د مثبت سلوک غوره لارښوونې

د نورو خلکو سره د ښو اړيکو ساتلو د پرمختګ له پاره خپل مهارتونه وکاروه او تل لاندې لارښوونې په پام کې نيسه:

٭ پر نورو خلکو بد مه وايه.

٭ د نورو خلکو عيبونه مه لټوه او تل ياد ساته چاچې دبل عيب ولټو؛ نو پخپله پکې راګېرشو.

٭  د “زه” منفي ضميرته اجازه مه ورکوه چې په مخکې دې خنډ شي.

٭ داسې مه ګڼه چې تاته ناست خلک پوهيږي چې ته څه غواړي او څه فکر کوي د دوې په اړه خپلې خبرې بشپړ وه.

your ads

٭ د ژوند شريکې ته دې منفي روزنه مه ورکوه، داسې چې ته خپل ورځنۍ ټولې ستونزې ورته بيان کړې ځکه ستا ستونزې له منځ تللای شي خو د ستونزو په اړه د هغې خيالات کېدای شي د هغې له ذهن څخه نه و ځي.

٭ کله چې له اوږدې مودې وروسته خپل ملګري ته تيلفون کوي؛ نو دهغه څخه دکوم خدمت غوښتنه مکوه. . . د هغه د حال پوښتنه وکړه او د مېلمستيا بلنه ورکړه تر دې وروسته کولای شي په ښه توګه ترې غوښتنه وکړي.

٭ د مايوسه او منفی خلکو پورې ځان مه تړه ځکه چې ستا پرسلوک بدې اغيزې کوي.

٭  له چا سره اړيکړې مه شلوه د هرچاسره ښې اړيکې ساته.

٭  له ځان نه وپوښتنه چې نوی سلوک د ژوند په پرمختګ کې درسره مرسته کوي او کنه؟ بيا خپل کړنې پرمخ يوسه.

٭ له نورو خلکو سره خپلې اړيکې ښې وګڼه او تل نرم اوسه ځکه چې نرم سړی د چارو واکمن وي.

٭ يادساته چې د هر مشکل درې ليدلوري دي. . .  ستا نظر، د بل چا نظر او سالم نظر، پام دې وي چې ستا سلوک ستا د پرمختګ او وروستوالي لامل ګرځي او ته کولای شي خپل سلوک بدل کړي او دا مه هېروه چې ته کولای شي داسې شخصيت شی چې ته يې تل هيله کوي او کولای شي چې خپل او د نورو ژوند بدل کړي.

د دې لارښوونو عملي کولو وروسته اوس ته بشپړ ځواک او پوره وړتيا وې په لاس کې لري چې خپل منفي خيالات په مثبتو خيالاتو بدل کړي او پام دې وي چې ستا خدای درکړي وړتياوي يوازې د دې د پاره دې چې پاک خوی، سالم نظر او پياوړی دريځ ولري.

تل ياد ساته چې دا ژوند يو فرصت نه دی ته دوهم، درېم … فرصت هم لري او دا هغه ژوند دی چې ته يوازې يوځل پکې اوسېدلای شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب