د بریالیتوپ په مخکې ننګونې

د بریالیتوب مخکې پراته ننګونې او د حل لارې 

کله چې څوک پلان ولري، ځان لپاره یې موخې ټاکلې وي، موخو ته د رسیدو لاره کې ډېر چیلنجونه ( ننګوونې) موجودې دي، داخلي چیلنجونه او خارجي چیلنجونه

داخلي ننګونې:
دا په داخل کې زمونږ د مغز نه سرچینه اخلي، د کار په هکله زړه نا زړه کیدل، ویره، په ځان باور نه لرل، بې ځایه فکرونه،سبا به یې وکړم، خلک به څه وایي…. او داسې نور

خارجي ننګونې:

د ټولنې او چاپیریال پورې تړلي دي… لکه د خرابو دوستانو او ملګرو لرل، د خلکو منفي سوچونه په نظر کې نیول… لکه دا کار نه کیږي، هسې وخت ضایعه کوې، تا خو مخکې هم داسې ویل،،.ددې کار وخت تیر دی،بیا به یې وکړې، د ژوند نه خوند واخله، دا د اوزګارو خلکو کار دی، خلکو سره بې ضایعه او بې هدفه بحث کول… دې ته ورته نورې ډېرې خبرې دي… چې د انسانانو د موخو مخکې کې خنډونه جوړوي….

د حل لارې

لومړی: په رب متعال قوي ایمان او باور، توکل کول، خیر او شر باندې کلک باور لرل، ذکر او فکر کول، مثبت سوچ کول،ورزش کول کول، مناسبه غذا خوړل، د خپل کار کول او نتیجه یې رب تعالی ته سپارل.
دوهم: دینداره او پرهیزګاره خلکو سره ناسته ولاړه کول، بې ضایعه مجلسونو کې ګډون نه کول، وخت ضایعه کوونکي کارونو نه ځان ساتل، د خلکو بې ضایعه خبرې په نظر کې نه نیول، دوستانو او ملګرو سره د ښه اخلاقو چلند کول، د خلکو خطاګانې بښل، خلکو ته خیر رسول….
دا هغه کړنې دي، چې تر ډېره بریده مونږ ددې په واسطه د بریالیتوب په وړاندې د چیلنجونو مخنیوی کولی شو.

ډاکټر حافظ عبدالرشید مومند

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب