درو‌‌ژي دمبارکي مياشتي لپاره غذايي تنظيم

 د روژي په جريان کي بايد زياتره د هغه خواړو څخه استفاده وسي چي د سم دستي هظم کيدلو قابليت ونلري يا په بل عبارت هغه خواړه چي ژر هظميږي بايد د خوړلو څخه يي ډډه وسي خکه ژر هظميدونکي غذا د انسان په بدن کي د 4-3 ساعتونو لپاره د پانه کيدلو قابليت لري په داسي حال چي که چيري هغه غذا چي په بدن کي ژر نه هظميږي وخوړل سي په بدن کي تر 8 ساعتونو دوام کولاي سي.

 

ژر نه هظميدونکي خواړه عبارت دي له حبوباتو او غلي څخه چي مهشهور يي په لاندي ډول دي:اوربشي،غنم،ايږدن،لوبيا،…
فايبر لرونکي خواړه د سبوس لرونکو خوړو له جملي څخه شميرل کيږي چي په هغوي کي مکمل غنم،حبوبات او غله،سبزيجات لکه:مټر(زرغونه لوبيا)نخود،کډو،سبزي،او نور يوناني شيان لکه د لبلبو ريښه چي د اوسپني ښه منبع ده او د سبزيجاتو په ډول خوړل کيږۍ،ميوه جات د پوستکو سره،وچه ميوه خصوصاً وچ کړل شوي زردالو،انځر،الوبخارا او بادام.

په خوراک کي بايد کوښښ وسي چي تر يو حده د مختلفو غذاو د خوړلو څخه استفاده وسي د مثال په ډول: ميوه،سبزيجات،د چرګ،پسه او ماهي غوښه،ډوډي،لبنيات(مستي،شيدي. او داسي نور). د سره کړو خواړو د خوراک څخه بايد پرهيز وسي ځکه سره کړي خواړه زړه بدۍ،د وزن ډيرښت او د سالم هظم د مخنيوي باعث ګرځي.

پرهيز:کوښښ بايد وسي چي د سره کړوغذاو او نورهغه غذاو چي ډيره بوره لري،پرهيز وسي. ډير خوراک او د چايو څښل د پيشلمي په وخت کي د ورځي له طرفه د منرالونو د وتلو سبب کيږي په داسي حال کي چي انسان د ورځي کافي اندازي منرالو ته اړتيا لري.

هغه خواړه چي بايد و خوړل سي:د مختلفو خوړو چي په زياته پيمانه کاربوهادرتونه ولري بايد وخوړل سي ځکه دا خواړه د ورځي له طرفه د لوږي مختيوي کوي. بادام د لږ نشايسته په درلودلو سره د پروټين او فايبر يوه ښه منبع ده،کيله همدا ډول د پوټاشيم،مګنيزيم او کاربو هايدرتونو په درلودلو سره يوه فايده منه ميوه ده.
مشروبات:د روژه مات د وخته څخه بيا تر بديدلو پوري بايد د ميوي اوبه په کافي اندازه سره و څښل شي تر څو مو بدن د اوبو اندازه پر وخت سره پوره کړي وي..‎

ستومانۍ(د ويني د فشار کښتوالي):د خولو ډير بهيدل،کمزورتيا،ستړيا،د انرژي کمښت،سربدالي خصوصاً د راولاړيدلو په وخت کي،د رنګ ژړوالي او ضعيف کيدل دا ټول د ويني د کښته فشار علايم دي. نوموړي علامي ډير د ماسپښين لخوا ښکاره کيږي ځکه چي په دغه وخت کي عموماً د مايعاتو او مالګو اندازه را ټيټيږي.

علاج: د ځان يخ ساتل، د مالګو او مايعاتو په کافي اندازه تر لاسه کول دي.
په قران شريف کي ددي ټولي موضوع اړوند سورت دي: وخوري او وڅښي مګر د حد څخه تيري مه کوي.

ترجمه: مصطفيَ کندهار‏

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب