د ماشوم د بریا راز

 

د اسلامي ټولنې هر مور او پلار دا هيله لري چې اولاد يې د دين او هم دنيا په چارو کې ترټولو غوره او بريالي و اوسيږي، ترڅو مسؤليت ترسره او خپل هدف ترلاسه کړي؛ خو تر هدفه د رسيدلو له پاره يوازي هيله او اميد بسنه نه کوي، بلکې هدف ته د رسيدو له پاره به له هر ډول اغيزمنو، د بريا دلارو-چارو چمتو کوونکيو او ګټورو اسبابو څخه کار اخلي، ممکنه او نه ستړي کيدونکې هڅې به روانې ساتې، پام مو وي چې دې کار کې مور او پلار خپل سرۍ ته نه دي پريښودل شوي، بلکې د الله جل جلاله له لوري پري فرض شوي چې د نه ترسره کولو په صورت کې د عذاب وړ ګرځيدونکي دي..

﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَّا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ ﴾ [سُورَةُ التّحْریم : ۶].

ژباړه:
اې مؤمنانو!  خپل ځانونه، خپل اولاد او كورنۍ له هغه اور څخه وژغورئ چې د سون مواد به يې انسانان او تیږي وي؛ پر هغه به غوسه ناکي، سخت زړې پرښتې څارونکې وي، چې هیڅكله به د الله له حُكم څخه سر نه غړوي او هر امر چې ورته کیږي، هغه به په ځاى راوړي.

همداراز مور او پلار يې، دوی ته د سپارلې دندې د سُستۍ په صورت کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ګواښ مصداق ګرځي، فرمايې: “کوم بنده ته چې  الله جل جلاله د چا واک ور بخښي او بيا يې له بدو کړنو را و نه ګرځوي او ښو ته يې را و نه بلي، هغوی به د جنت بوی هم ترلاسه نکړي.

له ګڼو نصوصو دا خبره جوته او موږ پرې مأمور يو چې: له صلاح (ځان جوړونې) سره-سره لازمي ده چې اصلاح (د نورو جوړونې) ته هم اړينه پاملرنه وکړو، په ځانګړي توګه “سورت العصر” يوازي د همدي مضمون له پاره ځانګړی نازل شوی چې الله جل جلاله له تاوان (عذاب) څخه د خلاصون او د بريا د ترلاسه کولو، شرطونه همدا دوه په ګوته کړي، لومړی: صلاح دويم اصلاح.

صلاح ته په “آمَنُوا” او “عملوا الصالحات” سره نغوته سوې چې له “آمَنُوا” څخه هدف د عقيدې سمونه او له “عملوا الصلحات” څخه د عمل سمونه هدف ده.
اصلاح ته په “وتواصوا بالحق” او “وتواصوا بالصبر” سره اشاره شوي ده چې له تواصوا بالحق څخه نورو ته د عقيدې د سمونې تعليم او له تواصوا بالصبر څخه نورو ته د کړنو د سمونې تعليم هدف دی.

دويم اصلاح  په لومړی صلاح عطف شوی او د عطف په مرسته څنګه چې صلاح د نجات ذريعه ده اصلاح هم د نجات ذريعه ګرځيدلې.

دې ته ورته ګڼو اياتونو او حديثونو کې همدا مضمون کله د امر بالمعروف و نهي عن المنکر په عنوان ياديږي، کله د وعظ، تذکير او کله د وصیت او نصيحت په عنوان؛ لنډه دا چې له ځان جوړونې سره-سره ضروري ده د بل جوړونه، چې د نه ترسره کولو پرمهال يې د خورا سختو وعيدونو جوګه ګرځو.
په تېره بيا د خپلو-خپلوانو او اولادونو روزنه/ جوړنه چې سترلارښود محمد صلی الله عليه وسلم د ډاګيز دعوت په پيل کې د خپلو پر جوړونې/روزنې مأمور شوی.

﴿ وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ ﴾ [سُورَةُ الشُّعَرَاء : ۲۱۴]

ژباړه:
(اې محمده!) خپل ډېر نژدې خپلوان (د الله د عذاب څخه) ووېروه.
دا چې زياتره وخت وينو چې د بريا يو اړخ ته لږو-ډېر ځېر يو، خو بل اړخ کې مو کسالت او سستي ته مخه کړې، غواړم په دويم اړخ بل جوړنه په ځانګړي توګه د اولاد پر جوړونې او د هغوی پر بريا -چې څنګه کولوی شو اولادونه بريالي وروزو؟- باندي لنډه ليکنه وکړم.

بريا…
“بريا” د هر انسان زړه کې اخښل شوې ده، هرڅوک يې د ترلاسه کولو هڅه کوي، ځيني يې د شتمنۍ په ډېرولو کې لټوي، ځيني يې شهرت کې، ځيني يې يو څه او ځيني نور يې بل څه کې لټوي “وللناس فيما يعشقونه مذاهب” ماشوم هم فطرتاً د بريا د ترلاسه کولو ذوق او هيله لري، دا چې کومه بريا ريښتونې او زياته ګټه لرونکې ده؟
بايد ماشومان مو پوی کړی شي چې: د شتمنۍ په ترلاسه کولو کې که بريا وای، قارون به ترټولو ستر بريالی وای، که واکدارۍ او وزارت کې بريا وای فرعون به بريالی وای، کلا وحاشا!!
بلکې ريښتونې بريا د الله جل جلاله په اطاعت او له ګناهونو څخه په ځان ژغورنې کې نغښتې…

﴿ كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ ﴾ [سُورَةُ آل عِمرَان : ۱۸۵].

ژباړه:
په پاى کې هر څوک د مرګ خوند څكونكى دى او تاسي ټول د قيامت په ورځ د خپلو خپلو پوره اجرونو موندونكي یاست، په اصل کې بريالی هغه څوك دى چې هلته د دوږخ له اوره وژغورل شي او جنت ته ننيستل شي. پاتې شوه دا دنيا، دا خو یوازي او يوازي يو غولوونكى شى دى.

د بريا لارې-چارې…
څنګه مو چې پورته يادونه وکړه چې بریا د الله جل جلاله په اطاعت کې نغښتې، او د اطاعت لومړی پوړ…
۱_ ايمان، د نيکيو کړنه او له بديو ځان ژغورنه ده.
۲_ زده کړه چې ماشومتوب يې ترټولو غوره وخت دی، ابن ماجه نقل کړی: رسول الله فرمايې: د ماشومتوب پرمهال زده کړه پر ډبرو کرښو ته ورته ده چې هېڅ وخت له ياده نه وځي، په پرتله يې د ژوند خوړليو زده کړه، پر اوبو کښلو ته ورته ده چې ژر له ياده وځي، له همدي لامله د ماشومتوب ياداښت خورا تېز وي، کوم څه چې همدا مهال زده شي هغه د انسان (Perminunt Memory) دائمي ياداښت ګرځي.
۳له خلکو سره ښيګڼه هم قولاً او هم عملاً.
۴
ورځنۍ کارونو ته ارزښت ورکول، را روان وخت ته ځان چمتو کول او د تېر وخت له يادولو ځان خوندي کول.
۵دنياوي کارونو کې له ځان څخه ښکته خلکو ته کتل “انظروا الی من اسفل منکم. الحديث” او ديني کارونو کې له ځانه پورته ته کتل.
۶
پر ځان باور درلودل.
۷خپلوي پالل.
۸
بوختيا او له اوزګارتيا ځان ژغورل.
دا او دې ته ورته پر نورو برياليو لارو-چارو ماشوم خبر کړئ! عملي کولو ته يې را وبلئ! او په عملي کولو کې له هرې ممکنې لارې کار واخلئ!

ماشوم و پوهوئ!
د انسان او نسيان تر منځ تلازم دی، هېڅ انسان له نسيان (تېروتنې) په امن نه دی، په تېره بيا ماشوم چې عقل يې خام، پوهه يې کمه او فکر يې پڅ وی، هرو-مرو له هر راز تېروتنو سره مخ کيږي، پر مور او پلار يې لازمه ده چې له تېروتنو يې را وګرځوي؛ ځکه چې نه ګرځول يې ورته تېروتنو ته مخه کوي او بيا-بيا کولو سره ممکن عادت شي چې له منځه وړل يې که ناشوني نه دي ستونزمن ضرور دي؛ بايد پام مو وي چې له تېروتنو راګرځولو کې له ترټلو او د خلکو/ملګرو په مخ کې وهلو څخه ځانونه وژغورو.
ابن رجب رحمه الله په (اختيار الاولی: ۸۵) کې کښلې: د سلفو زياتره علماؤ به چې چاته د ښيګڼو د کړو او له بدو د نکړو امر کاوو، يوازي له خلکو په ګوښه کې به يې کاوو.

له غوسه کيدو يې وژغورئ!
ماشوم مو له خپل داسي عکس العمله چې غوسه يې را وپاروي، وژغورئ! ځکه غوسه عقل له منځه وړي، غوسه او عقل، ليوه او بزې ته ورته دي، چې ليوه وي هلته بزه ټيکه نشي کړای، همدا ډول چې غوسه راشي عقل دومره مغلوبه شي چې آن له منځه تللی يې ګڼی شو، ماشوم چې غوسه شي هغه له بې ځايه جذباتو کار اخلي، چې له ناکامۍ پرته بله انګازه نه لري.
ماشوم مو له نقد سره حساسيت نه لري، خو له غوسي مو کرکه کوي؛ تېروتنه يې داسي منطقي نقد کړئ لکه ماشوم نه، بلکې د قوي منطق ځوان، نقدوئ؛ خو پام مو وي چې نقد او حقد توپير لري، له حقد څخه به ځان ژغورو، نقد که په سړه سېنه وي اغېز لري او که ترش تندۍ ور سره مله وي بيا حقد ګرځي او منفي اغېز کوي.

ماشوم جرار وروزئ!
زه په خپله دې حقيقت ته رسيدلی او پرې قانع يم چې د بريا ترټولو اغېزمن لامل، ډار له منځه وړل، دلاوري، تهور او شهامت ترلاسه کول دي، له هر څه وړاندې بايد د ماشوم په روزنه کې په زړه ورتوب کار وشي، چې څنګه کولی شو ماشوم زړه ور لوی کړو، زما په فکر ترټولو زیات کارنده شی چاپيريال دی، يو ښه چاپيرل کولی شي موږ ته زړه ور ماشوم په لاس راکړي، ماشو مجلس کې له خبرو مه منع کوئ، تر څو جرار لوی شي، په ګڼه-ګوڼه کې د خبرو کولو موقع او چانس ورکړئ! ټولنيز ژوند او ګڼې-ګوڼې سره يې بلد کړئ!
د ناکامۍ وېره يې له فکره وباسئ!
خبرو کې يې په تېروتلو مه ترټئ! ډاډ ورکړئ چې تېروتنې يې زړه مات نکړې.
پر ځان باور کولو ته يې وهڅوئ!
په هغه موضوع يې وغږوئ چې د موادو کمښت سره مخ نشي، دا هر څه د دې له پاره چې ماشوم مو جرار/تکړه وياند لوی شي.

نبوي روزنه…

عن أنس بن مالك رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «يسِّروا ولا تعسِّروا، وبشِّروا ولا تنفِّروا» متفق عليه.
ژباړه:
۱_ « يسِّروا» اساني کوئ! يعني: کوم شی چې په سختۍ او اسانۍ دواړو لارو ترلاسه کيدای شي، که هغه عبادات وي او که معاملات وي، تاسي اسانه لاره غوره کړئ! څنګه چې د رسول الله خوی و، چې په دوو کارونو کې به چې کوم اسانه و، هغه به يې د ځان او بل له پاره غوره کاوو؛ په دې شرط چې اسانه اړخ به ګناه نه و، کنه ترټولو به دئ ترې ليري وو.
د ماشوم په روزنه کې هم تر ټولو اړين شی اسانتيا ده؛ ځکه چې اسانتيا ماشوم هڅوي ترڅو پرمختګ وکړي، بيا په تېره چې الله تعالی انسان ته د اسانتيا اراده لري ﴿ يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ ﴾ [البقرة: ۱۸۶].
د بېلګې په ډول پر ځای د دې چې چې ماشوم په يو وخت ډېرو لوستلو/ليکلو ته اړ کړای شي، غوره ده چې په ګڼو وختونو کې په اسانۍ هومره لوستل/ليکل پري وشي.

۲_ «ولاتعسروا» سختي مه کوئ! يعني: عباداتو او معاملاتو کې سختي مه کوئ! ځکه له سختۍ منع شوې يو.

۳_ «وبشروا»  ژيری ورکړئ! يعني: خپل ځان او نور په ډاډ ورکولو او تشويقولو وهڅوئ!
رسول الله صلی الله عليه وسلم ترټل بد او ډاډ ورکول، غوره ګڼل؛ ځکه انسان ترټل ماتوي او ډاډ يې پياوړی کوي.
کله چې ماشوم په يو کار کې مات او پاتې شي، ترټل يې لا پاتيالۍ سره مخ کوي، ځکه خو ماشوم ته ډاډ ورکړئ! ډاډ خوښي وربښي او زړه يې له ماتيدو ژغوري چې پايله يې بريا ده.

۴_«ولاتنفروا» کرکه مه پنځوئ! ماشوم مه زړه توری کوئ، چې د بريا مخه يې نيول کيږي، بلکې له کړنو سره يې مينه غبرګه کړئ! مينه يې د بريا تر ساحله رسوي، مينه له کړنو سره مينه پنځوي، مينه يې له کرکې ژغوري، مينه يې دندو ته ځېر کوي، مينه يې مات زړه بيا رغوي، مینه د کرکې او ترټلو ضد ده چې له امله يې پر “بشروا” ولاتنفروا” امتثال راځي.
ماشوم په مينه سميدای او کارونو ته چمتو کيدای شي، موږ بايد د کارونو پرځای، ماشومانو سره مينه وکړو، که د ماشوم پرځای يې کارونو سره مينه وکړو، ليري نه ده چې د چاپيريال له ګډ-وډۍ سره مخ شو.

تر ټولو ښه روزنه…
د ماشوم له پاره ترټولو ښه روزنه هماغه ده چې عملاً يې چاپېریال کې له مور او پلار څخه په سترګو ويني، کوم ماشوم چې مور او پلار په ذکر کولو بوخت ويني، ذکر د ماشوم فطرت ګرځي،
کوم ماشوم چې مور او پلار په شپه/ورځ کې غريب ته د څه ورکولو له پاره ليږي، مثبت توپېر لري له هغه ماشوم څخه چې د نامشروع شيانو د پيريدلو له پاره ليږل کيږي.
کوم ماشوم چې مور او پلار په روژې نيولو معتقد او عاملين مومي او جومات ته له پلار سره په تګ روږدی وي، له هغه ماشوم سره چې پلار يې په چټياټو بوخت وي؛ هرو-مرو توپير لري.
کوم ماشوم چې مور او پلار له خپلو پلرونو او مندو سره پر ښيګڼو کولو ويني او له مرګ وروسته هغوی ته د دعاوو غوښتنې ترې اوري، خامخا له خپل موراوپلار سره ښګيڼه کوي او هغوی ته به د دې دعا غوښتونکی وي: ” ربي اغفرلي و لوالدي” رب ارحمهما کما ربياني صغيرا”.
همدا راز ماشومه چې خپله مور پرده کې پوښلې او له پرديو ليري ويني، ژوندی درس ورکوي چې پرده د مېرمنې له پاره ښکلا ده، پاکلمنۍ يې درناوی او له سړيو ګوښه توب يې امان دی.
دا به ډېره عجبه نه وي؟! چې اولاد دې ښو خويونو ته را بولي؛ خو -خدای مه کړه- مور او پلار دې بد خويه وي!!
ماشوم دې له درواغو منع کیږي خو مشران دې يې ترې دريغ نکوي!!
کله کيدايشي؟! چې مشران دي پر بې وفايۍ روږدي وي او له ماشومانو دې د وفا طمعه وشي!!
څنګه کيدای شي؟! چې مشران دې لانجې، بدې-ردې په لوړ غږ بدرګه کوي او ماشوم څخه دې د دې خلاف غوښتنه کوي.

لنډه دا چې: د ماشوم د بريا راز، په ښه روزنه کې نغښتی، ښه يې وروزئ! همدا مو د ماشوم بريا ده.

بې ځايه به نه وي که و وايم چې:
د کورني ژوند بريا، هوښيارو مېرمنو کې نغښتې، د سلامت هېواد د پرمختګ بريا، هوښيار ولمشر کې نغښتې.
زموږ بريا په هوښيارو ماشومانو کې نغښتې او د ماشوم بريا، په ښه روزنه او ښه زده کړې نغښتې.

ليکوال: باهر حقپال

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب