پاکستان، صدراعظم او عمران خان

په 1947 م کال هندوستان ټوټه شو او د پاکستان په نوم نوی هیواد رامینځته شو، چې د پاکستان رامینځته کیدل د وخت اړتیا وه، او د انګلستان له اوږد مهاله ستراتیژیو له اهدافو څخه ګڼل کیږي، د افغانستان سره د ډوریند لین او د هندوستان سره د کشمیر جنجالی مسایل هم په جنوبي اسیا کې پاتې شول.  د 1947 م کال د اګست د 14 په نیمه شپه د برتانوی هند د ویشلو وروسته ، پاکستان د لومړی وزیر په دارالانشا کې د ځای پر ځای کولو سره د بریتانیا نظام تعقیب کړ. د پاکستان د وخت مشر محمد علی جناح د ملت د تاسیس شویو پلرونو څخه مشوره واخسته او لیاقت علی خان یې د 1947 م کال د اګست په ۱۵ مه د خپلې ادارې د جوړولو او مشری لپاره وګوماره .

په 1947 م کال کې لومړني صدراعظم لیاقت علی خان وه، په 2022 م کال کې د عمران خان د لیری کیدو څخه وروسته شهباز شریف وټاکل شو، د پاکستان لپاره ټول 20 واکمنانو صدراعظمي کړی ده، چې یو صدراعظم هم خپله 5 کلنه دوره نه ده بشپړه کړی.

2018 م کال په پاکستان کې انتخابات ترسره شو، په دې انتخاباتو کې دوه ګوندونو پاکستان مسلم لیګ چې مشری یې د نواز شریف ورور شهباز شریف کوی، او پاکستان پیپلز پارټي چې مشری یې بلال بهټو زرداری کوی، چې ددې دواړو نه علاوه یو بل ګوند د پاکستان تحریک انصاف چې مشری یې عمران خان کوي، په انتخاباتو کې سیال شول، اوبالاخره د زیاتو چوکیو په ترلاسه کولو سره عمران خان د پاکستان صدراعظم وټاکل شو.

عمران خان مشهور پاکستانی کرکټ لوبغاړي وه،  د اکسفورډ پوهنتون څخه فارغ، درې په مینه ودونه یې کړی دی، چې لومړني واده یې د برتانوی یهودی بیلونر د لور سره وکړو، سره ددې چې د پاکستان لپاره یې نړیوال کرکت هم وکړ، چې په 1992 م کال کې د پاکستان لپاره د یو ورځینو لوبو نړیوال جام هم وګټو، چې د پاکستان په تاریخ کې دا لومړني نړیوال یو ورځینو لوبو جام دی. په سیاست کې، نوموړی ته په 2018 م کال کې یو نوی امید راپیدا شو، ځکه په یادو دوه ګوندونو د فساد او قوم پرستۍ الزام لګیدلي وه. د پاکستان پیپلز پارټي ګوند پر مشر بلال بهټو زرداری باندې د قوم پرستۍ الزام لګیدلې وه، بلال بهټو زرداري د پخواني صدراعظمي بینظیر بهټو او پخواني ولسمشر اصف علی زرداری زوی دی، او بینظیر بهټو د پخوانی صدراعظم ذوالفقار علی بهټو لور وه. له پلې پلوه د پاکستان مسلم لیګ پر ګوند د فساد الزام لګیدلې وه، او پر نواز شریف باندې په 2017 م کال کې د زیات  فساد تورونه هم لګیدلې ول. نو په همدې وخت کې عمران خان ته فرصت په لاس راغي، شعارونه یې پیل کړل د قوم پرستۍ او فساد له مینځه وړلو لپاره مبارزه پيل کړه، سره ددې چې نوموړی سیکولر، لیبرال او ازاد خیاله معلومیده، مګر داسې نه وه.

نشنلیزم دې ته وایې چې د خپل هیواد سره مینه وکړی، Jingoistic Nationalism  بیا دې ته وایي چې د بل هیواد سره نفرت وکړی، چې په عمران خان کې ددې متعلق شعارونه په 2018 م کال انتخاباتو کې د هندوستان پر خلاف راپورته شو، د افغانستان د جمهوریت په سقوط سره عمران خان څرګندوني ددې ښکاره ثبوت دی.

your ads

په 2018 م کال په انتخاباتو کې دریو ګوندونو استراک وکړ، پاکستان تحریک انصاف 155 چوکۍ، پاکستان مسلم لیګ  84 چوکۍ او پاکستان پیپلز پارټي 56 چوکۍ په نشنل اسمبلي کې ترلاسه کړي، د پاکستان نشنل اسمبلی 342 چوکۍ لری، چې په دې اسمبلې کې 172 رايي د اکثریت لپاره دی، مګر عمران خان اکثره د اکثریت رایي هم نشوی ترلاسه کولای.

په 2021 م کال کې د پاکستان زیاتره ګوندونو د عمران خان په خلاف اتحاد رامنیځته کړ، Pakistan Democratic Movement چې په دې اتحاد کې مختلف ګوندونه شامل دی، چې د مختلفو نظریاتو لروونګي دی. سیکولر ګوندونه لکه بلوچستان نشنل پارټي او نشنل پارټي، مذهبي ګوندونه لکه جماعت علمای اسلام او جماعت اهل الحدیث، پښتونخوا ملی عوامی پارټي چې مارکسیزم او ډیموکراتیک سوشیالیزم ګوند دي، پاکستان پیپلز پارټي او پاکستان مسلم لیګ له دې ګوندونو څخه نوموړی اتحاد ترکیب دی، او دې ټولو ګوندونو هغه مسایل رابیرسره کړل کوم چې د عمران خان په واکمنۍ کې پاکستان یې د بحران سره مخ کړ، او ددې مسایلو لپاره یې مبارزه وکړه.

د پاکستان صدراعظمانو لیست:

  1. لیاقت علی خان: په 1947 م کال د اګسټ پر 14 نیټه لومړي صدراعظم وټاکل شو، نوموړی د مسلم لیګ له لوری وه، څلور کاله او 63 ورځې یې واکمني وکړه، چې په 1951 م کال کې ووژل شو.
  2. خواجه ناظم الدین: په 1951 م کال د اکتویر پر 17 نیټه دوهم صدراعظم وټاکل شو، نوموړی د مسلم لیګ له لوری وه، یو کال او 182 ورځې یې واکمني وکړه، د صدراعظمۍ څخه لیری کړای شو.
  3. محمد علی بوګره: په 1953 م کال د اپریل پر 17 نیټه دریم صدراعظم وټاکل شو، نوموړی د مسلم لیګ له لوری وه، دوه کاله او 117 ورځې یې واکمني وکړه، د صدراعظمۍ څخه لیری کړای شو.
  4. چوهدری محمد علی: په 1955 م کال د اګسټ پر 12 نیټه څلورم صدراعظم وټاکل شو، نوموړی د مسلم لیګ له لوری وه، یو کال او 31 ورځې یې واکمني وکړه، د صدراعظمۍ څخه لیری کړای شو.
  5. حسین شهید سهروردی: په 1956 م کال د اکتویر پر 12 نیټه پینځم صدراعظم وټاکل شو، نوموړی د عوامی لیګ له لوری وه، یو کال او 35 ورځې یې واکمني وکړه، د صدراعظمۍ څخه یې استعفا وکړه.
  6. ابراهیم اسماعیل جندریګر: په 1957 م کال د اکتویر پر 12 نیټه شپږم صدراعظم وټاکل شو، نوموړی د مسلم لیګ له لوری وه، 60 ورځې یې واکمني وکړه، د صدراعظمۍ څخه لیری کړای شو.
  7. فیروز خان نون: په 1957 م کال د ډیسمبر پر 16 نیټه اووم صدراعظم وټاکل شو، نوموړی د ریپلیکن پارټي له لوری وه، 295 ورځې یې واکمني وکړه، د صدراعظمۍ څخه لیری کړای شو.
  8. نور الامین: په 1971 م کال د ډیسمبر پر 7 نیټه اتم صدراعظم وټاکل شو، نوموړی د پاکستان مسلم لیګ له لوری وه، 13 ورځې یې واکمني وکړه، د صدراعظمۍ څخه لیری کړای شو.
  9. ذوالفقار علی بهټو: په 1973 م کال د ډیسمبر پر 14 نیټه نهم صدراعظم وټاکل شو، نوموړی د پاکستان پیپلز پارټي له لوری وه، درې کاله او 325 ورځې یې واکمني وکړه، د صدراعظمۍ څخه لیری کړای شو.
  10. محمد خان جنیجو: په 1985 م کال د مارچ پر 24 نیټه لسم صدراعظم وټاکل شو، نوموړی خپلواک وه، درې کاله او 66 ورځې یې واکمني وکړه، د صدراعظمۍ څخه لیری کړای شو.
  11. بینظیر بهټو: په 1988 م کال د ډیسمبر پر 2 نیټه یوولسمه صدراعظه وټاکل شو، سره ددې هغه د اسلامی نړۍ اږ پاکستان لومړنۍ ښځه وه چې ضدراعظمه شوه. نوموړی د پاکستان پیپلز پارټي له لورې وه، یو کال او 247 ورځې یې واکمني وکړه، د صدراعظمۍ څخه لیری کړای شو. په 1993 م کال د اکتوبر 19 نیټه د دوهم ځل لپاره صدراعظمه وټاکل شوه، چې درې کاله او 17 ورځې یې واکمني وکړه.
  12. میان محمد نواز شریف: په 1990 م کال د ډیسمبر پر 6 نیټه دولسم صدراعظم وټاکل شو، نوموړی د پاکستان مسلم لیګ نواز له لوری وه، دوه کاله او 254 ورځې یې واکمني وکړه، د صدراعظمۍ څخه لیری کړای شو. په 1997 م کال د فبرورۍ 17 نیټه د دوهم ځل لپاره صدراعظم وټاکل شو، چې دوه کاله او 237 ورځې یې واکمني وکړه. په 2013 م کال د جون پر 5 نیټه د دریم ځل لپاره صدراعظم وټاکل شو، چې څلور کاله او 53 ورځې یې واکمني وکړه.
  13. میر ظفرالله خان جمالی: په 2002 م کال د نومبر پر 23 نیټه دیارلسم صدراعظم وټاکل شو، نوموړی د پاکستان مسلم لیګ له لوری وه، یو کال او 216 ورځې یې واکمني وکړه، د صدراعظمۍ څخه یې استعفا وکړه.
  14. جوهدري شجاعت حسین: په 2004 م کال د جون پر 30 نیټه څوارلسم صدراعظم وټاکل شو، نوموړی د پاکستان مسلم لیګ له لوری وه، 37 ورځې یې واکمني وکړه، د صدراعظمۍ څخه لیري کړای شو.
  15. شوکت عزیز: په 2004 م کال د جون پر 28 نیټه پینځلسم صدراعظم وټاکل شو، نوموړی د پاکستان مسلم لیګ له لوری وه، درې کاله او 79 ورځې یې واکمني وکړه، د صدراعظمۍ څخه لیري کړای شو.
  16. سید یوسف رضا ګیلانی: په 2008 م کال د مارچ پر 25 نیټه شپارسم صدراعظم وټاکل شو، نوموړی د پاکستان پیپلز پارټي له لوری وه، څلور کاله او 86 ورځې یې واکمني وکړه، د صدراعظمۍ څخه لیری کړای شو.
  17. راجا پرویز اشرف: په 2012 م کال د جون پر 22 نیټه اوولسم صدراعظم وټاکل شو، نوموړی د پاکستان پیپلز پارټي له لوری وه، 275 ورځې یې واکمني وکړه، د صدراعظمۍ څخه لیری کړای شو.
  18. شاهد خاقان عباسي: په 2017 م کال د اګسټ پر 1 نیټه اتلسم صدراعظم وټاکل شو، نوموړی د پاکستان مسلم لیګ نواز له لوری وه، 303 ورځې یې واکمني وکړه، د صدراعظمۍ څخه لیري کړای شو.
  19. عمران خان: په 2018 م کال د اګسټ پر 18 نیټه نوولسم صدراعظم وټاکل شو، نوموړی د پاکستان تحریک انصاف له لوری دي، درې کاله او 235 ورځې یې واکمني وکړه، د صدراعظمۍ څخه لیري کړای شو.
  20. میان محمد شهباز شریف: په 2022 م کال د جون پر 11 نیټه شلم صدراعظم وټاکل شو، نوموړی د پاکستان مسلم لیګ نوازله لوری دی، اوسني صدراعظم دی.

لیکنه: عمران اختر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب