د شاتو له دې مهمو روغتیايي ګټو خبر يئ؟

وايي، فلانی داسې خوږ دی لکه شات. مطلب دا چې د خوږلنۍ له اړخه شات تر هر څه خواږه او خوندور دي. ددې تر څنګ چې شات خوندوره غذا ده، د انسان روغتیا ته هم ګڼې فایدې لري او روغتیا پالان دا هم وايي، چې شات د انسان د پوستکي یا جلد په تازه ساتلو کې هم ستره ونډه لري. همدارنګه په نبوي سنتو کې د شاتو د ښه والي یادونه شوې ده.

په دې لیکنې کې يې درته ځينې روغتیايي ګټې وایوو:
پوستکی ښایسته کوي
روغتیا پالان وايي، د شاتو خوړلو عادت جوړول، د انسان د بدن زهرجن او مضر مواد لرې کوي. همدرانګه شات داسې مواد هم لري چې د انسان جلد یا پوستکی تازه او ښکلی ساتي.

اضافه وزن کموي
روغتیا پالان وايي، هغوی چې د خپل ډېر وزن نه ستړي وي، په ورځينو خوړو کې دې شات ورزیات کړي. دوی زیاتوي؛ شات د نورو خوږو عذاو سربېره د انسان د بدن د اضافي وزن په کمولو کې همکاري کوي.

کولیسټرول کموي
روغتیايي څېړنې وايي، شات داسې مواد او ویټامینونه لري چې د انسان د بدن اضافي او مضر کولیسترول ډېریدو ته نه پریږدي.

زړه ښه ساتي
د روغتیايي څېړنو له مخې په شاتو کې د اینټي اکساييډنټس په نوم ماده شته چې د زړه د رنګونو په پاک او خلاصو ساتلو کې لویه مرسته کوي.
دغه څېړنې لاروښونه کوي که هره ورځ د یوه ګیلاس اوبو سره دوه قاشوغې شات ګډ شي او بیا وڅښل شي، د نورو فایدو ترڅنګ د زړه والونو یا رنګونو ته خورا ډېره ګټه لري.

your ads

حافظه پیاوړې کوي
د ځينو نورو طبیي څېړنو پر بنسټ په شاتو کې د کیلسیم ماده د انسان دماغو یا عصابو ښه ساتلو ته خورا ګټوره ده.
د څېړنو له مخې په ورځني ژوند کې د شاتو خوړل انساني حافظه پیاوړې کوي او تر څنګ يې د رواني کړاو په کمولو کې هم مرسته کوي.

خوب منظموي
روغتیا پالان باور لري چې په شاتو کې ځنې داسې مواد شته چې د انسان د خوب په منظم کولو کې مرسته کوي.
د دوی په وینا؛ شات په وینه کې د انسولین کچه لوړوي، چې له امله يې یو کیمیکل سیرټونین خارجیږي او د میلاټونین په نوم په یو هارمون باندې بدلیږي، چې د ښه او منظم خوب له پاره خورا ګټور دی.

معیده او هضم ښه کوي
روغتیايي څېړنې دا هم وايي، چې هره ورځ په خالي معیده له اوبو سره د شاتو څښل د معیدې نه مکروبونه لرې کوي چې له امله يې معیده ښه فعالیت کوي.
همدرانګه شات د معیدې زخم د ښه کولو په برخه کې هم مرسته کوي او د هضم سیستم هم جوړوي.

ستونی ښه ساتي
روغتیا پالان وايي، شات د ګڼو نورو روغتیايي فایدو تر څنګ داسې مواد هم په ځان کې لري چې په ستوني یا مرۍ کې درد او نورې ستونزې حلوي. پر وینا يې هغوی چې د ستوني له ستونزې کړیږي په نیم ګیلاس اوبو کې دې یوه چای خوري قاشوغه شات واچوي او بیا دې وڅښي ورسره به روغ رمټ شي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب