د سید عبید الله نادر لنډه پیژندنه

سید عبید الله نادر د مرحوم سید نادر پاچا زوی دی ،او د کنړ د ساداتو د کورنۍ پوری اړه لري ،د دوی پلرونه او نیکونه له ډیری مودې راهیسي د لغمان د چارباغ په پاچا کلي کې اوسیدلي دي ،او سید عبید الله نادر پر ۱۳۳۰ هجری شمسي کال په همدې کلي کې زیږیدلی دی .

سید عبید الله نادر د مور له خوا د وطن د یو نامتو علمی، ادبی، فلسفی،سیاسي ، او نظامی شخصیت مرحوم جنرال سید حسن (حسن) چې شیون یې هم تخلص کاوه ،لمسی دی .

سید عبید الله نادر د اتو میاشتو وو ،چې مور یې مړه شوه ،او د یوولسو کالو په منګ یې پلار ، چې د ده دویم غمخوار وو مړ شو ، او دی د هغي د مینې هم بی برخي شو ، پلار یې چې یو عسکری صاحب منصب وو ، چې د ۱۳۴۱ کال د پیل څخه د سرطان په رنځ اخته او د همدې ناروغۍ له امله یې دې همدې کال تر پایه خپل ژوند د لاسه ورکړ ، نور دی پاتي شو او د دنیا له کړاوونو ډکي لوبي ، د ژوندون په دي بیدیا کې ده ته بل څوک پاتي نه شول ،نو له همدې وجهي یې ژوند ډیر لالهنده او سر ګردانه تیر شو ، د مور او پلار د نه شتون په وجهه سید عبید الله نادر د زده کړو او تعلیم په سلسله کې ، له ډیرو ستونزو سره مخ شوی دی ،شخصی ډول مطالعی ته یې مخه کړي ده ،او د آفاقی معلوماتو د تر لاسه کولو سره يې د خپلي علمی پوهی کچه لوړه کړي ده ،او هیڅکله یې مطالعه نه ده پری ایښي ، سره له دې چې سید عبید الله نادرد خپل پلار په شان د تعلیم سره ډیره مینه درلوده ،خو د ۱۳۵۱ هجری شمسی کال کې د ننګرهار د لیسې تر فراغت وروسته یې و نشوای کړای ،چې خپلي لوړي زده کړې و غځوي ،نو ځکه یې پر ۱۳۵۷ هجری شمسي کال کې وروسته تر عسکرۍ خدمت څخه دولتی ماموریت ته مخه کړه ، خو د ماموریت دورې یې ډیر دوام و نه کړ ،او په وطن کې د نظامی سیاسي حا لاتو په بدلیدو سره ده ونه شوای کړای ، چې نور دغه حالت وزغمي نو ځکه د ۱۳۵۷ کال د میزان په لمړې نیټه په ډیره ځوانۍ کې مهاجر شوي ،او بیلو بیلو هیوادونو کې  ،له ډیرو سړو تودو سره مخ شوی دی ،تجربی یې تر لاسه کړي دي ، او په خپل ځاني زحمت او زیار یې ځان رسولي ،نن د همدې زحمتونو او مطالعي او له خلکو او وطن سره د میني له برکته قلم چلوي ،او تر اوسه پوري یې په لسګونه مقالي او تخلیقات کړي دي ،

۲۰اپریل ۲۰۲۱

د بهار جلوې

سـترګي پرانیزه ، چې بل شــــــانی اثر لري بهـــــار

صاحبدل ته ســـــل اسراره ، جــــلوه ګـــر لري بهار

خــاوند د مــعـــــرفت ته یې ،غــــــوړولي دي جلوي

د عـــــبرت په دې بیدیا کې ، دا هـــــنر لري بهـــــار

خوبه وړي ســــبزه ، ویښ کاندی له خــوبه د غفلت

ای غافله دومــــــــره تا باندی ، نــظــــــر لري بهـار

د خالق چې په کې ښــکاري ، جــلوې هره ورشوکې

په ښـــکلا کې داسي حُــــسن ، او زیــور لري بــهار

له مونږ یې تمــه داده ، چې د زړه ســترګي بینا کړو

دومره هــــــیله له آشــــــــنا نه ، مخــتصر لري ، بهار

چې عبرت په ســـترګو، ووینې ، پردې شـــــاته اسرار

هر منــظر کې آیـــینه ، د ســـــــکندر لـــــري بهــــــار

عبرت ټکي چــې ټـــول کړي ، له لوحــی ، د هر چمنه

د عقــل و هــــوش پر خـــاوندانو ، باور لـــــري بهار

چې غفلت سترګي دې خلاصی کړي ، جلوو ته د خالق

سل داغونه لـــدې غمه ، په ځــــــیګر لـــــــــري بهار

که روحی آرامی غواړې ، خـــــلوته څـــــخه ووځـــه

چې د علم او مـــعرفت هم ، لوی ګـــوهـــر لري بهار

غافــلان چـــیرته پوهــــیږي ، په رمـز د دي اسرارو

د عارف ســترګو کې ګوره ، څـــــه محشر لري بهار

د عبرت نښــي پرتي دي ، خـــــارو خَس کې د ګلشن

د حکمــت او مـــعرفت ، دلـــــته دفـــتر لري بهـــــار

د وږمی په څـــیري ووځه ، له ګــــریوانه د غــــوټۍ

دومره تمـــه هـــم له تا نه ، د جــــــوهــــر لري بهار

وږمو اثر به څنـــــ‎ګه ، مړاوي زړونه، تازه نه کـړي

په هر لور د دې ګلــــشن کې ، چې ګــــذر لري بهار

سمـــه او غـــر یې ، په رنګـــــین ګـــلونو دي پوښلي

د چمــــن  هره ورشــــو کې ، ښه منـــظر لري بهار

چې مســــتان مـو کــړي نغــمي د، سحر خیزه بلبلان

دغه فیض د کیـــــفیت هـــــم ، په ســــحر لري بهــار

آییـنيې کې د خــــودۍ ، د فـــــــــــ‎نا ټکـــي در ښایي

د عبــرت داســـي درســـــــونه ، مـکـــرر لري بهار

د خزان نــښي چـــې ویني ، بـــــــشره کې د ګلونو

د فـــــنا لدې کــــــاروانه ، هم خـــــــــبر لري بهار

بهارونه وار په واره ،  خــــزان په لـوري درومی

قافلي په شــــان د عــــــمرهم ،  ســفر لري ، بهار

»»»»»»»»»»»»»»»»»

د وختونو آئینه

داســي پړاونو د ژوندون څـــــــخه ، تیریږمـــــــه

زه چې په دي عصــــر ، او وخـتونو کې اوسیږمه

نه غواړم چـــې نور دا کرغیړنۍ ، څـــیری ووینم

ځم د دوی له څنـــګه ، په یو ډاک کې دیره کیږمه

وینمه جــــــلوې د دیو و دَدَ په ، مـــذهبی جــــامو

زه د داسي خلـــــــــکو په مـــاحول کې نه ځایږمه

ډک چې شي زړګۍ می ، د رحمت له دریابونو نه

هله لکه پرخـــــــــــــــه ، پر ګــلونو راوریږمـــــه

درک د عاجزۍ می ، دومــره روح سره ټړلی دی

چې پټ لدې عـــالمه ، د خپل ځــان سره ژړیږمه

کاږم له غرقاب ځینې ، د میني ، او مانا ګــــــوهر

زه چې کله کله ، په خـــیالونو کــــــــې ، ډوبیږمه

هسی په ګــــلونو کې ، د خـــپل ژوندون فنا وینم

پوه یم چې د ګل په څـــیر ، په یو مهال رژیږمه

وینــــمه جمال د حقــــیقت ، په هــــغه دَم کې زه

کله د خــــودۍ و آئــــــــــینې ته چې ، ودریږمه

تل بخښم رڼا د حقــــــیقت ، و تــــیاره زړونو ته

زه لکه وږمـــه په هر ګلــــشن کې ، راخوریږمه

کله چې د زړه خبری واورم ، صاحبدل له خولی

هلته په محفل کې لــکه،ګل په شان ، غــــوړیږمه

اوس هم په درشل د امتـــحان کې ، پاتي شوی یم

ځکه خو له ســختو ګړنــــــګونو نه ، تــــیریږمه

زړه کې می د میني محـــبت دي ، ترانــــې پرتې

ځکه د دردمـن زړګي له ســـــوزه می ، غږیږمه

ځم لدې محــــــــفله ، په ژړا او په سلــــګوسلګو

خدای خبر د چــــا به ، پس له مــرګه زه یادیږمه

ځمـــه چــــې نور وځـــــم ، نفرتونو دنیاګۍ څخه

پرانـــیزم عـــــالم ته غیږ ، او ټولو نه ځــاریږمه

»»»»»»»»»»»»»»»»

((عجیبه خلک دي سړی ورته حیران پاتي شي))

تیره اونۍ د ننګرهار د شینوارو په ولسوالي کې ډیره سخته د موټر بم چاودنه وشوه ، چې په هغي کې ګڼ شمیر مړه او زخمیان شول د ماشومانو نه کتابونه او بکسی خوری وری هر خوا پرتی وي ،، نو په جمله کې د یو ابتدائي مکتب د وړوکي ماشوم په خپل ځاني خط کې دا جمله لیکل شوي په لاس خلکو ته ورغله چې پرې لیکل شوي وو ،

عجیبه خلک دي ، سړی ورته حیران پاتي شي )) دې ماشوم به ډیر څه غوښتل چې ویې لیکي ، خو اوس یې هم ډیر څه ، په دې یوه مصره یا جمله کې رسولي ، خو د دردمنو پرې ډیر زړه خوږ شو ،شاعرانو د همدي جملي پسي وار په واره شعرونه وتړل ، او نشر ته یې وسپارل ، زما په فیسبوک کې چې کوم شاعران راسره ملګري دي ، د یو څو کسانو می ولوستل ، سخت پرې ودردیدلم ،د هغوي چې راسره ملګري نه ول ،د هغوي نه بی خبره پاتي شوم . خو د دي تر څنګه ما هم طبع آزمایي وکړه ، او دا څو کر خي مي د کاغذ په مخ راوستلي ، دې ګلالي ماشوم لا هیڅ هم نه وو لیدلي ، خو خپله دي جمله کې یې یو کتاب خبري پریښودی ، په رښتیا هم دوي ، مکتبونه وسیځل ،په جوماتونو کې انتحاري حملي وشوی ، په عامه ځایونو کې چاودنۍ وشوی ،په ښارونوکې چاودنې وکړی ،په موټرونو او نور ځایونو کې یې بمونه ځای پرخای کړي او چاودنې یې کړي دي، لوی پلونه پلچکونه یې الوزولي ، په ګنه ګوڼي ځایونو کي یې چاودنې کړي ،په روعتنونو او اداراتو کې یې انتحاری حملی کړی ،او دا د دوی د ترهګریز عملیاتو شمیر تر زرهاوڅخه هم  واوښته

عجیبه خلک دي سړی ورته حیران پاتي شي

د معـــرفت څخــه چـې لیری ، هرانســـــان پاتي شي

داسي مخــلوق به تل په ژوند ، لــکه حیوان پاتي شي

ښکلي سپـــــــیڅلي انســـانان ، له مکـــتبونو ، وځـي

زمونږ په برخــه ، تل جـــاهله ، انســـانان پاتــي شي

غدۍ چې راشي ،رانه یوســی ، زړه ضمیر خاوندان

له مونږه ښکلي ښکلي ولاړ شي ، خودیوان پاتي شي

د فرشتو غوندی څیري مو کړي ، د خــــاورو لاندی

ښــکلي تالا شي ، راته ســوټي د ډیران پاتــــــي شي

هغه کارونه کـــــړي ،جــامه کې د مذهــــــب طالبان

چې مکارۍ کې په حیرت ، ورته شیـــطان پاتي شي

سپینو جــامــــو کې خپل ظاهره ، مســلمان جوړوی

((عجیبه خلــک دي سړی ورته حـــیران پاتي شي))

دښـــمن یې زړونو کې، د حورو وسوسې ګډې کړي

دې بی خبرو ته بیا دین ، او نه ایمــان پاتـــــــي شي

په بــمو والوزوی ، زمــــونږه ګلالي مـــاشـــــومان

د بورو میندو ته د غم څیري ، ګریوان پاتــــــي شي

د ټول بدن غړي توټي ، په هــــرې خـــوا وي برتي

له چا ټکری ، له چـا نتکی ، له چا پیزوان پاتي شي

په جومـــــــاتونو ، مکــــتبو او په عــامه ځــایو کې

داسي ځای نشــته ، چې ترې خلک په امان پاتي شي

خدای د برباد کړي ، د خـیرن ضمیر باطن خاوندان

چې نه یې بوټۍ د طالب ، نه پاکــــستان پاتــــي شي

بشردوســـتان د نړۍ ،ټوله دي په دې متـــــــــــــــفق

چې ځمکي سر کې ، هر وګړی  ښه انسان پاتي شي

څه حالت دی بشر دوســــتو ، تاسي یې وینئ که نه؟

څنــګه په اَ من دې حـــالت کې مکتـــبیان پاتي شي؟

چې د جــــاهل په لاس مـــو وژني ،معرفت پتنــګان

مونږ ته به څنګه دې وطن کې هوښــیاران پاتي شي

که واکداران د دي لړۍ ،زیـاتي نور غــــم ونه کړي

د معرفت به دلــــــته څـــنــګه ، لارویان پاتي شـــي

راځئ چـــې وکَرو ، راتلونــکو ته په لارو ګـــــلان

چې نوي نســـل ته وطـــــــن مو ګلســـتان پاتي شي

»»»»»»»»»»»»»»»»

د زړه آواز

یو اوچت غـوندی پرواز وم ، خــو چــا ونه لیدم

د دردمــــنو د زړه راز وم ، خـــــو چا ونه لیدم

د زمان له ســترګوپټ ، د دنـــیا په یوه ګوټ کې

معرفـت د ورشـــــو باز وم ، خــو چــا ونه لیدم

په وینا کې می د درد ، د هر چا وو ، د زړه درد

صاحبدل غوندی همراز وم ، خــــــو چا ونه لیدم

عاجزۍ اوښکي می تل رواني دي ، له ســــترګو

یو لمبه د ســـوز و ګداز وم ، خـــــو چا ونه لیدم

د زړه دردونه ویني ، دردمن می په ویــــــنا کې

د هر چـــــــا د زړه آواز وم ، خو چــــا ونه لیدم

مست شانی یو ســـــازوم ، له ځنګلونو وم ،وتلی

په تارونو کې ، شـــــــهباز وم ، خو چا ونه لیدم

څوک په قدر زما پوه نشول ، دې ماحـــــول کې

د پردې شــــاته پټ ساز وم ، خو چـــــا ونه لیدم

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د امید سترګي

ځان ته یې په هنداره کې وکتل ، خپل ببر سر او شلیدلي جامی یې ولیدی ، څیره یې هیبتناکه وه ، د خپل ځانه څخه و ایریده ،باور یې ونه شو چې ګوندی خپل ځان په هندارې کې ویني ،آخری مریضی ګانو هم ډیر خراب کړی وو ،خو ده د امید په سترګو دې لویه دنیا ته کتل ، یوه شیبه لکه د لیونو په شان ځان ته په هینداره کې مسکی شو ، یو څو ګډی وډې خبرې یې د ځانه سره وکړې ، هره شیبه ورته د ژوند آخری شیبی ښکاریدې ،ځکه په یو پوخ سن او عمر کې هم وو ، چې د اویاوو نه اوښتی وو ،خپل کارونه یې ژر ژر او په ډیره بیړه سر ته رسول ، ځکه د فانی دنیا په عمر او په ژوند کې یې وفا نه لیده ،د ځانه سره وغورید او وې ویل :یو ځو ورځي زما د ژوند به پاتي وي او یا نه ،خو دا شیبی او لحظی باید چې په غمونو کې تیر نه کړم ،نو په کار ده چې خوشحاله اوسم ،او په خپل مسکا نور هم خوشحاله وساتم ، ځکه زما د عمر ډیری لږی شیبی پاتي دي

««««««««»»»»»»»»»»»»»»

ژوندی خلک

د چا نظر دومره لنډ وي چې په اصطلاح تر خپلي خپو یا پوندی پوری نه رسی ، څوک د خیالونو او تصوراتوتر شاه وي ، څوک په خپل ژور فکرسره په ډیر مسئلو رسی ، ځینو سره د دنیا سوچونه وي ،خو ځیني په خپل ژور سوچونو سره د اسرارو سمندر ته ننوځي ،خو د چا نظر او سوچ د خپل د کور د انګړ نه هم لیری نه وځي ، او بغیر د ځان له غمه بل غم ورسره نه وي ، څوک په مسائلو د ژوری کتنۍ او لید څخه کار اخلي ،څوک یعنی په خپل طبیعی استعداد او یا ذاتی هوش او فکر سره ډیری ناوئیلي نسخي ،د دنیا لولي ،ځکه هغوي د ښه هوش خاوندان وي ،او دا ښکاره ده ،چې د هوش اوژور فکر او سوچونو خاوندان ژوندی خلک وي نو هماغه ده چې حضرت بیدل علیه الرحمه فرمایی :چې یانی که د انسان ذاتي هوش وي او یا ذاتي هوش په کار واچوي ، نو کتاب او نسخي ته وايي ضرورت  نشته ، د زړه ستر ګي خلاصول د ځمکي او آسمان په اسرارو پوهیدل دي ،:

هوش اګر باشد ، کتاب و نسخه درکار نیست

چشم واکردن ، زمین و آسمان فهمیدن است

ابوالمعانی بیدل

««««««««»»»»»»»»»»»»»»»

د معنی خبرې

داسي خلک شته چې په خپل طبیعي او ژور فهم یا خپل فطری  استعداد سره د بل انسان اندرونی احساس درک کولای شي ، خو کله کله ډیره ګرانه ښکاري ،چې انسان دي ګوندی ،خپل احساسات او دردونه د وینا د لارې د بل انسان په ذهن اوزړه کې ځای کړي ،ځیني انسانان په خپل قوی حواسو باندی ،د بل انسان احساسات احساسولای شي ،او دا د انسانانو د معرفت او پوهی نښه ده ، نو په کار ده چې هر انسان د علم او معرفت څخه یو څه بر خورداره شي ،د علم خاوندان ډیر ژر د معنی نه ډکو الفاظو په مفهوم او معنی باندی  رسی ، د آل پا چینو وینا ده چې چې په فارسی کې یې داسی ژباړه شوي ،( در زندګی حقا یقی هست ،که می شود فهمید ،ولی نمی شود فهماند ) د دې لنډی وجیزی مطلب دا دی ،چې په ژوندون کې ډیر حقایق شته چې انسان پرې پوهیدلای شي ،خو په هغه څه چې انسان پوه شوي وي ، په هغه باندی بل انسان پوهول ګران کار دی ، یعنی خپل احساس د درک د معنی بل ته ورکول آسانه کار نه دی ،ستونزمن کار دی ، یعنی د ځینو خلکو پوهول ګران کار دی ،او هر څوک نه شي کولای چې په ځینو حقایقو بل انسان وپوهولای شي ،معنی دا چې ځیني دردونه دردمن خلک احساسولای شي ، نو همغه وجهه ده ، چې د بی باکو واکدارانو ، د طرز د ادارې ، او په نا سمو کړنو ډیر دردمن خلک ځوریږي ،او همغسي د وطن و حالاتو ته هم

چې کاږه ږدي قدمونه ، په خپل جهل هم نه پوهیږي

آخوا زړونه د دردمنو ،په لـــــیدو یې زخــمی کیږي

نادر

««««««««»»

د وطن حال

خیالي خیالي ګــلونه ،له دې چمــنه ځــــــیني ووځي

ته به وایــي چې هوســۍ دي ، له ختنه ځیني ووځي

کارغــان نیــــسي ځــــایونه، د ګــلونو ،په چمن کې

د مستو ترانو مرغان ،له ګلــــشنه ځـــــیني ووځــي

د خیرن ضمیر باطن مخلوق ،په سپینو جامو بریښي

خو آرام او قـــرار وینم ، له وطـــــــنه ځیني ووځي

هغــه روح د معنویاتو ، چــې یي عرش ته رســـولو

اوس په خپلو ســترګو وینو،له بدنه ځــــــیني ووځي

مړي هم په هــدیرو کې ، په ګــورو کې آرام نه دي

د وطن په حــــــال غمجن دي ،له کفنه ځیني ووځي

رَم ســرشته غزالانــو،د وحــشت ویره احساس کړه

له زرغون ورشـــو نه تښتي ، له دمنه ځیني ووځي

چــې یــې زړونه ول بیداره ، بلبلانو په نــــــوا کې

په زړه پوی صاحبدلان ،له باغ و بڼه ځــیني ووځي

نور د صــبر طاقت نشــته ، مسیحا زمونږ د رنځه!

روح مو ډیر دی ناقراره ،اوس له تنه ځـیني ووځي

 

اغزنۍ لارې

قـــافله مو نه پوهـــــیږم ، چې په کـــــومه ده روانه

په اغزنــــــو لارو درومی، په بی لارو ســــرګردانه

همه واړه یو له ســــــــره ،په تضاد د علم وفـــن کې

ځکه هوش له مونږ نه تللی،خبر نه یو له خـــپل ځانه

د ناپوهــۍ ،جــــهالت،او نادانۍ پایلــــــه مـــــو دا ده

چې هر خــوا مونږ ته ګواښیږي ،هر کافر نا مسلمانه

د حکمت او علم واړه ، په جــــهان کې انــګازې دي

مونږ په لار د ترقی کــــــــــې،راروان یو خـــرامانه

دبشــــر قــافلــه درومی ،په درنــــو درنـــــــو ګامونو

مونږه وروســــته پاتي کیږو،له قطــــــــاراو کـاروانه

ځان ځانۍ په رنځ اخته یو، ،د حــسد اورو کې سوځو

د خلاصون تدبیر مو نشـــته،چې راووځـــو له زندانه

دخودۍ ټکان لږ وخـوره ، د غفلت له خـوبه ویښ شه

دابه څــــــو پوري بیده یې ، له خــــوبونو سر ګــــرانه

د انسان قدراو قیمت ،په خپل معراج کې دی جهان کې

زمونږ وینه تـــــویونه، ښــــکاري هر چـــــــاته آسانه

د وختونودیــــوان پټ دي ،په جـــامو د پرښـــــتو کې

صورتونه هسي ښـــــکاري ، چې ســـوا دي له ایمانه

د انســـــان فریب د پاره، ځان په سپینو جــــامو ښايی

پردې شا نه دستور اخلي ،اهــــــرمن او له شیـــــطانه

که مسجد که ښوونځی دی ،که دعلم و فن یو ځای دی

په هر ځای کې دي چاودنې ،هیڅ ځای نه دی په امانه

طوطی واره ، د دښمن له خولي یې زده دي څو خبري

خو له ســـره یې ، د علم او مــعرفت ســـــره ده ورانه

دا دتورو ضمیرونو، خـــــاوندان به ســـــره ورک شي

که دعلم مشعلونه، په هر ځـــــــای کې کړو ، روښانه

د قرار رســـۍ مو ربه! ســــتا په لاس او اخــــتیار ده

د ســــمون او دخلاصــــــــون،لاره ده تا سره رحمانه

په تورتم کې د اوهامــو ،لاس نیوۍ د هر بنده کــــړې

د ناهیــلو د زړه ډاډ یــــــې ،په هر چــا یې مهـــربانه

ته د غیب له پردو ووځه،مســـــــیحا زمـــونږ د رنځه

راشه راشه چې ورکیږو، ای زمـــونږ د زړه درمــانه

««««««««»»»»

ستا په لټون

نه پوهیږم چې د اوښکو سلسله به می تر کومه غځیدلي وي ، زما د عاجزۍ اوښکي به چیري په دي لارو کې څڅیدلي وي ،څوک به داسي وي چې ګوندی زما په تندي کې یې د عاجزۍ نښي نښانې لیدلي وي ؟، نه پوهیږم چې تر کومه ځایه به زما د پلونه رسیدلي وي ،چیرته زما د عمر په بڼ کې زما د عمر له نهاله څو پاڼي غورځیدلي وي، آ دې معنی پسي چې ما خپلي خپي تڼاکي کړي دي ،چا به دا خاپونه او پلونه لیدلي وي او که نه ؟د خاطرو تابلو به می چیرته ګَرد وهلي پرته وي ،فرشته به الهام چیرته غلي وي ،خدای خبر چې پرکومو ورشو ګانو باندی به زما خیالونه ګرځي ؟،زما خیالونه به چیرته سرګردانه وي ،

ستا په لټون له خپله ځانه هم ورک شوی یم

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

ځکه چې زه، ځان ته وعده خلاف ښکارم

هغه ورځ می په یاده ده ، چې د ښار په یوه لویه پلورنځي چې تا  په کې کار کولوهلته مو سره ولیدل ،یو تر بله ډیر خوشحاله شو،او شي شیبې مو سره مرکې وکړې ، یاد می دي چې د خدای په امانی په وخت کې ما درسره ژمنه وکړه ، چې ښه شوه زه به دلته بیا څو څو ځله راشم ، ستا دیدن به وکړم ، خو بیا تقدیر داسي وکړه ،چې آخوا هیڅ درپیښ نه شوم ، خو په دي پوهیدم چې ستا به یاد وي ، او د انتظار سترګي به دي په لار وي ،ما هم ډیر کوښښ وکړ،چې د زمانۍ د جنجالونو نه ځان خلاص کړم ،او هاغه خوا در پیښه وکړم ،او بیا په هغه لاره تیر شم ، ډاډه وم چې ته هلته یې ، خو څه وکړم چې د روزګار او زمانې لیندۍ زه بل خوا ګذار کړم ،ځکه ما د دې ښاره څخه کډه وکړه ،خو د کډه کولو سره می دې ته پام راوګرځید ،چې ته به راته انتظاره یې ،نو زما په زړه داشیبې درنۍ تیریږي ،ځکه چې زه ځان ته وعده خلاف ښکارم

««««««««»»»

ماحول

د زړه په ســــترګـو یو بینا، نه ویــــــــــنم

هم په دردونـو، یو آشـــــنا نه ویــــــــــــنم

چې بیا په چـــــغو ، واویلا کـړي محـــفل

د صاحــبدل ، هغـــــه ویــــــــــنا نه وینم

دین او ضمیر یې شـو، په څو پیسو خرڅ

د چــــا په ســــــترګو کې ، حـــیا نه وینم

د رنځ عـــــلاج ته ،په حــــــیرت پاتي یو

ځـکــــــه دردونـــــــو ته ، دوا نه ویــــنم

له صــــورتونو ځـــــــــینې ، غم وریږي

د چــا په شـــونډو کــې ، مســکا نه ویــنم

ماحـول تر اوســه ، لا تیاره پاتــــــی دی

د معـــــــــرفت دلـــــــته ، رڼا نه ویـــــنم

چې مونږ ته روح ، د معــــنویاتو راکړي

دې چـــاپیریال کــــــې ، یو دانا نه ویــــنم

««««««««

سید عبیدالله نادر

در اقتفای این شعر حضرت ابوالمعانی بیدل

دل حیرت آفرینست ، هر سو نظر ګشائیم

در خانه هیچ کس نیست آئینه است و مائیم

 

ای غافلان بفهمید

چندی زعمری خود را، در قیدِ این ســرائــــیم

همچــــون حبابِ دریا ،هیـــچیم و در شـــنائیم

از عـرش چو رانده ، مارا ، یکسر غرور بیجا

نخوت رهـــی ندارد ، از خـــود اګر برائــــــیم

پوشـیده راز حکمت ، از فهم ما برون نیســـت

هر جلوه هم عیان اســــت ، ما دیده ګر ،ګشائیم

فـکرِ منی تویی ها ، مـــا را به هــــر کجا بُرد

از خویش اګـــــــــر برائـــیم ،با خلق آشــــنائیم

دامِ هوس چـــو مارا ، رسوای عالمی ســـاخت

در بندِ حرص و آزیـــم ، خـــود را چه وانمائیم

اعمال ما نیکو نیست ، پندار نیک در او نیست

از زشتی ئی درون است ، درچنګ صد بلا ئیم

در جــامه ئی ریایی ،پـــــــندارِ ما همــین است

خلق خــــدا فریبیم ، هر چــــــند و ،بَر مـــلائیم

باطــن مثال دیو ئــیم ،ظاهر فرشــته ګانـــــــیم

در بیرهی روانیم ، یک عـــــمر در خطـــــائیم

سر را اګــــر بــــدزدیم ، در زیرِ بـال خجـــلت

با یک دو ګــام ازین وهــــم ، بر اوجِ کـبریائیم

رمزو اشــــارتی اسـت ، درشـاخ و برګ ګلشن

ما را به فـــــهم آرد ، تـا در ســــــخن بـــــیائیم

از آب و ګِل سرشــــتند ، بنیادِ ، عـــــجزِ مـا را

ګر حالِ ما همین اســـــت ،مغرور خود چرائیم

از عجزِ ما همـــین بس ، در عـــالــم تــوهـــــم

کز ذَره بیش و نیســــتیم ، در فـهم هــــم نه آئیم

سازِ نفس چه ګـــــوید ، ای غافــــلان ، بفــهمید

عالم چــو در خروش است ،ما نیز در نوائـــــیم

بَر آســتان دل چون ، ګـــــــوشِ خِرَد نهــــا دیم

آمد صدا که اینجا ، کـــس نیست ، جز که مائیم

««««««««

 

مهربانی

په ډیر غټ ځان قوی او لوی هیکل سره په سړه سینه او په ډیره مهربانۍ سره د کوچني ماشوم ،تر څنګه کښیناسته او تر ډیره مودې پوري ، په یوه پراخه حوصیلي سره د کوچني ماشوم سره و لوبیده ،چې لارویان ورته حیران پاتي شول ، ماشوم هم د ځانه سره د لوی والي او لوړوالي احساس وکړ ،او ځان ورته ډیر لوی ښکاره شو ،او د انسانیت ډیر لوی درس یې واخیست ،او دا د ده په ماشوم ذهن کې پاتي شو ، چې دی لویږي نو د راتلونکي ماشومانو سره به څو چنده دا سلوک او ښیګڼه او اخلاقی رویه کوي ، تر څو نورو نسلونو ته پوړۍ په پوړۍ دا یو درس پاتي شي ،لارویانو هم کوم چې په کې د ژورلید او سوچ خاوندان ول ،د عبرت درس واخیست

««««««««»»»»»»

لمره !

ته د خدای تعالی یو لوی او عظیم نعمت یې ،چې  ، د دنیا په مخ او ګوټ ګوټ کې ظلمتونه او تیارې په تا رڼا کیږي ،بلکه ډیر یو لوی طاقت او قوت د ځمکي د پاره ، او د ځمکي د اوسیدونکو د پاره یې ،تا د ډیرو کلنو راهیسي ،چې انسانان یې په خپل فکر او هوش سره اندازه او اټکل نه شي کولای ، د دې ځمکي پر مخ خپلي زرینې وړانګي پلنې کړي دي ،او جهان ته دي روښنایي ورکړې ، له بی حسابه کلنو راهیسي هر سهار ستا زرینې وړانګي ،په کنډرنو،غرونو،په لوړو څوکو او ځنګلونو پر سر لګیدلي ،ته دي خالق یوه ډیره لویه معجزه یې ،ستا له رویه هم ډیر مظاهر د قدرت عیان کیږي ، ستا حکمت ته ډیر محقیقین په حیرت کې دي ،

تا عالم ته روح بخښلی ،ستا وړانګي نه یواځي ځمکي ته بلکه ډیرو نورو ستورو ته هم رسی ،زمونږ د کیهانی نظام د عجائیبو نښه ته یې ، بشر په دومره پرمختګ او ترقی سره ،تر اوسه په دي نه دي پوهیدلي چې په تا کې څه اسرار موجود دي ، او په تا کې څه دي ،دا هم ستا د لوی والي او عظمت نښي دي ، ته د اسراو ډکه یوه خزانه یې ،او لاینحله معما ،چې ډیر فلسفي ذهنونه ستا د اسرارو د کشف په لاره کې ستړي شول ،خو ته هماغه هره ورځی ځان ښایي او خپل دنده چې رَب درکړې ،هغه خپل ستورو ته وړاندی کوې ، ډیرمحقیقین ستا اسرارو ته په ګونډو دي ، تا خپله رڼا په ګنهکار او بی ګناه یو راز شیندلی ده ، ته پس له خالقه د سخاوت یو بله نمونه یې ، ستا د دي لا ینحله معما او پټو رازونو د کشف په لار کې د بشر د ابتدا نه تر اوسه پوری ، ډیرو فلسفیانو خپل سوچونه کړي او فکرونه سټړي شوي ، خو څوک نتیجی ته نه دي رسیدلي ، مونږ نه پوهیږو چې ته څه یې ، او تاکې څه دي ،او داسي بی پایانه انرژی او قوت یې، چې نه ختمیدونکی ده ،

««««««««»»»»»»»»

دردمند مهربانان

د بیکسانو غمـــــخواران چــــــیرته دي

هغه سپیــڅلي انســــــانان چـــــیرته دي

کړي چې احساس زمونږ د زړه دردونه

داسي دردمند صـــــــاحبدلان چیرته دي

خدمت چې وکړي ، په ریښــــتیا د وطن

داسي زړه ســـوانده ، خادمان چیرته دي

چې له خوبونو د غفلت مــــو کړي ویښ

دي ګلســتان کې ،بلبلان چــــــــیرته دي

بیا چې د سـولي زیری راوړي مونږ ته

د دي چـــــمن عـــندلیبان چـــــــیرته دي

ټوله نړۍ چــې ، په وینــــــــا پوهــــوي

داسي دانا ســـــخنوران ، چــــــیرته دي

چې د غرقاب نه دا کشــــــتۍ ، و کاږي

هاغــــــه دردمند مهربانان چــــیرته دي

چې په پرهر زړونو مــــو کیږدي مرهم

داسي دردمنه ، آشــــــــــنایان چیرته دي

 

د زړه آئینه

بی خودۍ کې می خبر ، له خــپله ځـــان کړې

فصــاحت راته په برخــــــــــــه ، د بیان کړې

چې د زړه په ســـــترګو، ووینم اســــــــــــرار

آئینې ته می د زړه ، هـــر څـــــه عـیان کـړې

تجـــلی د معرفت چـــې ، په کــــــې ویـــــــنم

په حکمت کې داسي زړه ، راته روښان کړې

چې په زړه کې یې ، دټول جـــــهان وي مینه

داسي لوړه مرتبه، د هر انســــــــــان کړې

چې په سپینو جامو پټ او زړه یې تور وي

را نه لیري له نظــــره ، دا دیوان کـــــړې

چې جاري په کې ، تل ســتا وي صــفتونه

داســي ژبه په ثنا ، راته ګـــویان کـــــړې

 

شاعرته الهام

شاعر ته ښه ده ، چې هــجران وویني

یا دوطــــن ، یا د جـانان ووینـــــــــي

جوړ له انســــانه شي ، دریاب د عـلم

چې محرومیـت په دي جهــان وویني

په هر انســان کې ، دا د عجز نښه ده

چې کم له ټولو نه خـپل ځـــان وویني

د ژوند په قدر هم هــــغوي پوهــیږي

چې یا تنګـــسه ، او یا زندان ووینــي

د شـاعر شــــــعر هم غـځوني وکړي

چې په فریاد کــــــې بلبـلان ، وویـني

د زړه احسـاس باندی ، ځوریږي هله

چې په ماحـــول کې ، بیدردان وویني

په تصور ورته الـــهام شی د شــــعر

چې ښـکلی مخ د خپل جــانان وویني

««««««««»»»»»»»

زه او خیال

چې ســـاقي په لاس کــــــــې راکړله ، جـــــــامونه

رانه هیر یې کـــــــــړل ، د تیر عــــمر غــــــمونه

کرۍ شــــــــــــپه ده ،او ټــــــــــولي ده ، د رندانو

زه او خـــــیـال ،او د بد مســــــــــــــــتو آوازونه

چــــیرته لاړې ، ای زمـــا فلســــــــــفي خـــــیاله

راشه وســــــــــپړه ، د نوي ژوند بابــــــــــــــونه

یو ځـــــــــل بو می ځــــــــه لــه خوده ، بیخوديه

چې هجران لمــــــــبو می زیات کــړله ، دردونه

د هســــــــتي په معـــــــــــما ، باندی پوه نه شوم

څوک به وي چې راته راکـــــــــــړي ، ځوابونه

هومره پوی یم د عبرت په دې صــــــــــحرا کې

زمانه ښــــــــــــایي هر چـــــــاته ، بیل رمزونه

هسی ورک، یو څو شیبي شوم  په خپل ځان کې

تصـــور کې چــــې می کېښوده ، ګــــــــامونه

ځینو لاره ، په حـــــالاتو کــــــــــــې کړه ورکه

ځیني ورک کړل ، په لويي کې خپل ځــــــانونه

نه پوهـــــــیږم دا د چــــا ، د پـــــــښو آواز دی

چې می زړه ته رارســـــــــــــــیږي ، پیغامونه

چې یې زړه په معرفت ، روښـــــــــانه نه وي

هیڅ تأثیر به پرې و نه کړي ، دا نظــــــــمونه

تربـــــیت مــــــــــو بنیادي ، ســـمول غواړي

که نه ټول عمر به مـــــــونږ یو او جنــــګونه

معرفت کې به ، ټول ســـــــــــیمه ګلستان شي

که مونږ وکرَو ، په لارو کې ، ګـــــــــــــلونه

ظلمتونه ، او تیارې به شـــــــــي ، نور ختمې

که روښــــانه کړو ، د لارې مشــــــــــــعلونه

انسانیت به خپل ، معراج ته ورســــــــــــیږي

له کینو نه که مو وژغـــورل ، خــــپل زړونه

««««««««»»»»»

 

د معرفت شمعي

په دې ویاړم چې ټول روښانفکرانو د علم او معرفت څراغونه نیولي ،او دا تیارې غواړي رڼا کړي ، د ټولو هڅه دا ده چې د تور ضمیر او زړونو خاوندان د معرفت په څراغ روښانه کړي ، ځکه زمونږ دا ټولي بد بختۍ او ستونزی ، د جهالت او نادانۍ څخه سر چینه اخلي ، مونږ باید یواځي د لیک او لوست په سرحد کې ونه اوسو،د لیک او لوست د سرحد نه لږ آخوا واوړو،یعنی  لږ نور هم خپل فکرونه روښانه کړو، او ډیر مسائل درک کړو ،او د جهانی تقاضا سره علم زده کړو ، مونږ د علم او معرفت په حصول سره کولای شو ، ډیر لیری راتلونکی د زړه په سترګو ووینو ، زمونږ پخواني د درد خاوندان او زمونږ غمخواران تل د علم او معرفت په جامه سمبال ول ،د دوی د نیک احساس او لوړ احساس پایله وه ، چې دوی به د مستبدو او نا عاقبت اندیشه حاکمانو او چارواکو د کړنو څخه ځوریدل ،او نیوکي به یې په دوی کولي ، دا وجه وه چې دیر خطرناک زندانونه دوی سره وګالل د هغوي هم لویه اندیښنه داوه چې،د وطن سیاست دوی د وطن د خیر او صلاح په لاره بوځي .او د وطن اولاد د علم و فن څخه لري پاتي نشي ، اوس مونږ په خپلو سترګو وینو چې زمونږ د یو شمیر نا آګاهه خلکو څخه دښمن زمونږ د وطن د تخریب د پاره څومره د ځان په ګټه ، ګټه اخلي ،اود دغي بیسوادو او نالوستو څخه کار اخلي ، نو مونږ په باید رتلونکی نسل روښانه کړو ، ، دا د معرفت شمعی باید روښانه کړو ، ځکه دښمن و هغه کرغیړن دیو ته ورته دی ، چې د رڼايی څخه تښتي ، او خصوصأ چې په دې وروستی ورځو زمونږ ټولو خلکو ته خو لا څه چې دنیا ته ښکاره شوه ، چې د دښمن ډیری حملي ، په تعلیمی مراکزواو په تکړه او بیداره خبریالانو  باندی وي ، لکه د کابل پوهنتون ،او ډیری تعلیمی مراکزو چې د هغی جملی څخه د کوثر تعلیمی موسسه ،او پر خبریالانو برید ، پرتکړه خبریالانو،لکه یما سیاوش موتر بمب برید، پر الیاس داعی د آزادۍ راډیو خبریال موټر بمب بریداو داسي نوري واقعي، نو لازمه ده چې د تعلیم او تربیې د حصول په برخه کې زیاته پاملرنه وکړو ،

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

ځان جوړونه

که ډیری سختی دا روزګار پرتاسو راولي ،بیا هم هماغه یواځینۍ لاره د مهربانۍ و نیسئ ، خپل شخصیت د ننه ضمیر باطن ته د بدو اعمالو په تر سره کیدو بدلون مه ورکوئ ، کوښښ وکړئ مهربانی، او زړه سوی ولرئ ، او په نورو کې هم د محبت او زړه سواندی او عاطفی احساس وروزۍ په زړه کې ځای د محبت ډیر پریږدئ ،ځیني د روزګار په سختو کې خپل شخصیت ته بدلون ورکوی ،یعنی بیا هغه مهربانه کس نه وي ، لکه چې  پرون وو ، انسان باید پرځان ډیر کار وکړي ، تر څو خپله یو ښه او بی سارۍ شخصیت د ځانه څخه جوړ کړي ، مونږ باید یو نمونه اوسو ، تر څو زمونږ په لیدلو ، نور زمونږ څخه د ځان جوړونۍ درس واخلي ،مونږ باید آ دې عوامو په اصطلاح په ډزو کې هم مهربانی پرې نږدو ، او خپل ضمیر او باطن بدل نه کړو ، د مهربانی څخه د نوي نسل په ذهنونو کې ډیر ښکلي خاطرات پاتی کیږي ، په مهربانۍ کې زړونه یو بل ته نږدې کیږي ،او نوی نسل چې مونږ ووینې نو زمونږ نقش قدم ځي ، او دا به یو لوی درس راتلونکو ته پاتي شي،

««««««««»»»»»

 

د عبرت ګذر ګاه

له ســترګو می د اوښــــکو دریابونه ، لـــکه باران ځي

چې وینمه له مخي می ، څــــه خواږه خواږه یاران ځي

د عبرت نښـــي به نور څـــه وي ، ګذر ګــاه کې د دنیا

یو په یو چې مو لــه مخي ، هره ورځی آشــــنایان ځي

پښــیمانه د هفــــــــــتو ، مـیاشتي ورځـــــو او د کـــــلَویم

ځکه هر لمحه د خولي نه می ، آهـــــــونه او افغان ځي

بی قدرۍ او بی ارزۍ کې ، ښه وخــتونه رانه تیر شول

چې د عمر په بازار کـې ، اوس هر څه رانه ارزان ځي

په ویره ویره درومومم ، په هـــر ګرزونې ، او پیچومو

چې دیوان په قـــــــــافلو کې ، په څیره کـې د انسان ځي

چې په لاره تیریدل ، ښـــایسته ښــــــــــــــایسته ، مخونه

اوس د وهم دې کـــــــوڅو کې ، اهرمن او شیطانان ځي

د عزلت په ګوټ کې ناست یم ، له هر څه نه بی پروا یم

خو قدرت د هنـــګامو پســـــــي ، څــــــو تنه نادانان ځي

هر مشرب د سر بازۍ ، د خــــود فروشو ، خاصه نه ده

د وطن په میــــــنه مست هم ،څو بیــــخوده ، عاشـــقان ځي

لا به ډیری جــــــنازې ، د معرفت دلـــــــــته کې ، وشي

که تیارو کــــــــــــې مو د جــــــهل ، د علم طـــالبان ځي

دښمــــــنانو په خپل پوهه ، ښـــه وختونه مـــــــهار کړي

هر لمحه زمونږ له مـــــــخي ، فرصــــتونه د دوران ځي

دا آرمـان به مــــــو دسولي ، په هیڅــــــــــکله پوره نشي

چې د اَمن فیصــلي ته ، بیســــــــواده شــــــــوده ګان ځي

د ضمیر او د وجـــــدان له محکمی نه به ، خلاص نه شو

که نا هیلي مـــــــو له دَر څخه ، بی وزلي او خواران ځي

د ګلـــــــــونو په اســرارو پوهیـدل هم ، کـــــــــرامت دی

پوهـــــــیدو د دغي رمــــــز ته ، تل تر تله بلـــــبلان ځي

دا چـــــا راته وژلي ، دا د دي لارې مشـــــــــــــــــعلونه

چې په تورو تروږمو کې مو د هــــیلي کـــــــــاروان ځي

خاوندان د علــــم وفـــــن یي راته ټـــــــــوله زندۍ کړي

خامخـــــــا به د قسمت و فیصــــلي ته ،لیونــــــــیان ځي

څوک مــعراج د انســـــانیت هم، معرفت په رڼا غـــــواړي

څوک له خپل جهل او جها لـته ، په لاره د حــــیوان ځي

«««««««««««««

 

مهربانی

په ډیر غټ ځان قوی او لوی هیکل سره په سړه سینه او په ډیره مهربانۍ سره د کوچني ماشوم ،تر څنګه کښیناسته او تر ډیره مودې پوري ، په یوه پراخه حوصیلي سره د کوچني ماشوم سره و لوبیده ،چې لارویان ورته حیران پاتي شول ، ماشوم هم د ځانه سره د لوی والي او لوړوالي احساس وکړ ،او ځان ورته ډیر لوی ښکاره شو ،او د انسانیت ډیر لوی درس یې واخیست ،او دا د ده په ماشوم ذهن کې پاتي شو ، چې دی لویږي نو د راتلونکي ماشومانو سره به څو چنده دا سلوک او ښیګڼه او اخلاقی رویه کوي ، تر څو نورو نسلونو ته پوړۍ په پوړۍ دا یو درس پاتي شي ،لارویانو هم کوم چې په کې د ژورلید او سوچ خاوندان ول ،د عبرت درس واخیست

««««««««»»»»»

 

که آباد دغه وطن غواړئ

لاســونه ورکړئ ، د کــار شئ

و خــوارانو لره ، یارشــــــئ

تر څــو به مو وي ، جنـــګونه

بیا دسـولي ، طــــــرفدار شــئ

په کـــــږو لارو، به څــــه ځئ

نو راځئ ، په سمـــــه لار شئ

د نفــــــــاق بزرونه ، پریږدئ

د وحدت د باغ ، مالـــــــیارشئ

دسیسي ، له هرې خــــــــوا دي

شــنډولـــــو ته  ، بـــــیدار شئ

چې دښــمن مو، دوطـــــن وي

د هغــــــو د پښـــــو، خار شئ

جهــــــــالت ځیني ، بـــهر شئ

بیا هـــــدف ته مو هوښیارشئ

د پردو غـــــــلامی ، پریږدئ

د خپل وطن ، غمــــخوار شئ

که آباد دا وطـــــــن ، غواړئ

نو راڅـــئ کار ته ، تیار شئ

««««««««»

د ځان په نندارو

نه په رمز او اشـــــارو دي ، دغــه خلــــــک

غولــــیدلي ، په عمرو دي ، دغـــه خلــــــک

نه راخــــــــــیژي ، له دوی نه بوی ، د معرفت

پاتي شــــوي ، په تیارو دي ، دغــــــه خلک

ځان ځانۍ کې دي ډوب شوي ، په ټول عمر

د خپل ځـــــان په نندارو دي ، دغه خلـــــک

د ارواحو په شان ګرځي ، ځمکي ســــر کې

لکه ، مړو، جــــــنازو دي ، دغــــه خلــــک

مدنیت آثار یــــې نه ښـــکاري ، څــیرو کـې

پاتي شوي په تیارو دي ، دغـــه خلــــــــــک

پرمخـــتګ او ترقــــۍ ، په لار کـــــې وینو

چې روان په ډیر نخــــــــرو دي، دغه خلک

««««««««»»»»»

 

د غربي ادبیاتوادبی پارچه  د فارسي ژباړي څخه ژباړه :ژباړن سید عبید الله نادر

طلایي ګوتمۍ

او که هغه یو ورځ بی خبره او ناڅاپه ، را شي ، هغه ته څه ووایم ؟

ورته ووایه چې زه د مرګ تر دَمه د ده په انتظار وم ، که یې زه و نه پیژندلم او بیا یې هم زما نه د تازه څیزونو پښتنې وکړې ؟  هغي سره خبري وکړه او د خور په شان د زړه درد ورسره وکړه ،شاید په زړه کې ډیر غمجن وي ، او د یو همدرد په لټه کې وي ،او که پشتنه وکړي چې ته چیرته یې ،هغه ته څه ځواب ورکړم . ځما دغه طلايي ګوتمۍ هغه ته ورکړه او هیڅ ځواب مه وایه ، که سوال وکړي چې ولي تالار خالي او چپ دی ؟ دا خاموشه څراغ او خلاصه دروازه ورته وښایه ، ورته ووایه چې ما په شونډو کې مسکا درلودله ،ویریږم که داسي و نه وايي نو اوشکي په سترګو کې واړوي ،

««««««««««««««««««««««««««««««««««

د نزاکت پوهیدنۍ د آدابو یو بل اړخ

د مجلس د آدابو څخه یو هم دا ده ، چې انسان په مجلس یا غونډه کې ، د یو بل سره غوږ غوږوني يا پتي  خبري ونه کړي ، یعني د حاضرینو په مخ کې د چا غوږ ته ورنزدې نه شي چې په اصطلاح (وپسیږي ) ځکه د ناستو خلکو په ذهنونوکې جلا جلا تصورات رامینخ ته کیږي ، او که رسمی غونډه وي ، نو مقابل لور داسي تصور کوي ،چې زما د لیاقت او اهلیت په هکله وغږیدل ،او یا هم داسي فکر وکړي چې په ما یې ریشخند وواهه ،هر څوک فکر کوي چې شاید زما په باره کې یې څه ویلي وي ،او دا کار د نزاکت فهمۍ او نزاکت پوهیدنۍ  د آدابو څخه لیري یو کار دی ، شاید چې ځیني کسانو چې دا تصور کړی وي چې دوی زما په هکله غږیدلي ډیر متأثره شي ، نن ورځ خو ډیره مترقی زمانه ده ، او خلک څه نا څه په علم سمبال دي ،او د مقابل لور د حرکاتو نه هم یو څه درک کولای شي ، ځکه خلک طبیعتأ د پر له پسي اړیکو سره په ټولنه کې ، خود په خود یو څه ارواح پوهنه زده کوي ، چې آیا دوي د چا په باره کې خبري وکړې ، خندا ګانې خو بلکل د نزاکت نه لیري خبره ده ، انسان نه یواځي په مجلس کې په خبرو اترو تلل کیږي ،بلکه انسان په حرکاتو هم په مجلس کې تلل کیږي (وزن) کیږي

««««««««»»»»»»»»»»»»»»

پوهنه

کـــــه د علــم او دانـــایي وي

په ضمیر دي روښــــنايي وي

په تیارو کې چې تحقیق کړې

هرې خــوا دي ،رڼــــایي وي

په روښــــانه ،عقـــــل و فکر

په دنـــــیا کې آشــــنایي وي

د پوهني ســــــــیوري لاندي

د خــالق شـــــناســــــایي وي

««««««««

د الهام فرشته

پریږده چی د ګلبوټي د لاندی په هوسا خاطر پریوځم ،او خپل د پریشانه خیالونو تناب د کاییناتو په دي پراخه نظام کې وغزوم ، مګر داسي به وي چي یو ځل په ژور سوچ کې په خود راشم ،او په خپل حال وژاړم ،ځکه په خپل حال ژور سوچ کول د عبادت نه کمه نه ده ، ولی چې هره شیبه ، هره لمحه ،او هره لحظه ،د خدای تعالی په قدرتونو،او عظمت ژور سوچ کول ،دا په خپله لوی عبادت دی ،پریږده چي لږه شیبه  په معنویاتو کې ځان ورک کړم ،چیرته لاړې ای د معنویاتو او الهام فرشتۍ راشه یو ځل ما هم د بیخودۍ خواته بوځه .

«««««««««««««

معنوي وږمې

هغوي چې د علم او معرفت  په رڼا یې ، زړونه روښانه وي ، او په خپل تصوراتو کې د هر څه او هر چا د پاره نیک نیک سوچونه او فکرونه لري ، او کوي یې ، او فلسفی افکار ورسره وي ، دوي هیڅکله هم یواځي نه وي ، یعني دوی په یواځي توب کې هم تنها یا یواځی نه وي ،لکه چې یو عالم ورسره وي، داسي فکر کوي چې په یوه محفل کې ناست دی  ، انسان په خپل ژور سوچ او فکرونو سره خپل مافیه الضمیر ته ورځي ،او هلته په روښانه آیینه کې خپل ځان ویني ،همدا وجهه ده ، چې د متفکر انسانانو او په خصوص هغه انسانان چې په خپل حال اندیښمند وي ، خبری یې ژوري وي ، او ژوره مانا په کې پرته وي ،په روښانه زړه او دماغ سره د دنیا ډیر حقیقتونه ورته څرګند کیږي ،نو همدا وجهه ده ،چې د دې ریاضیت د لارې او پوهنې د لارې ډیر انسانان لوړو مدارجو ته رسیدلي ، بل سالم طرز د فکر انسان په خود کې راولي ، انسان د خودۍ او ځان ځانۍ د دیو د منګولو څخه خلاصوي ، چې هغه کبر لویي و او غرور دی ، ځکه متکبر انسان هیڅ بنده نه خوښوي ، هماغه ده چې بایزید بسطامی علیه الرحمه وايي : (هرګز از متکبر بوی معرفت نیاید )  یاني هیڅکله به د متکبر انسان نه بوی د معرفت را نه شي ،شیخ ابوالحسن خرقاني وايي : چې یوه خبری ماته سخت ټکان راکړ،: یو فاسد انسان په یو ځای کې زما د څنګه تیریدی ما خپلي جامی راټولي کړي چې د هغه په جامو و نه لګیږي ، د روغ لړ نه وروسته یو لړ بحثونو په مینخ کې هغه راته وویل : شیخه خدای تعالی پوهیږي چې زمونږ حال به سبا څرنګه وي .وايي دي خبري یو ځلي زه خپل مافیه الضمیر ته راوستم او ما ته یې د خودۍ ټکان راکړ ،

««««««««»»»»»»»»»

 

د آرمانو راتلونکی

د ښــکلا ګانو دې وطــــــــــن کې ، نندارې وینمه

د بلــــــــــــــبلانو په هر لـــــــوري ، ترانۍ وینمه

بیا به زرغون شي ، په اورونو ســوځـــیدلی وطن

د ســـوکالۍ په دې چمــن کې ، نښــــانې ویـــــنمه

د تـــیرو شــوو زمــانــــــــو ، راته نکـــلونه وایي

دې ویرانو کې هیري شـــــــوي ، افســــاني وینمه

خدای خبر بیا دې، په وعدو کې څه بدلون راغلی؟

چې د راتلو دې ، په سلـــګونو ، بهــــــــانۍ وینمه

بیګا دې بیـــا ، د هوســــونو شـــــوګیری کړی ده

چې نن دې ســـترګي ، لـکه ډکي پیــــــماني وینمه

د تور ضـــــمیرو کــــوردلانو، ناپـــــوهی د لاسه

د معــــــــرفت د غــــاړي هار، دانۍ دانۍ ویــنمه

منم چې یو ورځ به سر تاج شې ، د دنیا وطـــــنه!

زه حقیقت کې دغـــه ښـــــکلي ، زمانې ، وینـــــمه

««««««««»»»»

د هیلو څرک

ناهیلي ګوره نشــــــئ ، امیـــدونه دي په مخ کې

منزل و رسیدو ته ، زحــمتونه دي ، په مــخ کې

د سوکالۍ دي ښـکلي ورځي ، زمونږ په انتظار

غوړولي په دې لاره ، ګلـــونه دي په مــــخ کې

هغوي ته چې کرکي ،او نفــرتونه زړو کې پالي

د میني محـــبت هم ، پیــــغامونه دي په مخ کې

منم چې دا مزل به، په ســــکروټو په اغزو وي

په نصیــب مو له ازله ، بهارونه دي ،په مخ کې

په متین عزم اوچـت کړئ ،په همت خپل قدمونه

چې دلته هر قــــدم کې ، رباتــونه دي په مخ کې

د کرکي نفـــــــــرتونو، دا تیارې به هم رڼا شــي

له هرې تیارې شـــاته ، سهارونه دي په مخ کې

زمان د روڼ سهار زیری ، په بار باری ،رالیږي

تکړه شئ چې د هیــلو ، کاروانونه دي په مخ کې

خوشحـــالیو کاروانو ته، لږ پاتـــي واټــــــــــنونه

د خوښیو مو قسمت کې ، اخترونه دي په مخ کې

««««««««»»»»»

ریښتنې مینه

کومه ده هغه ریښیني مینه ، چې د دردمنو په زخمی زړونو ملهم کیږدي ،او زمونږسټړي جنګ زپلي او ستومانه زړونو کې ،نشاط او خوشحالي واچوي . کومه دی هغه د صاحبدل وینا چې زمونږ  تیاره زړونه او ضمیرونه په خپل الهامی ویناوو روښانه کړي ،زمونږ زړونو ته د معرفت رڼا وبخښي ، او کومه دی هغه زمونږ د رنځونو طبیب او مسیحا چې زمونږ دا پټ پنهم د زړه دردونه احساس کړي ، او زمونږ په احساس کې شریک شي ،  او کومه دی هغه د میني او محبت په رمز پوه یو درد آشنا ، چې مونږ له کرکي او نفرتونو څخه بیزاره او جلا کړي ، په مونږ کې د میني او محبت احساس راژوندی کړي ، او کومه ده هغه ریښتیني مینه چې زمونږ مرور زړونه پخلا کړي  ، زمونږ د انتظار سترګي په کلنو د هیلو او امیدونوپّه دې بیدیا کې ،سپیني شوي ، خو زمونږ د خیالو نو سوله رانه غله .

««««««««««««««««

ښه تربیت

د یوې سالمی ټولنې د تربیت په هکله باید چې، ډیر مسولیتونه احساس کړو ، او سالمی ټو لنې د راوستو د پاره په درس او تعلیم باندی د نوی نسل په هکله زور واچوو ، ځکه که یوه ټولنه او افراد یې د زمانې د تقاضو سره سم په علم او فن سمبال نه وي ، نو خپل د راتلونکي نسل د پاره هیڅ خدمت نه شي کولای ،بلکه ټولنه د بربادۍ خواته وړي ،  ،نو د ټولنې د پاره د خدمت په لاره کې ، د داسي افرادو څخه ښه تمه اوتوقع کیدای شي ، چې هغوي په علم و فن سمبال وي یا بنیادأ د هغوي تربیی او روزنه سالمه شوي وي ، نو سر د همدا اوسه ماشومانو ته د ټوپک ، او بم پرځای کتابونه او قلمونه لاس کې ورکړی ،او هغوي د علم او معرفت د حصول په لور و هڅوئ د هغوي په زړونو کې د کینې او کرکي پرځای محبت واچوئ ، د سبا ورځي د ماشوانو فکر هم وکړئ ،که په یوه ټولنه کې په عصری علومو روزل شوي استاذان ونه لرو ، نو د غي ټولني د راتلونکي د پاره د ښه انسانانو تمه  باید و نه کړو ،که استاذان ښه تربیت نه شي ، په دي کې شک نشته چې یوه ټولنه ورسره خرابیږي ، د شیخ ابوالحسن خرقانی د کیسوڅځه ده، چې انسان ته د خودۍ ټکان ورکوي ،او هغه دا ده چې وايې چې 🙁 یو مست می ولیده چې د خټو ډکه په یوه کوڅه کې روان وو او په خټو کې یې خیزونه وهل وایي ما ور ږغ کړل چې خپو ته دې پام کوه چې و نه ښویږي ، مست وویل : شیخه که زه وښویږم باک نشته ، ته په هوش کې اوسه چې ونه ښویږي ځکه تا پسي به ډیره یوه لویه ټو لنه او جماعت وښویږي.)شیخ اوابوالحسن خرقانی وايي چې دي خبري ماته سخت د خودۍ ټکان راکړ،نو دا خبره رشتیا ده که زمونږه استاذان ، رهبران او مشران و ښویږي ، نو د هغوي سره یوه لویه ټولنه بربادیږي ،

««««««««»»»»»»»

 

حال بخښونکي ټکي

که د ګلونو نظاره د زړه په سترګو کوې ، نو د بلبل په سترګو کې دیره شه ، که د ګل په رمز او رموز او اسرارو پوهیدل غواړې ،نو د بلبل له فریاده یې ، زده کړه ، که د عالم معنی نه یو څه درک کول او یا د عبرت یو څو ټکي راایستل غواړې ،نو دلته خار او خس بی څه او بی حکمته مه ګڼه،ځکه له خارو خسه د عبرت او د لټون اشارې ورکول کيږي ،خو د معنی او عبرت په سترګو لیدل غواړي ، دلته په فریاد کې د بلبل هغه اسرار او خبری پرتي دي ،چې صاخبدلان یې په معنی باندی رسی ،د عرفی شیرازی شعر دی چې وایي :

آن دل که پریشان شود ، از ناله بلبل

در دامنش آویز ، که با وی خبری هست

او بیا د حضرت بیدل د یو شعرپه استناد

اګر نظاره ء گل می توان کرد

وطن در چشم بلبل می توان کرد

بیدل

ګلهای این چمن همه در زیر پای تست

ای غافل از ادب نګهً شرمګین طلب

بیدل

د عبرت ګلونه یې ستا خپو ته غوړولي دي ،ای غافله لږ شرم وکړه ،په تغافل مه تیریږه ،ځکه دلته هر قدم پرانستلي سترګي ، او د معرفت په رڼا روښانه زړه غواړي ،د دې عبرتګاه نه یو څه اخیستنه باید وکړو .ځکه دلته هره ورځي ،د روزګار د بیاض نه ، یا د روزګار د دیوان څخه یو څو پاڼي را اوړي ،چې هره پاڼه یې د عبرت بین نظر د پاره د انتباه ډیر درانه ټکي د ځانه سره لري . او ټکان ورکونکی او حال بخښوونکی خاصیت لري ،پام چې غفلت مو سترګي خوبه وړي نه کړي ،او د معرفت روښانه زړه مو مړ نه شي ، د معرفت شمعه روښانه په خپل زړه کې وساتئ ،دنیا رمز او اشارې لري ،هره صحنه چې نن وینئ ،او هر څه چې مو په مخ کې نن تیریږي ، د راتلونکي پوري تړاو لري ،یعنی که ته یې د علم وفن په رڼا ریښه پیدا کړې ،نو دا رمز او اشارې به بیا بی څه نه وي

««««««««»»»»»»»»»»»

فطری هوش

چې د زړه په سترګو انسان د دنیا وفلسفی او جوړښت ته نظر وکړي ، او په یو تیز بین نظر او هوش دنیا وویني ،نو په ډیرو اسرارو پوهیدلای شي ،یعنی مانا دا چې د زړه په سترګو اوپه خپل ذاتی هوش سره هم انسان د ډیرو حقیقتونو درک کولای شي ،چې کتاب او نسخی ته ضرورت نشته ، د حضرت ابوالمعانی بیدل خبره  ،روڼ نظر تا هر ځای ته رسولای او په هر څه پوهولای شي ، نو زه په دي پوه شوم چې د زړه سترګي خلاصول او په رڼو سترګو په اړخونو نظر خورول ،د انسان زړه ضمیر او باطن روښانه کوي ،او واضحه ده چې په روښانه عقل او فکر سره د خالق شناسایي هم ښه کیدای شي ، ځیني په خپل طبیعي استعداد او زکاوت سره په ډیرو مسایلو پوهیږي ،د حضرت بیدل علیه الرحمه د یو بیت او وینا په استناد که ذاتي هوش یا فطری هوش د انسان سره موجود وي نو کتاب او نسخي ته حاجت نشته ،وايي د زړه سترګي خلاصول د ځمکي او آسمان په حکمت پوهیدل دي ،او هغه شعر د ابوالمعانی بیدل رحمت الله علیه دا دی :

هوش اګر باشد ، کتاب و نسخهء در کار نیست

چشم واکردن ، زمین و آسمان فهمیدن است

بیدل

««««««««»»»

 

د زړه سوی نمجنو سترګو ، سوز او ګداز په هکله

د زړه سوی او سوز او ګداز په هکله ډیرو شا عرانو د معنی نه ډکی رنګیني مصری او شعرونه وئیلي ، او په ادبی نثرونوکې هم،د اوښکو ډکو سترګو ستاینه ډیره شوي ،د اوښکو ډکو سترګو درلودل ، یعني خپل عا جزۍ درک کول ، دا هغه کار دی ، چې دا لوی نعمت دیرو لږو او د ګوتو په شمیر انسانانو ته خدای تعالی ورپه برخه کړی ،د دغو رنګینو ځینو بیتونو یادونه په فارسی او پښتو ادب کې دلته کوو ،

د دي بیت شاعر اګر که راته معلوم نه دی خو په واقعیت سره یو ډیرښه د معنی نه ډک او رنګین بیت دی ، :

اګر این است مژګانی ترِ من

نخواهد آفتابِ محشرم سوخت

که زما سره دا د اوښکو ډکی سترګي  وي ،نو خدای خبر که د محشر لمر هم ما وسوځوی ،د دي معنی دا چې په دنیا کې داسي سوز او ګدازکې یې ژوند تیر کړی وي ، یعنی د خپلي عاجزۍ درک یې کړي وي چې تل ژړه غونۍ وي، اوبیا یې خپل انجام ته په پام کې نیولو سره یې په دنیا کې ښه ښه کارونه تر سره کړي وي ، او په ځان باوری وي ، یو ایرانی شاعر په نامه د عاقل هنر ور خان په خپل یو بیت کې ډیره ښه دي موضوع ته اشاره کړي ده ،

فیض آب دیده ، نتوان یافت در آب ِ وضو

کاش زاهد را به جای ریش مژګان تر شود

عاقل هنرور خان

یعنی د نمجنو سترګو یا اوښکو فیض او برکت د او داسه په اوبو کې نشته ، وایي کاشکی د زاهد د ږیري پر ځای باڼه لمده شي ،یعنی منظور د سوز او ګداز درلودل دي ،او دي معنی دا چې لمدی سترګي او یا چشمِ تر ولري ،د دي مراد زړه سوی او د اوښکو ډکي سترګي ولري ،او د عاجزۍ لمن نیول دي ،

په یو بل بیت کې حضرت بيدل رحمت الله علیه وايي :

از محیط رحمتم ، اشکِ ندامت مژده ایست

یارب این نومید را ،محروم چشمی تر مکن

بیدل

بیدل وايي چې د رحمت د دنیا یا محیط څخه زما د پشیمانۍ یوه اوښکه ده چې تا راکړی ،او دا ما ته یو زیری دی، نو وایي یاربه ! ما د لمدو سترګود فیض نه، مه محروم کوه ،ما په خپل دوه بیتونو کې ،چې د سوز او ګداز په هکله او د عاجزۍ په هکله دی ، داسي وئیلي :

د محشر د لمر به تاو هم ، ماته نه وي

که زما سره وي دا ، نمجنې سترګي

نادر

او بیا په دا بل بیت کې د سوز او ګداز په هکله :

په یوه نفس به سوړ د محشر لمر شي

که دا خپل سوز او ګداز راسره مل وي

کله کله چې د عاجزۍ د درک مرحلی ته نژدی شوی یم ، او کراتو می د عاجزی نه عبرت اخیستی نو بیا دا بیت می وېیلی دی:

ټول کتاب می د ګناهونو شو کنګال

هغه دَم چې په خپل اوښکو لمبیدلم

نادر

بل ځای بیا حضرت بیدل وايي ، چې زمونږ بیدردی هم ، د دي فلک یا آسمان لاندی عجیبه ده ، چې د لوګي په کور کې یو خو زمونږ باڼه لامده نه دي ، یعني مطلب دا چې په دنیا کې ډیر داسی ، صحني وینو او زمونږ تر مخي تیریږي ،چې د ژړیدو وړ دي ، خو زمونږ سره دومره سوز او درد نشته چې زمونږ سوز او ګداز راوپاروی ، او یا زمونږ په باړخوګانو د عاجزۍ اوښکي جاري شي ،او هغه شعر دا دی ،

:بيدردۍ ما زیر فلک سخت غریب است

در خانهّ دودیم ، کسی را مژه تر نیست

بل ځای حضرت بیدل :

و هغه زاهدانو ته چې خپله تقوی او زاهدی د نورو پر مخ راوباسي ، نو زاهد ته وايي ، چې ته و هماغه سل دانی تسبیح ،یانی وايي چې هر څوک یو مقصد لری په دې دنیا کې ، چې د زاهدانو مطلب ډیری اړخ ریا او فریب دی ،نو وایي چې :  زما یوه قطره اوښکه توئیدل ،او ستا د ټول عمر زحمت ،یعنی زما یو سوز او ګداز او ستا ټول عبادت ، یعنی چې لانده بانه او سوز د زړه لرم

برو زاهد ، که هر کس مقصدی دارد درین وادی

تو و صد سبحه جولانی ، من و یک اشک غلطیدن

بيدل،

بیا وایي ، د خود بینه او مغروره زاهد په سترګو کې ، څه رانجه او څه خاوري ،هیڅ فرق نه لري ،ځکه د ژور لید د کیفیت څخه لکه د رانجو کڅوړه خالی دی ، یعني هغه لید چې زړه او ظمیر یې روښانه کړي ورسره نشته ،

به چشمِ زاهد خود بین ، چه توتیا و چه خاک

که از حقیقت بینش ، چو سرمه دان خالیست

پایله دا چې یو درد من او د خدای تعالی په مینه او محبت کې غرق انسان ته دا ښایي ، چې تل سوز او ګداز ولری ،او نمجنې سترګي ولري ، او هره شیبه او هره لمحه په خپل حال متفکر وي ، هغوي چې په دي لاره تللي دي ، ډیر حقایق د ژوندون ورته ښکاره شوي ،  ،یعنی هغوی چې لمدې سترګي لري دا واضحه ده چې غرور نه لري ، او د فاني دنیا بی وفا یي ویني .او تل زړه سوی او ترحم لري .

««««««««»»»»»»»»»»»»

د اندیشه له کتابه څخه د محمد حجازی لیکنه د فارسی څخه ژباړه

بودا

بودا : ای پورنا دغه نادانه ډله چی ته د هغو د هدایت پسی یی ، چی دوی سمی لارې ته هدایت کړی .دوی ډیر ستمکاره ،سرکشه او قهرجن دي.کیدای شي پرتا راوپاریږي او تاته شکنځل وکړی ،پورنا : ……. که دا خلک پرما راوپاریدل او ماته یی شکنځلی وکړی .زه دخدای شکر ادا کوم چی دا خلک څومره ښه او نازنینه دي چي په شکنځلو بسنه کوی او په لاس او ډبرو می نه وهي ،بودا: که په لاسونو او ډبرو دي ووهی بیا څه ؟ منت ګذار یم ،چي دا خلک څومره ښه او مهربانه دي چي په ډبرو او لاسونومی وهی او ما آزاروی ، په چړو او تیغونو می نه وهی . بودا: که په چړو او تیغونو دي ووهي ؟ شکر ادا کوم چی دا خلک څومره رحم دله دي چي په لرګیو او چړو می وهي ،خو سا می رانه نه اخلی ، بودا :که له تا څخه یی سا واخیسته بیا څه کوی ؟  پورنا :سا ورکوم او منت ګذار یم ،چي دا خلک څومره نیکو کاره دي چي داسی یو خیرن بند زما له روانه په آسانه پورته کوی .بودا: ته ای پورنا ستا په حال دي آفرین وي ،ورځه آزاد کړه ته چي د زړه خاوند یي دلداری او ډادګیرنه ورکړه ،ته د نیروانا بهشت ته رسیدلی یی،او هغوی چي لیواله دي هم ورسوه

««««««««»»»»»»»»»»

د هغه افغان مهاجر په درد وغم کې چي د اسلام آباد په یوه ټاڼه کې د پولیسو د وهلو لاندی مړ شوی وو .وخت ډیر تیر شوی دهغی نوم می یاد نه دی ځو په اغلب ګمان سره چی نوم یی شاهپور وو. زما دا شعر په کال ۱۳۸۰په پیښاور کې وییل شوی .

هومـــــــره لـــکه شمــع تــویــیدلی یــــم

څـــو لــــــــدې محـــفل څــــخه وتلی یم

اوښکي می له سترګو په ګریوان راغلي

دومـــره دي حــــالاتو،ژړولی یــــــــــم

دلــــته د وخــــتونو طــــوفــــــانونو نن

بوټي د ګـــــلشن کــــــــې،رژولی یــــم

داغ د پریشــــانۍ می په تندي ښــکاري

زه له خــــــپله لاســـه،کړیدلی یــــــــــم

راغــلم د بهـشـــت څــــخه ابلیس کورته

ځــــکه خــدای دنیـا ته شــــرمـــولی یم

ټینـــګ می ارادي تـــه به دیوان نه وو

اوس غلـــــــیم په مفــــته کې ، تړلی یم

ما به چی هر ګــوره ، ښاماران خوړل

اوس زه د ویالـــــي متیق ،خـــوړلی یم

داسي پریشانۍ کې می ، چې ګورې نن

زه خـــــــپلو مشـــــرانو ، رســــولی یم

ما مسلمــانان کــــــړل،پروني هــندوان

درست جهـــــان په دي کار زه منلی یم

چا چي په عـمرونو غـــــــلامــی کړی

اوس زه د هغو کـــــــور ته راغـلی یم

تل چــــی مـــــــی ګټـــلی آزادي ورته

دي نمــک بحــــرامو اوس غـــندلی یم

هرمقــــــــــــابلي د ښــکیـــلاک ګروته

زه لـــــــکه د تـــندر ، غورځــــــیدلی یم

مات د استــعمار چي می غاښونه کړل

تل غلــــیم په دي میدان لــــــــــیدلی یم

تیره شــوه اوس ایره ، د روســــانو نه

هر چـــا له خپل پامـــه زه ایســــتلی یم

وینـمه پردي شــــاته ، مکــار دښـــمن

ښه په دي پوهــیږم ، چـــا وژلی یــــم

اوس می له هیبته ،نه ایریږي څــــوک

زه له خپــله برمــه ، رالـــــویدلی یـــم

خدایږو په آسمــان کې د غیرت همیش

داسي لـــکه ســـــــتوری ځلــیدلی یـــم

نه یمه غــــافل له هــر قـــــــدمه ســـتا

زه ســــتا په چمــونـــــو، پــوهیدلی یم

ځان سره جـــــــــوهر زه د حــــیا لرم

ځــکه ای ابلـــــیسه ، تا ته غــــــلی یم

اوس دي دسیـــسوباندی ،خـــــبر یمــه

زه دي په مقـــصد ، ښــه رسیـــدلی یم

خدای دي زمــا له حال ځیني خبر کړي تا

تا چـــي په دي حـــال زه اړولـــــی یم

کور دي دښمــــــنانو باندی ، وسیــځه

تا چی زه بی ځــایه ، کـــــــړولی یـــم

««««««««»»»»»»»»

 

د صبر پیمانه

نه پو هیږم چی دا څنــــــګه زمانه شوه

چی بدله آشــــــــنا يي او یارانه شــــ‎ـوه

له کینو نه زړونه ډک په هري خوا دي

د کعبی د زړونو جوړه، بتــــــخانه شوه

هسی سوز او په ګداز کـــې ،آوازه شوم

چی حیرت کې راته شمع و پروانه شوه

بی عقلان سر قافلی د کــــــاروان شول

لاره ورکـــــــه له عاقل، او فرزانه شوه

انتظــــــــار د سولي دومره یو، زبیښلی

چي مو تــــــشه نور د صبر پیمانه شوه

بلبـــلان وایي د ویرنغمی،چمـــــــن کې

ځــکـــــه هیره یي د مینی ، ترانه شــوه

««««««««»»»»»»

ستا په تګ خالي شو ل زړونه

چی او س زیری د بهــار شو ، ته لدي دیاره لاړې

هر یو ګوټ ګل و ګلزار شو، ته لدې بهـــاره لاړې

ظلــمتونه دي ورکیږي ، رڼا ګـــانی دي خوریږي

چې وطن رڼا رڼا شـــو، ته له دی ســــــهاره لاړې

په ویناوو د حکمت دي ، چې مو زړونه وو روښانه

ته زمونږ د روح سکون وي، ای دزړه قراره لاړې

د زمان دي طــوفانو کــــې، د ادب نیا لګي وچیږي

ددي بڼ خړوب په تا وو، ای د بڼ مالیــــــــاره لاړې

بلیدی چې لــــــکه شمع ، په محفل کـــــــې د یارانو

ای زمونږ د محفل شمعی ، ته په کومه لاره لاړې؟

په شهامت دي وي ولاړې ، د درد منو د زړه ســتنی

ستا په تګ خــالی شو زړونه، ته زمونږ دلداره لاړې

د ســـبا رویبار چــې راوړ، د بهبود زیری چمــن ته

هغـــــه دم ای غمګساره، ته زمونږ له ښــــاره لاړې

په غمــجن زړګي دي یوړل ، د وطــن د درد بارونه

د دردمنو په څـــیر ته هم ، په زړګي، داغداره لاړې

په فراق کې د وطن دي ، ډیر عمرونه وو ،تیر کړي

د عمــــــــرونو مســافره،ته لــه دي ګـــــــلزاره لاړې

په ارزښت دي قدردانه، دي وطن کې څوک پوه نشول

چې پیدا دي ، خریدار شـــول ، ته له دي بازاره لاړې

»»»»»»»»»»»»»

 د نړۍ پراخوالۍ

شیلر

د فارسي ادب څخه د شیلر د دي ادبی پارچي ژباړه په پښتو ادب کې

زړه می غواړي ، چې د باد په وزرونو کښینم ،او هغه څه چې څیښتن تعالی د تاریکۍ او سرګردانۍ له مینځه پیدا کړي ،هغه تر خپو لاندي پی کړم .تر څو مګر یوه ورځ د دي پراخه او بیکرانه سمندر پای ته ورسیږم ، او هغه سرزمین ته ورسیږم ،چې پروردګار د عالمیانو هغه آخري سرحد دخلقت خپل تاکلی دی .

زه له همدا اوسه په دي اوږود او بی انتها سفر کې ،ستوري په خپل تلپاتي ځلیدو کې وینم ،او وینم چې د کاییناتو په زړه کې د زرګونو کلنو لاره پی کوي ،تر څوخپلي ټاکلی نهايي سر زمین ته وسیږي .زه تر دي حده بسیا نه کوم ،او لاهم مخ په وړاندی ځم ،تر هغه ځایه ځم .چې نور د فلک ستورو ته په کې لاره نشته ، په ډیر زړور تیا ،د خاموشۍ او چوپتیا په قلمرو کې خپه ږدم . نا څاپه یوي نوي دنیا ګۍ ته ورداخلیږم ،چې د دي دنیا ګۍ په آسمان کې وریځی په حرکت کې دي ،او پر ځمکه یي دریابونه او سمندرونه بهیږي،او پراخه ځنګلونه غزیدلي دي ، په یوه ډیره نرۍ  چوپه او د سکوت نه ډکه لاره کښي ،په ژور سوچ کې روان یم .چې ناببره یو لاروۍ زما خواته نژدي کيږي .او راباندي ږغ کوی! . ای مسافره! ودریږه په دي بیړه ،کوم ځای ته روان یي ؟ زه ورته وایم هغه دنیا ته چې آخر او پایان نه لري ،هغه ځای ته ځم چې پروردګار د عالمیانو د خپل خلقت آخری سرحد ټاکلی ،او هلته نور ذیحیات سا نه وباسي ،یعني ذیروح نشته ،هغه راته وایي : اوه ………. ودریږه بی ځایه په ځان دومره لوی تکلیف او رنځ د سفر مه قبلوه ،مګر ته نه پوهیږي چې غواړې چې په پراخه او بی پایانه عالم کې قدم کیږدې ………په دي پوه شه چې تر دي پورته تا ته اجازت د سفر نشته ……….. ای زما تند پروازه خیاله نور دي خپل پولادین وزرونه وتړه ، او ته ای زما د خیال ګړندي بیړۍ نور دي په همدي ځای دروند لنګر واچوه ، ځکه تاته تر دي پورته اجازت د سفر نشته

ژباړن :سید عبیدالله نادر

 

کال ۱۳۷۶ د طالبانو د واکمنۍ دوهم کال

سید عبیدالله نادر

که په خپل حال نه شو خبر

ملګرو ژر شئ همت وکړئ …….. په خپل حالت ننګ غیرت وکړئ

چي کاروان له مونږ نه ځي

په دي فرصت کې که یو نه شو………چي د یو بل په پلو نه شو

نوم او نشان له مونږ نه ځي

وطن دی آسمان زمونږ………..وطن دی ټول جهان زمونږ

که مونږ خبر نه شو په ځان

دا آسمان له مونږ نه ځي

وطن دی روح او ځان زمونږ……….وطن دی دین ایمان زمونږ

حیف و افسوس مو دی په حال

چي لوی جهان له مونږ نه ځي

وطن دی زمونږ باغ عدن……….وطن د پلار نیکه مدفن

وينـــي ژړیږو، تل مـد ام

چي ګلستان له مونږ نه ځي

پردي ملکو کې در په در………د غربت خاورې مو په سر

که په خپل حال نه شو خبر

نوم د افغان له مونږ نه ځي

که لاس تر لاس د کار نه شو ………د خپل وطن غمخوار نه شو

د زړه له کومی یار نه شو

افغانستان له مونږ نه ځي

««««««««»»»»»»»»»»

د نفرتونو تیارې

چی بد نیته ، په مــاحــــول کې ، آشنایان شي

په هغه چـاپیر کې ژوند ، په سـړي ګران شي

معرفــت څراغ شــــــي مړ په هــغه خلـــــکو

چي نا اهله یي په ملـــک کې واکــــداران شي

له هغه ماحــول به جوړ، ګــور او دوزخ شي

چــي ظــالم او مســتبد یي ، حـــاکمـــــان شي

قافلـــــه د انســـــانیت رســــــــــي ، منزل ته

که ســـالار د قـــــافلي دردمن مشـــــــران شي

نفرتونـو ځــــــــای به ډک، په محـــــــبت شي

که روښـــــانه زړه ضــــمیر د هر انسان شي

سعـــادت بیړي به ، ورســـی ســـــــــاحل ته

ســـــمندر په رمز کـــــــه پوه ، ناخدایان شی

د زړه وینــــي تویول ، دلتــــــــه پّه کــار دي

تر څــــو دا ویجاړ ډاګونه ، ګلســــــــتان شي

حقـــــــــیقت کې مو درمـان د درد ، همدا دی

چي سمبال په علـم و فن زمونږ ، بچیان شي

دا تیـــــــارې د نفرتونو به شـــــــــي، لیري

د حــکمت په نور که زړونه مو روښان شي

ربه!طـــــور د مــعرفت دلتــه راخـــورکړي

چـــي د ځمـــکي په مــخ ، واړه دانایان شي

دا تیـــــــارې پــه رڼایـــــــي کړې ، رابدلي

چـــي له مــخي نه مو لیري دا دیـــــوان شي

سید عبیدالله نادر

لا تر اوسه نه پو هیږم

په ټول عمر په خپل حال باندی ژړیږم

لکه شمـــع په څیر، سوزیږم،او ویلیږم

که هر څومره غزوم ، تنــــــــاب د فــکر

په معـــــنی کـــي ‌د ذرې هم نه رســــیږم

جها لت یم ، د غفلت په خوب ډوب کړی

چي معنی ، له دي عـــــالمه ، نه خبریږم

عاجزۍ قصـــــور چي وینمه په ځان کی

سمندر د اند  یښـــــنو کــــې ، لاهو کیږم

سل افسوس زما په حال باندی په کار دی

عمر تیر شـــو لا تر اوســــه ، نه پوهیږم

سید عبیدالله نادر

فیض د سحر

نه پوهــیږم،چي تصـــور راته د چـــا ورســــــید

چي می دمـاغ ته دهـــــوس،بوی د سبا ورســــید

له کیــفیت نه دســـــحراوفـــــــــیوضاتود قــد س

دمحــــبت پیــغام می زړه ته، له آشــــنا ورســـید

چي د معنـی په عـالمونو خــپل پرواز کړم اوچت

ســیردخیـــال ته مـــی،وزرونه دهمـــا ورســـید

دعبـادت نه کـمه نه ده ،ژورســـوچ په خپل حال

دغــه ارشــــــاد له رمــــوزاتو،د دنــــیا ورسـید

هـلتـه چي ورک وم په سوچــونو دهســتي او فنا

یا ربه! څنــګه ستــــا پیــغام زړه ته زمـا ورسید

اغزن ماحــول په ګلــستان ،د مــــعرفت شو بدل

دمصلــــحت قــــدم چي هلـــته، د دانـا ورســـید

چي خار وخس څخه راټول کړم،دعبرت نښاني

د زړه غوږونــوته می،ټــــکي د معــنی ورسید

رمز د وینــاوو،په خپل مینځ کــي دبلبل او دګل

پیــام د دواړو زمــا ذهــن ته رســا ،ورســــــید

رندان له خـــپلو طــالو،ډکي پیـــــالي وڅښـــلي

د ســاقي تشــــه پیــمانه شوه ،چي په ما ورسید

زمـــاني هرې خـوا و ټولوته خــندا غـوره کړه

ماته په ټول ژوندون ،په ویر او په ژړا ورسید

««««««««»»»»»

 

کال ۱۳۹۷ وروسته له پر له پسی انتحاري حملو څخه په افغانستان کې

بیدادۍ

چا ته یو ســو، له چـــــــا شکوه ، د بیدادۍ ســــره مخ یو

چی مـو هســـتي شــــوله برباد ،د بربادۍ ســــــره مخ یو

تورو دیوانو د نفرت ،ایښــــــی په زړونو مــو وحــــشت

ربه! دا څه دی زمونږ حــالت؟د بی دردۍ ســــره مخ یو

یو خواته لاس بل خواته خپه ،بله خوا پرتی د زړه قطرې

څومره تیارې شـــولي اوږدي،څــه بیرحـــمۍ سره مخ یو

د دي حــــالاتو اندیښــنو، کړلو بد رنـــګــــه مــوژوندون

د وهم شـــپي دي تـــیره وو،د لاچـــارۍ سره مـــــــخ یو

د فرشـــتو په جــامو کې ، دیوان راګـــرځي په خــوا کې

د دي بـی حــاصـلو نـادانو، نافهـــــمۍ ســـــــره مـــخ یو

نه راخیژي لــــه یو دانا ،نه یو آواز لــــــه یو آشـــــــــنا

نه چا له حــاله کړو آګـــاه ،ځـــکه خــوارۍ سره مخ یو

په ډیرســوچــــونو د تدبیر،بدل مــو نه کړلــــــــــوتقدیر

ګــیر یو دامـــو کې د تذویر، د پریشــــانۍ ســره مخ یو

بهـــارونه واړه غمــجن ، د یـــــــــو دبل پســـي راځــي

د بهــــبود زیرۍ نه راوړي ، نا امیدۍ ســــره مــــخ یو

ربه! تیارۍ مــو د باطن ، په مـــــعرفت کړه راروښـان

چي جـهالت او نا پوهي نه ، بد بینـــۍ سـره مـــــــخ یو

سیدعبیدالله نادر

لحد ته

یا د مزار ډبره

ټیټ یی مــــــه بولــــه ، کالـــبد می ای لحده

یو جــهان د خــــاطــــــرو ،درته راغــــــلی

چی غمګین خاطر یی نوري زخمی نه کړی

لـــه دنـــیا نه ، په تــوبــــــــــو،درته راغلی

خـــلایـــقو ، د عـــالـــــم نه زړه نــــــــیولی

په ســوچــونــو اندیشـــــنو ، درته راغــــلی

ډک بـــــارونه یــــــــی، راوړي لـــــه فراقه

په انبــار انبــار، غـــمودرته راغـــــــــــلی

د عـــدم لــــــــه منزلونو،ســــــــتړی شوی

په ســـکروټو ، په اغزو درته راغـــــــــلی

بی ارزۍ ،او بی قدرۍ نه لاس په ســر دی

ارمانـــــجن ،له ارمـــــانو درته راغــــــــلی

داغ یی بری نږدي ، لحـــده په کــــــفن کې

په ســتره ستــره جــامـــو،  درته راغـــــلی

چي وحـشت د دي جـهان درته ښــکاره شي

په لڅ سر او لـــڅو خـپو ،درته راغــــــــلی

لوړ اســـرار دي ، په دي یو موټي د خاورو

چي په په لـــوړو، خیـــــالو درته راغـــــــلی

په ټول عــــمر په خپل حال وو،ژړوه غونۍ

په ژړا او په سلـــــــګو،  درته راغـــــــــلی

چی دفتر د خــــــــــاطرو یي،مــحو نه کړې

د دنیا نه په جـــــــرګــــــــــو ، درته راغلی

دا نازک نازک یـــــــادونه یي ، تل ســــــاته

چـــي په چــنګ او ترانو ، درته راغـــــــلی

کم یی مـــه بوله د ده د خـــــپو ، تڼـــــــاکي

په اغــــــــــــزنو ، رباطــــــــو درته راغلی

سیدعبیدالله نادر

 

د زړونو مدعا

خدایه! ډیر داسي دردمن کړې ، چي یي زړونو کې رڼا وي

چـي روښـــان په معرفت وي ، تر همــــــــه واړو دانا وي

په وینا وو د حکمت چــي ،دا تیاره زړونه روښـــــان کړي

د احســــاس یوه دنیـــــــا وي ، د دردو ســـــــــره آشنا وي

چي حکـــمت په نظر ګوري ، خـــس وخار د دي ګلشن ته

چي بیدار په روح او تن وي ، د زړه ســـترګي یي بینا وي

چي واقف له خـــپله حـــــاله ، او اسرار د دي چــــمن وي

هر لمــحي او هر نفـــس یي، په خپل حــال باندی ژړا وي

چي په چوپه خوله تری هر څوک، د عبرت درسونه اخلی

لـکه ګل په خــامـــوشۍ کــې ، په هزارژبو ګـــویــــا وي

په وینــا د معرفت چـــي ،عالمــونه کړي مـــدهوشـــــــــه

هم له دي عـــالمــه پورته ، په عالــم کې د معنــــــــی وي

په اوږو چي د همـــت خپل ، د عـــــالم بارونه یوســـــــي

مهـــربانه په هر چـــــا وي ، کـــــــــــړیدو لره پـــیدا وي

چي مو لـــــیري کړي له مخي ، دا تیاره تیــــاره مخونه

داسي کــس خدایه!پیدا کړي ، چـــــي د زړونو مدعا وي

په لیدو چي یي ، ټـــکور شي ،د دردمنو زخمــی زړونه

مسیحا زمــــــونږ د رنـــځ وي ، پرهارونـــو ته دوا وي

چي په علم کړي روښـــــانه ،دي دیوانو تیــــــاره زړونه

نکته سنـــــــجه ســخندان وي ، ښـه تاثیر یي په وینا وي

چي په نور د معرفت یي ، وي ظــــاهر باطــــن روښانه

پاک خرقی لاندی جـــــامو کې ، لـه تذویر او له ریا وي

په ویناوو د حکـــمت چي ، سر کشان لارې ته سم کړي

د خـــوږمن زړونــــــو دوا شي ، د بی لارو راهنما وي

د فاني ژوندون له مـکره ،غــافلان ترې نه آګـــــاه کړي

چي خبر په ســست بنیاد ، او مــــکارۍ د دي دنیــــا وي

ستړي سترګي مــــو کـــلونه ، د دردمنو لارې څــــاري

خــدای دي دا دردمن پیـــدا کړي ،که زمونږه په دعاوي

سید عبید الله نادر

 

خوږمن احساس

دا ســـــــــــــــست بنیاد ، دلتـــــــــه لــــرزان وینمه

دانشــــــــــوران ،اخــــــــــــــته په ځــــــــــان وینمه

خوږمن احســـــــاس په ورکیـــــــــــــدو دی، زمونږ

خـــــــــاوند د درد ،تل پریشـــــــان وینــــــــــــــــمه

هر خـــــــــوا حــــــــالات ، زمونږ دردمـــن ژړوی

په ژړیـــــــــدو ، صـــــــــا حـــــبدلان ویـــــــنـــــمه

د نا امـــــــــــــیدۍ ، په خـــــــــــــا نقاه کې یو ناست

په ژور ســــــــــوچ کې ، غمــــــــــــخواران ، وینمه

د خــــــــــپل د زړه او د ضـــــــــمیر په ســـــــتر ګو

په چـــــــاپیریال کې می ، دیـــــــــوان وینــــــــــــــمه

غوره یو رنګ، د صــــــــــــــــلابت ځـــــان ته کړئ

ځــــــکــــــــه چـــي هر خــــــــــــواته ، طوفان وینمه

دیو و د د ګــــــرځي ، د انســــــــــان په جــــــــــامه

صـــــاحب نظر ورته ، حـــــــــیران ، وینــــــــــــمه

ښایــــــــــــسته ګلشن نه د نفــــــــــــرت راځي ، بوی

اغــــــــــــــزن مــــاحــــــول د ګلـــــتان ، ویــــــــمه

په زړه ځـــــــــــوریږي ، د احســــــــــــــاس خاوندان

ځـــــــــان ته حـــــــــیران ، مهـــــربانان وینــــــــــمه

د بی حــــــــــــــــــیا دښــــــــــمن ، مــــــوده د پایښت

خدایږو چي لنډه ، په جــــــــــــهان وینـــــــــــــــــــــمه

چي مــــــــــو راویښ کـــــړي ، د غفــلت له خـــــوبه

شـــــــورو فریاد کې ، بلـــــــــــــبلان وینــــــــــــــــمه

تیاره ماحــــــــول ، او نادانۍ ، د لاســــــــــــــــــــــه

عمــــرونه کیږي ، چي هجـــــران وینـــــــــــــــــــمه

منګـــــــــــــــول رسۍ ته ، د وحــــــــــــــدت واچوئ

ځــــــــــــــــکه چی دي کې مو ، درمـــــــــــان وینمه

ســـــــــــــــــــوری ســــوری ، زړه د (نادر)شي تا ته

چی باغ و بڼ کې دي ، خــــــــــــــــــزان وینــــــــــمه

سید عبیدالله نادر

 

وطنه

نه د تــقریر، نه دي تحــــــریر، نه د تد بیـر لرې څـوک

اهل تقریر چیرته دي اوس، نکــــته دانان دي څــه شـول

چی خــــطابي کــــی به یی، خپي د استــــــعمار لرزیدی

آخوله ور، آســـخنور، آ سخـــــــندان دي، څــــه شــــول

په معیـــارونو د تقریر چــی یی، ویـــــــنا وه، جــــــوړه

نکــته دانان، نکـــــــته فـهمان، او ادیبان دي څــــه شول

چی دا خــيرن ضمـیر باطن مو، په وینـــــا کړي روښان

په رمــوزاتو باندی پـــوی، صــاحبــــدلان دي څـه شول

چی د مـحفل یاران په جــــوش او په خــــــــروش راولي

د معرفت په ډیوی، ســــــــوی پتنـــــــــګان دي څه شول

چی انګــازی دعـلم وفن یی، په دنیــــــا وي خـــــــــورې

په معرفت باندی سمــــــبال، دانشــوران دي څـــــه شول

په علــــمــیت او فـضـــــــیلت چـی یــــی، جــهان نازیده

د سیـد جمال په څیر رښتیني، عـــالمــــــان دي څـه شول

تل بیــــــماران چـی په کــړاو کی، د وطــن وو هـــغوی

د سید حـسن په څیر دردمنه، غمـــــخواران دي څه شول

چی د وطــن په غم یی تل ژړا شیــــــــــون وو، شـــعار

چی د په قــــــــدر پوهیېدل، آ قـــــدر دان دې څـــه شول

په شــهامـــت چــی یی ډاډه ول، دخــــــــــوارانو زړونه

لکه اکبر غـوندی نیـــازبین، شــــــهریارن دي څـه شول

چی یی تکـــل وو، چی لکۍ د استـــــــعمار غوڅه کړي

د ایوب خان په څیر زړور، شهســــواران دي څـه شـول

چی په کلــــــــنو تری نه ایره کړه، په خـــوب کی غــلیم

د ملا مشـــک او میر بچه غوندی، غازیان دي څه شول

محمد جان خان، ميرزمان خان چی ول غــازیان درمان

د شهـامت شـــمله داران، ښــکلی خـــــانان دي څه شول

چی د پرهــر او د زخـــمو، دي وو، عــــلاج ورســـــره

اهل درمــان دي چــیرته دي، آ طبــيبان دي څـــه شــول

چی ترګــونډو لاندی، هـــوی، او خـــپل هــــوس راولي

هوی د نـفس باندی غــالب، پهــــلوانان دي، څــه شـــول

چــــی د نازو بارونه یــــی وړل، د مــحـــــبت په اوږو

هغــه دردمن په زړه خـوږمن، مــهربانان دي څه شــول

چـــی د یارۍ او یارانــــۍ په لار، له ســـــره ول تېــــر

د یارانۍ په دود خــــــبره، آشـــنایان دې، څــه شــــول

له باغ وبڼه، کــوچـــیدلی ، خـــوش الحـــانه مــــارغان

په ګلـــستان څــه پریوتل، عـندلیبان دي، څـــــه شـــول

سید عبیدالله

««««««««»»»

د موضوع تخلیق یا موضوع آفریني

سیاحتونه ګرځیدل ،د مطالعي په څنګ کې د موضوع آفرینۍ یا تخلیق د موضوع د پاره ښه رول لري ،د ژوري مطالعي خاوندانو سره د ناستې پاستي له وجهي نوي موضوعات انسان ته په لاس ورځي ،یعني وخت په وخت او ژر ژر د علم د خاوندانو سره لیدنه د نوي مطلب یا موضوع په لاس ته راوړنه کې اثر لري ، ډیر کسان به ښه مطالعه لري ،او پر له پسي به لوست کوي ، خو هیڅ کله د مضمون ، شعر یا ادبی پارچو د وئیلو توان نه لري ،او د موضوع آفرینۍ استعداد هم ورسره نه وي ،یعني یوه نوي سوژه نه شي پیدا کولای ،چې په هغه څه ولیکي ،لیکن ځینو کې دا استعداد وي ،چې په لږه ناسته پاسته کې ،ډیري سوژي برابروي ،یعني ځیني داسي خلک وي ،چې د یو غوغا او شر و شور نه ډکي کوڅې څخه هیڅ هم نه شي ایستلای ،خو ځیني د یو آرامه کوڅې څخه هم ډیر موضوعات او سوژې د لیکلو د پاره تیاروي ،یعني ژور نظرتند فهم او ژر جزبونکی دماغ ورسره وي ،د نوي موضوع د لیکلو د پاره نه یواځې د پوهی خاوندانو ،بلکه د عوامو یا نالوستي خلکو د خبرو اترو او قیصو د لارې هم انسان کولای شي ،ډیري نوي سوژې یا مطالب د لیکلو د پاره تر لاسه کړي ،چې دا په تحرک او ګرځیدنه کیږي . خوشی په خوشی په یواځي ناستې سوژه د انسان مخې ته نه راځي ،پراخه نظر او دلټون سترګې غواړي ،چې سړی باید د موضوع آفرینۍ د پاره هرې خواته په پراخه نظر او د لټون په سترګو، په اړخونوخپل تیز بینه نظر واچوي ،تیز بیني هم یو بل اړخ د موضوع آفرینۍ د پاره دی ،چې تیز بین انسان په یو زغلنده نظر یو مطلب د لیکلوذهن ته وسپاري ،او په هغه مطلب ډیر ژر یو څه ولیکي ،پرخ نظری هم همداسي د موضوع آفرینۍ په لاس ته راوړنه کې ،ډیر رول لري ،ولي چې په ړندو سترګو او په کاڼه غوږونو تحقیق نه کیږي ،تحقیق د لټون غړیدلي سترګي او روښانه زړه غواړي ،تعصب او لنډ نظري او یا لنډ فکري د ښه سوژې د برابرولو به لار کې لوی خنډ ګرځي ،د لیکلو او تحقیق په لاره کې آزاد مشرب او آزاد فکر ښه دی

««««««««»»»»»»»»

کتل په کار دي خپل آییني کې

ستا مـعرفت کـــــــې چـــــې آشــــنا یو

پابند د میـــــــني عشـــــــق و وفـــــا یو

په عظــمت کې ،ســـــــتا کمــۍ نشــته

تقصیر زمونږ دی، چـــــــې نارسـا یو

جوړښت مو یو دی غــــــافل له دي یو

له یوي خـــاوري ، لــه یو اجــــــزا یو

زمــا اوسـتا نور فرق به په څــــه وي

چې پیدایښـت کــې یو شــــان پـــیدا یو

ځان ځاني هومره ، لویي کې ډوب کړو

چې ټول جــهان ته ، رســــوارســــوا یو

کــــاروان د عـلم ، فلــک ته وخــــوت

مونږ له غفـــــــلته، په څــــه هــــــوایو

نقصان په هر شي ویـــــــنو ، له جهله

د سترګـــو عیب دی؟یامونږ خطـــــایو

لکــــــــــه ذرې مونږ ، د لمــر رڼا ته

هر چانظر کې  ، ځــــانونه ښــــــــــایو

کتـــــــل په کــــار دي، خپل آییني کې

څــــو  به یـــــــو بل، عـــــیــــبونه وایو

تکــــیه چــــــې نشــــئ ، دنیــا په چارو

چـــې ســترګو ،رَپ کـــې ، بادِ ، فنا یو

دښـــــمن مـــو څــــاري له هـرې لوري

مونږ ناخــــــــــــــبره ،دا څــــــــه بلا یو

عبرت تــــــــیریږي د ســـــترګو وړاندی

مــونږه وړانده یو؟ او کـــــــه بیــــنا یو؟

نه دي عنوان زیــب ، نه دمضــــمون شو

نه دچــا درد کــــــې ،د زړه دوا یـــــــــو

روح مو اســـــیر دی ، وچ تعــصب کې

د معـــــــرفــت نه، ځـــــکه جـــــــــلایو

کرکي نـــفرت مو، زړونه تیـــاره کــړل

په انتــــظـار دې ، یـــــــوې رڼـــــــــا یو

ترڅو به شـــخړي، د ځــــان ځـــانۍ وي

یا د نفـــاق په ، لومــــــــــــــــه کې پایو

که ځان ته ځیر شـو ، په دې به پوه شو

چې حقیـــــقت، کــــــې وړ د ژړا یــــو

««««««««»»»»»»»»»»»

زما مشرب

چې په چپه خوله ،وږمی شـــیندم ماحــــول ته

د بســتان کې د فــــطرت ، شــاګرد دګـــــل یم

معــرفت ســـــره می میـــنه ده په ،زړه کـــــې

په بوســــتان کــې د ادب ، لــــکه ســنبل یـــم

په فریاد سره می ،ويـــش چې غـــــــافلان شي

عبرت ګـــاه کې د دنــــــیا ،لـــکه بلــــــبل یـــم

په  وینـا چې ترې ، روښــان شي،تیاره زړونه

د عبرت په خــانقــاه کې ، صـــــاحــــــبدل یم

د هــغي دم مــی ، تر ننــه آرام نشـــــــــــــــته

بنــدیوان چـــــې د هغـه، چــــــــــپه کــــاکل یم

له مینا سره می، خـــــوی هلتــــــه دی نغښتی

چــــــې آرام یــــي ، په آوازه ، د قـــلقــــل یم

له عالمـــه ځـــاریدل زمــا مشـــــــــــرب دی

نه بد خــــواه د یوه قــــــــوم ، او نه د بل یــم

پاکــــــه ربه ! په رحمــــــــــت دي زه ډاډه یم

ستا په فضـــــــــل او په کــرم ، مــــــتوکل یم

په خـلوت کــــې ځـــــان هم نه بولم ، بی تا نه

داسي انګیرم ، چې حضور کې دي شــــامل یم

ستا تصویر می په محــراب کې ، د زړګي دی

هســــــــي نه چې سـتا له یاده زه غـــــافـل یم

له دي غمه ، چې یو څــــو ورځي ، میلــمه یم

ژړهغونۍ ، په خـــپل حــــــال باندی می تل یم

چې د ځان اوځان ځــــــانۍ نه ،رابهــر شــوم

هله پوه شوم ، چــــې زه اوس پیری ، کامل یم

ځــــان کم نه بولــم ذرې نه ، په هــــر دم کـې

آیـیني ته چــــې د عــــــــــــــجز ، مقـــابل یم

دا ارشـــــــاد له عاجــــــــــزیه ، راته شــوی

خاکسارۍ کې چې ، د خپو خــــاورې د کُل یم

««««««««»»»»»»»

 

د خاطرو ډیوه

نور زما د تصور په تل کې ستا د خاطرو د ډیوۍ رڼا مخ په تتیدو ده ،او اوس ستا د مخ تصویر څرنګه چی به پخوا هره لمحه هره شیبه زما د ذهن په آسمانونو کې ځلیده .اوس زما د خیالونوپه ورشو کې ستا انځور نه ښکاری داسي ښکاری چې نور د تل لپاره زما د ذهن او زړه له دنیا څخه ته وځې، په حقیقت کې د زمانی سټریااو ناخوالو زما په ذهن کې ستا دتصویر مخی ته پرده غوړولی ده ،اوس په خوبونو او خیالونوکې هم نه راځې ستا د ښکلي مخ رڼا اوس زما د تصور په دیوالونو رڼا نه غورځوی ،څومره چي د خیال غیږه پراخوم ، او لیری لیری واټنو ته نظر زغلوم ،ستا تصویر نه ویینم ،ډیر کلونه دمخه به شپه اوورځ زما په تصور کې ګرځیدې

««««««««»»»»»»»»»»»»»»»

حضرت بایزید علیه رحمه

یو روښان ضمیره لاروی چی زړه یی د معرفت په څراغ روښانه وو،د حضرت بایزید څخه پښتنه وکړه ،چي ای د ټولو مریدانو مراده ؟ دا رښتیا راته ووایه ؟چي دومره د سعادت او معنویاتو ګنج تا له کومه ځایه حاصل کړو ؟ حضرت بایزید علیه الرحمه ووییل : چي زما د مور د یوی قطرې د اوښکو څخه داشاهد د مقصود زما تر څنګه شو ، هره شپه به چي مور می بیده کیدله د هغی خپو ته به زما بسترپروت وو ، مور به می د شپی تر نیمایی پوری   زما سره ، قیصي کولي ، او رازونه آوازونه او سرودونه به مو درلودله ، زمونږ قیصي به له شاتو او شکری هم خوږي وي ، زمونږ نغمی به د سحر د باده څخه هم روح نوازه او روح بخښونکي وي ، نا ببره یوه شپه هوا خړه پړه شوه ، او درنه واوړه زمونږ په کلي او کور پریوته ، یخ دومره زور شو چي وینه به یي په بدن کي سړوله او د یخنۍ د دمه به لمبه مړه کید له ، نیمه شپه شوه او مور می د خوبه راپاڅیده ،او زما څخه یي اوبه وغوښتي ما د یخنۍ د زوره په لرزانو لاسونو د اوبو جام واخیست او د مور سرته راغلم خو مور می دوباره په خوب کې ولاړه او زه د حیا ادب او احترام څخه کلک د مور سرته ودریدم ،څو شیبی وروسته می احساس وکړ چی یخني جام زما په لاس کې ونښلاوه ،زه د مور سر ته سترګي په لاره جام په لاس او ساه تر ستونۍ سپره ولاړ وم ،سهار وختي چی د فیض او رحمت دروازۍ خلاصیږي مور می هم د لمونځ  د پاره پاڅیده او ما ته یي وکتل چی د ولي د ونۍ په شان رپیږم او لرزیږم ،او سر تر پایه سپین اوختۍ یم ، نو مور می ماته ووییل :چی د څه د پاره دي جام کېنښود ؟ او ځان دي دومره په عذاب کړاو کې پریښود . ما ووییلي ای موری دا خطا وه چی ما جام د ځان د هوسایني د پاره ایښی وای ،که تا زه زما نه ،اوبه غوښتی وای او زه دي د ادب نه لیری په خوب لیدلای وای نو دا ماته ښه نه ښکاریده ،مور می زما د وینا څخه ډیره غمجنه او متاثره شوه ،او یو آه یی د زړه نه وایستی او د هغی سره یي یوه قطره اوښکه د سترګو راوڅڅیده نو په دي توګه د مور هره قطره د اوښکي د معنویاتو ګنجونه زیږوی او سړی د هغی قطری څخه سمندر شي

 

د استاد خلیل الله خلیلی یو شعرنه په پښتو ادب کې ژباړه

««««««««»»»»»»»»»»»»»»»

 

دیو جانس کلبی د یونان یو فیلسوف

آن دل که پریشان شود از ناله ای بلبل

در دامنش آویز ، که با وی خبری هست

عرفی

د علم او حکمت په زده کولو سره ډیرو د علم او معرفت خاوندانو،په خپل ضمیر او باطن کې بدلون راوستی ،که انسان د علم څراغ په خپل ضمیر او باطن کې روښانه وساتي نو د حقایقو د کشف و خواته مخه کوی ،او په ډیرو رموزاتو پوهیږي . د یونان د مشهورو فیلسفوفانواو د حکمت د خاوندانو څځه چی د تاریخ په اوږدوکی ډیرو د معرفت خاوندانو د د ده د پند او حکمت نه ډکو خبرو او کنایو څخه ډیر څه زده کړي ، او د ده کنایو ډیرو قدرتمندانو ته د خودۍ ټکان ورکړی . او د علم او معرفت خاوندانو تری د عالی همت درس اخیستی ، ده په خپل طنزونو او کنایو د ژور فکر خاوندان په حیرت کې پریښي .او دا د حال خاوند (دیوجانس کلبی ) دی . دیو جانس کلبی د یو خم یا مټ په مینځ کی ژوند کاوه ،چي د دنیا یي وسیلو څخه یوه جوړه پاک او ښه کالي درلودل چی هغه یي هم مریدانو د تبلیغ په سلسلسه کې په حلاله ټوګه ورته بخښلی وو . د مټ په مینځ کې ورسره یوه کاسه وه چی د اوبو څښلو د پاره وه . چی په هغي کې یی اوبه څښلی ، یوه ورځ یی یو ماشوم ولید چي په خپلو لپو یی اوبه څښلی د دي صحني په لیدلو سره (دیو جانس کلبی) کاسه هم لیری وغورځوله ، او د ځانه سره ووییل : چي دا هم په دنیا کې نه په کاریږي ، داسی ښکاري چي دیو جانس کلبی د دنیا د رموزاتو او اشاراتو څخه ډیر ژر د عبرت ټکي راټولول او ژر یي عبرت اخیستی ،تند او شاهینی پرواز یي د خیال درلودی او رموزاتو ته د رسیدلو رسا ذهن ورته خدای تعالی ورکړی وو ډیره مشهوره کیسه ده چی سلطان سکندر په خپل هغومره حشمت جاه او جلال سره چی ګڼ شمیر دولتی چارواکی ورسره ول ، د دیو جانس کلبی د محلی څخه یعني کوم ځای کې چی (دیو جانس کلبی)اوسیده سلطان سکندر تیریده سلطان چی د فتوحاتو په غرور او نفسانی هوی او هوس کې ډوب وو . نو دي ته یی پام شو ، چی دیو جانس کلبی ده ته هیڅ پا ملرنه و نه کړه یعنی هیڅ اعتنا یی ونه کړه ،نو سلطان د دیو جانس کلبی و څنګ ته رانژدي شو.او ورته یی ووییل : چي زه دي وپیژندم .نو دیو جانس کلبی ورته ووییل چی هو ما وپیژندی .نو سلطان سکندر ورته ووییل : نو ولی دي ما ته احترام و نه کړ دیو جنس کلبی ورته ځواب ورکړ . چي ته زما د بنده ګانو بنده یی طمع ،غرور او هوی او هوس دا زما بنده ګان دي ، او ته د هغوی بنده ګی کوی .په داسی حال کې چی ته زما د بنده ګانو بنده یی نو څنګه ما سره برابری کولای شې ، سلطان په عالم د معنویاتو کي سخت د خپل ماتي او شکست احساس وکړ ،د دي خبری د خوریدو سره په زرهاوو کلنو ډ پادشاهانو په دربارونو کې د عبرت د پاره دا کیسه پاتي شوه .دا نه یواځي د سلطان د پاره د عبرت درس وو ،خو د هغی نه وروسته ډیرو مغرورو تاجدرانو او سلطانانو ته د عبرت درس وګرځید ،د ده دکنایو څخه یوه دا ده چي په رڼا ورځ څراغ په لاس په ویرانو کې ګرځیدی او د لټون سترګي یی غړولی لارویانو تری وپوښتل چی په دي رڼا ورځ څراغ په لاس څه لتوې .دیو جانس کلبی ووییل :چی یو ریښتینۍ انسان لټوم .چی ظاهر او باطن یی یو وي نه لکه ځیني انسانانو په شان چی صورت یی د انسان وي او باطن یی د دیو وي ، نو لارویانو ورته ووییل داسی کس نه پیدا کیږي مونږ ډیر لټولی دي ، نو دیو جانس کلبی وویل: چی زه هم هغه لټوم چی نه پیدا کیږي آ چی نه پیدا کیږي زه د هغي پسي ګرځم .د دي خبری اثر د هغی زماني نه ډیرو پیړیو را پدي خوا تر ننه پوری پاتي دی .ان چی تر مولانا جلالدین بلخی پوری رسیدلی نو مولانا د دیو جانس کلبی دي قیصی ته داسی اشاره کوی او داسی وایی

دي شیخ با چراغ همی ګشت ګرد شهر

کز دیو دد مـلولـم وانســانم آرزوســــت

زین همرهان سست عناصر دلم ګرفت

شیر خدا و رستــم داســـتانم آرزوســت

ګفتم که یافت می نشود ، جســـته ایم ما

ګفت آنکه یافت می نشود ،آنم آرزوست

««««««««»»»»»»»»»»

 

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

سټړی روح

هر شیبه د درســت عـــالم غـــمونه خورمه

په اندیښــــنو کـې، خـــپل عمر تـــیرومـــه

دې غــدۍ کې ، نا کــــراره ژوند د لاســـه

ستړی روح می ، په کالبُد کې ګـــرځـــومه

په دې لارو او کــــــوڅــو ، د انتـــحار کې

زه قطرې قـطرې ، بدن راټـــــــولـــومــــه

د دراتګ غـــــم چې می ، ونه کړې مـرګيه

زه په خپله خـــوښه ، ســــتا لـور ته درځمه

عاجزۍ اوښکي می راغلي ، تر ګــــریوانه

په خپل اوښکو می ، پرهـــــر د زړه ګنډمه

چې د درد په ویــــــنا ، زړونه یې دردیږي

ځم هـــغو ته ، خــــپلي اوښـــکې تــــویومه

چې ګـــوهر د معــــرفت ، دلـــــته پیدا کړم

سمـــندر کـــــې د معنی ، غــوپۍ وهمـــــه

معرفت د ورشــــو باز وم ، حقیــــــقت کې

خــو د زړه په ســــــــترګو ، چــا ونه لیدمه

د پاڅون چې یوه څرک یې وي ضــمیر کې

داســي خـــلـــک له غــــفلته ، ويـــــــښومه

د وطـــن فراق اوږې ، زمـــا درنې کـــړې

چې کلــــونه د بیـــــلتون ، بارونه وړمــــــه

که هر څو له هرې خوا ، تیارې خورې دي

دا تــــــیارې ، په معــــــرفت رابد لومــــه

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

 

د معرفت وږمې

زه چې کله ډوب شمه ، د ناز په خــیالونو کې

لاړ شمه ، بیا ورک شمه په خپلو جهانونو کې

کله شــــم ژورې ته ، او کله شمه ، هسکې ته

کله غوپه وخـــورم، د فـــطرت په دریابونو کې

څوک به می راورســي، انداز د خــــیالونـــو ته

زه چې ژورسـوچ کې ، وزنګیږم، په ټالونو کې

نه وړي بیخودی می، د مستۍ او د جنون په لور

زه نه یمه خود کې؟ یا څه چل دی، شرابونو کې

کله د غــــرقاب ځیني وباســـــم ، د معنی ګوهر

کله شمـــه ورک، د سمـــندر ، په توفــانونو کې

ویني حقـــــیقت کې ،عارفان می عـــاجزۍ مقام

کله چې ډوبیږمه ، د اوښـــکو ســــــیلابونو کې

هغه کیفیت هم ، چې په درک د عاجزۍ کې شته

کله یې موندلی شـــي شــــاهان ، په محــلونو کې

زه لـــکه د ګل په څـیر، وږمې د محــــبت شیندم

هر لوري یې لیږم ، په شــــعرونو پیــغامونو کې

زه چې حکمــــــتونه، په هـر پاڼي د ګلـشن ویــنم

څوک یې میندی نشي ، په نســـخو او کتابونو کې

بوی د معــرفت می لـــه وینا، صـــاحبدلان اوري

زه یمـــــــه دیره، لــــکه وږمـــه لا په ګــلونو کې

««««««««»»»»»»»»

د رحمت پراخه غیږه

دښمني چـې تا د حـسن، او ښـــکلا کړه

شیخه! تا په مــونږه تنـــګه دا دنیــا کړه

ته کینې او نفـــرتـونو ، زهر شــــیندې

زهـرجــــنه دې د مینې، دا فضــــا کړه

ته په خوب او خیـالو کې ، تیارې وینې

ما په میـنه کې ، د زړه خــونه رڼا کړه

ته یې نه وینې رحــمت پراخـــه غــیږه

ما د زړه په ســترګو دې ته لار پیدا کړه

ما یـې پریښـــوده هـر څــه د ده ، کرم ته

د غضــب و آیـــتونو ته می،  شــــا کـړه

ستا بی روحه وینا ، نه کښـینې په زړونو

چې قیــــمت قـدر دې ټیــټه ، د وینـا کړه

تا له وچ غـــــروره دین او ایمان وســـو

ما د عجز لمـن ، خیشته په خپل ژړا کړه

حکمــــتونه می په دې ټکي کې یاد کړل

چې می مخه په خپل اصل او معنی کړه

د ګداز لمبو می ویښ، صاحـــبدلان کړل

چې می شپه دا ستا په مینه کې، سبا کړه

ثنا خوان دې زه (نادر)هم په هـر ځـای یم

چې بلبل په څیر می ، ټوله شــپه ثنا کړه

 

لنډه کېسه : د سعدی علیه الرحمه د حکایا تو څځه

ژباړڼ : سید عبیدالله نادر

یو تن د بادشاهانو څځه په یو مرض اخته شو . چی د هغی ذکر یي هم نشو کولای .یوه ډله د یونان طبیبان په دي متفق شول . چي ددي مرض هیڅ دوا نشته . مګر د انسان  زهره ، نو پادشاه امر وکړ ، د یو بزګر ځوی یي پیدا کړ . په کومو صفتونو چي حکیمانو او طبیبانو وییلی وو. د هغه مور او پلار یي په ډیرو بخشیشونو ، او پیسو ونازول ، او قاضی هم فتوی ورکړه ،د یو تن وینه تو یول د پادشاه د سلامت د پاره روا ده ، جلاد هم دده د مر ګ تکل و کړ .  هلک مخ و آسمان ته پورته کړ مسکی شو .  پادشاه پښتنه وکړه ، چی په دي حا لت کې څه ځای د خندیدلو دی ؟  هلک ورته ووییل د ځامنو ناز پر پلار او مور وي ،او دعوی قاضی ته وړل کیږي ، او د پادشاه څخه داد غوشتل کیږي . اوس پلار او مور می ددنیا د طمعی په خاطر ، زما وینه یي خرڅه کړه ، او قاضی هم د وژلو فتوی ورکړه ، او سلطان هم خپل سلامت زما په وژلو کې ګوری . نو به غیر د خدای څځه هیڅ پناه نه وينم . پادشاه د دي خبری د اوریدو سره سخت د عبرت ټکان وخوړ ،او د رحمت دیګ یي په جوش راغی . او په سترګو کې یي اوښکی راوغړیدی . او وي ویيل چي زما هلاک بهتره ده چی د یو بی ګناه وینه تو یه شي . نو خپل غیږ ته یی رانژدی کړ او په سر او سترګو یي ښکل کړ . او ډیر بی اندازه نعمت او مال یي ورته و     بخښه . او داسي ویيل کیږي ، چی پادشاه په هماغه هفته کې  ، روغ رمټ ، او صحتمند شو .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب