روژهعبادات، فضایل او آداب

د روژې فرضيت او فضیلت

د روژې فرضيت:

الله تعالی فرمايي: ﴿ يا أيُّها الذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عليكمْ الصّيامُ كَما كُتِبَ علَى الذين مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلّكم تتقونْ ﴾ [البقرة: ۱۸۳].

ژباړه : اې مؤمنانو! په تاسې باندې روژه فرض کړی شوې ده، لکه څرنګه چې تر تاسو ړومبنيو خلکو باندې فرض شوې وه، د دې لپاره چې تاسو کې تقوا پيدا شي.

د رمضان مياشتې فضليت:

الله تعالی فرمايي: ﴿ شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَىٰ وَالْفُرْقَانِ ۚ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ ﴾ [البقرة: ۱۸۵].

ژباړه: «رمضان مياشت هغه ده چې قران مجيد پکې نازل شوی، د خلکو لارښوونه او د هدايت او حق پېژندنې ښکاره نښانې، نو څوک چې له تاسې نه دا مياشت وويني روژه دې ونيسي».

بل ځای کې الله تعالی فرمايي:﴿ إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ ﴾ [القدر: ۱] يقيناً موږ ( دا قرآن کريم) نازل کړی دی د قدر په شپه.

څرنګه چې د قدر له فضليتونو ډکه شپه هم په همدغه مياشت کې داخله ده نو په دې توګه د رمضان المبارک لپاره يو بل برکت هم ثابت شو چې د قرآن کريم نزول په دې مياشت کې شوی له بره اسمانونو څخه د دنيا اسمان ته او بيا په دروېشتو کلو کې د جبرائيل علیه السلام په واسطه په پېغمبر صلي الله عليه وسلم نازل شو.

د روژې نيولو فضليت:

له حضرت ابو هريرة رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: روژه (له دوزخه د ځان ساتلو) سپر دی، نو روژه دار دې نه خرابه خبرې کوي او نه دې د ناپوهانو کارونه کوي او که بل چا ورسره جګړه کوله يا يې ښکنځلې ورته کولې نو دوه ځله دې ورته ووايي چې زه روژه يم، قسم دې په هغه ذات وي چې زما روح يې په لاس کې دی؛ د روژه دار د خولې بوی الله تعالی ته د مشکو له بويه هم خوښ دی، (د الله تعالی حديث قدسي دی) روژه دار زما د رضا لپاره خوراک څښاک او خپل خواهش پرېږدي، دا روژه يې زما لپاره ده او بدله به يې هم زه ورکوم او هره نېکۍ په لس چنده ده. رواه البخاري – ۱۸۹۴.

په دغه مبارک حديث کې الله تعالی جل جلاله روژه د ځان لپاره ګڼلې او ويلي يې دي چې ثواب يې زه ورکوم، حال دا چې عبادات خو ټول د الله تعالی لپاره دي. د دې په وضاحت کې د علماؤ څو اقوال را اخلو:

لومړی: روژه کې ريا نه وي حال دا چې نورو اعمالو کې ريا هم شونې ده، ځکه کېدای شي ځينې خلک نورو ته د ځان ښودلو لپاره ځينې عبادات تر سره کړي، خو روژه يو داسې عبادت دی چې ظاهراً د ځان ښودنې هيڅ اثر پکې نه ليدل کيږي.

دوهم: د نورو عباداتو د اجرونو په هکله هم ځينې روايات راغلی چې د روژې په هکله الله تعالی فرمايي: «كُلُّ عَمَلِ ابْنِ آدَمَ لَهُ إِلاَّ الصِّيَامَ فَإِنَّهُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ» (رواه البخاري عن ابي هريرة).

ژباړه: انسان چې هر عمل کوي د خپل ځان لپاره يې دی، خو روژه يې زما لپاره ده او زه يې بدله ورکوم. يعنې د روژې د اجر اندازه الله تعالی نه ده ښودلې بلکې ويلي يې دې چې اجر يې زه ورکوم، چې دا هم د روژې په زيات اجر دلالت کوي.

دريم: د دې مطلب دا دی چې دا زما لپاره ډېر غوره عبادت دی.

څلورم: د روژې نسبت ځان ته کول د ډېر فضليت، تشريف او تعظيم لپاره دی، لکه: بيت الله.

پنځم: له خوراک، څښاک او شهوتونو ځان ساتل له الهي صفاتو څخه دي، روژه دار په دغو الهي صفاتو سره خپل رب ته تقرب حاصلولای شي نو ځکه الله تعالی هم د روژې نسبت ځان ته وکړ.

د روژې نيولو په هکله نور هم ډېر فضايل روايت شوي، چې يو له هغو څخه د روژه دار لپاره د ريان زېری هم دي.

له حضرت سهل رضي الله عنه څخه روايت دی چې نبي عليه کريم عليه السلام وفرمايل: په جنت کې يوه دروازه ده چې ريان ورته وايي، د قيامت په ورځ به روژه داران له دغې دروازې جنت ته ننوځي، له دوی پرته بل هيڅوک به له دغې روازې داخل نه شي، وبه ويل شي: روژه داران چېرته دي؟ نو هغوی به راپاڅي، له دوی پرته بل هيڅوک به له دې دروازې داخل نه شي، کله چې دوی ننوځي دروازه به بنده شي او هيڅوک به له دې دروازې داخل نه شي.

ريان دروازه د روژه دارو د اکرام او اعزاز لپاره ده، ځکه هغوی په دنيا کې د الله تعالی رضا لپاره لوږې تندې تېرې کړي دي او د ريان معنی سېرابه کول دي، يعنې دوی چې کله جنت ته داخل شي داسې څښاک به وکړي چې بيا به هيڅکله تنده ونه ويني.

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: