د افطار (روژه ماتي) اړوند شرعي مسایل ۱

د روژماتي دعا

مسئله  :  دروژه ماتي په  مهال  دي دغه دعاکوي   : اللهم ﺇني لك صمت ،وبك امنت  وعلى رزقك افطرت، وعليك توكلت ، وبصوم الغد من شهر  رمضان  نويت ، فاغفرلي  ماقدمت   ومااخرت  . اوچي کله دروژي دماتولو څخه فارغ شی نوبیادي دغه توري وایې : ذهب الظماء ، وابتلت العروق ، وثبت الاجران شاء الله تعالى . کمامر في الحديث .

  الهنديه  ۱ ۲۰۰ 

البته  : په  ابوداو د شريف كي   دروژه ماتي  دعا يواځي  دا توري نقل شوي :  اللهم  ﺇنّي لك صمت  ، وعلى رزقك  افطر ت  :

ملاعلي قاري  رحمه الله   په مرقات ۴۴۲۶ کې كښې  ليكلي  چې د وبك آمنت  او دوعليك توكلت  اونور پاته  كلمات  په حديثوكي  نه دي راغلي   که څه هم معنا يې صحيح  دي  .

دیادوني وړده چې په ماثوره دعاوکي زیادة جائز ده اودغه الفاظ چې دهندیه څخه نقل شوي زیاتره یې ددارقطني اونورسننوپه بیلابیلوحدیثونوکې راغلي : ددي مسئلي په اړه نورتفصیل په وړاندي مضمون [ دروژه ماتي دعاقبلیږي ]کې تیرشوی دی ؛

 په خورما وروژه ماته ول مستحب اوسنت ده

مسئله  :  په  تازه خورما روژه ماتول   مستحب دى  اوکه تازه خورمانه وی نوبیابه وچه خورماروژه ماتول ، اوکه وچه خورماهم نه وی نوبیاپه ابوروزه ماتول مستحب دی .يعني  دروژه ماتي په مهال  له خوراك څخه وړاندي   لمړى   دخورما خورك   مستحب  ده .   وقدمرالاحادیث فیه

المستـــــــــحب في الافطار الرطب  وان لم تجد فتمر وان لم تجدالتمر فالماء . احسن الفتاوى۴۴۳۶

په مالګه روژه ماتول دسنت خلاف عمل ده

مسئله  :   دخـــــورما په ځاى  لمړى  په مالګه  روژه ماته  ول  دسنت  خلاف  عمل ده  . اوبدعت ده . همداراز په نسوارو، سګریټو ، پان  اونورو داډول څیزونولمړی روژه ماته ول مکروه دی .

 اما ما يفعله البعض  بانهم  يفطرون  بالملح  فهو غلط [ ليس له اصل ] بهشتي زيورحص۳۱۵مـــــترجما

البته   :دروژي څخه علاوه په نورووختونوکې دخوراک دپیل کولو وړاندي مالګه څکلو په هکله اختلاف ده فقیه ابواللیث رحمه الله تعالی وایې چي دخوراک څخه وړاندي مالګه څکل مستحب ده 

البستان ص ۳۴۵

په فتاوی هنديه ۵۳۳۷ کي ئې سنة بللي   : ومن السنة ان يبدأ بالملح ويختم بالملح کذافي الخلاصة الخ

خومفتي رشید احمدصاحب رح په احسن الفتاوي ۹ ۹۰ – ۹۱   کي لیکلي : چي دخوراک څخه وړاندي یاوروسته مالګه څکل له هیڅ صحیح حدیث څخه نه ده ثابت شوي په دي اړه چي څومره حدیثونه راغلي ټول موضوعي دي . انظر احسن الفتاوی  .

دلمرلویدوسره سم روژه ماتول سنت ده

مسئله :  دلمر له لويدو سره سم ليږ وروسته   روژه ماته ول  سنت دى   دستورو يا تياري  تر راختلو پوري  دي   روژه ماتول نه ځنډه وي  لكه  په وړاندي  حديث كښي چې ذكر شو همداراز داسنت ده چې له لمانځه وړاندي روژه ماته كړي.

 الهنديه  ۱۲۰۰   المرقات ۴ ۴۲۷ 

دوریېځي په ورځ دروژه ماتي تاخیر

مسئله  : دوریېځي  په ورځ  ترهغه  انتظا ركول ضروري  دي  ترڅو چې دده غالب ګما ن  داشي چې اوس لمر لويدلى  ده . صرف  دمؤذن په اذان دي روژه  نه ماتوي  .

ملاحظه : مګراوس چونکه دټولوخلګوساعتونه شته اودوقت تعین په هوسایې سره کیدی شې . نوداحکم هلته ده چې له دغوآلاتوڅخه څه نه وي .

الشامي  ۳۴۵۹

په روژه کې دماښام داذان او لمانځه په مینځ کې فاصله

مسئله  : په روژه کې دماښام داذآن اولمانځه په مينځ کې  تر پنځلس  منټه پوري  فاصله  كراهيت  نه لري   لهذا په دغه وخت كي   روژه  ماتي     كول  اوبيا   په ارام  سره  لمونځ  ادا كول ښه خبره ده .

كمافي احسن الفتاوى  ۲۱۳۸  وامداد الفتاوى  ۱  ۱۰۴ وفتاوى  رحمية  ۸۲۶۴

وفي المرقاة ۴ ۴۲۳ ولذا قيل الطعام الممتزج بالصلوة خير من الصلوة المختلط بالطعام الخ

وفي الشامي ۲۳۴التاخيرفي صلوة المغرب مکروه الامن عذر سفر ومرض وحضورمائدة .کذافي الطحطاوي ۱۸۳والتاتارخانيه

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب