د سهار جَمعه چې ولاړه وي سنت به کوي که نه؟

که څوک مسجد ته په داسې وخت کې راغی چې د سهار جَمعه ولاړه وه او ده د سهار سنت نه وو کړي، نو که چېرته ده ته دا امید وو چې یو رکعت نېولی شم نو په ځانته ځای کې دې سنت وکړي، بيا دې په جمعه کې شریک شي.

البته د یو قول مطابق که چېرته له سلام څخه مخکې په قاعده کې ورسره هم شریک کېدای شي نو باید سنت وکړي.

حواله:البحر الرائق ،۲ جلد۷۳ صفحه،باب اداراک الفریضة

او که له سلام څخه مخکې په قاعده کې د شریک کېدو یقین هم نه وو نو بیا به سنت نه کوي بلکې په جماعت کې به شاملېږي، بیا به د همدې ورځې له اشراق څخه پس، یا له زوال څخه مخکې مخکې په دې وخت کې به یې قضاء راګرځوي.

او که چېرته یې تر زوال پورې قضاء رانه وړه نو له دې روسته بیا يې راګرځول نشته.

حواله:ردالمختار:۱ جلد۵۷ صفحه،کتاب الصلاة

د سهار سنت د امام عین شاته کول سخت مکروه دي

حواله: شامي۲جلد ۵۶ صفحه باب ادراک الفریضة

او که چېرې دا ډار وو چې که چېرته زه د سهار په سنتو کې د سنتو مستحباتو وغیره پابندي کوم نو جَمع راڅخه تیریږي، نو په داسې وخت کې صرف د لمانځه په فرائضو او واجباتو اختصار کول دي، سنن او مستحبات یې پریښودل جائز دي.

حواله: رد المختار، ۲ جلد،۵۷ صفحه. کتاب الصلواة، باب ادارک الفریضة.

لیکنه او ژباړه: محمد کریم حنفي

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب