
د روژې حکمت او فلسفه څه ده؟
د رمضان روژې په فرضيت کې د الله پاک لوی حکمتونه، غوره مقاصد او ښې پايلي نغښتي دي چې ځينې يې په لاندې ډول دي:
۱- په زړه کې اخلاص او تقوی رغېدل، ځکه چې له روژې څخه د روژه نيونکي يوازينۍ موخه د الله جل جلاله رضا او آخرت ته توښه برابرول او د الله وېره مقصد وي، له همدې امله د روژې د فرضيت آيت هم په دې ټکو پای ته رسېدلی چې: لعلکم تتقون. معنا دا چې ښايي تاسو د همدې فرضيت په ادا کولو د تقوی درجې ته ورسيږئ او ځانونه له هغه څه څخه وساتئ چې نه درسره ښايي.
۲- روژه روح ته غزا ورکوي، نفس ته د استقامت ځواک ورکوي او د زړه په پاکوالي کې مرسته کوي.
۳- روژه په انسان کې ارادي ځواک، د تکل رښتونوالی، او د نفس د ناوړه عادتونو له منځه وړلو ځواک پياوړی کوي او د صبر په مټ د تکليفونو ګاللو وړتيا وربخښي. دغه راز روژه د انسان عقل پر شهواتو غالبوي چې بيا د همدې په مټ د شر پر ځای د خير کارونو ته ډېر متوجه کيږي.
۴- روژه بشري نفس ته هم روزنه ده، د انسان عادت دادی چې د يو نعمت په ارزښت هله پوهيږي چې ورڅخه بې برخې شي او يا ورته اړ شي؛ نو روژه نيونکی چې کله د لوږې درد وويني، د نېستمنو او بې وزله خلکو له حاله خبريږي او د هغوی مرستې او لاسنيوي ته يې پام را اوړي.
۵- په روژه نيولو کې له روحاني مخلوق او مقربو پرښتو سره مشابهت دی؛ نو مسلمان ته ښايي چې په روژه کې د پرښتو په شان يوازې د الله په ذکر، تسبيحاتو، تلاوت او دعاوو بوخت وي او يوازې د خيټې په غم کې نه وي ورک(۱).
۱- حکمة التشریع وفلسفته: ۱۳۲- ۱۳۷ ط: المکتبة الحقانية
سرچینه: روژه – افغان بنسټ