د محمد (ص) ژوند ته يوه لنډ كتنه

د رسول الله ص نسب:

پلر نى نسب:

محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبدالمناف بن قصى بن كلاب بن مرۍ بن كعب بن لوى بن غالب بن فهر.
د فهر ( لقب قريش) و او همده ته د قريشو قبيله منسوبه ده.
مورنى نسب:
اّمنه بنت وهب بن عبدالمناف بن زهره بن كلاب بن مرۍ
په كلاب بن مرة د محمد صلى الله عليه وسلم د پلار او مورنسب يو ځاى كېږي او همدغه لارې عدنان او بيا اسماعيل بن ابراهيم (عليه السلام ) ته رسيږي.
د هغه (عليه السلام) پلار عبدالله د ده د زېږيدنې څخه شپږ مياشتې مخكې په يثرب (مدينه) كې وفات شو.
هغه (عليه السلام) د دوشنبې په ورځ  د ربيع الاول په نهمه اويوه روايت كې دولسمه نيټه د فيل په كال د 571 ميلادي كال د اپريل په شلمه د خپل تره ابوطالب په كوركې پېداشو
نيكه عبدالمطلب ور باندې د محمد نوم كېښود.
د مور څخه وروسته ورته اول د ابولهب وينځې ثويبې (تى) وركړ.
د رضاعت (تي وركولو) لپاره حليمې سعديې ته وركړل شو.
د هغه (عليه السلام) څلور رضاعي وروڼه، مسروح د ثوبې زوى، عبدالله د حليمې زوى، ابوسفيان د تره زوى حارث بن عبدالمطلب ، او تره يې حمزه بن عبدالمطلب.
د هغه عليه السلام دوه رضاعي خويندې وې:انيسه او حذيفه چې نشيما، هم نومېده د حليمې لوڼه وې.
په څلوركلنۍ كې يې د فرشتو لخواسينه څېرې او زړه يې د زمزم په اوبو پريمنځل شو
په شپږ كلنۍ كې يې مور د مكې او مدينې تر منځ په ( ابوا) نومې ځاى كې وفات شوه.
په اته كلنۍ كې يې نيكه عبدالمطلب د دنيا څخه سترګې  پټې كړې.
په دولس  كلنۍ  كې يې تره ابوطالب د ځان سره دشام په سفر روان كړ.
په دغه سفر كې يو يهودي راهب (بحيرا)  د ده د پيغمبرۍ وړاندوينه وكړه.
په شل كلنۍ كې يې د خپلو ترونو سره د فجار په جنګ كې ګډون وكړ.
د دغه جنګ د ختمولو لپاره يې په معاهده (حلف الفضول) كې ګډون وكړ.
په 25 كلنۍ كې د مكې د يوې شتمنې ميرمنې خديجې په مال د تجارت لپاره د هغې د غلام ميسره سره شام ته په سفر ولاړ.
په دغه سفر كې يوبل يهودي راهب _(نسطورا) د هغه د پيغمبرۍ وړاندوينه وكړه.
د دغه سفر وروسته ورته (خديجې رضى الله عنها) د خپلې ملګرې (نفيسې ) په واسطه د واده پيغام وركړ.
خديجه له دې څخه مخكې د ابواهابه بن زراره او بيا د عتيق بن عائذ په نكاح كې وه.
د دويم خاوند څخه يې يو زوى (هند) هم وو.
د محمد صلى الله عليه وسلم سره د واده په وخت يې عمر 40 كاله او د محمد صلى الله عليه وسلم عمر 25 كاله و.
د محمد صلى الله عليه وسلم وكيل د هغه تره ابوطالب او د خديجې وكيل د هغې تره عمر و بن اسدوو.
ددواړو ترمينځ نكاح ابو طا لب په (500) درهمه وتړله.
دخديجې څخه يې دوه زامن قاسم او عبدالله، او څلور لوڼه:زينب، رقيه، ام كلثوم او فاطمه وې.
يوبل زوى ابراهيم يې ديوې وينځې ماريه قبطيه څخه وو.
دفاطمې پرته يې نور ټول بچي دهغه (عليه السلام) په ژوند كې وفات شوي وو.
35 كلن وو چې كعبه دسېلابونو له  امله ړنګه او بيا دقريشو لخوا جوړه شوه.
دحجر الاسود داېښودلو په سر يې دقريشو ترمينځ اختلاف پاى ته ورسوو.
دپيغمبري څخه مخكې په قريشو كې په صادق، امين اوښو اخلاقو مشهور وو.
دوحى دراتلو څخه مخكې به يې رښتيني خوبونه ليدل.
دڅلويښت كالو په پوره كېدو سره ورته دمكې په حرا غاركې د610م كال داګست په لسمه نيټه درمضان المبارك په 21مه د دوشنبې په ورځ جبرائيل عليه السلام اولنۍ وحى((اقرا باسم ربك الذى خلق)) راوړه.
دوحى وروسته په وېره سره خديجې ته راغى او خپله قصه يې ورته وكړه.
دڅلوېښتو ورځو وروسته دوهم ځل  وحى د دعوت په رسولوسره پيل شوه.
ددعوت په اوله ورځ :خديجه، زيدبن حارثه،علي او ابوبكر رضى الله عنهم په اسلام مشرف شول.
درې كاله يي پټ دعوت كولو او په دغه موده كې دديرشو څخه زيات كسان مسلمانان شو.
دنبوت په څلورم كال ددعوت دښكاره كولو حكم وشو.
په پنځم كال دقريشو دظلم له امله 12سړو او څلورو ښځو حبشې ته هجرت وكړ.
د نبوت په شپږ م كال حمزه او عمر (رضى الله عنهم)  په اسلام مشرف شول.
په اوم كال 83 سړو او 18 ښځو ددويم ځل لپاره حبشې ته هجرت وكړ.
په دغه كال قريشو د بنوهاشم سره مقاطعه وكړه او د ابولهب پرته ټول د ابوطالب په دره كې رابندشو.
په لسم كال د محرم په مياشت كې دغه ظالمانه معاهده پاى ته ورسېده.
په دغه كال درجب په مياشت كې خديجه (رض) د 65 كالو په عمر وفات شوه.
د نبي (عليه السلام) عمر 50 كاله وو او تر دغه وخت يې بل واده هم نه و كړى.
په دغه كال يې د شوال په مياشت كې د سكران بن عمرو د كونډې سوده بنت زمعه سره نكاح وكړه.
په دغه كال يې د مكې څخه بهر دعوت پېل كړ او طائف ته لاړ، چې هغوى په كاڼو و ويشته رضى الله عنهم)
د نبوت په يولسم كال يې د شوال په مياشت كې د خپل ملګري ابوبكر (رض) لور عايشه كوژده كړه.
د دغه كال د حج په موسم كې د مدينې شپږ كسان په اسلام مشرف شول.
په دولسم كال د رمضان يا په ديارلسم كال د محرم يا ربيع الاول  په مياشت كې د اسراء او معراج واقعه رامنځ ته شوه. په يوه شيبه كې بيت المقدس او بيا اسمانونو ته بوتلل شو.
د دولسم كال د حج په موسم كې د مدينې 12 كسانو بيعت وكړ.
مدينې ته اولنى سفير (ددعوت لپاره) مصعب بن عمير(رض) ولېږل شو.
په ديار لسم كال دحج په وخت كې د صفر د مياشتې په 27  او د622م دستمبر په دولسمه نېټه يي دشپې دخپل ملګري
ابوبكر(رض) سره دمكې څخه مدينې ته په هجرت پيل وكړ.
دمكې څخه پنځه ميله لرې دثور په غاركې ددرې ورځو لپاره تم شو.
عبدالله بن ابى بكر به دمكې احوال ورته راووړ او شپه به يې ورسره تېروله، دابوبكر(رض) غلام عامر بن فهيره به شيدې ورته راوړې، او دابوبكر(رض) لور اسماء به دسفر توښه ورته راوړه.
ددرې ورځو وروسته دلارښودونكو عبدالله بن اريقط او عامر بن فهيره په ملګرتوب دغار څخه روان شول.
دربيع الاول په اتمه ددوشنبې په ورځ قباته ورسېدل.
په قبا كې يې ديو جومات بنسټ كېښود او څوارلس ورځې هلته پاتې شو.
مدينې ته په رسېدو ديثرب نوم پر مدينه الرسول(صلى الله عليه وسلم) بدل شو.
په مدينه كې د ابو ايوب انصاري په كوركې ديره شو.
هلته يې هم تر هرڅه لومړى  د ((مسجد نبوي)) بنسټ كېښود.
څو ورځې وروسته د هغه عليه السلام او ابو بكر صديق (رضي الله عنه) كورنۍ هم مدينې ته ورسيدې.
په مدينه كې درې ډوله خلك اوسېدل : مسلمانان، مشركان او يهود.
له يهودو پرته دمدينې خلك دوه قومونه وو: اوس، خزرج.
يهود درې قبيلې وو: بنو قينقاع، بنو نضير، بنو قريظه.
دمدينې دټولو اوسيدونكو تر مينځ يو دفاعي تړون لاسليك شو.
د نبي عليه السلام  په مشرۍپه مدينه كې د اسلامي دولت بنسټ كېښودل شو.
د اسلامي دولت ترجوړيدو وروسته د جګړه مارو كافرانو سره دجهاد اجازه وشوه.
دهجرت په اول كال د حمزه رضى الله عنه په مشرۍ يوه وسلواله ډله دقريشو دمخ نيوي لپاره ولېږل شوه.
د بدر دمشهورې غزا څخه مخكې څلور وارې رسول الله  صلى الله عليه وسلم په خپله او درې ځل يې دبل چا دمشرۍ لاندې وسلوال ټولګي لېږلي وو.
دهجرت په دوهم كال د رمضان په17 مه دجمعې په ورځ دمحمدصلى الله عليه وسلم دقيادت لاندې د اسلامي لښكر او د ابو جهل(عمرو بن هشام) دمشرۍ لاندې د كفري لښكر ترمينځ نښته وشوه
په دغه جنګ كې دمسلمانانو شمېر 313 او د قريشو شمېر 1300 جنګيالي وو.
د مسلمانانو څخه څوارلس كسان(6 مهاجر او 8 انصار) شهيدان شول
د مشركانو څخه اويا كسان ووژل او 70 كسان ونيول شول.
پدغه كال دشوال په نيمايي كې د يهودو قبيله بنو قينقاع ديوې مسلمانې مېرمن سره دبد چلند له امله د مدينې څخه وويستل شوه
پدغه كال نبي(عليه السلام) دعايشې(رض) سره او علي(رض) د فاطمې(رض) سره واده وكړ
په دغه كال د شوال د مياشتې په اومه د شنبې په ورځ د اُحد دغره په لمن كې د رسول الله صلى الله عليه وسلم دمشرۍ لاندې داسلامي لښكر او د ابو سفيان دمشرۍ لاندې د قريشو د لښكر تر مينځ سخته نښته وشوه.په دې غزا كې 700 مسلمانانو او 3000 مشركانو برخه اخيستې وه په دې جګړه كې 70 مسلمانان شهيدان شول. چې د نبي صلى الله عليه وسلم تره حمزه هم پكې و. او 37 مشركان و وژل شول
په دې كال عثمان رضى الله عنه د نبي عليه السلام له دويمې لور ام كلثوم سره د هغه د لومړۍ لور رقيې تر مرګ وروسته نكاح وكړه.
په دې كال نبي عليه السلام د عمر فاروق رضى الله عنه لور حفصه (رض) چې د خنيس بن حذافه كونډه او زينب بنت خزيمه چې د عبدالله بن جحش كونډه وه په نكاح كړې
د هجرت په څلورم كال د يهودانو بله قبيله بنو نضير د نبي كريم صلى الله عليه وسلم د وژلو د دسيسې له امله له مدينې څخه وشړل شوه.
په دې كال نبي كريم صلى الله عليه وسلم د ابو سلمه د كونډې ام سلمه سره نكاح وكړه.
د هجرت په پنځم كال مدينه د كافرو د بېلابيلو ډلو لخوا محاصره او د احزاب يا خندق غزا رامنځ ته شوه. چې له لويې مرګ ژوبلې څخه پرته د كافرانو په ماتې پاى ته ورسېده.
په دغه كال د يهودو دريمه قبيله بنو قريظه د معاهدې د ماتولو او د خندق د جنګ په وخت كې د كافرو سره د لاس يو كولو له امله محاصره شول.
د محاصرې په 25 مه ورځ چې په ذوالقعده  كې د هغوى سړي ووژل او ښځې او ماشومان يې غلامان او مال يې غنيمت وګرځول شو.
په دغه كال كې نبي كريم صلى الله عليه وسلم د زينب بنت حجش سره د زيد بن حارثه د طلاق څخه وروسته نكاح وكړه
د هجرت په 6 كال د شعبان په مياشت كې د بنو المصطلق غزا رامنځ ته شوه چې پكې د منافقانو لخوا په عائشې (رض) باندې تور هم ولګېد چې وروسته الله تعالى په دې اړه په سورت نور كې د هغې پاكوالى راوليږه.
د ذوالقعدې په مياشت كې د رسول الله صلى الله عليه وسلم او د مكې مشركانو تر منځ د حديبيې په مقام كې صلحه وشوه.
د صلحې څخه وروسته نبي كريم صلى الله عليه وسلم بېلابېلو پاچاهانو ته خطونه وليږل او هغوى ته يې د اسلام دعوت وركړ.
د هجرت په اوم كال د محرم په مياشت كې خيبر فتحه شو په دې غزا كې 1400 صحابه شريك وو
په دغه كال د تېر كال د قضاشوې عمرې د ادا كولو لپاره مكې مكرمې ته ولاړل.
په اتم كال د موته غزا رامنځ ته شوه.چې د شام برخه ده او په دې غزا كې د اسلامي لښكر درې قومندانان زيد بن حارثه، حجفر طيار او عبدالله بن رواحه رضى الله عنهم شهيدان شوي وو.
په دغه كال د رمضان په لسمه نيټه د قريشو د خيانت له امله نبي كريم صلى الله عليه وسلم  د مكې د فتحه كولو لپاره د لس زره لښكر سره له مدينې څخه روان شو.
د رمضان په 17 د چهارشنبې په ورځ د نبي كريم صلى الله عليه وسلم په لاس مكه فتحه شوه.
د شوال په 16 نيټه د حنين غزا رامنځ ته شوه.
په دغه مياشت كې يې طائف محاصره كړ خو د محاصرې د اوږديدو له امله محاصره ختمه او بېرته ستانه شول.
د هجرت په نهم كال د رجب په مياشت كې د حجاز د پولو څخه بهر د تبوك غزا رامنځ ته شوه چې له وسلوالې نښتې څخه پرته اسلامي لښكر بريالى راستون شو.
په دې غزا كې 30000 صحابه شريك وو او دې سفر 50 ورځې دوام وكړ.
په دې كال كې د نبي كريم صلى الله عليه وسلم لور ام كلثوم وفات شوه.
د هجرت په نهم كال د ابوبكر صديق (رض) د امارت لاندې خلكو د حج مقدسه فريضه ادا كړه
د هجرت په لسم كال د ذوالقعدې په 26 د شنبې په ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم دحج د ادا كولو لپاره له مدينې څخه روان شو او د ذوالحجې په څلورمه نيټه مكې ته ورسيد.
حج مراسيم يې تر سره او خلكو ته يې د حج طريقه او اسلامي قوانين بيان كړل
د هجرت په يوولسم كال د صفرې په 29 مه نيټه د دوشنبې په ورځ مريض شو.
ددغه كال د ربيع الاول مياشت په دولسمه نيټه د دوشنبې په ورځ د درې شپيته كلونو په عمر له نړۍ څخه رخصت شو.
انا لله و انا اليه راجعون
زمونږ مور او پلار دې ورڅخه قربان وي
_________________________________
مراجع:
1_ مختصر سيرة الرسول
2_ نوراليقين فى سيرة سيد المرسلين
3_ الرحيق المختوم
ليكنه: دوكتور رحمت الله زاهد

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب