د روژې مکروهات او فاسدوونکي (مهم احکام)  

په روژه كي له حرامو کارو بيکاره خبرو ځان ساتل ضرور دی .

پدی اړه دغه حديث شريف ولولی

مَن لّم يَدَع قَولَ الزّ ُور ِ وَالعَمَلَ بِه فَليسَ لِلهِ حَاجَةُ ُ اَن يَّدَع َ طَعاَمَه وَشَرَابَه .(رواه بخاري )

ژباړه: کوم سړی چه بد کارونه فضولی خبری نه پريږدي نو الله تعالی دده خوړلو او څښلو پريښودو ته څه ضرورت نلری

د روژی مکروهات

۱-  بدخويی کول، غيبت کول، جګړه کول، فضولی خبرې او داسې نور حرام اعمال او خبرې .

۲-  د لوږی تندی په وجه وارخطايي او ناآرامي ظاهرول .

۳-  څه شی په خوله کې نيول يا جويل که خواراکی شی وي او که نه .

۴-  د خوراکی څيز څکل خو د ښځی او خادم لپاره چه خاوند يا مالک يي بدخويه وي د خاوند يا مالک د تند خويی د دفعی په وجه چه بدرد  ونه وايي باک نلري چه د خوراکی شی مالګه وڅکي  .

۵-  په خوله يا پوزه اوبو تيرولو کې دومره مبالغه چه اوبه تر حلق يا ستونی پورې لاړی شي.

۶-  د غاّښو مينځلو کريم، سکاره وغيره سره غاښونه پاک او صفا کول .

۷-  په خوله کې ډيری لاړی جمع کول او بيايی تيرول .

۸-  که د شهوت ويره وي له خپلی بی بی نه مچي يا بوسه اخيسل يا ورتر غاړه کيدل روژه مکروه کوي خو که د شهوت ويره نه وي باک نلری .

۹ – مور لره په خوله کې د څه شي جويل او بيا ماشوم ته د هغه ورکول .

پورته ټولو صورتونو کې روژه مکروه کيږی خو فاسيديږي نه  ولی ثواب يی کميږي .

د روژی فاسدوونکي:

په روژه کې له دریو شیانو څخه د ځان ساتل فرض دي .

۱-  له څه خوړلونه .

۲-  له څه څښلونه .

۳- له جنسی فعل نه .

پورته دريو فرضونو پر خلاف عمل سره روژه فاسيديږي. خو د روژی فاسدوونکی څيز د خپل نوعيت له مخې پردوه ډوله دي، هغه چه يوازی قضايي ورباندې واجبيږي او بل هغه چه قضا او کفاره دواړه ورباندې واجبيږي .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

هغه صورتونه چه دهغه پر کولو د روژی قضا واجبه ده :

۱-  يو څوک د روژی پشلمی وکړي او دا يې خيال وي چه تر اوسه وخت شته خواراک څښاک وکړي خو ورسته ورته معلومه شوه چه سبا ختلی ددغه روژی قضايي روژه واجبه ده .

۲-  چا د لمرلويدو نه مخکې داسې فکر وکړ چې لمر لويدلی دی روژه يې ماته کړه خو ورسته پوه شو چه ماښام لا ندی شوی  نو قضايی روژه ورباندې واجبه ده .

۳-  چا په روژه دار باندی په زور خواراک وکړ .

۴-  د رمضان نه علاوه بل څه نفل يا واجب روژه قصداً ماتول .

۵-  که په روژه کې د چا خولې ته د اوښکو يا خولو څاڅکی ورغلل او مالګينتوب يې په ټوله خوله کې محسوس کړ او ده هغه څاڅکي خيټې ته تير کړل  .

۶-  که چا له سره  د روژی  نيت ونه ګړ، خو له خوړلو اونورو يې ځان بند وساته، يا يې له زوال نه ورسته نيت وکړ  .

۷-  په روژه کې چا په قصد سره په ډکه خوله کانګی وګړی يا د خولې په غرغړه کې يې بې احتياطي وکړه اوبه له حلقه تير شي  قضا پری واجب ده .

۸-  که چا داسې شی چه غذا نه وي لکه د اوسپنی ټوټه، ګاڼی قاغذ يا نور وخوړل چه نه د غذا او نه دوا په ډول وي  قضا پری واجب ده .

۹-  په غوږ کې تيل اچول  يا کومه ښځه په روژه کې په خپل تناسلی غړی کې دوا يا تيل واچوی په دې صورت کې قضا پرې واجب ده .

۱۰–  که چا په هيره څه وخوړل نو بيا يې فکر وکړ چه روژه خو ماته شوه نو څه يې نور هم وخوړل نو قضا يي پرې لازمه ده.

۱۱-  په غاښونو کې د داسې خوراکی څير بنديدل چه د نخود دانې برابر يا له هغه نه لوی وي تر حلق تير شي  .

۱۲-  د جماع او وحشی عمل  لواطت نه پرته بل کوم داسې وحشي شيطاني جنسي فعل يې وکړ چه انزال ورسره وشوه  .

۱۳-  غاښونه وينی شي او وينی پر لاړو زياتی وي له ستونی څخه تير شي .

په پورته ټولو صورتونو کي روژه ماتيږي قضايی روژه به بيا نيسي .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

هغه صورتونه چی قضا اوکفاره دواړه پری واجب دی :

۱-  قصداً څه خوړل، څښل، د ناروغی لپاره دوا خوړل، له ښځی سره خپل نفسی خواهش پوره کول

يا که دخولی له لاری نه وی پر بله هره طريقه سره بدن ته غذا  داخلول وغيره .

د روژی کفاره :

د يوی روژې په بدل کې دوی مياشتې مسلسل روژه نيول فرض دي که په منځ کې يوه روژه هم قضاء شي له سره به روژه نيسي .

که دا يې په وس پوره نه ؤ نو شپيتو مسکينانو ته به دوه وخته په مړه ګيډه ډوډی ورکوي.

ننګيالی هاشمي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب