عبادات، فضایل او آداب

د ذو الحجې میاشتې د اولو لسو ورځو فضائل

د میاشتې د لیدلو مسنونه دعاء دا ده:

«اَللّهُمَّ اَهِلَّهٌ عَلَیْنَا بِاالْاَمْنِ وَالْاِیْمَانِ وَالْسَّلَامَةِ وَالْاِسْلَامِ رَبِّیْ وَرَبُّکَ اللهُ هِلاَلُ رُشْدٍ وَخَیْرٍ »

د سعودي حکومت د اعلان مطابق د چهارشنبې یعني (۲۳) د اګست څخه د ذې الحجې ۱۴۳۸هجری قمری کال اوله ورځ شروع شوه او د عرفې ورځ به ان شآءالله (۳۱)د اګست د پنج شنبې په ورځ وي. او غټ اختر به ان شآءالله(۱) د سپتمبر یعني د جمعی په ورځ وي.

د یادونی وړده چې د ذوالحجې لس ورځې په شریعت کښې ډیرې د قدر دي او پدې ورځو شپو کښې د عبادت کولو ډیر زیات ترغیب راغلی دی، الله جل جلاله په قرآن مجید کښې په دیرشمه سیپاره کښې په سورة الفجرکښې قسم کړي او داسی ارشاد فرمائي:

«وَالْفَجرِ ٭ وَلَیَالٍ عَشْرٍ ٭»

دلته الله جل جلاله د سحر په وخت قسم کوي او ورپسی بیا په لسو ورځو قسم کوي ،تفسيرابن کثیر لیکلي دي چې دلسو ورځونه مراد د ذوالحجې لس ورځې دي “””

احادیثو کښې خو ډیر زیات فضیلت د دې لسو شپو راغلی دی:

حضرت جابر رضي الله عنه نه روایت دی : اَنَّ رَسُوْلَ اللهِ صلی الله علیه وسلم قَالَ اَفْضَلُ اَیَّامِ الْدُّنْیَا اَیَّامُ الْعَشْرِ یَعْنِي عَشْرِ ذِي الْحَجَّةِ “(کشف الاستارعن زوائدالبزاررقم الحدیث ۱۱۲۸ باب فی ایام العشر موسسة الرسال بیروت)

ژباړه: «د حضرت جابر رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل ددنیا افضلی ورځې هغه دذي الحجې لس ورځې دي.»

بل روایت د حضرت عبد الله ابن عباس رضي الله عنه نه دی :هغه فرمایي: قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمْ مَامِنْ اَیَّامٍ اَعْظَمُ عِنْد الله وَلَا اَحَبَّ اِلَیْهِ الْعَمَلُ فِیْهِنَّ مِنْ اَیَّامِ الْعَشْرِ فَأکْثِرُوْا فِیْهِنَّ الْتَّسْبِیْحَ، وَالْتَّکْبِیْرَ، وَالْتَّهْلِیْلَ (المجمع الکبیرللطبرانی رقم الحدیث ۱۱۱۱۶ مکتبه ابن تیمیه القاهره)

ژباړه “ابن عباس رضي الله عنه فرمایي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې نشته ده یوه ورځ د ورځونه چې هغه د الله په نزد غوره وي او یا کوم عمل پکښې ډیر زیات خوښ وي الله ته مګر په دې لسو ورځو کښې” نو تاسو پدې لسو ورځو کښې زیات کړۍ تسبیح، تکبیر، او تهلیل”.

– تسبیح (سُبْحَانَ اللهْ) تکبیر(اللهُ اَکْبَرْ) تهلیل (لَاإلـٰهَ إلَّا اللهُ).

بل روایت هم د عبد الله ابن عباس نه(په سنن ابی داوٌد کښې نقل دي رقم الحدیث ۲۴۳۸)

هغه روایت کښې دا دي چې نبي علیه السلام صحابه وؤ ته د ذوالحجې فضائل بیانول نو صحابه وو د نبي علیه السلام نه پوښتنه وکړه چې ای د الله رسوله پدې ورځو کښې عبادت کول د جهاد في سبیل الله نه هم بهتر دی نو نبي علیه السلام ورته وفرمایل چې آو د هغه مجاهد جهاد ترینه افضل دی کوم چې په ځان او مال دواړو سره جهاد ته لاړشی او هلته شهید شي نو بیا داسی جهاد د دې لسو ورځوڅخه هم بهتردی” او که څوک په ځان او مال سره جهاد کښې شریک شي او واپس غازي راشي نو د دې غازي نه پدې لسو ورځو کښې دعبادت کوونکی ثواب او اجر زیات دی».

یعنی د فدايي او استشهادي درجی ته هیڅ یو عمل د اعمال صالحه وؤ څخه نشی رسیدلی.

په بعضې روایاتو کښې دا هم راځي چې د پدې لسو ورځو کښې چې څوک روژه ونیسي نو د هرې روژې ثواب د یو کال د روژو د ثواب برابر دی.

د تکبیرات تشریق هم په احادیث مبارکوؤ کښې ډیر زیات تاکید راغلی دی کوم چې د عرفې د ورځې د سهار له لمانځه څخه پیل کیږي او د اختر په څلورمه ورځ د مازدیګر د لمانځه نه پس د وېلو څخه بعد بیا بندیږي او بیا نه ویل کیږي”یعنی په ۲۴ لمونځونو کښې ویل کیږي.

تکبیرات تشریق دا دي:

«الله اکبر الله اکبر لااله الا الله والله اکبر الله اکبر ولله الحمد» د هر فرض لمونځ نه بعد درې ځله په اوچت اواز سره وئېل ضرور دي.

نو الله د مونږ او تاسو ته دا توفیق راکړي چې دا لس ورځې د روژې مبارکې پشان په روژو نیولو او نورو نیکواعمالو او عباداتو سره تیرې کړو.

لیکوال: ابوعُزیر حنفي

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: