ملک کې د قحطۍ او وچكالۍ له امله مجبوره شو، خپل كور او كلې پريږدي، د يوې ګولې ډوډۍ د ګټلو د پاره بايد يو بل چیرې مسافرت وكړي، هغه وو چې خپله بستره يې و تړله، او د سفر موزې يې په پښو كړه، د كوره څخه يې د خداى په امانې وكړه او رهي شو، يوه كلې ته ورسيده، د ځانه سره یې فكر وكړ چې شپه به دلته تیره كړم او سبا به حركت كوم، دلته په دې كلې کې هم د ژوند ټول اړخونه په ټپه دريدلې وه، يو خياط وو چې هغه هم غوښتل، يو بلې خواته سفر وكړي، چانس ورته ياري وكړه، د يوه نه دوه ښه دي، سره ملګري شوه او سهار دواړه رهي شول، پس له منزل وهلو بيا هم د خپلې شپې د تيرولو د پاره په يوه كلې كې ډيره شول، ددې كلې خلكو هم ډير ښه ژوند نه در لود، يو زرګر چې ډير لايق او دانسته وو، د دې دوو مسافرو سره مخامخ شو هغو ته يې وويل:
(( ماته احوال راغلې دى، په پلانې ښهر كې ډيره ښه مزدوري پيدا كيږي، ان شاء الله خلک به زموږ سره كومک وكړي. ))
سهار شو د دوو نه درې ښه دي، سره ملګري شول او پخپل سفر يې پيل وكړ، څو شپې او ورځي يې منزل وكړ ډير ستړى شول، په ګډه يې سلاح وكړه چې صبا به منزل نه كوو، شپه شوه درې واړه ويده شول، نجار چې د خپلو ماشومانو په فكر کې ډوب دى، خوب نه ورتله، كرار ولاړ شو د خپلې لور په ياد يې د لرګي څخه يوه دانه نانځكه يعنې يوه دانه ناوكۍ جوړه كړه، بيا راغې كرار پخپل ځاى کې پريوتې، خياط هم د يوه اړخ څخه په بل اړخ اوښتۍ هغه ته هم خوب نه ورتله، را ويښ شو ناڅاپه يې سترګې پر نانځکې ولګېدې، پوه شو چې دا كار د نجار دئ سمدلاسه يې يو څه ټكړې چې درلودې، هغه يې پریکړې او ناوكۍ ته يې يو دانه كميس جوړ كړ، دى هم راغئ پريوتې، د سهار خوا وه زرګر د خوبه راكښېناستۍ، سترګې يې پر ناوكۍ ولګيدې، دې هم پوه شو چې دې دوو نفرو خپل كمال ښكاره كړي، زه پاتې یم، زه هم بايد څه نا څه وكړم، ده هم پخپل نوبت سره د سرو يا سپينو څخه يو اميل ورته جوړ كړ او د ناوكۍ په غاړه کې يې ور واچول، بيرته راغې او پخپل ځاى کې ويده شو، خیر یوه شپه وه تيره شوه، سهار درې واړه د خوبه را ويښ شول چې ګوري يوه ډيره ښايسته پيغله په جامو او زيور اراسته ناسته ده، هر يوه ددې درو واړو څخه غوښتل چې دا پيغله پخپل نامه كړي، كرار كرار دوستې په دښمنې تبديليږي دعوه شوه.

سوالونه:

۱- اوس تاسې و واياست دا پيغله بايد د كوم كس حق وي؟
۲- اسلامي شريعت په دې باره کې څه ويلې دي ؟
۳- هغه كس چې په زوره دا پيغله و ځانته غواړي، حقه خبره ده ؟

ځوابونه:

۱- اسلام وايې: بايد د پيغلې څخه پوښتنه و شي، چې ددې درو كسانو څخه كوم يو ددې خوښ وي، هغه دي وغواړي.
۲- دوه نفره به شاهدان شې او يو نفر به زوم.

۳- هر هغه كس چې په زور سره دا پيغله ځانته غواړي، د اسلام د دين مخالفت كوي.
موږ شاهدان يو، پلار، اكا، ماما، ورور او ټول دوستان حاضر وي، د نكاح په وخت کې مګر بيا هم قاضي، مفتي يا ملا امام دوه نفره شاهدان ناوي ته ور استوي، پوښتنه ترې كوي چې ستا د نفس او مهر وكيل څوك دې؟ هغه وخت چې ناوي د خپلو قريبانو څخه يو كس انتخاب كړي، هغه كس بيا د انجلۍ وكيل ګرځي او د انجلۍ په عوض خبري كوی، كه چيرې دا انجلۍ پخپله و دې قاضي يا مفتي يا ملا امام ته حاضره شې، هيڅ ممانعت د اسلام د نقطه نظره نشته، خو دا چې په اسلام کې شرم، حيا او د مور پلار احترام ضروري خبره ده او هيڅ مور او پلار د خپل اولاد په بده نه وي، روا داده: نو په همدې خاطر انجلۍ پخپله خوښه يوكس انتخابوي، ضرور نه ده چې هغه يې پلار وي يا نژدې دوست .
او دا خبره بايد د ياده څخه ونه باسو چې د نكاح د تړلو څخه مخ کې رضايت او د تفاهم خبري شوي وي په دې ورځ صرف انتهاي فيصله كيږي.
په نتيجه کې ددې ناوي رضايت شرط دئ، بيله رضايته نكاح نه تړل كيږي او نه يې څوك په زوره سره نكاح كولاى شې، ځكه په زور سره نكاح تړل حرام دي، بلكه نكاح يې هم نه كيږي .
هغه كسان چې دا فكر لري، چې ګواکې انجلۍ د مور او پلار په رضا وركول كيږي د سره څخه غلطه ده.

لیکنه: رحمت الله مومن

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب