د زړه په اړه ځنې معلومات

 

په یوه مجله کې د کلیفلانډ په نامه دزړه یو امریکایي کلینک دزړه باره کې لاندې معلومات نشر کړي دي:

۱ـ د کوم انسان علمي تحصیل چې څومره اوچت وي نو د زړه ناروغۍ به ورته د نورو خلکو په نسبت کمه رسېږي.

۲ـ د زړه د ورخ طبیعي سائز د نیم ډالر په مقدار وي.

۳ـ هغه اله چې د زړه ټکان معلوموي اول ځل لپاره یو دېوال پورې تړلې وه.

۴ـ کوم زړه کې چې رحم او مینه زیاته وي نو د زړه مرض ورته نه رسېږي.

۵ـ او له خلیه په زړه کې په څلورو هفتو کې په حرکت شروع کوي.

۶ـ زیړ رنګ واله یو قسم ماهي دی چې د هر مخلوق نه لوی زړه لري ۱۵۰۰ پاوه.

۷- د هر انسان د زړه سائز د هغې د لاسونو په مقدار وي کله یې چی راوغونډ کړي.

۸- په یوه ورځ کې د انسان زړه سل زره کرتې ټوپ وهي.

۹- په منظم ډول سپورټ کول د صحي زړه ضمانت دی.

۱۰- د انسان د صحت لپاره د زړه ناروغي ډېره خطرناکه ده خو له دېنه هم ډېر خطرنا د ښځو لپاره د سینو سرطان او د سړو لپاره د هګو سرطان ډېر خطرناک دی.

۱۱- د زړه د ټکان اواز د لاس د راغونډولو او کولاوهلو سره مشابهت لري.

۱۲- په هر منټ کې د انسان زړه ۱٫۵ ګلن وینه بدن ته سپلای کوي.

۱۳- زړه په یو دقیق نظام سره کار کوي، د زړه ښي طرف پړپوسانو ته وینه سپلای کوي، او چپ طرف ټول بدن ته.

۱۴- د زړه سرطان چاته نه لګېږي.

۱۵- د ښځې د زړه ټکان د سړی د زړه نه په ۸ ټکان سره تیز وي.

ژباړه : ډاکټر مجتبی عزیزیار

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب