د رحمت استازى(ص)
رسول الله صلى الله عليه وسلم په خپلې كورنۍ، ماشومانو، ملګرو، كافرانو او په حيواناتو ترحم درلود او نورو ته يې هم پرې امر كاوه، هلته چې فرمايي :
عن انس رضى الله عنه ان النبي قال: ” يسروا ولاتعسروا و بشروا ولاتنفروا” ( رواه البخاري)
ژباړه (اساني كوئ ،سختي مه كوئ، زيرى وركوئ ،كركه مه خپروئ)
بل ځاى له مسلمان ورور سره د ورورولۍ په هكله داسې جامع توري وايي چې د انسان مادي او معنوي ټول اړخونه پوښي. عن انس (رض) عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: “لايومن احدكم حتى يحب لاخيه مايحب لنفسه، (رواه البخاري)
(كامل مومن كيدلى نشئ تر څو د ورور لپاره هغه څه خوښ نه كړئ چې د ځان لپاره يې خوښوئ) په خپل ځان باندې لورينه د انسان طبيعي غريزه ده چې كله هم له چا څخه نه هيريږي، اسلام د بل مسلمان ورور په اړه د همداسې يوې لورينې احساس د ايمان له شتون سره تړي او د غه د ايمان د كمال نښه او د دې لورينې كمى د ايمان كمزوري بولي خبره په داسې يوه معنوي مزي غوټه كوي چې د ژبنۍ دعوې څخه پورته د انسان د زړه او فكر په ژورو اغيز كوي.
د نبي كريم صلى الله عليه وسلم ترحم او نرم خوى وو چې ملګري يې ورباندې راټول كړل اودهغوى په زړونو كې يې ګران كړلكه چې الله (ج) ورته يادونه كوي:
(فبما رحمۍ من الله لنت لهم ولو كنت فظا غليظ القلب لا نفضوا من حولك)
ژباړه: د الله (ج) د مهربانۍ له مخې ته هغوى (ملګرو) ته نرم شوې كه چېرې بد خويه او سخت زړى واى نو هغوى به ستا له شاوخوا څخه تيت شوي وو ترحم او عاطفه ضعف او كمزوري نه بلكې د قائدانه صفاتو څخه يو غوره صفت دى چې د وحدت او يووالي دساتنې ستر لامل دى.
د نبي كريم صلى الله عليه وسلم ټول ژوند مينه او رحمت و، په كوركې يو مهربان خاوند، زړه سواند پلار او مشر، په كلي كې خواخوږى ګاونډى ،په جومات كې د خلكو نجات ته تږى امام او د ولس او امت لپاره د غني عاطفې لرونكى لارښود، د دښمن په وړاندې زړور قائد اود منصفانه تعامل لرونكى امين شخصيت و.
په كوركې:
اسود صاحب له بي بي عايشې رضى الله عنها څخه پوښتنه وكړه چې نبي كريم صلى الله عليه وسلم په كور كې څه ډول چلند درلود: بي بي ورته وفرمايل: د كور په كاركې به لګياو خو چې د لمانځه وخت به شو نو لمانځه ته به پاڅېده، د جابرانو غوندې نه و، خپل خدمت به يې په خپله تر سره كاوه.
مسند امام احمد د بي بي عايشې رضى الله عنها نه روايت كوي چې نبي كريم صلى الله عليه وسلم به خپلې جامې په خپله ګنډلې، خپل پايزار به يې پيوندولو او ټول هغه كارونه به يې كول چې نور سړي ېې په كور كې كوي.
د پيغمبر صلى الله عليه وسلم د رحمت په نوراني مدرسه كې د اصحابو داسې ايماني تربيه وشوه چې سخت زړي خلك يې د شفقت او عاطفې بيلګه كړل هغه حضرت عمر رضى الله عنه چې يو وخت يې خپله لور ژوندۍ تر خاورو لاندې كوله ، د امير المومنين په توګه د مدينې په كوڅو كې دشپې په ګزمه ګرځي چې كه څوك ستونزه ولري. حل يې كړي ،د ماشومانو د ژړا غږ اوري له پوښتلو وروسته پوهيږي چې لوږې وارخطا كړي، په منډه منډه بيت المال ته ځي او په خپله شا خوراكي توكي راوړي.
په ماشومانو او په ځانګړي ډول يې په يتيمانو زړه سوى درلود او خلك به يې هم له هغوى سره مرستې او ښگه چلند ته هڅول ، فرمايي:”انا وكافل اليتيم كهاتين فى الجنه و اشار بالسبابه والوسطى و فرج بينهما”ژباړه: زه او د يتيم پالونكى به په جنت كې داسې يو دبل تر څنګ يو،_ بټې او منځنۍ ګوتې ته يې اشاره كوله_.
بل ځاى فرمايي:”و ان خير بيت فى المسلين البيت الذى فيه يتيم يحسن اليه ” ژباړه: د مسلمانانو په كورونو كې غوره كور هغه دى چې يتيم پكې وي او ښه چلند ورسره وشي. او همداراز يې له ماشومانو سره ډېره مينه درلوده ،امام حسن او حسين رضى الله عنهما يې ښكلول د حابس زوى اقرع ورته وويل : زما لس زامن دي خو تراوسه مې يو هم نه دى ښكل كړى نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته و فرمايل: څوك چې ترحم نه كوي ترحم به ورباندې ونه شي.
يوه كوچي وويل: تاسې اولادونه ښكلوئ خو موږ دا كار نه كوو،نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل:مونږڅه وكړو چې الله (ج) ستاسې زړونه له زړه سوي او مينې څخه تش كړي دي! يعنې د ترحم اوعاطفې غوښتنه ده چې ماشومان بايد ښكل كړاى شي پدې د هغوى زړونه خوشحاليږي د انسانيت سره مينه پكې ځاى نيسي دا د تربيې طبيعي او مهم عنصر دى.
انس رضى الله عنه وايي چې نبي كريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل: زه چې كله لمونځ پېل كړم غواړم چې اوږد يې كړم خو چې د ماشوم ژړا واورم نو بيا يې لنډ كړم د يادولو وړ ده چې په هغه وخت به ښځې په جمع كې شريكيدلې
پر حيوانانو زړه سوى:
نبي كريم صلى الله عليه وسلم به تل په حيواناتو (ژويو) د زړه سوي توصيه كوله او له هغوى سره يې د ظلم او بې انصافۍ څخه منعه كوله رسول الله صلى الله عليه وسلم يو ورځ په لاره تېرېده يو اوښ يې وليد چې خيټه يې له لوږې په شا پورې نښتې وه (ډېر خوارشوى و) نو ويې فرمايل: د حيوانانو په اړه د الله (ج) څخه و وېريږئ، سپك يې باركړئ اومناسب خواړه وركړئ. (رواه ابوداود)
رسول الله صلى الله عليه وسلم يوه ورځ يوه باغ ته ننوت هلته يواوښ و، كله يې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وليد، په سونګاري يې پېل وكړ او له سترګو څخه يې اوښكې روانې شوې، رسول الله صلى الله عليه وسلم ورغى او د غوږونو په منځ كې يې وموښلونو اوښ ارام شو.
نو بيايې وويل دا اوښ د چا دى، د انصارو د كورنۍ يو هلك راوړاندې شو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل: اّيا ددې اوښ په اړه له الله (ج) څخه نه ويريږې،ماته يې شكايت وكړ، چې ډېر دې په تكليف كړى او دروند دې باركړى دى.
رسول الله صلى الله عليه وسلم د چونګښې له وژلو څخه منعه كړې او په يوه ځانګړي اسلوب يې فرمايلي دي: (دچونګښې اواز تسبيح ده) يوه واقعيت ته داشارې په ترڅ كې چې د ايمان سره تړلى دى خلك منعه كوي يعنې دا چونګښه مه وژنئ ځكه چې د الله (ج) تسبيح وايي. د ممانعت لپاره وچ اداري فرمان نه صادوري بلكې د زړه، وجدان او ضمير راويښولو يو خوندور او زړه راښكونكى اسلوب كاروي.
دغه راز د ابوداود په يو حديث شريف كې د حيواناتو له جنګولو څخه منعه راغلې ده او د مرغانو د اولادونو نيول او ايسارول او د شاتو د مچيو ځاله سوځول يې حرام كړي دي ان تر دې چې د حيواناتو بې ګټې وژلو څخه يې خلك منع كړي، له غوښې څخه د ګټې اخيستلو په موخه د حيوان حلالولو په وخت يې هم د ترحم په ياد ساتلو ټينګار كړى اوويلي دي چې چاړه بايد مخكې د حيوان له څملولو ښه تېره شي او د ساتيري په خاطر د نښې ويستلو او لوبو كولولپاره حيوان هدف ونه ګرځي.
له دښمنانو سره:
خوږ نبي كريم صلى الله عليه وسلم ټول انسانيت ته د رحمت د درانه او خواږه پيغام سره تشريف راوړى. ان تر دې چې د اسلامي دعوت د سرسختو دښمنانو سره يې هم د ترحم معامله له ياده نده ايستلې كله چې د شعراء د سورت دغه اّيت “و انذر عشيرتك الاقربين” نازل شو نو حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم د قوم مشران او خپلوان د ابوقبيس غره ته وروغوښتل د واحد رب لورته يې بلنه وركړه خوابولهب ( تره يې ) ورته وويل: ” تبالك الهذا جمعتنا: ورك شې دې ته دې راغونډ كړي يو!.نو د رحمت پيغمبر صلى الله عليه وسلم خپله ټوله غصه او قهر په نبوي پراخ ګوګل كې زغمي ،هيڅ ډول عملي او لفظي غبرګون نه ښيي.
او كله چې دمكې مكرمې له خلكو څخه ناهيلى كيږي او د يوه ستر او سپيڅلي اميد سره طائف ته روانيږي، ثقيف د قبيلې مشرانو ته لكه عبدياليل او نوروته ورځي خوهغوى هم پرې ملنډې وهي او منفي ځواب وركوي.
ماشومان او ليونيان ګوماري څو په لاره كې ورباندې ګوزارونه وكړي نبي كريم صلى الله عليه وسلم او ورسره ملګري يې زخمي كيږي. مباركې پڼې يې له وينو څخه ډكېږي، زخمې زخمې شو، دا جاهل قوم نه پوهيږي چې د چا مقابله كوي؟ څوك يې ويشتلي دي؟ د انساني عاطفې سره نا اشنا ولس خبر نه و چې دواړه د الله (ج) په وړاندې ډېر نازولي او ښاغلي دي، جبرائيل (ع) ورته راليږي، اوورته وايي: ستا رب ستا د قوم غبرګون او ځواب واورېد، د غرونو ملائكه يې راليږلې چې څه ورته وايې منلو ته يې تياره ده، په دې كې د غرونو ملائكه را ورسېده سلام يې واچاوه او و يې ويل د الله (ج) رسوله امر كوه! كه غواړې چې د مكې دواړه لوى لوى غرونه (اخشبين) ور باندې را وغورځوم، د رحمت پيغمبر صلى الله عليه وسلم ورته وويل: زه هيله لرم چې د دوى په نسلونو كې به داسې كسان پېداشي چې يوازې د يوه الله (ج) بندګي به كوي او شريك به نه ورسره نيسي، بيا يې دعا وكړه ( اللهم اهدقومى فانهم لايعلمون) خدايه !ته دې قوم ته لار وښيې دوى نه پوهيږي.
له وژل شوي او نيول شوي دښمن سره چلند:
د رحمت نبي صلى الله عليه وسلم په راتلو سره د ښكيلولو ، د ځمكو غصبولو او خپل اقتدار ته د خلكو د راكښلو په نيت روانې خونړۍ شخړې پاى ته ورسيدې ، د مظلوم د دفاع په اړه يې د بلې هرې چارې د بې اثره كېدلو څخه وروسته يې د وروستۍ وسيلې په توګه د جنګ اجازه وركړه د ظالمانو د زورواكي د ختمولو بله لاره پاتې نه شوه نود مستضعفو، بې دفاع ماشومانو، ښځو، او عبادتځايونو دحفاظت او ساتنې په موخه جګړې جائزې شوې اّيا په بل دين كې د رحمت دومره وسيع نظر شته چې د نورو اديانو عبادتځايونو ساتنه خپله دنده وګڼي او په دې لاره كې خپل پيروان شهادت او سرښندنې ته وهڅوي؟ هيڅكله نه! نو لازمه ده چې د عيسويت، يهوديت او نورو اديانو پيروان د اسلام د دين په عظمت او پراخ اندي او د ستر پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په ترحم، عاطفې اوزړه سوي اعتراف وكړي چې ګواكې په اسلام كې د جګړې موخې ډېرې سپيڅلې دي اوپه غرب كې چې د اسلام د عظمت لرونكي پيغمبر صلى الله عليه وسلم په اړه د بې ادبۍ كوم توپان را الوتى چې د ټول بشريت توهين او سپكاوى كوي دا سپك تعامل د ډنماركي انسان ترڅنګ د غربى تمدن او تهذيب!!! څېره پوره انځوروي اوداجوتوي چې په دې قوم كې انسان څه ارزښت لري؟ خو اسلام د خپل غني تهذيب او كلتور په درلودلو سره د ژوند هره زاويه پالي او هر چېرې مسئولانه چلند كوي. نن په نړۍ كې مسلمان انسان د يهوديت او عيسويت د دروغجنو پيروانو د ظلم او زياتي په ژرنده اوړه كيږي. خو چېرې هم د يوه مسلمان له خولې د حضرت عيسى (ع) او حضرت موسى (ع) نوم په بې ادبۍ نه ياديږي دغه ده د صبر، زغم نه ډكه ايماني تربيه، دا دى د رحمت نبي د مدرسې مهذبه شاګردان چې هره ورځ اوس هم پخپلو بچيانو د عيسى او موسى نومونه ږدي او ورباندې فخر كوي.
د بدر د غزوې د پېل څخه مخكې رسول الله صلى الله عليه وسلم خپلو دوستانو ته لارښوونه وكړه چې مړي به نه مثله كوي،دهغوى سرونه، غوږونه،پوزې يا نور غړي به نه پرې كوي،دمړو عزت به ساتي اواحسان به ورسره كوي.
د هغه وخت د اسيرانو سره مروج تعامل داوو چې: هر څوك خپل بندي ربړولى شي ،د غلامانو په څير يې ساتلى اوپه بازاركې خرڅولى شي او كه يې وغوښتل وژلى يې هم شي خو د رحمت نبي صلى الله عليه وسلم په دې حساسو شيبو كې چې له جګړې څخه فاتح راوتلى دهغو بنديانو په اړه چې دى يې د خپل كور كلي او ولس څخه شړلى و داسې منصفانه قانون او نظامنامه جوړه كړه چې د چا په ضمير كې د انصاف يوه ذره هم وي نو د حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم زغم، حوصلې او عدالت ته به د حيرت ګوته په غاښ پاتې وي، د بدر د اسيرانو په اړه خپل دريځ په لاندې ټكو اعلان شو:
1_ د شتمنو كورنيو بنديان به د فديې په وركولو اّزاديږي.
2_ څوك چې پيسې نه لري نو د وسلې او تورې په بدل كې به پريښودل كيږي.
3_ هغه بنديان چې سواد لري (ليك او لوست يې زده وي) لسو لسو ماشومانو ته به د ليك او لوست ورزده كولو څخه وروسته ازاديږي.
4_ هر مسلمان مكلف دى چې د خپل بندي سره به ښه سلوك كوي د هغه د خوراك او پوښاك پوره خيال به ساتي، هغه به نه وهي اونه به يې رټي ځكه چې الله (ج) ورباندې خفه كيږئ. او همدارنګه د مكې مكرمې د فتحې په وخت كې چې هر څوك د خپلې اوږدې او سختې دښمني په كسات كې د مرګ په انتظار و نو د رحمت نبي صلى الله عليه وسلم ورته اعلان وكړ چې ورځئ! تاسې ازاد ياست، څومره په ځاى يې ويلي: انما بعثت رحمۍ ولم ابعث عذابا (رواه مسلم)يا الله ته د رحمت استازى زمونږ شفيع وګرځوې فداه امي وابي_ زما مور او پلار دې ترې قربان شي. اللهم صل وسلم عليه.
____________________________________________
اخځليك:
1_ قراّن كريم.
2_ بخارى
3_ مسلم
4_ سيرت ابن هشام.
5_ هذا الحبيب يا محب الجزايري (554)
6_ محمد الانسان الكامل، محمد بن علوى المالكى الحسيني (ص 133تر 141)
7_ محمد المثل الكامل، محمد احمد جاد المولى (319
8_ رحمۍ للعلمين، قاضى محمد سليمان المنصور فوزى جلد 2 (ص 383 تر 396
9_ محمد پيامبرى كه از نو بايد شناخت، كونستان… (ص 231
10_ الرحيق المختوم مولنا صفى الرحمن مباركپورى
11_ د رحمت پيغام استاد محمد زمان (مزمل).
ليكنه: قاضي محمد حسن (اسلامي)