زنا او جنسي اړیکي ولې حرامي دي؟ -په نبوي سنتو کې علمي اعجاز ۳

د جاهلیت په زمانه کې په عربو او نورو قومونو کې زنا او نوري جنسي اړیکي روا او عادي کار و، هغه مهال متعه روا وه، او آن له محارمو سره زنا کیدله، لواطت او دعاره هر ځای عام ترسره کیده، د ښځو او نرو ګډ مجلسونه، میلې او ګډا او نوري بداخلاقۍ په ټولنو کې داسي کارونه وو چې هر چا خپل طبیعي حق باله او پرخلاف یې چا هیڅ نشوی ویلی. ملحدين او کفار د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه فکر کوي چې خپل دین (اسلام) یې له ځانه جوړ کړی دی، که د دوی خبره سمه وي نو هغه ولې د هغه وخت د دې منل شوي کار (زنا) مخالفت وکړ؟ ظاهراً خو د هغه ګټه په دې کې وه چې زنا او فحاشي یې تائید کړې او آن ستايلئ وی، خو ده بیا هم د زنا او فحاشي سخت مخالفت وکړ او دا کارونه یې سخت حرام او د سختې سزا وړ وبلل، په دې اړه څو حدیثونه رااخلو.

1) عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وایي له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مې پوښتنه وکړه چې د الله په نزد کومه ګناه ډېره لویه ده؟ هغه وویل: دا چې له الله سره شریک وګرځوې او هغه ته پیدا کړی یې، ما ورته وویل: بیا کومه ګناه ډېره لویه ده؟
ده وویل: چې د لوږې له ډاره خپل زوی ووژنې، ما ورته وویل: بیا کومه ګناه ډېره لویه ده؟ ده وویل: د خپل ګاونډي له ميرمني سره زنا کول. عن عبدالله بن مسعود رضي الله عنه قال: سألت رسول الله صلى الله عليه وسلم: أي الذنب عند الله أكبر ؟ قال: ” أن تجعل لله نداً وهو خلقك “. قلت : ثم أي ؟ قال: ” أن تقتل ولدك خشية أن يطعم معك ” قلت: ثم أي ؟ قال: ” أن تزاني بحليلة جارك. متفق عليه.
2) رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: کله چې بنده زنا کوي ایمان ور نه ووځي لکه چتر په سر یې ولاړ وي کله یې چې پرېږدي بیرته ور وګرځي. قال صلى الله عليه وسلم: إذا زنى العبد خرج منه الإيمان فكان على رأسه كالظلة، فإذا أقلع رجع إليه.
رواه أبو داود والترمذي.

3) رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: په کوم کلي کې چې زنا او سود خوړل ښکاره شي نو هغوی پخپلو ځانونو د الله عذاب نازل کړ. قال صلى الله عليه وسلم: إذا ظهر الزنا والربا في قرية فقد أحلوا بأنفسهم عذاب الله. رواه الطبراني وغيره .
4) رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایي: په کوم قوم کې چې زنا پیدا شي او هغوی یې ښکاره او اعلان کړي، په دوی کې به داسي طاعون، وبا او دردونه عام شي چې هغه به یې په پلرونو او نیکونو کې نه وو . قال النبي الكريم صلّى الله عليه وسلم: لم تظهر الفاحشة في قوم قط حتى يعلنوا بها إلا فشا فيهم الطاعون والأوجاع التي لم تكن مضت في أسلافهم الذين مضوا. [رواه ابن ماجه].

لکه مخکي مو وویل د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د دې شیانو مخالفت او حرام ګرځول په ښکاره د ده له پاره لوی تاوان و، ټولو خلکو یې مخالفت وکړ دی یې ساحر او لیونی وباله دی او د ده کمزوري ملګري یې تر شکنجو او تعذیبونو لاندي ونیول، نو اصلي خبره دا ده چې د دې شیانو او کارونو مخالفت او موافقت د ده د خپلو ګټو پراساس نه وو، بلکي دا الهي وحي وه او په دې کې د خلکو خیر او صلاح نغښتی و . هغه مهال له فحاشي او زنا په داسي توګه د خلکو منعه کول لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې منعه کړي؛ د تعجب وړ و، ځکه رسول الله صلی الله علیه ولم د زنا طبي اضرار په ګوته کړي دي، راځو دې ته چې د رسول الله دا خبرې نوي علم څنګه ثابتي کړې او تائید کړې دي.

د ملګرو ملتونو مختلفي څيړني ښیي چې د جنسي ناروغیو لامله په نړۍ کې هر کال په ملینونو انسانان مري او د دې ناروغیو یواځنی سبب زنا ده، د cnn په ویب پاڼه کې د څیړونکو یو ریپورټ وایي چې د ايډز ناروغي هره ورځ مخ په زیاتیدو روانه ده، سره له دې چې د نړۍ مختلفو ادارو د ايډز د مخنیوي له پاره خورا زیاتي هڅې کړې دي او ملیاردونه ډالر یې مصرف کړي دي خو تراوسه لا نه دي بریالي شوي، له کال 1981 م نه تراوسه پوري ايډز له 25 ملیونه زیات وګړي وژلي دي، او فعلاً په نړۍ کې 33 ملیونه انسانان د ايډز په ناروغي اخته دي او د مرګ انتظار کوي. د امریکا متحده ایالات د ايډز په اړه په څیړنو په کال کې 250 مليونه ډالر لګوي. په کال 2008 م کې د ايډز له لاسه 20 بلیونه ډالر تاوان شول.
ښکاره خبره ده چې ايډز نوې ناروغي ده د Aids ویروس په کال 1981 م د امريکا په کالیفورنیا ولایت کې د یوه ځوان له تشخیص وروسته پیدا کړل شو، او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: په کوم قوم کې چې زنا پیدا شي او هغوی یې ښکاره او اعلان کړي، په دوی کې به داسي طاعون، وبا او دردونه عام شي چې هغه به یې په پلرونو او نیکونو کې نه وو .
لم تظهر الفاحشة في قوم قط حتى يعلنوا بها إلا فشا فيهم الطاعون والأوجاع التي لم تكن مضت في أسلافهم الذين مضوا. دا حدیث بیخي لکه د نن ورځي د حالاتو په رڼا کې ویل شوی وي او بیخي روښانه ده. په حدیث کې به د (حتي یعلنوا بها) جملې ته تم شو، سبحن الله! زنا د غربي نظام ترولکې لاندي هر دولت اعلان کړې ده او د هغو په نزد دستوري جواز لري او د مختلفو هیوادونو پارلمانونو له عامې زنا پرته په مختلفو وختونو کې نورې ډول ډول جنسي اړیکي روا اعلان کړې دي او رسنیو تر خلکو رسولې دي . العباد بالله.

your ads

ليکوال: حامد افغان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب