د لومړنيو مسلمانانو د صبر او ثبات عوامل او د بري‌ زېري | نبوي سیرت ۱۵ برخه

د لومړنيو مسلمانانو د صبر او ثبات عوامل

دلته د ډير پياوړي عقل او غټ زړه خاوندان هم له حيرت نه ګوته په غاښ دريږي، او د لوى علم او پوهې خاوندان هم دا پوښتنه كوي چې هغه كوم عوامل او اسباب وو كوم  چې د مسلمانانو د دومره عظيم صبر او ثبات سبب شويدي؟ هغوى د داسې ظلمونو په وړاندې چې تش په اوريدو يې ويښتان په غوني نيغ دريږي او له ياد نه يې زړونه په لړزه راځي، څنګه او څه ډول ټينګ ولاړ وو؟ او دا كوم زور ورسره وْ چې داسې ظلمونه او كړاوونه يې ګاللى شوى؟ نو ددې پخاطر چې دا ډول پوښتنې ځواب شوې وي، لازمه وينو چې د لومړنيو مسلمانانو د صبر او ثبات ځنې عوامل تر نظر تير كړو:

  1. ددې ثبات او مقاومت لومړنى او اساسي عامل او سبب په واحد الله (جل جلاله) باندې ټينګ ايمان، او  د هغه حقيقي پيژندنه او درست معرفت دى. ځكه يو ځل چې زړه د ايمان په نور منور شي، او د ايمان شمعه په زړه كې بله شي، نو بيا هغه له غرونو نه هم ټينګ وي او هم دروند، او د داسې ايمان خاوند د دنيا ټول مشكلات او كړاوونه كه هر څومره ډير او خطرناك وي په هيڅ شميري، او هغه ټول د خپل ايمان په مقابل كې لكه د اوبو  ځك او يا لكه د يوه طوفاني او نړوونكي سيلاب په مخ كې د شګو بند شميري. هغه د ايماني  لذت او خپل اعتقادي راحت او طراوت په وړاندې هيڅ مشكل ته مشكل نه وايي، او د ايمان په لاره كې د هيڅ كړاو پروا هم نه ساتي: ((…فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاءً وَأَمَّا مَا يَنفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الأَرْضِ كَذَلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ الأَمْثَالَ)) (الرعد: 17)  [نو هر څه ځك او خيرى نو لاړ به شي په دغه حال كې چې پريوتى وي له نظره (او بې نفعې به وي) او هر څه هغه څيز چې نفع رسوي خلكو ته، نو پاتې كيږي په ځمكه كې (د ګټې پخاطر).

دا اساسي علت او سبب نورې څانګې هم لري

چې هر يوه يې د ثبات او صبر په لاره كې د بيل بيل اهميت درلودونكې ده او هغه دا دي:

  1. داسې قيادت او مشرتابه چې په زړونو حكومت كوي، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) چې نه يوازې د اسلامي امت بلكه د ټول بشريت قائد او لارښود دى د داسې جسماني جمال، نفساني كمال، كريمانه او نيكو اخلاقو، عظيم كردار او ډيرو غوره عاداتو او خصائلو درلودونكى وْ چې زړونه به پخپله ورته تسليميدل، او خلك به ورنه ځاريدل ځكه هغه كمالات او ښيګڼې چې خلك ځانونه ورنه قربانوي رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته له هغو نه دومره برخه وركړل شوې وه چې بل هيڅ بني بشر ته هم دومره لويه برخه نده وركړل شوې. رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د شرف، عظمت، فضل او كمال تر ټولو لوړ او اوچت څلى وْ، د هغه (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په عفت، امانتدارۍ، صدق، ريښتينولۍ، او نورو ټولو ښينګڼو باندې له دوستانو وړاندې دښمنانو هم اعتراف كاوه. هره خبره به چې د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له مباركې خولې وتله حتى ډير غټ دښمنان به هم د هغې په صدق باندې پوره متيقن وو ډيرې داسې پيښې او شواهد وجود لري چې زمونږ د مخكې تيرې شوې خبرې تصديق او تاييد كوي. يو ځل له قريشو نه درى كسان سره راټول شول، دوى هر يوه بيل، بيل او په پټه توګه قرآنكريم اوريدلى وْ لومړى يو له بل نه خبر نه وو خو بالاخره يې راز فاش او يو په بل خبر شول، لدې دريو نه يو ابو جهل وْ، كله چې درى واړه سره راټول شول نو يوه يې له ابو جهل نه وپوښتل چې ووايه د هغه څه په هكله چې له محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه دې اوريدلي ستا نظر څه دى؟ ابو جهل په ځواب كې ورته وويل: ما څه اوريدلي؟ اصلي خبره دا ده چې په شرف او عظمت كې زمونږ او بنو عبدمناف تر مينځ مقابله او مسابقه وه، هغوى غريبانو ته خواړه وركول مونږ هم وركول، هغوى خلكو ته د سپرلۍ بند وبست كاوه مونږ هم ورته سپرلۍ برابرولې، هغوى خلكو ته مرستې وركولې، مونږ هم ورسره كومكونه كول، يعنى څه به چې هغوى كول مونږ به هم همداسې كول تر څو دواړه سره بالكل برابر شوو، مونږ او هغوى لكه په يوه مسابقه كي دشرط دوه آسان داسې شولو چې هر يو دا كوښښ كوي له بل نه مخكې شي، خو اوس بنو عبدمناف وايي چې زمونږ په مينځ كې داسې نبي (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دى چې له آسمانه وحي ورته راځي، نو اوس ووايىْ مونږ به كله دې ته ورسيدى شو؟ قسم په خداى، مونږ به كله هم پدې سړي ايمان را نه وړو، او كله به  ېي هم   تصديق ونكړو.(1)

همدا راز ابو جهل به دا هم ويل: اې محمده (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مونږ تا دروغجن نه بولو، خو هغه څه تكذيبوو چې تا راوړي دي، نو الله تعالى دا آيت شريف را نازل كړ:((فَإِنَّهُمْ لا يُكَذِّبُونَكَ وَلَكِنَّ الظَّالِمِينَ بِآيَاتِ اللَّهِ يَجْحَدُونَ))(١) (الانعام: 33). [نو بيشكه دوى نه كوي تكذيب ستا (په واقع كې) و ليكن دا ظالمان په ايتونو د الله انكار (مسخرې) كوي.]

دا كيسه خو مخكې تيره شوه چې يوه ورځ كفارو رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته درى ځله طعنې وركړې، او په دريم ځل رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: اې قريشو! ما تاسې ته قتل او ذبح راوړې ده، يعنى دا يو ډول تهديد وْ چې هغوى ته يې ويل ما درته ستاسې د قتل خبر راوړى دى. دې خبرې په هغوى باندې دومره اغيزه وكړه چې په هغه مجلس كې له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره له ټولو نه د زيات عداوت او دښمنۍ درلودونكي هم په ډيره نرمه لهجه او خوږو كلماتو د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د رضا او خوښۍ حاصلولو كوښښ كاوه.

دا مو هم مخكې وويل چې يوه ورځ رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په لمانځه ولاړ وْ كله يې چې سر په سجده كيښود كفارو د اوښ لرى او كولمې ورباندې ورواچولې، خو كله چې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له سجدې نه سر راپورته كړ، نو دوى ته يې ښيره وكړه، يو ځل د مشركينو خنداګانې په خولو كې ور وچې شوې، غم او ويرې واخيستل او پدې باوري شول چې حتماً به هلاكيږى نور يې نجات نشته.

دا كيسه هم مخكې تيره شوې چې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ابو لهب زوى عتيبه ته ښيرې وكړې، عتيبه پدې پوره يقين  درلود چې دا ښيرې به حتماً ورته لګيږي، او كله يې چې په شام كې زمرى وليد نو ويې ويل: قسم په خداى چې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) زه پداسې حال كې ووژلم چې پخپله په مكه كې ناست دى.

your ads

همدا راز ابي بن خلف به تل رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته د قتل اخطارونه وركول، يو ځل رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دده په ځواب كې ورته وفرمايل: ‏(‏بل أنا أقتلك إن شاء الله‏)‏ [چې ته نه، بلكه زه به تا وژنم (ان شاء الله).] او كله چې د احد په غزا كې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ابي بن خلف په غاړه د نيزې ګوزار وكړ، كه څه هم هغه معمولي ټپې شوى وْ، خو داسې يي ويل: محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ما ته په مكه كې دا ويلى وْ چې زه به تا وژنم، قسم په خداى كه هغه ما ته لاړې هم را تو كړي نو زما روح به له كالبد نه وزي (ددې پيښې تفصيل به په راتلونكو پاڼو كې راشي).(1)

همدارنګه يو ځل سعد بن معاذ په مكه كې اميه بن خلف ته وويل: ما له رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه اوريدلي چې فرمايل يې:‏ (‏إنهم ـ أي المسلمين ـ قاتلوك‏)‏ چې ته (اميه) به د مسلمانانو په لاس وژل كيږې. ددې خبرې په اوريدو سره د اميه زړه ولويد ويرې واخيست او له ځان سره يې دا عهد وكړ چې له مكې نه به د باندې نه وځي، او د بدر د غزا په وخت كې چې د ابو جهل د ډير اصرار په وجه مجبور شو له مكې نه ووځي، نو يو ډير تند او تيز اوښ يې واخيست تر څو د خطر په وخت كې يې ژر له صحنې راوايستلى شي، پدې وخت كې چې اميه له مكې نه د مدينې په لور تګ ته تيار شو، نو ښځې يې ورته وويل: اې ابو صفوانه! تا د هغه يثربي ورور خبره هيره كړيده؟ ابو صفوان په ځواب كې ورته وويل: نه، نه مې ده هيره شوې، خو قسم په خداى چې له هغوى سره تر دې نژدې ځايه پورې ځمه.(2)

دا وْ  د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د دښمنانو حال، خو د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ياران او اصحاب (رضي الله عنهم) دومره د خپل عظيم لارښود په مينه كې ډوب وو چې مرګ او ژوند يې په همغه پورې تړلى وْ هغه يې د سترګو تور او د زړه سر وْ،  زړونه يې داسې ورپورې نښتي وو لكه اوسپنه په آهن ربا پورې.
فصورته هيولة كل جسم         و مغناطيس افئدۍ الرجل

[يعنى د هغه صورت د هر جسم هيولى او وجود يې د خلكو د زړونو آهن ربا (مقناطيس) وه.] د همدې مينې، محبت، فدا كارۍ او ځان قربانولو نتيجه دا وه چې اصحابو كرامو (رضي الله عنهم) به خپل ځانونه مرګ ته وركول خو دا يې نه شوى زغملى چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نوك دې پټ شي او يا يې دې په ګوته كې اغزى لاړ شي.

يوه ورځ په مكه كې ابوبكر صديق (رضي الله عنه) ډير زيات ووهل شو، خلكو تر لغتو لاندې اچولى و، عتبه بن ربيعه په دوو پيوند شويو څپليو واهه، په مخ يې ډير ګوزارونه وركول بيايې په خيټه ور وخوت، دومره وټكول شو چې مخ او پزه يې سره يو شول، وروسته د بنو تيم خلكو په يوه تكه كې ونغښت او كور ته يې يووړ، چا هم دا ګومان نه كاوه چې ژوندى به پاتې شي، خو د ورځې په وروستۍ برخه كې په حال شو خبرې يې وكړې او داسې يې وويل: د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) څه حال دى؟ پدې خبره د قوم خلك ورباندې په غوسه شول، پړه او ملامتي يې ورباندې وويله، بيا پاڅيدل او دده مور ام الخير ته يې وويل: څه وركړه چې ويې خوري او يا څه وروڅښه. او كله يې چې مور ورسره وږې پاتې شوه ډير اصرار يې ورباندې وكړ چې څه وخوري او يا څه وڅښي، خو ابوبكر صديق (رضي الله عنه) به همدا ويل چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) څه حال دى؟ نو مور يې ورته وويل: قسم په خداى زه د تا د ملګري په حال نه يم خبره. ابوبكر (رضي الله عنه) ورته وويل: لاړه شه او له ام جميل بنت الخطاب نه د هغه په هكله پوښتنه وكړه، موريې ووتله او ام جميل ته ورغله او ورته ويې ويل: زما زوى ابوبكر (رضي الله عنه) د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په هكله له تا نه معلومات غواړي چې هغه څنګه دى؟ ام جميل (رضي الله عنها) ورته وويل: زه نه ابوبكر (رضي الله عنه) پيژنم او نه محمد بن عبدالله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)، خو كه ته غواړې چې زه ستا زوى ته درسره لاړه شم نو ځه چې ځو، دواړه راووتلې او كور ته راغلې كه ګوري چې د ابوبكر الصديق (رضي الله عنه) حال  بل دى، د چا خبره له ډيرو وهلو څلور زره پروت دى. ام جميل ور لنډه شوه او چيغه يې كړه، قسم په خداى دا خلك چې ته يې دې حال ته راوستى يې فاسقان او كافران دي، له الله تعالى نه دا غواړم چي ستا غچ او انتقام ورنه واخلي. ابوبكر (رضي الله عنه) ورته وويل د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) څه حال دى؟ ام جميل ورته وويل: دلته خو ستا مور ده هغه خو زمونږ خبرې اوري! ده ورته وويل: له هغې نه مه ويريږه، نو ام جميل ورته وويل: رسول الله (ص جوړ او روغ دى، ده ورته وويل: اوس چيرته دى؟ دې ورته وويل: هغه اوس په دار الارقم كې تشريف لري بيا ابوبكر (رضي الله عنه) وويل: له خداى تعالى سره دا عهد كوم چې تر هغې به نه څه وخورم او نه به څه وڅښم تر څو د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په خدمت كې حاضر شوى نه وم، مور او ام اجميل ورته وويل: اوس صبر وكړه، تر څو لږ آرامي شوه  خلك كورونو ته لاړل، تګ راتګ بند شو بيا هغوى د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ملاقات پخاطر ووتل، ابوبكر (رضي الله عنه) پداسې حال كې چې په ام الخير او ام جميل باندې يې تكيه كوله د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خدمت ته حاضر شو.(1)
له رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره د اصحابو (رضي الله عنهم) د مينې اوله ده نه د ځان قربانولو نورې اهمې او نادرې پيښې به هم په راتلونكو پاڼو كې سره ولولو، خصوصا د احد د غزا پيښې او د خبيب (رضي الله عنه) او نورو اصحابو (رضي الله عنهم) تاريخي واقعې.

  1. د مسئوليت احساس – اصحابو (رضي الله عنهم) دا ښه درك كړې وه چې د بشريت په هكله د دوى په غاړه د مسئوليت څومره دروند پيټى پروت دى. هغوى د خپل انساني مسئوليت پوره احساس درلود، او پدې باوري وو چې ددې مسئوليت ادا كول حتمي او لازمي دي، او لدينه غاړه غړول او اوږه خالي كول، لدې اوسنيو كړاوونو او ظلمونو نه ډير خطرناك او ضررناك عواقب لري، او ددې عظيم مسئوليت له ادا نه سرغړول د دوى او ټول بشريت لپاره دومره بدبختي او زيانونه راوړي چې له هغو تكليفونو نه چې ددې دندې د ترسره كولو په لاره كې يې ګالي څو چنده زيات او دردونكي بلكه له هغې سره بالكل د مقايسې وړ ندي.

  2. په آخرت باندې ايمان – په آخرت باندې ايمان د دوى په زړونو كې د مسئوليت احساس نور هم پياوړى كاوه هغوى پدې ټينګه عقيده درلوده چې له مرګ نه وروسته به بيا راژوندي كيږي، الله تعالى به د ټولو وړو او لويو پټو او ښكاره عملونو حساب ورسره كوي، بيا به د تل لپاره يا جنت ته ځي او يا به د جهنم په سوزيدونكو لمبو كې وي. ژوند يې د خوف (ويرې) او رجاء (تمې او هيلې) تر مينځ و. يعنى د الله تعالى رحمت او مهربانۍ ته هيلمن وو او له عذاب نه يې ويريدل، د هغوى حالت داسې وْ لكه دا مبارك آيت چې ورته اشاره كوي:

((وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آتَوا وَقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَى رَبِّهِمْ رَاجِعُونَ)) ( المومنون:٦٠) [او هغه كسان چې وركوي هر هغه چې وركوي (له زكاتونو او خيراتونو) حال دا چې زړونه د دوى ويريدونكي دي (له عدم قبوله ځكه چې) بيشكه دوى رب خپل ته ورتلونكي دي.] هغوى پدې پوخ باور درلود چې دا ټوله دنيا د آخرت په مقابل كې د مچ او ماشې د يوه وزر قدرې ارزښت هم نلري نو همدا ټينګه عقيده او درست معرفت وْ چې د دنيا هر مشكل يې ورته آسانه كړى وْ، هر ډول كړاو او درد يې زغملى شوى، له ټولو نه ستر ستر مشكلات او كړاوونه يې هم د هدف په لار كې خنډ او مانع نه شوى ګرزيدلى.

  1. قرآنكريم _ مشكلاتو او كړاوونو پدې له ټولو نه سخت وخت كې د قرانكريم هغه سورتونه او اياتونه رانازليدل چې د اسلام د اساسي اصولو او مبادئو لپاره يې په زړه راښكونكي انداز او قاطعانه لهجه دلايل او براهين قائم كړيدي. دغه وخت اسلامي دعوت د همدې اصولو په محور چورليده، او دې آيتونو مسلمانانو ته هغه بنيادي او اساسي امور او مسايل په ګوته كول كوم چې الله تعالى د بشريت له ټولو نه اوچتې او سپيڅلې ټولنې (اسلامي ټولنې) جوړښت په همغو امورو پورې تړلى دى. همدا راز دې آيتونو مسلمانانو ته د زغم او صبر، ثبات او پايمردۍ درس هم وركاوه، پدې هكله يې مثالونه ورته راوړل او پدې كې نغښتي حكمتونه يې ورته بيانول:

((أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُمْ مَثَلُ الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ مَسَّتْهُمْ الْبَأْسَاءُ وَالضَّرَّاءُ وَزُلْزِلُوا حَتَّى يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ مَتَى نَصْرُ اللَّهِ أَلا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيبٌ)). ( البقرۍ: 214) [بلكه آيا ګومان كوىْ تاسي (اې موْمنانو) چې ننه به وځىْ تاسې جنت  ته حال دا چې راغلې به نه وي په تاسې باندې په مثل (دسختيو) د هغو كسانو چې تير شويدي پخوا له تاسې نه چې رسيدلې وه دوى ته سختي (لكه فقر او مرض) او ګرځول شوي وو دوى (په سختيو سره) تر هغه پورې چې ويل به (هم) رسول او (هم) هغو كسانو چې ايمان يې راوړى وْ سره له ده چې كله به وي نصرت د الله؟ خبردار شىْ! چې بيشكه نصرت د الله نژدې دى (موْمنانو) ته. ]

((الم (1) أَحَسِبَ النَّاسُ أَنْ يُتْرَكُوا أَنْ يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لا يُفْتَنُونَ (2) وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ صَدَقُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْكَاذِبِينَ)) (العنکبوت: 1-3). [آيا ګومان كوي دا خلك ددې چې پرې به ښودى شي دوى (په هم دې قدر) چې ووايي دوى چې ايمان راوړى دى مونږ حال دا چې دوى به ونه ازمويل شي، او خوامخواه په تحقيق ازمويلي وْ مونږ هغه كسان چې له دوى نه ړومبى وو پس هرومرو معلوم به كړي الله (په علم ظاهري سره هم) هغه كسان چې ريښتيني دي (په دعوى د ايمان كې) او خوامخوا معلوم به كړي الله (هغه) دروغجن (په علم ظاهري هم).]

ددې تر څنګ دغه وخت داسې آيتونه هم نازليدل چې كفارو او ټولو معاندينو او مخالفينو ته به يې غاښ ماتوونكي ځوابونه وركول، د هغوى ټولې حيلې به يې ورماتولې او هيڅ بهانه مانه به يې نه ورته پريښوده. او په پوره څرګنده او صريحه توګه به يې دا ورته اعلانول چې كه هغوى حق ته غاړه تيټه نكړي او همداسې ګمراه او بې لارې پاتې شي نو پاى او عاقبت به يې ډير خراب او زيانمن وي، پدې هكله به يې د پخوانيو قومونو كيسې او نور داسې تاريخې شواهد ورته وړاندې كول چې دا به ورنه معلوميده چې د مسلمانانو او كافرانو په هكله د الله تعالى سنت او فيصله څه ده، خو لدې تهديد او ويرې سره سره داسې آيتونه هم رانازليدل چې له كرم او مهربانۍ نه به ډك وو، لهجه يې نرمه وه د افهام او تفهيم، و عظ او اراشاد خوا به يې نيولې وه تر څو ګمراهان له خپلې ګمراهۍ او ضلالت نه حق او هدايت ته واوړي.

قرانكريم په حقيقت كې مسلمانانو ته يوه بله دنيا او بيل جهان جوړكړى وْ، لدې خاورينې دنيا نه يې اوچت كړي وو هلته يې د كائناتو مشاهد، د ربوبيت جمال او كمال، د الوهيت عظمت او رفعت، او د رحمت، رضا او مهربانۍ داسې صحنې ورښودلې چې په ليدو سره به يې هغوى دومره پياوړي كيدل چې بيا به ورته د كړاوونو او مشكلاتو غرونه لكه د يوه طوفاني سيلاب په وړاندې د شګو بندونه داسې وو.

دې آيتونو به مسلمانانو ته د الله تعالى له طرفه د رحمت، رضا، او له هميشنيو نعمتونو نه ډك جنت زيري هم وركول، او د دوى د ظالمو او كافرو دښمنانو هغه حالت به يې هم ورته تمثيل او ترسيماوه، چې د قيامت په ورځ به د الهي عدالت محكمې ته راوستل كيږي، محاسبه به ورسره كيږي او بالاخره به پړمخې په دوزخ كې اچول كيږي چې ځىْ اوس د اور خوند وګورىْ.

  1. د بري زيري _ ددې ټولو تر څنګ مسلمانان له كله نه چې له كړاوونو سره مخ شول بلكه له هغې نه هم وړاندې پدې ښه پوهيدل چې اسلام قبلول او مسلمان كيدل يوازې دا معنى نلري چې تل به دردونه، ظلمونه او كړاونه ګالي، بلكه د اسلامي دعوت هدف دا دى چې د جاهليت دا تورې تيارې ختمې كړي، او دا د ظلم ماڼۍ را نسكوره او په ځاى يې د عدل څلى ودروي. همدا راز ددې دعوت دا غوښتنه ده  چې د نړۍ په سياسي ډګر كې له نورو نه مخكې شي هلته خپل نفوذ او حاكميت قايم كړي تر څو  اسلامي امت او ټول بشريت د بندګانو له عبادت نه آزاد او يوازې د يوه الله عبادت ته يې بوزي او الهي رضا يې په برخه شي.

قرآنكريم به مسلمانانو ته كله په صريحه لهجه او كله په كنايه سره دا ډول زيري وركول، پدې سختو شپو او ورځو كې چې تر مسلمانانو لاندې ځمكه  سور اور ګرځيدلې وه، له هرې خوا راګير وو نژدې وو چې له غمه يې زړونه وچوي، په همدې غمجنو حالاتو كې به قرآنكريم د پخوانيو انبياوو (عليهم السلام) او د دوى د مشركو اقوامو حالات او واقعات بيانول، او دې آيتونو به د هغو حالاتو او واقعاتو كيسې كولې چې د مكې د مسلمانانو او كفارو له حالاتو سره به يې ډير ورته والى او شباهت درلود. او پدې ترتيب سره به يې مسلمانانو ته د پخوانۍ زمانې  د حق او باطل د جګړې هغه نقشه په مخ كې ايښودله چې دوى به اوس د سر په سترګو ليدله، بيا به يې ددې جګړې نتيجه هم ورته اعلانوله او دا به يې ورته ښووله چې الله تعالى كافران او ظالمان څه ډول هلاك او برباد كړي او د ځمكې حاكميت يې خپلو نيكو بندګانو ته سپارلى وْ. له دې ډول كيسو نه دا په ډاګه كيدله چې د مكې مشركان به په ډير نژدې وخت كې له شرميدونكې ماتې سره مخ  كيږي، مسلمانان به برى مومي او اسلامي دعوت به خپل منزل ته رسيږي.

له هغو آيتونو څخه چې د دعوت پدې مرحله كې نازل شوي او د مسلمانانو د بري او فتحې زيرى وركوي ځنې دا دي:

((وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِينَ (171) إِنَّهُمْ لَهُمْ الْمَنصُورُونَ (172) وَإِنَّ جُندَنَا لَهُم الْغَالِبُونَ (173) فَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتَّى حِين ٍ (174) وَأَبْصِرْهُم فَسَوْفَ يُبْصِرُونَ (175) أَفَبِعَذَابِنَا يَسْتَعْجِلُونَ (176) فَإِذَا نَزَلَ بِسَاحَتِهِمْ فَسَاءَ صَبَاحُ الْمُنذَرِينَ)) (الصافات: 171 –177)  [په تحقيق پخوا لا صادر شوى دى حكم زمونږ د پاره د مرسلينو بندګانو زمونږ، چې بيشكه دوى له هم دوى سره مدد كړى شوى دى، او بيشكه لښكرې زمونږ خوامخواه هم دوى كامياب دي (په كافرو) پس مخ وګرځوه ته (اې محمده) له دوى نه تر يوه وخته پورې، اوګوره ته دوى ته پس ژر ده چې وبه ويني دوى (عاقبت خپل)، آيا پس (په راتلو) د عذاب زمونږ تلوار كوي دوى، پس كله چې نازل شي (عذاب) په ميدان (غولي) د دوى پس بد به وي سبا د ويروليو شويو.]

((سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ الدُّبُرَ)) (القمر: 45) [ژر ده چې ماته به كړه شي جمع (د دوى) او وبه ګرزوي دوى شاوې خپلې (مسلمانانو ته له جنګه).  ((جُندٌ مَا هُنَالِكَ مَهْزُومٌ مِنْ الأَحْزَابِ)) (ص: 11) [دوى خو يو لښكر ګوټى دى په دغه ځاى كې چي ماتې وركړى شوې له هغو ډيرو لښكرو څخه دي.

د هغو اصحابو (رضي الله عنهم) په هكله چې حبشې ته يې هجرت كړى وْ د الله تعالى دا قول را نازل شويدى:

((وَالَّذِينَ هَاجَرُوا فِي اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوا لَنُبَوِّئَنَّهُمْ فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَلأَجْرُ الآخِرَةِ أَكْبَرُ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ)) (النحل: 41). [او هغه كسان چې هجرت يې كړى دى په (لياره  د) الله كې وروسته له هغه چې ظلم پرې وكړى شو، نو خوا مخواه ځاى به وركړومونږ دوى ته په دنيا كې ښه (ځاى) او خوامخواه اجر (بدل) ثواب د آخرت ډير لوى دى كه وىْ دغه (كفار) چې پوهيدىْ (په ثواب د هجرت….)]

كفارو له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه د يوسف (عليه السلام) د كيسې پوښتنه وكړه، نو په ځواب كې الله تعالى داسې ورته وفرمايل: ((لَقَدْ كَانَ فِي يُوسُفَ وَإِخْوَتِهِ آيَاتٌ لِلسَّائِلِينَ)) (يوسف:٧) [په تحقيق چې وْ په (كيسې د) يوسف او وروڼو دده كې دلائل (د قدرت د الله او نبوت ستا) لپاره د پوښتونكو] يعنى دا چې د مكې مشركين د يوسف (عليه السلام) د كيسې پوښتنه كوي  نو دوى به هم لكه د يوسف (عليه السلام) د وروڼو په شان له ناكامۍ سره مخامخ كيږي، او آخر به دوى هم لكه د هغوى په شان د تسليمۍ سر پر ځمكه ږدي.

بل ځاى قرآنكريم له رسولانو نه يادونه كوي فرمايي: ((وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِرُسُلِهِمْ لَنُخْرِجَنَّكُمْ مِنْ أَرْضِنَا أَوْ لَتَعُودُنَّ فِي مِلَّتِنَا فَأَوْحَى إِلَيْهِمْ رَبُّهُمْ لَنُهْلِكَنَّ الظَّالِمِينَ (13) وَلَنُسْكِنَنَّكُمْ الأَرْضَ مِنْ بَعْدِهِمْ ذَلِكَ لِمَنْ خَافَ مَقَامِي وَخَافَ وَعِيدِ)) (ابراهيم: 13. 14) [او وويل هغو كسانو چې كافران شوي وو رسولانو خپلو ته چې خوامخواه و به باسو مونږ تاسې هرو مرو له ځمكې خپلې يا به خوامخواه وګرځئ تاسې خوامخواه په دين زمونږ كې پس وحي وكړه دوى ته رب د دوى چې هرومرو هلاك به كړو مونږ ظالمان او خوامخواه به و اوسوو مونږ تاسې په ځمكه د دوى كې وروسته (د هلاكت) د دوى، دغه (اهلاك او اسكان حق دى) د پاره د هغه چا چې ويريږي له دريدلو په مخ زما كې او ويريږي له وعدې (د عذاب زما).]

هغه وخت چې د فارسيانو او روميانو تر مينځ جګړه ګرمه وه د كفارو دا هيله وه چې فارسيان برى ومومي ځكه هغوى هم مشركين وو، خو د مسلمانانو اميد دا وْ چې برى د روميانو په برخه شي ځكه روميانو هم په الله، رسولانو، وحي، كتاب او آخرت باندې ايمان درلود، خو دا ځل برى د فارسيانو په برخه شو، خو په همدې وخت كې الله تعالى مسلمانانو ته زيرى وركوي چې پدې څو لنډو كلونو كې به روميان پر فارسيانو غلبه ومومي، او د دې زيري تر څنګ يې د مسلمانانو د فتحې او بري زيرى هم وركړ، الله تعالى فرمايي : ((…وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ (4) بِنَصْرِ اللَّهِ…)) ( الروم: 4. 5)    [او په دغه ورځ (د غلبې د روم په فارس) خوشاله به شي موْمنان په نصرت د الله (له كتابيانو سره په مجوسيانو).

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به پخپله هم وخت په وخت دا ډول زيري وركول، د حج په وخت كې به يې چې په عكاظ، ذي المجاز، او مجنه كې خلك د الله دين ته رابلل، نو نه يوازې دا چې موْمنانو ته به يې د جنت زيري وركول بلكه په ډاګه سره به يې دا هم فرمايل : اې خلكو (لا اله الا الله) ووايىْ، تر څو بريالى شىْ، او تر څو په همدې كلمې سره عربان لاندې كړىْ او عجم هم تر خپلې قبضى لاندې راولىْ، او كه پدې لاره كې ومرئ نو په جنت كې به پاچايان وئ. د حديث شريف متن دا دى: ((يا ايها الناس قولوا لا اله الا الله تفلحوا، تملكوا بها العرب، و تدين لكم بها العجم، فاذا متم كنتم ملوكا في الجنة)).(1)

مخكې مو دا هم ولوستل چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) عتبه بن ربيعه ته چې غوښتل يې له رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره د دينوي هيلو او غوښتنو په سر سودا او سازش وكړي څه ډول ځواب وركړى وْ، او عتبه د رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له خبرو نه څنګه پدې پوه شوى و او دا يې ويلي و چې بالاخره رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او دين به يې غلبه او برى مومي. رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ابو طالب ته د قريشو وروستي هيئت ته هم په صريحو ټكو كې فرمايلي وو چي زه له تاسې نه يوه خبره غواړم چې راسره ويى منىْ او هغه داسې خبره ده چې په منلو سره به يې د عربو او عجمو ټولو پاچايي ستاسې وي.
خباب بن الارت (رضي الله عنه) وايي: ((اتيت النبي (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وهو متوسد برده، و هو في ظل الكعبۍ،  و قد لقينا من المشركين شدۍ، فقلت: الا تدعوالله، فقعد و هو محمر وجهه، فقال لقد كان من قبلكم ليمشط بمشاط الحديد مادون عظامه من لحم و عصب ما يصرفه ذلك عن دينه وليتمن الله هذا الامر حتى يسير الراكب من صنعاء الى حضرموت ما يخاف الا الله – زاد بيان الراوي – و الذئب على غنمه (١) وفي روايۍ ولكنكم تستعجلون))(٢)

[ترجمه: يو ځل زه د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)  په خدمت كې حاضر شوم، رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د كعبې شريفې سيوري ته په يوه چادر تكيه وهلې وه. دغه وخت مونږ د كفارو له لاسه ډير په عذاب وو، ما ورته وويل: اې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) !الله تعالى ته سوال او دعا نه كوې؟ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ددې خبرې په اوريدو سره را كيناست مبارك مخ يې تك سور شو او ويې فرمايل: هغه خلك چې له تاسې نه مخكې تير شويدي، غوښې، رګونه او اعصاب به يې تر هډوكو پورې د اوسپنې په ږومنځو توږل كيدل، خو پدې سختيو سره به هم هغوى له خپل دين نه اوړيدل، او بيا يې وفرمايل: الله تعالى به دا دين مكمل، غالب او بريالى كوي تر دې چې سپور به له صنعاء نه تر حضرموت پورې سفر كوي او له الله نه پرته به د بل څه ويره ورسره نه وي _ راوي زياتوي_ او ميږو ته به د ليوه خطره او ويره هم  ور سره وي. په بل روايت كې دا هم راځي خو تاسې عجله او بيړه كوئ.

دا هم بايد وويل شي چې د فتحې دا زيري څه پټ او مخفي نه وو بلكه دا د مسلمانانو او كفارو ټولو غوږونو ته رسيدلي وو، وايي چې اسود بن المطلب او ملګرو به يې چې كله د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) اصحاب (رضي الله عنهم) وليدل، نو د استهزاء او ريشخند له مخې به يي ويل: دا دي د ځمكې پاچايان راغلل وګورئ دوى به په كسرى او قيصر باندې بريالي كيږي!! بيا به يې شپيلي كول، چك چك او لاسونه به يې سره پړكول.(٣)

همدا د ځلانده مستقبل، او بالاخره په جنت كې د ابدي او دايمي ژوند زيري او اميدونه وو چې مسلمانانو ته يې د هغه لويو دردونو او سختو ظلمونو ګالل او زغمل آسانه كړي وو، او هغوى يې پدې باوري كړي وو چې دا تيارې به حتماً روښانه كيږي، او دا د غم دور به خاتمه مومي نور به بيا خوشالي وي او سعادت.

ددې تر څنګ به رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تل هغوى ته روحي غذا هم وركوله، د هغوى زړونه او دماغونه به يې د ايمان په وړانګو روښانه كول، د قرآنكريم او حكمت (احاديثو) په واسطه به يې د هغوى نفساني تزكيه كوله، په ايمان او عقيده به يې روزل، د روحاني اوچتوالي، قلبي سپيڅلتيا، غوره او لوړو اخلاقو، له مادياتو او شهواتو نه د آزادۍ او يوازې له يوه خداى (ج) سره د مينې او د يوه الله (ج)  د بندګۍ لور ته به يې بلل، په زړونو كې به يې د واقعيت او حقيقت شعلې را اوچتولې، له تيارو نه يې روښنايۍ ته را ايستل، د زغم، صبر او حوصلې درس به يې وركاوه، نو ددې لارښوونو او هداياتو نتيجه دا شوه چې د هغوى په زړونو كې دين او ايمان كلك ځاى ونيو، له مادياتو او شهواتو سره يې اړيكې وشليدلې، د الله تعالى (ج) د رضا د حصول په خاطر هر ډول قربانۍ ته آماده وو، د جنت په تمه  او هيله اوسيدل، علمي تنده يې لا پسې زياته شوه، له نفس سره د محاسبې روح او احساس يې پياوړى شو، خپل اعصاب، احساسات او عواطف يې تر ادارې او كنترول لاندې ساتل، د صبر، سكون، عزت او وقار په وسيله يې د هر مشكل مقابله كوله.

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب