دعوت او تبلیغ

د ستونزو پر وړاندې د داعي مسؤليت څه دی؟

له کله نه چې الله تعالی انسان پيدا کړی دی، د حق او باطل تر منځ جګړه او مقابله روانه ده، او دا لړۍ به تر هغو روانه وي چې الله تعالی خپله وعده پوره کوي او دا ځمکه ټوله د حقپالونکو په واک کې ورکوي: وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُوْرِ مِنْۢ بَعْدِ الذِّكْرِ اَنَّ الْاَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصّٰلِحُوْنَ[الانبياء: 105].

ژباړه: او موږ له نصيحت وروسته په زبور كې ليكلي ؤ چې دا ځمكه به زموږ غوره بندګان په ميراث وړي.

خو حقپالونکي بايد په دې باور ولري چې بري ته رسېدل يې آسان کار نه دی او دا لار له ازغيو او ګړنګونو ډکه ده، الله تعالی وايي: اَحَسِبَ النَّاسُ اَنْ يُّتْرَكُوْٓا اَنْ يَّقُوْلُوْٓا اٰمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُوْنَ [العنکبوت: 2].

ژباړه: ايا خلكو دا ګڼلې چې دوى به همداسې پرېښودل شي كله چې ووايي موږ ايمان راوړى او څه ازميښت به يې نه كيږي؟.

بل آيت کې فرمايي: اَمْ حَسِبْتُمْ اَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَاْتِكُمْ مَّثَلُ الَّذِيْنَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ ۭ مَسَّتْهُمُ الْبَاْسَاۗءُ وَالضَّرَّاۗءُ وَزُلْزِلُوْا حَتّٰى يَقُوْلَ الرَّسُوْلُ وَالَّذِيْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ مَتٰى نَصْرُ اللّٰهِ  ۭ اَلَآ اِنَّ نَصْرَ اللّٰهِ قَرِيْبٌ[البقرة: 214].[irp][irp]

ژباړه: ايا داسې مو ګڼلې چې جنت ته به له هغه مخكې داخل شئ چې لا ړومبنيو تېر شوو خلكو غوندې حالت نه وي درباندې راغلى، هغوى ته كړاوونه او رنځونه رسېدلي ؤ  او ان دومره لړزول شوي وو چې هماغه رسول او ورسره مؤمنانو به ويل: د الله مرسته به كله وي؟ (الله وويل) خبر اوسئ! د الله مرسته نژدې ده.

څوک چې د الله دين ته بلنه کوي خامخا به په تکليفونو ازمايل کېږي، دا يو طبعي امر دی، ورقه بن نوفل رسول الله صلی الله عليه وسلم ته هغه وخت چې لا رسول الله صلی الله عليه وسلم ته نبوت نه و ورکړی شوی دا قاعده داسې بيان کړه: (لم يأت أحد قط بمثل ما جئت به إلا أوذي) يعنې ستا په څېر پيغام سره چې هر څوک راغلی هغه ته تکليفونه رسېدلي دي؛ خو د دعوت په لار کې صبر او تحمل بيا د انبياوو او کاميابو دعاتو شېوه او خاصيت دی او همدا صبر د هر داعي د کاميابۍ راز دی، څوک چې دې ميدان ته داخلېږي، بايد لويو ازميښتونو ته خپله سينه سپر وګرځوي، بې صبري ونه کړي، له خپل مسؤليت څخه ناهيلی او په شا نه شي، کلک هوډ ولري، خپلې دندې ته دوام ورکوي او پايله الله ته پرېږدي او هغه کړاونه را يادوي چې په دې لاره کې رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو ګاللي دي؛ نو به حتما داسې وخت راشي چې نوموړی به په خپل هدف کې کاميابېږي، يا په ژوند کې او يا له مرګ وروسته.

له خباب بن ارت رضي الله عنه څخه روايت دی وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم د کعبې سيوري ته خپل څادر ته تکيه کړې وه، موږ ورغلو شکايت مو ورته وکړ او ومو ويل: (اې د الله رسوله!) دعا نه راته کوې چې الله مو مرسته وکړي؛ نو ويې ويل: ستاسو نه پخوا خلک داسې وو چې يو تن به راوستل شو په ځمکه کې به کنده ورته وويستل شوه پکې وبه درول شو، بيا به اره راوړل شوه پر سر به ورکېښودل شوه او دوه ځايه به کړل شو، او د وسپنو په ږمنځو به يې غوښي له هډوکو جلا کېدلې؛ خو دې هر څه به له دين څخه نه شو اړولای، (بيا يې وويل:) قسم دی الله به دا (د دين) چاره پوره کوي تر دې چې بيا به له صنعا څخه يو سپور تر حضرموت پورې ځي او له الله او پر خپلو پسونو له لېوه پرته به له بل شي څخه نه ډارېږي؛ خو تاسو بيړه کوئ.([4]).

عبدالحق حماد

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: