د کونړ غلام محمد څوک و ؟

غلام محمد ساپی د کونړ ولايت د نرنګ د ولسوالۍ د عبدالحکيم اخونزاده «ساپي» زوی و. نوموړی د ۱۲۹۸ ـ ۱۳۰۰ ل.ل. کلونو په شاوخوا کې د کونړ په نرنګ کې زېږېد لی و . لومړنۍ زدکړې يې په خپل کور کلي او چم ګاونډ کې له خپلو مشرانو او د سيمې له ملايانو او پوهانو نه ترلاسه کړې؛ وروسته د کابل د خواجه عبدالله انصاري د لېسې دولسم ټولګی پای ته ورساوه او د فراغت سند يې تر لاسه کړ.

د ظاهرشاه پاچا د واکمنۍ پر مهال غلام محمد ساپی د ولسي جرګې په ۱۲ مه، ۱۳ مه دوره کې په پرله پسې ډول دافغا نستان په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازی و. کله چې په دولسمه دوره کې د پارلمان لپاره په کونړ کې کانديد شو’ نو د نرنګ ولسونو ورته خپله رايه ورکړه! خو د باډېل هاغه خلکو! کوم چې په خټه پښتانه سا پي ګوربز دي، هغوی ورسره مخالفت وکاوه او خبره تر دې بريده پورې ورسېدله چې د دوی تر منځه ټوپکې، تورې او وسلې وکارول شولې او ساپيانو (د غلام محمد خان قوم د باډېل د اوسېدونکو ګوربزو پر ضد قيام وکړ) د باډېل ډېر اوسېدونکي يې ووژل، نو سیالانو يې دا سروکی چې لا تر اوسه هم د هنرمندانو او هم عامه خلکو په ژبه زمزمه کیږي ووایه.

«د کونړ غلا محمده!

باډېل ته مه ځه!!

ساپو ډېر وژلي دينه !!»

خو دده پلویانو به بیا دده مخالفینو پر وړاندې دا سروکی وویلو:

د کونړ غلام محمده!
باډیل ته راشه!

په کې ډیر وکړه سیلونه

د کونړ غلام محمد له نرنګ څخه باډېل ته لاړ نه شو، لنډه دا چې غلام محمد خان دوه دورې د افغانستان په ملي شورا کې وکيل شو.

غلام محمد ساپی په تعلیم مئین شخص و او د نجونو د تعلیم په حق کې و؛ ده په خپله کونړ کې د نجونو لومړنی ښوونځی په خپله شخصي ځمکه کې جوړ کړ او تر هر چا د مخه یې پکې خپلې لورګانې داخلې کړې؛ تر څو د کور او کلي خلکو ددۀ پر پله قدم کېښود او خپلې لوڼې او خويندې يې په همدې ښوونځي کې داخلې کړلې.

غلام محمد ساپي په همدې ترتيب سره د هلکانو د ښوونځي لپاره هم خپله ځمکه وقف کړه او د هلکانو لومړنی ښوونځی يې په کونړ کې جوړ کړ. خو بلخوا په ولسي جرګه کې به غلام محمد ساپي د ببرک کارمل سره په سیا سي مسئلو شخړې کولې او کله چې په افغانستان کې د ثور اوښتون راغی’ نو غلام محمد ساپی د خپلې کورنۍ د غړو سره یو ځای پېښور ته په کډه ته لاړ او لکه نور افغانانو کډوالو هلته میشت شو او تقریباً ۱۴ کاله په کوزه پښتونخوا کې میشت و ۲۷ کاله مخکې د امريکې د متحده ايالتونو د کلفورنيا سانفرانسسکو ته د افغان کډوال په صفت له خپلې کورنۍ سره لاړ.

غلام محمد خان ساپي شاوخوا سل کاله ژوند وکړ، د کورني ژوند ثمر يې ۸ زامن او ۶ لورګانې دي.

د کال ۲۰۱۵ م. د مارچ په پنځمه نېټه غلام محمد ساپي د ورپېښې شوې ناروغۍ له امله په حق ورسېد، جنازه يې زامنو او دوستانو له کلفورنيا څخه کابل ته یوړه او کابل ته یې د جنازې د رارسیدلو پر مهال د هغه یو شمیر زیاتو مینه والو د جنازې او د جنازې سره مل د ارواښاد د کورنیو د غړو تود هرکلی وکړ. او جنازه یې د ۱۳۹۳ لمریز لیږدیز کال د حوت د میاشتې په ۲۴ (د مارچ په پنځلسمه، ۲۰۱۵) نیټه په خپله پلرنۍ هدیره، د نرنګ ولسوالۍ په باډيل کلي کې په ډير درناوي او عزت سره د بېشمیره ګډونوالو په حضور خاورو ته وسپارل شو. دده په جنازه کې دده د زرګونو خواخوږو او مینه والو سربیره چې زیاتره يې کلیوال او د ده شخصي دوستان او اشنایان وو، د کونړ د دولتي چاروواکو هم د ولسي شخصیت ته د درناوي په خاطر دده په جنازه کې ګدون وکړ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب