تازه میوېروغتیايي ګټې

د زیتون تیلو حیرانونکې ګټې!

نوې څیړنې ښې زیتون تیل دوینې لوړ فشار نارملوي او بدن ته یو خاص قوت وربښي.

دلندن په هارټ فاونډيشن ادارې په چنګښو یاده څیړنه ترسره کړې او دې پایلې ته رسیدلي چې زیتون دوینې لوړ فشار ښکته کوي.

د روغتیا پالانو په باور دانسان په بدن کې داسید یا مالګې په زیاتوالي سره په وجود کې کولیسټرول پيدا کیږي چې له امله یې انسان له زیاتو ناروغیو سره مخامخ کیږي چې دزیتونو تیلو په استعمال سره مالګې کمیږي او دناروغیو مخنیوې کوي.

په چین کې هم همداشان څیړنه ترسره شوې چې که زیتون تیل په خپل پوستکي وموښل شي او یا دسلات یا نورو خوړو کې ګډ شي نو دجود لپاره ډیره ګټور ثابتیدای شي.

ویل کیږي چې زیتون تیل ددې سربیره دویښتانو دسپینوالي یا تویېدو لپاره که په سر ووهل شي ډیر ګټور دي او همدا شان دزخم دپرسوب دمخنیوي لپاره هم اغیزمن درمل دي.

زیتون تیل دپوستکي دګونځو ،نرمولو ،دپوستکي سرطان او دزړه ناروغیو لپاره هم ګټور دي.

هیره دې نه وي چې دزیتون تیلو یادونه په قران کریم کې هم شوې او اوسنی ساینس یې هم په ګټورتوب قایل دي.

 

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close