فكري اخ و ډب

هيڅكله هم په دنيا كې فكري كشمكش نه دى ختم شوى او نه به ختم شي، د ګټو تصادم او د مادي وسايلو په سر اخ و ډب به د تل لپاره جاري وي، قراّن عظيم الشان د فاتحې په سورت كې چې كله درې ډلې يادوي، هلته همدې خبرې ته اشاره ده چې دغه اخ و ډب به د تل لپاره روان وي. نن سبا چې په نړۍ كې كوم اخ وډب روان دى، زما له نظره دوه لوري لري. چې د يو لوري بنسټ د الله تعالى څخه په بغاوت يا انكار ولاړ دى، او يا د الله تعالى د منلو سره سره د هغه له هدايت څخه د خپل نفس، عقل او ګټو غوښتنې مخكې ګڼي، دغه د بې دينۍ بيلګه او مثال دى چې په بيلابيلو نومونو(كمونيزم، كپيټلزم، …) نومونو راڅرګنديږي.

همدا په اوسني اخ وډب كې يو قوي لوری دى. دوهمه نمونه هغه ده چې اسلام ښودلې او اسلامي حركت يې په سمه توګه وړاندې كوي، چې هغه د الله تعالى په پوره اطاعت او دهغه د رسول په پيروۍ ولاړه ده، په دې لاره كې ايثار، سرښندنه، هلې ځلې او هر زحمت او كړاو د كاميابۍ او سرلوړۍ اساسي لار ده.

په دغه اخ وډب كې د اسلامي حركت د قيادت او كاركونكو دنده دا ده چې په دې خبره ځان سم پوه كړې، چې څرنګه كولای شي، له خپل ځان نه په ځواكمنو مادي قوتونو برلاسى ومومي؟ دا سمه ده چې مونږ تر هر څه د مخه پر الله تعالى اعتماد او باور لرو،او هغه زمونږ اصلي ساتونكی او مرستندوی دى، خو لدې سره د واقعيت بيني غوښتنه دا هم ده چې مونږ دا خبره په سمه توګه درك كړو چې څرنګه كولای شو اسلامي امت له هغه ستونزو، ګواښونو او حالاتو څخه چې ورسره مخ دى، وژغورو؟

په افغانستان كې د روسانو ماتيدل خو د تاريخ ستره كارنامه وه او په دې اړه اسلامي حركتونو ستره قرباني هم وركړه، خو لدې سره اسلامي امت او په تيره اسلامي خوځښتونه ولې د دغه ستر او عظيم جهاد له ګټو او ميوو څخه محروم پاتې شول؟ په دې بايد فكر وكړو، ويې څيړو، او بيا د دې په رڼا كې د راتلونكي لپاره خپل پړاوونه او لومړيتوبونه وټاكو.

 

your ads

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب