د رحمت پیغمبر د هغوى له سترګو

 په نړۍ كې كامل او پوره بلونكي د ګوتو په شماروي. د بلونكي ،مفكر، منتظم، مشر او قايد ټولې ځانګړتياوېپه يووخت کې په يو شخص كې  راغونډيدل شاذ او نادر دي او همدا اصل سترتوب او عظمت دى،خو نړۍ د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په وجود كې، د غوښې او پوستكي د انسان په بڼه، دا ټولې ځانګړتياوې ليدلي دې

هدایت الله حمیدی

 الفضل ما شهدت به الاعدا

نبي کريم صلي الله عليه وسلم هغه سپيڅلې هستي وه چې نړۍ ته يي د سولې ، امن او سوکالۍ پيغام راوړ، هغه مهال چې يو انسان د بل انسان د وينو تږى وو نو دغه ستر شخصيت په نړۍ کې د سوکالۍ او هوساينې توغ پورته کړ.هلته چې بشريت نور له ژوندانه څخه ستومانه شوى وو نو همدغه د انسانيت لوى محسن د معنويت نه په خالي انساني كالبوت کې نوې ساه پوکړه ، هغه يي په خوځښت راوسته او د نوي ژوند لپاره يې هغه ته داسې نوې تګلارې وروښودلې چې پلي كيدو يې په بشري ټولنو کې د ورورولۍ او مينې فضا رامنځ ته کړله. هغه يواځې په خبرو او تقريرونو بسنه نه كوله بلكې عملاً يې د هوسا ژوند نمونې خلكو ته وړاندې كړې . يثرب ته په مخ را اړولو سره يې تر هرڅه د مخه د اوس او خزرج ترمنځ د جګړې هغه اور مړكړ چې تر سلګونو كلونو پورې يې لمبې بلې وې او د ډيرو ځوانانو ككرۍ يې خوړلې وې، نه يواځې دا چې د جګړې اورمړ شو بلكې د الله په مرسته د انساني تاريخ دغه ستر او عظيم شخصيت په ډيره كمه موده كې هغه پروني دښمنان د نن ورځې تر ټولو خواږه دوستان وګرځول.prophet muhammad full

له پيړيو راهيسې د لويديځ معتصبو ليكونكو د اسلام د ستر پيغمبر (ص) په اړه خپل ناوړه قلمونه خوځولي دي او د دغه سپيڅلي انسان په شان كې يې له بې انصافۍ څخه كار اخيستى دى . خو دا ناپوهان لدې څخه ناخبره دي چې لمر هيڅكله په دوو ګوټو نه پټيږي او يوه ورځ به خامخا د دغه لمر وړانګې د لويديځ تياره گوټونه روښانه كوي . لكه څنګه چې اوس عملا ګورو چې په اروپا او امريكا كې هر كال په لس ګونو او ان په سل ګونو كتابونه د دغه رحمت د پيغمبر د سپيڅلي ژوند په هكله ليكل كيږي.

كه څه هم د پيغمبر (ص) ستروالى، لوى مقام او سپيڅلي اخلاق د لويديځوالو ليكونكو او د نظر د خاوندانو تاييد ته اړمن ندي ځكه الله تعالي پخپله هغه په نيكه توګه ستايلى دى او بيا مسلمانو ليكونكو الحمد لله د تاريخ په اوږدو كې د هغه د سپيڅلي سيرت پوره حق ادا كړى دى او د هغه په هكله يې د اسلام د لومړيو پيړيو څخه بيا تر ننه پورې غوره كتابونه ليكلي دي خو بيا هم د دې لپاره چې هغه وتلې خبره ده چې ( الفضل ما شهدت به الاعدا) نو په لاندې توګه د لويديځ د هغو مشهورو نامسلمانو ليكوالو،سياستوالو، تاريخ پوهانو او د نظر خاوندانو چې كه څه هم د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم پيغمبري نه مني خو د هغه د سپيڅلي او هراړخيز شخصيت په اړه په زړه پورې ليکنې لري، څه ليكني را اخلو چې په بيلابيلو وختونو كې يې د اسلام د ستر پيغمبر په اړه خپل نظرونه ښكاره كړي او د هغه ريښتينولي يې تاييد كړى ده .
د يادولو وړ ده چې ځينې نامسلمان ليكوالان حضرت محمد (ص) ته د اسلام د دين د بنسټ ايښودونكي (founder) په سترګه ګوري او قرآن كريم د هغه ليكل شوى كتاب بولي چې دا د هغوى يوه تير وتنه ده او موږ مسلمانان پدې باندې كلك باور لرو چې حضرت محمد (ص) د الله تعالى وروستى پيغمبردى چې د ټول بشريت لپاره يې غوره كړى دى او قرآن كريم د الله تعالى له لوري وروستى نازل شوى كتاب دى چې د انسانانو د لارښونې لپاره يې را استولى دى. درانه لوستونكي دې دا ټكې د هغوى د نظرياتو د لوستلو په وخت كې په پام كې ونيسي.

د تاريخ ستر مصلح

1. سر ويليام موئير (1819-1905م.) نوماند بريتانوى تاريخ پوه په خپل كتاب (د محمد ژوند) كې ليكي : ” د محمد (ص) دين آسانه او خبرې يې څرګندې وې. كوم كارونه يې چې تر سره كړي دي، عقل ورته حيران دى، د نړۍ په تاريخ كې داسې ستر مصلح ندى تير شوى چې په دومره كمه موده كې يې زړونه راويښ كړي وي، ټولنېز اخلاق يې له سره ژوندي كړي او د ښيګڼو بنسټونه يې ايښي وي. ” [i]

د تاريخ نوميالى

2. دكتر گوستاولوبون (1841-1931م) مشهور فرانسوى ليكوال د پيغمبر (ص) د شخصيت په هكله داسې وايي: “كه چيرې غواړو د نړى د سترو انسانانو لويوالى او ارزښت د هغوى د كړنو او آثارو په رڼا كې وتلو نو بې له شكه بايد ووايو چې محمد د تاريخ د نومياليو په منځ كې ستر نوميالى دى. تيرو مؤرخينو د مذهبي تعصباتو له امله د هغه كړنو ته ارزښت ندى وركړى ، اما په ننني عصر كې مسيحي تاريخ ليكونكي اړ شوي دي چې د هغه په هكله د انصاف خبره وكړي. “[ii]

د طبيعت د زړه ناره

3. توماس كارلايل(1795-1881م) انګريزى ليكونكى او مورخ په خپل كتاب ( تحقيقات) كې ليكي:”د صحرا دغه بچى چې د لوى زړه ، تورو اغيزناكو سترګو او ټولنيز روح خاوند وو، له ځان سره يې پرته له ځان غوښتنې څخه هر ډول افكار درلودل ، څه يو آرام او لوى روح! هغه له داسې انسانانو څخه وو چې پرته له مينې او عاطفې څخه يې بل څه نه پيژندل او فطرت مخلص ، نرم زړى او مينه ناك پيدا كړى وو. د دغه انسان وينا د طبيعت د زړه ناره ده، خلك بايد هرو مرو هغه ته غوږ شي او كه داسې وينا وو ته ځير نشي نو بيا هيڅ يو كلام د غوږ نيولو ارزښت نلري، ځكه د هغه د خبرو په وړاندې نورې ټولې ويناوې د بيديا د باد په شان دي.

له ډير وړاندې څخه د دغه انسان په ذهن كې په زرګونو پوښتنې را ګرځيدلې چې هغه به يې ځورولو ، هغه به له ځان څخه پوښتل : زه د څه لپاره يم؟ او دا لويه كارخانه چې په پكې اوسيږم او خلك ورته نړى وايي د څه لپاره ده ؟ ژوند څه دى؟ زه بايد په څه باندې ايمان ولرم؟ څه بايد وكړم؟
د دښتو پنډو پڼډو ريګونو او د حرا د غره لويو لويو كاڼو هغه ته هيڅ ځواب نه درلود . شنه آسمان د دومره ستروالي، شان او شوكت او ځلاندو ستورو سره چې نړۍ يې روښانه كوله ، هغه ته ځواب نشواى وركولاى .له هيڅ لوري هغه ته ځواب نه وركول كيدو. يواځې د هغه روح او اللهي وحى وه چې د هغه دا پوښتنې يې ځواب كړلاى شوې. “[iii]

د انساني تاريخ د لويانو لوى

4. پروفسور ويل دورانت ، امريكايى مؤرخ ليكي : ” كه چيرې په خلكو كې د دغه لوى انسان د اغيزې كچه وگورو، نو بايد ووايو چې حضرت محمد (ص) د تاريخ په لويو انسانانو كې تر ټولو لوى وو. هغه پدې هڅه كې وو چې د هغه قوم علمي او اخلاقي كچه لوړه كړي چې د بيديا ګرم او وچ چاپيريال په وحشي توګه روزلي وو . هغه پدې لاره كې داسې بريا تر لاسه كړه چې د نړۍ د ټولو مصلحانو تر برياوو څخه لوړه وه. د هغه په شان به ډير كم كسان ومومو چې خپلې ټولې هيلې او هڅې يې د دين په لار كې كارولې وې ، دا ځكه چې هغه په خپل دين باندې باور درلود.
هغه د صحرا له تيت او پرك بت پالونكو پرګنو څخه يو واحد امت رامنځ ته كړ . هغوى ته يې داسې دين راووړ چې له يهوديت، عيسويت او د عربو له پخواني دين څخه ډير غوره وو، هغه يو ساده ، روښانه ، او په معنوياتو ځواكمن دين چې بنسټ يې پر شجاعت ولاړ وو راووړ چې د يوې پيړۍ په
اوږدو كې په سلو جګړو كې بريالي شو او لويه امپراطوري يې رامنځ ته كړه او زمونږ په دور كې هغه مهم قوت دى چې په نيمه نړۍ كې اغيز لري.”[iv]

د انسانيت ژغورونكى

5. جورج برنارد شاه (1856 –1950) د انګلستان ستر مورخ او مفكر وايي:” په راتلونكو سلو كلونو كې به د نړۍ دين اسلام وي، خو هغه اسلام نه چې د نن ورځې د مسلمانانو دين دى، بلكې هغه اسلام به وي چې د محمد (ص) په وخت كې يې د انسانانو په زړونو ، دماغونو او ارواحو كې ځاى نيولى وو. كه په انګلستان باندې كوم مذهب واكمني ټينګوي نو زما په اند خو هغه يواځې اسلام كيدلاى شي او بس.زما باور دى چې كه د نننۍ نړۍ قيادت او مشري د محمد (ص) په څير يو انسان ته وسپارل شي، نو د نړۍ د ټولو ورپيښو ستونزو په حل كولو كې به بريالى شي،او دنيا به د امن،سوكالۍ،او نيكمرغۍ زانګو وګرځوي.
ما هغه (محمد صلى الله عليه وسلم) مطالعه كړ .هو! همغه زړه راښكونكى انسان ، زما په اند خو د عيسىٰ عليه سلام په ځاى بايد همده ته د انسانيت د ناجي لقب وركړل شي.ما د محمد (صلى الله عليه وسلم ) د عقيدې په اړه دا وړاندوينه لا د مخه كړې ده چې دا ګروهه به ارومرو د سبانۍ اروپا لپاره داسې د منلو وړ وي لكه څرنګه چې نننۍ اروپا ته يې منل پيل شوي دي.
زما دا هيله ده چې د دې پيړۍ تر پايه به د بريطانېې امپراطوري د محمد (ص) لارښونې په ټوليزه توګه خپلوي. د انساني ژوند په اړه د محمد (ص) د افكارو او نظرياتو څخه ځان لرې ساتل ممكن نه دي.هغه د يو مذهب تبليغ وكړ ، د يو دولت بنسټ يې كيښوده ، يو ملت يې جوړ كړ ، اخلاقي ارزښتونه يې رامنځ ته كړل او يو زيات شمير سياسي او ټولنيز اصلاحات او سمَوَنې يې رامنځ ته كړې.
محمد داسې يوه ځواكمنه او خوځنده ټولنه رامنځ ته كړه چې د هغه لارښونې يې په عمل كې پياده كولې او په بشپړ ډول يې انساني افكار او كلمات د تل لپاره بدل كړل. په منځنيو پيړيو كې راهبانو د خپلې ناپوهۍ او تعصب پر اساس خلكو ته د اسلام خورا ناوړه انځور وړاندې كړى دى. هغوى د اسلام او محمد (ص)پر ضد منظم پاڅون چلولى دى ،دا ټول راهبان په غلطه وو، ځكه چې محمد (ص)يوه ستره هستي ده او په سمه معنى د انسانيت ژغورونكى وو.”[v]

د محمد (ص) اغيز او جلال

6. ادوارد ګيبين (1731-1794م.) د انګلستان نوميالى مورخ په خپل كتاب(د روم د امپراطورۍ تاريح او انحطاط ) كې د اسلام د پيغمبر (ص) د شخصيت په هكله ليكي:” د وينا له پيل څخه وړاندې به د هغه مخاطبين كه به يو كس وو او كه ډير ، د هغه د نيكې رويې، مينې، لطف او نرمۍ څخه اغيزمن شول او ټول پام به يې د هغه لوري ته واړولو. ښكلې صورت ،اغيزناكه څيره، نافذې سترګې، نرمه او زړه راښكونكې موسكا ، ګڼه او نوراني ږيره، داسې څيره چې د هغه د ټولو احساساتو څرګندويي يې كوله ، او بالاخره داسې كلمات او الفاظ به يې د خبرو لپاره غوره كول چې ټول اوريدونكي به يې دې ته اړ كړل چې د هغه په وړاندې د احترام او درناوي غز پورته كړي. هغه په فردي او ټولنيز ژوند كې په پوره غور سره د خپل ټاټوبي دودونه مراعات كول ، د بډايو او بيوزلو انسانانو په وړاندې د هغه تواضع په يو شان وه. خبرې به يې داسې څرګندې وې چې د شك او پټې څرك به پكې نه تر سترګو كيده . د ملګرو سره به يې چې په كوم ډول چلند كولو ، په همغه شان به يې د ټولو خلكو سره د ټولنيزو آدابو په رڼا كې رويه كوله.حافظه يې قوي او ادراك يې لوړ وو، سوچ او تصور يې عالي وو ، قضاوت يې څرګند، عادلانه،چټك او قاطع وو.هغه د فكر او سوچ او هم د عمل او اقدام توان درلود.د هغه پلان كه څه هم په تدريج سره په بريا پر مخ روان وو ، خو له هماغه پيل څخه د هغه د عالي نبوغ ښكارندوى وو.”[vi] ( زه په يوه خداى باور لرم او په محمد چې د الله ريښتينى پيغمبر دى.) دا د اسلام ساده او بې مثاله گروهه او عقيده ده . د ديندارى هغه انځور چې محمد وړاندې كړ ، په بل هيڅ دين كې سارى نلري. د پيغمبر راوړي پيغام په هيڅ شان د انسان كرامت او ارزښت ټيټ نكړ . هغه (ص) خپله عقيده او دين په خپل عملي ژوند كې پلى كړ.” [vii]

د آسيا وياړ

7. جان ديون پورت (1789-1877م.)وتلى انګليسى اسلام پيژندونكى په خپل كتاب ( د قرآن او محمد په وړاندې د تقصير عذر ) كې ليكي : ” هغه ليكونكي چې په پټو سترګو د تعصب تر اغيزې لاندې راغلي او بې لارې شوي دي او په پايله كې يې د توحيد د دين د راژوندي كوونكي په شان كې سپكاوى كړى دى ، هغوى دا جوته كړې ده چې نه يوازې دا چې د عيسې (ع) غوندې پيغمبر د خير غوښتنې روحيې په دوى باندې اغيزه نده كړې، بلكه په قضاوت كې هم په خطا باندې تللي دي . ځكه چې كه چيرې يې لږ شانته سوچ هم كړى واى نو دا به ورته جوته شوې وه چې د پيغمبر او د هغه د ښوونو په هكله بايد د يوه مسيحي يا اروپايي له نظره نقد ونشي، بلكې پدې هكله بايد د يوه ختيځ فكر له مخې قضاوت وشي . په بل عبارت د محمد شخصيت بايد د يوه ديني مصلح او قانونګذار په توګه چې په اوومه عيسوي پيړۍ كې يې په آسيا كې سترګې وغړولې مطالعه شي ، پدې توګه به جوته شي چې كه بيا موږ هغه د هغو سپيڅلو نوابغو په سر كې رانولو چې نړۍ تر اوسه روزلي دي ، نو دا به مو د هغه په شان كې تيرى كړى وو . بې له شكه بايد هغه يواځينى شخصيت وګڼو چې آسيا د داسې يوه بچي په درلودلو په ځان وياړي.كه چيرې د عربو حالت د هغه له راتګ څخه وړاندې په پام كې ونيسو او بيا يې د هغه له راتلو سره پرتله كړو ، او كه چېرې موږ د هغې مينې او علاقې په هلكه چې د هغه د لارويانو په زړونو كې را ژوندى شوه او تر اوسه هم لا موجوده ده سوچ وكړو ، نو په يقين سره به راته جوته شي چې كه چيرې موږ د داسې لوړ شخصيت د ستاينې او اكرام څخه ډډه وكړو نو ښكاره بې انصافي به مو كړې وي. ” [viii]

د تاريخ ستر نابغه

8. كارن آرمسترنګ ، وتلى دين پيژندونكې چې په اسلام، يهوديت، مسيحيت او بوداييزم باندې يې ليكنې كړې دي ، په خپل كتاب ( د محمد ژوند ليك ) كي ليكي : كه چيرې موږ محمد (ص) ته په همغه نظر وګورو چې د تاريخ لويې څيرې مطالعه كوو، نو په آسانۍ سره به دې پايلې ته ورسيږو چې هغه د تاريخ تر ټولو ستر نابغه وو. دا مقام هغه ته د قرآن د راوړلو يا د يو ستر دين د بنسټ ايښودلو او د پوځي فتوحاتو له امله نه وركول كيږي، بلكې دا د هغو ځانګړيو شرايطو له امله وركول كيږي چې هغه پكې وده وكړه، مبارزه يې وكړه او پكې بريالى شو. ” [ix]

شريف انسان

9. د نړۍ تر ټولو ستر دايرۀ المعارف ENCYCLOPEDIA BRITANICA په دولسم ټوك كې ليكي: په لومړنيو سرچينو كې د تفصيلاتو يو ستره برخه دا په ډاګه كوي چې هغه (محمد ص) يوداسې شريف ، ريښتونې او صادق انسان وو چې په خپل وخت كې يې د ټولو هغه خلكو احترام او درناوى ځانته را اړولى وو چې د ده په څير شريف او درانه وو” [x]

اغيزمن انسان

10. جان ويليم ډراپر(1811-1882 )امريكايي ساينس پوه،فيلسوف او تاريخ پوه وايي :”د قسطنطين له مرګ نه روسته په ۵۶۹ ميلادي كال د عربو په مكه كې هغه انسان سترګې وغوړولې چې د ټولو انسانانو څخه زيات يې په انساني ټولنه اغيز پروت دى! دا انسان محمد ) ص ( دى .” [xi]

نيكه بيلګه

11. د هندوستان د ميسور په ښاركې د نجونو د ارټس كالج د فلسفې د څانګې مشر پروفيسر راما كرشنا راو د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په اړه وايي:” د حضرت محمد [صلى الله عليه وسلم] د شخصيت ټولو اړخونو ته رسيدل ستونزمن دي .زه يواځې د هغه يو څرك ګورم چې د ښكلو انځورونو يوه ښكلې لړۍ ده. هغه محمد (ص) يو جنرال وو، محمد پاچا وو ، دا محمد سرلښكر وو ، هغه يو سوداګروو ، دغه محمد بلونكى او دعوتګر وو ، همدا محمد يو خطيب وو ، دا محمد يو مصلح وو ، دا د يتيمانو پناځاى وو ، ميرمنو ته د خلاصون وربښونكى وو ، هغه قاضي وو ، هغه ولي وو او دغه ټول لوړ او سپيڅلي كردارونه په يو عظيم شخصيت كې راټول شوي وو.
محمد صلى الله له ديندارۍ نه هم ډيرلوړ وو پر هغه صلى الله عليه وسلم د انسانيت بريدونه ختم شوي وو. د انسانانو سره مينه او خواخوږي د هغه په خټه كې اغګل شوې وه .د انسانانو چوپړ ، د هغوي د شان لوړول ، تزكيه او پاكوالې ، هغوي ته سمه لارښول او د انسان څخه ريښتونى انسان جوړول د هغه د ژوند موخه وه . د الله دغه رسول په ټولنه كې په دومره ستره كچه بدلون راوست چې د عربو عزتمندو او درنو كورنيو بيا حبشي غلام حضرت بلال ته د لورانو د وركړې وړانديزونه كول.
د نړيوالې ورورولۍ او انساني برابرۍ لپاره چې هغه صلى الله عليه وسلم كوم اصول نړۍ ته وړاندې كړل په ټولنيز لحاظ د بشريت د سرلوړي لامل ګرځيدلي دي. محمد صلى الله عليه وسلم د ويرې او جګړې پرمهال هم ، د جګړې ډګر په انساني ارزښتونو ښكلې كړ. په ټينګه سره يي لارښونه وكړه چې خيانت مه كوئ ، چل او دوكه مه كوئ، پرژمنو وفا وكړئ، وعدې مه ماتوئ، غړي مه غوڅوئ، كوچنيان، ميرمنې او زاړه سړي مه وژنئ، د خرماوو ونې مه غوڅوئ او مه يې سوځوئ ، ميوه لرونكې ونې هم مه غوڅوئ ، په راهبانو او عبادت كونكو باندې يرغل مه كوئ . هغه صلى الله عليه وسلم چې د خپل ځان د دښمنانو سره كوم سلوك وكړ ، د هغه د پيروانو لپاره يوه ستره نمونه ده ” . [xii]

لومړى مقام

12. ميكايل ايچ هارټ په خپل كتاب [ د نړۍ د سلو سترو اغيزلرونكو انسانانو مراتب] كې په خپل اند د نړۍ سل نوماند شخصيتونه پرتله كړي دي او محمد صلى الله عليه وسلم ته يې تر ټولو لومړى مقام وركړى دى ، هغه پدې هكله وايي:” كيداى شي زما دا غوراوى چې ولې مې محمد د نړۍ د سلو سترو اغيزلرونكو انسانانو د لست په لومړي سر كې راوست ډيرو ته ناآشنا وبريښي او كيدلاى شي نور ډير زما دا كار د پوښتنې لاندې راولي خو ليكن هغه (محمد) په انساني تاريخ كې يوا ځينى سړى دى چې د ژوند په مذهبي او غيرمذهبي دواړو اړخونوكې له حده اوښتى كامياب وو. زما په اند هغه د دې وړ دى چې د نړۍ تر ټولو اغيزناك شخص وبلل شي.” [xiii]

د مهربانۍ جوهر

13. ديوان چاند شرما ليكي :” محمد صلى الله عليه وسلم د مهربانۍ جوهر وو ، د هغه اغيز تل د هغه په چار چاپير خلكو كې محسوس شوى او هيڅكله د هغه اغيز هيركړل شوى نه دى” [xiv]

توره نه، بلكې اخلاقي لوړتيا

14. د هندوانو ستر سياسي مشر او لارښود مهاتما ګاندي د پيغمبر (ص) په هكله ليكي: “ما غوښتل د هغه بهترين انسان په اړه وپوهېږم چې د ميليونونو انسانانو په زړونو واكمن دى . کله مې چې د هغه د ژوندليک دوهم ټوک بنداوه نو په دې مې افسوس کاوه چې ما د دغه ستر شخصيت د ژوند په اړه پوره معلومات نه درلودل. زه په پوره يقين او ډاډ سره ويلاى شم چې اسلام د تورې په زور برى او غلبه نده موندلې بلكه د هغې بنسټ د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم اخلاص، د ژوند ساده توب، پرځان بشپړ ډاډ ، خپلې سپيڅلې موخې ته ژمنتوب، د ملګرو سره وفاداری ، د هغه زړورتيا ، د ډار نه موجوديت او په خپل کار او هدف کې د الله بشپړاطاعت او مننه او په الله تعالى باندې پوره باور او ايمان وو. هو! همدغه شيان وو چې هرڅه يي د هغه مخې ته راوړل او پرټولو ستونزو او خنډونو يي هغه ته بری وركړ، نه توره.
هغه روحاني لارښود وؤ . بلكې زه د هغه لارښونې تر ټولو غوره ګڼم .د نړۍ هيڅ روحاني لارښود د الله د پادشاهۍ دومره جامع انځور ندى وړاندې كړى څومره چې د اسلام پيغمبر وړاندې كړى دى. كله چې لويديځ د جهالت په تيارو كې ډوب وو د ختيځ په اسمان يو ځلانده ستورى راوخوت او ټولې انديښمنې او لالهانده نړۍ ته يې راحت او رڼا وبښله.

اتل

15. توماس کارليل په خپل کتاب [ اتلان او سترتوبونه ] کې ليكي :” بايد پوه شو چې هغه څنګه شخصيت وو ، تاسې يې چې هر څه نوموى خوښه مو،خو زه دا په ډاګه سره وايم چې د نړى د هيڅ امپراطور د تاج او تخت سره سره د خپلو پيروانو له خوا د دغه شخص په شان چې جامې به يې پخپله مينځلې او بوټ به يې پخپله ګنډل اطاعت ندى شوى.دغه كس درويشت كاله د ستونزو او كړاوونو سره ژوند وكړ او داسې ستونزمنې آزموينې يې تيرې كړې چې زه يې اتل بولم او د دې وړ دى چې اتل وبلل شي.څه ډول دغه انسان په ېواځې توګه د دوه لسيزو نه په کم وخت کې وکولای شو چې جنګی پرګنې ، او بې ريښو کوچيان په يو مهذب ، متمدن او ځواکمن قوم بدل کړي.
د نړى په ګوټ ګوټ كې د يتيمانو پالنځايونه د هغه د لورينې او احسان پوروړي دي،هغه څوك چې پخپله هم يتيم پيدا شوې وو.
په يوه فطري چاپيريال كې را لوى شوي دغه شخص كې د انسانيت ، نيكۍ او وروګلوۍ ټولو فطري ځواكونو سر راټوكولې وو” [xv].

غوره ملګرى

16. باسورټ سميث د بريطانيې نامتو مسيحي پوهاند په خپل كتاب ( محمد او محمديت) ليكي: ” په نړۍ كې هيڅوك د محمد (ص) په څير دوست او ملګرى نشي ښودلاى ، دا د هغه د ستر شخصيت اغيزه وه چې د اسلام په لومړيو ورځو كې يې خپل څنګ ته داسې ملګري را ټول كړل چې د مكې تر ټولو غوره انسانان وو.
هغه (صلى الله عليه وسلم) د دولتي او مذهبي چارو دواړومشر وو . د هغه په ځان كې قيصر(واكمن) او پاپ ( مذهبي مشرتوب) دواړه يوځاى شوي وو. داسې مذهبي مشر چې د پاپانو غوندې سترې او لوېې دعواګانې يې نه كولې او داسې قيصر چې لښكرې يې نه وى ،شخصي ساتونكي يې نه درلودل ، په ماڼيو كې نه اوسيده او پرخلكو يې خراج يي هم نه وو ايښى. محمد صلى الله عليه وسلم يواځې او يواځې همدا ويل چې ماسره د ستر واكمن جل جلاله لارښونه ده نو ځكه هغه صلى الله عليه وسلم د واكمنۍ له وسايلو پرته واكمن وو. هغه د واكمنۍ د وسايلو كله هم پروا نه ده كړى. د هغه ژوند د يو عام وګړي د ژوند په څير وو. د محمد (ص) ژوند په حقيقت كې د لمر په څير وو چې وړانګې يې ټولې نړۍ ته رسيږي، هغه د ژوند تر وروستيو ورځو پورې عاجزي او ساده ګي خپله كړې وه
اروپا چې له اسلامي ښوونو او د حضرت محمد (ص) له سيرت څخه كومې ښيګڼې زده كړې په هغه كې د ځناورو او مرغانو سره محبت او ترحم هم شامل دي.[xvi]

بشپړ شخصيت

17. ډيكارټ په خپل كتاب Mein Kamp كې خپل نظر داسې څرګند كړى دى: ” كامل او پوره بلونكي په نړۍ كې د ګوتو په شماروي. د بلونكي ،مفكر، منتظم ، مشر او قايد ټولې ځانګړتياوې په يو شخص كې په يووخت راغونډيدل شاذ او نادر دي او همدا اصل سترتوب او عظمت دى خو نړۍ د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په وجود كې د غوښې او پوستكي دانسان په بڼه دا ټولې ځانګړتياوې ليدلي دې”.

ستر واكمن

18. جان اوستين په خپل كتاب( محمد د الله پيغمبر) كې ليكي: د يو كال څخه په لږڅه زياته موده كې هغه صلى الله عليه وسلم په حقيقت كې د مدينې داسې يو ځواكمن، روحاني ، نوماند او ستر واكمن شوچې ټوله نړۍ يې ولړزوله [xvii]

د خلاصون پرښته

19.ليون تولستوى (1828-1910م.) وتلى روسي ليكوال د هغو كسانو په رد كې له محمد (ص) څخه يې د يو سلطنت غوښتونكي او شهوت ران انسان په نامه يادونه كړې ده ، يو جالب كتاب د ( محمد ) په نامه ليكلى دى . هغه د دې تر څنګ ( د محمد ويناوې ) په نامه يو كتاب هم خپور كړى دى . هغه ليكي :” پدې كې هيڅ شك نشته كې محمد د نړۍ له سترو مصلحانو څخه دى، هغه هم داسې مصلح چې بشرې ټولنې ته يې د يادولو وړ خدمتونه كړي دي ، د هغه لپاره همدا وياړ بس دى چې يو وينې تويونكي او وحشي توكم يې د ناوړه عاداتو له منګولو څخه خلاص كړ او هغوى ته يې د پرمختګ لاره پرانيستله ، پداسې حال كې چې هيڅ عادي انسان داسې لوى كار نشي تر سره كولاى . له همدې امله د اسلام پيغامبر د هر ډول احترام او درناوي وړ دى.د عقل او حكمت سره د توافق له امله به اسلامي شريعت په راتلونكې كې د نړۍ واكمن نظام وي “[xviii]

شاعر نه، بلكه پيغمبر

20.اي ولف ګينګ ګويت ( ستر اروپايي شاعر ) ليكي: “هغه يو پيغمبر دى، نه يو شاعر ، ځكه خو د هغه راوړى قران اسماني وحې ده نه د انسان كتاب چې د زده كړې يا سرګرمى لپاره ليكل شوى وي.”[xix]

عادل رهبر

21. فرانسوا ماري آرويه ولتر (1694-1778م.)وتلى فرانسوي عالم، فيلسوف او ليكوال په خپل كتاب (د ولتر كليات) كې ليكي :” بې شكه محمد ډير ستر انسان وو او تر خپل لاس لاندې يې ستر ستر انسانان وروزل ، عقل من قانون جوړونكى ، پياوړى امپراطور ، عادل قوماندان او پرهيزګاره پيامبر وو. او د نړۍ پر مخ يې تر ټولو ستر (بدلون) راووست .”[xx]

ټولنيز مصلح

22.جان بايرناس، وتلى دين پيژندونكى ليكي: په ټوله اسلامي نړۍ كې مسلمانان خپل بنسټيز اصول او اخلاقي قوانين له قرآنكريم څخه را اخلي، محمد د خپلو لارويانو په كړو وړو كې بې سارې اغيز لري او د هغوى لپاره يې څرګند او صريح قانون جوړ كړ چې دوى په ډيره آسانۍ سره د هغه په رڼا كې د يوه هدف په لوري مزل كولاى شي چې دا د هغوى لوړ اخلاقي اصول دي . پدې توګه چې د عربو د ځان غوښتنې قبيلوي جګړې يې ډير ژر له منځه يوړل او هغوى يې د ورورى په مناسبه فضا كې سره يوځاى كړل . نو لدې امله د هر مسلمان كړه وړه كه نر وي او كه ښځه له كوچنوالي څخه تر مرګه له همدغه اصولو څخه سرچينه اخلي.هغه احكام چې د شرابو او قمار په هكله راغلي دي ، همدا شان هغه احكام چې د زنا او جنسي اړيكو په هكله نازل شوي دي ، د خلكو د ټولنيز ژوند لپاره غوره قانون دى. دغه ستر شارع كه هماغه پيل څخه د خپلو لارويانو په ژوند كې بې سارې بدلونونه راوستل .هغه د ښځې مقام تر ټولو لوړ پوړ ته ورساوه.”[xxi]

اسلام د متمدنې نړى په زړه كې

23. هميلتن گيب (1895-1971م.) د آكسفورد پوهنتون پخوانى استاد ليكي:”د هغوى په هكله د ملكونو له چټك لاندې كولو څخه پورته د تعجب خبره خو د هغوى نظم او دسپلين وو. د كلونو كلونو جنګونو په پايله كې خو دا تمه تلله چې ډيرې
ورانۍ رامنځ ته شوې واى ، خو عربو سربيره پردې چې هيڅ ورانى يې شاته پرينښود ، د بيلا بيلو پرګنو او فرهنګونو يو ځاى كولو ته يې لار ه هواره كړه . هغه قانون او تګلاره چې محمد له ځان څخه وروسته خليفه ګانو ته پريښودله ، د دغه سارايي لښكر په نظم او ترتيب كولو كې يې خپل ارزښت څرګند كړ . اسلام د متمدنې نړى منځ ته د لوټمارو پرګنو د خامو خرافاتو په څيره كې داخل نه شو ، بلكې د هغه اخلاقي قوت په نامه معرفي شو چې د ټولو درناوى يې ځان ته راواړولو او د يوه منطقي دين په بڼه څرګند شو چې د ختيځ روم مسيحي او د فارس رزدشتي دينونه يې په خپلو ټاټوبيو كې منطقي مبارزې ته راوبلل.”[xxii]

د بدلون راوستونكو بيلګه

24. ژيل كوپل په خپل كتاب ( پيامبر او فرعون ) كې ليكي: د اسلام د پيغمبر (ص) ژوند په دوو پړاوونو ويشل شوى دى.هغه پړاو چې ډير مشهور دى او ډيره يادونه ترې شويده، هغه محمد د مدينې د حاكم، قاضي، پوځي مشر، او سياستمدار په توګه څرګند شوى دى. اما لومړى پړاو د پيغمبر (ص) د هجرت څخه وړاندې مكي دور دى.محمد مخكې لدې چې حاكم شي ، په مكه كې يې د يوه خوځښت مشري په غاړه درلوده . هغه په دغه دور كې په اعتقادي،اخلاقي او اجتماعي اړخونو كې د واكمن رژيم د يوه منتقد په توګه كار پيل كړ او پدې لړ كې يې خپل ټاټوبى پريښود او په مدينه كې يې د تبعيد په حالت كې د يو دولت بنسټ كيښود او د مكې د بت پرستانو په وړاندې يې تر وروستۍ بريا پورې خپلې لارې ته ادامه وركړه.د نوي دين رامنځ ته كيدل د زاړه نظام او موجوده واكمنو سره ټكر د يوه انقلابي اخ او ډب په مانا وو چې لومړۍ برخه يې اسلام او دوهمه برخه يې پيامبر او صحابه وو سر ته ورسوله.د محمد ژوند پدې پړاو كې د دوهم پړاو په شان يوه بيلګه او د لارې مشال دى.”[xxiii]

د عظمت او سترتوب معيار

25. لامارټاين چې يو مشهورتاريخ پوه دى كله چې د بشري ارزښت او عظمت په اړه غږيږي نو په ډير ډاډ سره وايي :” كه چيرې د مقصد سترتوب ، د امكاناتو كموالې او د پايلو په زړه پورې والى او ارزښت د يو انسان د نبوغ يواځيني درى شرطونه وي نو بيا څوك دا جرائت كولاى شي چې د معاصر تاريخ كوم ستر شخص د محمد (صلى الله عليه وسلم ) سره پرتله كړي. هغه د شلو نړيوالو او يوی سترې روحانی امپراطورۍ بنسټ ايښودونکی وو.كه هغه ټول معيارونه او تلې وګورو چې د يو انسان لوړتيا، سترتوب او كمال پرې كچ كيدلاى شي نو بايد وپوښتو چې : ايا له هغه ( محمد) څخه كوم بل ستر شخصيت هم شته ؟ د اسلام پيروانو يوازې په يوه پيړۍ كې ايران، عراق، شام، فلسطين، مصر، مراكش، هسپانيا او سند فتح كړل . كه چيرې د اهدافو لوړوالى او د پايلو او نتايجو څرنګوالى د مشرى او قيادت د كمال معيار او نښه وي ، نو بيا د محمد(ص) سره هيڅوك د لارښود په توګه نشي انډول كيدلاى .هغه يو اوچت مفكر،ستر خطيب او بې سارې قانون ايښودونكى وو. هغه د ښارونو او كليو ترڅنګ په مليونونو زړونه هم فتح كړي وو او كابو په شلو هيوادونو كې يې الهې حكومت ټينګ كړى وو.”[xxiv]

بې مثاله ورورګلوي

26. دهندوستان مشهوره شاعره سروجني نايډو وايي: زه د اسلام دغه نه ويشل كيدونكي يووالي ډيره اغيزمنه كړې يم، كله چې څوك د اسلام په دايره كې ورننوځي نو سمدلاسه يود بل ورورګرځي، كه هغه مصري وي ، كه الجزايري ، كه هندوستانى او كه په لندن كې اوسيدونكې ترك . مصريا هندوستان ته يواځې په دې سترګه كتل كيږي چې دا د يوچا مورنى ټاټوبى دى. دا لومړنې مذهب دى چې هم يې د جمهوريت تلقين وكړ او هم يې عملاً پلى. كله چې د جومات څخه د اذان ناره پورته كيږي نو د يو بزګر نه نيولې تر پاچا پورې ټول مسلمانان جومات ته راټوليږي ، يو د بل سره اوږه په اوږه ودريږي اوپه دې ډول د ورځې پنځه ځلې د جمهوريت ريښتونې او عملي بيلګه وړاندې كوي او دا اعلانوي چې الله تر ټولو لوى دى. [xxv]

د ملتونو د يووالي بيلګه

27. پروفېسر هورګ رنج وايي:” د ملتونو د يووالي هغه ټولنه چې محمد صلی الله عليه وسلم رامنځ ته کړې وه ، د انسانی ورورولۍ او نړيوال يووالی داسې اصول يې وړاندې کړي چې د نړۍ د نورو ملتونو لپاره د رڼا د څرک مثال لری. د نړى هيڅ قوم او ملت د ملتونود يووالي انځورته د حقيقت د جامو په اغوستوكې د اسلام سره سيالي نه شي كولاى. محمد صلۍ الله عليه وسلم يو ښونکی وو ، يو ټولنيز سمون راوستونكى وو ، د اخلاقو يو لارښود وو ، يو اداري مشر وو ، يو ريښتونی او ايمان لرونکی ملګری وو، يو زړه راښکونکی دوست وو ، يو وفا لرونکی مېړه وو، يو مهربان پلاروو …. دا ټولې ځانګړتياوې په يو شخص کی راټولې شوې وې.

دردونكې خبره

28. W. Montgomery Watt وايي: “د خپلې ګروهې او عقيدې لپاره د محمد صلى الله عليه وسلم سرښندنه ، د هغه چارچاپير ، د هغه خلكو اخلاقي لوړتيا چې دى يې د خپل مشر په توګه منلى وو ، او د هغه صلى الله عليه وسلم سترې لاس ته راوړنې، ټول د محمد صلى الله عليه وسلم په بنسټيزه
سپيڅلتيا دلالت كوي . ددې حقايقو په رڼا كې دمحمد صلى الله عليه وسلم د پيغمبرى دروغ ګڼل د ستونزو د حل پرځاى ستونزې زيږوي. له دې هم اخوا دردونكې لا دا ده چې د انساني تاريخ دغه ستر شخصيت محمد صلى الله عليه وسلم په ډيره كمه اندازه سره ستايل شوى دى. [xxvi]

يوازينى ريښتينى كتاب

29. ناپليون د فرانسې ستر شهنشاه وايي:” موسې (ع) بني اسرائيلو ته د الله تعالى د خدايى اعلان وكړ ، عيسى (ع) د روميانو په وړاندې د توحيد اعلان وكړ او محمد (ص) د دنيا تر ټولو پخواني براعظم آسيا ته دعوت وړاندې كړ او خلك يې د ابراهيم، اسماعيل، موسې او عيسى عليهم السلام د خداى لوري ته راوبلل، كوم چې آريايانو او ځينې نورو پرګنو په بت پالنې اخته كړي وو . هغه وخت لرې ندى چې زه به د دنيا ټول پوه، تعليم يافته او مهذب انسانان د قرآن عظيم الشان په ريښتينولى يو ځل بيا را ټولوم . قرآن هغه يوازينى كتاب دى چې په ښوونو كې يې ريښتينولي پرته ده او كولاى شي چې نړى ته نيكمرغي وروبخښي.[xxvii]

غوره دين

30. ګويته د جرمني ستر شاعر او مفكر وايي :” هر هغه انسان چې د ښو اخلاقو څښتن او د شرافت مجسمه وي ، د دې وړ دى چې مسلمان وبلل شي. بيشكه چې د محمد(ص) دين د اخلاص او د انسانيت سره د همدردۍ دين دى او د ټولنې لپاره تر ټولو اوچت اخلاقي هدايت دى . د محمد (ص) دين له هر لحاضه په نورو ټولو اديانو غوره والى لري “.[xxviii]

بې سارې بيلګه

31. پروفيسور جرمينس هنګري ليكونكى وايي: د اسلام په اخلاقي ښوونو كې خورا زيات ځواك پروت دى او كولاى شي چې مسلمانان يو ځل بيا را ژوندي كړي . د انسانيت پيغمبر محمد(ص) د عباداتو او معاملاتو سربيره د خوراك، څښاك ، ناستې ولاړې او حتى د طهارت او قضاى حاجت طريقې او آداب ، د جامو ځانګړتيا او د خبرو اداب هم ښودلي دي. اسلام په كوچنيانو د شفقت او د مشرانو د احترام ښودنه كړې ده او د نامسلمانو سره يې د ښه سلوك عملى بيلګې وړاندې كړې دي. [xxix]

سپيڅلې ګروهه

32. ګيپن نامتو امريكايي ليكوال او مفكر د پيغمبر (ص) په هكله ليكي: د محمد (ص) راوړى دين د هر ډول شك او شبهې څخه پاك دى او قرآن د الله تعالى د وحدانيت ستر دليل دى. محمد (ص) چې په كوم ډول د بتانو عبادت له منځه يوړ ،له هغې وروسته مونږ ته دا باور كول په كار دي چې اسلام زمونږ او ستاسو د عقلونو څخه لوړ حقيقت دى او چا چې د محمد (ص) د سيرت په اړه غلط فهمۍ د را منځ ته كولو هڅه كړې ده هغه د تعصب او كم عقلۍ ښكار شوي دي.د عربو پيغمبر وايي چې
الله هغه دى چې د انسانانو په زړونو كې په پټو رازونو هم پوهيږي ، د پرون، نن او سبا علم ورسره دى . كه د نړۍ ټول پوهان را ټول شي د محمد (ص) د وحدانيت د عقيدې د بشپړتيا په اړه يو ټكى هم نشي ويلاى .كه چيرې يو ملحد هم د دغه عقيدې په اړه فكر وكړي ، د هغې د ريښتينولى د منلو پرته به څه ونشي كولاى.د محمد د بيان د اسلوب بل سارى نشته.[xxx]

بشپړه ډيوه

33.دلايلاما د تبت نامتو روحاني او د نوبل د جايزې گټونكى وايي: زه د اسلام پيغمبر محمد (ص) د انساني تاريخ په سترو شخصيتونوكې شميرم ، د هغه لارښونې د هدايت بشپړه ډيوه ده. زما اسلامي امت ته دا پيغام دى چې زيات نه زيات او په ريښتيني احساس د هغه د لارښونو پيروي وكړي . زما هيله ده چې د نړى پر مخ بايد په يو هيواد كې هرومرو د اسلام د ښوونو سره سم يو نظام قايم شي . كه داسې وشي نو زما يقين دى چې دغه ملك به د دنيا پر مخ يو مثالي هيواد وي.[xxxi]

د لوړې موخې خاوند انسان

34. وتلى انګليسي ليكوال ژنرال سرپرسي سايكس (1867-1949م) په خپل كتاب ( د ايران تاريخ) كې ليكي :” زما په آند حضرت محمد (ص) د بشريت په منځ كې تر ټولو ستر انسان دى چې په يو لوړ مرام سره يې خپل ټول توان په كار واچولو تر څو شرك او بت پالنه له منځه يوسي او د هغوې پر ځاى د اسلام سوچه او لوړ افكار ځاى پر ځاى كړي . زه د هغه دا بې كچې خدمات چې پدې لاره كې يې د بشريت د خلاصون لپاره تر سره كړي دي ستايم او د تعظيم سر ورته ټيټوم. [xxxii]

د محمد انقلاب او د فرانسې انقلاب

35. كونستان ويرژيل گيورگيو (1916-1992م.) رومانيايي ليكوال په خپل كتاب ( محمد هغه پيغمبر چې له سره يې بايد وپيژنو) كې ليكي : هغه انقلاب چې محمد غوښتل په عربو كې راولي ، د عربو د دودونو او آدابو په پام كې نيولو سره او دې ټكي ته په پاملرنې سره چې هرې پرگنې ځان يوه ځانګړې ټولنه شميرله او د قبايلو مشرانو چې په خلكو كې څومره اغيزه درلوده ، د فرانسې تر انقلاب نه ډير ستر وو. د فرانسې انقلاب ونشواى كولاى د فرانسويانو تر منځ مساوات راولي اما د محمد انقلاب د مسلمانانو په منځ كې پوره مساوات راوستل او هر ډول كورني، قبيلوي ، طبقاتي او مادي توپيرونه يې له منځه يوړل.[xxxiii]

د محمد صلی الله علیه وسلم  پيروي

36. پروفسور آنه‌ ماري شيمل ، وتلى معاصر اسلام پيژندونكى ليكي : همدا د محمد د پيروۍ آرمان دى چې مسلمانانو ته يې له مراكش څخه نيولې تر اندونيزيا پورې داسې سره يو شان كړه وړه ور په برخه كړي دي . هر څوك چې هر چيرې اوسيږي پدې پوهيږي چې كورته د تګ په وخت كې بايد څنګه چلند وكړي ، په كومو الفاظو روغبړ وكړي ، په ناسته ولاړه كې كوم خويونه په پام كې ونيسي ، څرنګه ډوډۍ وخوري او څنګه سفر وكړي. د مسلمانانو ماشومان له پيړيو راهسې په همدې توګه روزل شوي دي او يوازې پدې وروستيو كې دغه سنتي نړۍ د تكنالوژۍ د فرهنګ د تيري له امله ونړيدله.[xxxiv]

يوازنى سرچينه

37. دنكان بلاك مكدونالد ( (1863 – 1943 امريكايې ختيځ پيژندونكى وايي: د حضرت محمد (ص) شخصيت له څوارلسو پيړيو څخه وروسته ، اوس هم د مسلمانانو د ځواكمن كيدلو لپاره يوازينۍ سرچينه ده. [xxxv]

http://www.nabi-u-rahma.blogspot.com

سرچینې

[i]ابراهيم حسن، حسن؛ تاريخ سياسي اسلام، ترجمة ابوالقاسم پاينده، چاپ پنجم،[بي تا] جاويدان،1362،ج1،ص221.
[ii]ثواقب، جهانبخش، نگرشي بر رويارويي غرب با اسلام، ص 356.
[iii] ديون پورت، جان؛ عذر تقصير به پيشگاه محمد و قرآن، ص 75- 77.
[iv]نيك‌بين، نصرالله؛ اسلام از ديدگاه دانشمندان غرب؛ سيمان دورود؛ [بي تا]، ص38
Sir George Bernard Shaw in ‘The Genuine Islam,’ Vol. 1, No. 8, 1936 v
.[vi] سعيدي، سيد غلام‌رضا، داستانهايي از زندگي پيامبر ما، ص 155- 156History of the Saracen Empires, London,1870,p.54 [vii] [viii]ديون پورت، جان؛ عذر تقصير به پيشگاه محمد و قرآن، ترجمة سيد غلام‌رضا سعيدي، قم و تهران، دارالتبليغ اسلامي، [بي تا] ، ص: 13 – 15.
Muhammad. A Biography of Propher. karen Armstrong ix
x]ENCYCLOPEDIA BRITANICA ۱۲] xi] John William Draper, A History of the Intellectual Development of Europe, London 1875, Vol. 1, pp. 329-330
Muhammad the Prophet of Islam [xii] THE 100: A RANKING OF THE MOST INFLUENTIAL PERSONS IN HISTORY [xiii] D.C. Sharma, THE PROPHETS OF THE EAST, Calcutta, 1935, pp. 12[xiv] [xv] {HEROES AND HEROWORSHIP by THOMAS CARLYLE}
[xvi] Bosworth Smith, MOHAMMAD AND MOHAMMADANISM, London, 1874, p. 92
[xvii] John Austin “Muhammad the Prophet of Allah,” in T.P.’s and Cassel’s Weekly for 24th September 1927
[xviii] فصلنامه ديني، فرهنگي و اجتماعي نداى اسلام – دارالعلوم زاهدان- سال هشتم – شماره ۱و۲ بهار و تابستان ۱۳۸۶.
– Noten und Abhandlungen zum Weststlichen Dvan, Johann Wolfgang Goethe, WA I, 7, 32 [xix] Oeuvres Completes vol . 24 p. 555 Francois-Marie Arout Voltaire [xx] .[xxi] بايرناس، جان، تاريخ جامع اديان؛ ترجمة: علي‌اصغر حكمت؛ تهران: انتشارات علمي و فرهنگي، [بي تا] ، ص 496هملتين گيب، اسلام، بررسي تاريخي؛ ترجمة منوچهراميري، چاپ دوم،

[xxii] تهران: نشر علمي و فرهنگي، 1380 ، ص24
.[xxiii]كوپل، ژيل؛ پيامبر و فرعون؛ ترجمة حميد احمدي ، تهران: كيهان، 1366، صص 8-9
[xxiv] (Alphonse de Lamar tine, HISTOIRE DE LA TURQUIE, Paris, 1854, Vol. II, pp 276-277)
[xxv] S. Naidu, Ideals of Islam, vide Speeches & Writings, Madras, 1918, p. 169
W. Montgomery Watt, MOHAMMAD AT MECCA, Oxford, 1953, p. 52 . [xxvi] .[xxvii] قافله ، علمي، تربيتي او اجتماعي مجله. د جمعيت اصلاح نشرات ارګان، لومړى كال

[xxviii]څلورمه ګڼه ، د ۱۳۸۶ كال د وري مياشتقافله ، علمي، تربيتي او اجتماعي مجله. د جمعيت اصلاح نشرات ارګان، لومړى كال ، څلورمه ګڼه ، د ۱۳۸۶ كال د وري مياشت
.[xxix] قافله ، علمي، تربيتي او اجتماعي مجله. د جمعيت اصلاح نشرات ارګان، لومړى كال ، څلورمه ګڼه ، د ۱۳۸۶ كال د وري مياشت

xxx.قافله ، علمي، تربيتي او اجتماعي مجله. د جمعيت اصلاح نشرات ارګان، لومړى كال ، څلورمه ګڼه ، د ۱۳۸۶ كال د وري مياشت.
xxxi قافله ، علمي، تربيتي او اجتماعي مجله. د جمعيت اصلاح نشرات ارګان، لومړى كال ، څلورمه ګڼه ، د ۱۳۸۶ كال د وري مياشتسايكس، سرپرسي؛ تاريخ ايران؛ ترجمة سيد محمدتقي فخر

 [xxxii] داعي گيلاني، چاپ ششم، تهران: دنياي كتاب، 1377، ج1، ص726.
[xxxiii] گيورگيو، كونستان ـ ويرژيل؛ محمد پيغمبري كه از نو بايد شناخت؛ ترجمة ذبيح‌الله منصوري؛ چاپ دوازدهم، [بي جا] مجله خواندني‌ها، [بي تا]،
ص:160-163
.[xxxiv] شيمل، آنه ماري، محمد رسول خدا، ص97عقاد، عباس محمود؛ اسلام در قرن بيستم،

[xxxv]مترجم: حميدرضا آژير، مشهد،آستان قدس رضوي، 1369، ص 140.


هدایت الله حمیدی د کابل د طبی پوهنتون محصل او په کابل کې د اصلاح آن لاین همکار دۍ.

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب