د ذهن پیاوړتیا لپاره دا اووه ټکي په یاد لرئ

که تاسې زده کوونکي يۍ او غواړئ، چې په کم وخت کې ډیر څه زده کړئ، نو د مغزو پیاوړتیا ته باید ضرور پام وکړئ.

که په کوم دفتر کې کار کوئ، او غواړئ، چې د خپلو همکارنو په پرتله ځان مؤثر ثابت کړئ، نو هم د مغزو رول پکې مهم دي.

په لنډ ډول ویلی شو، چې د ژوند په ټولو برخو کې د بریالیتوب لپاره موږ یو قوي ذهن او پیاوړي مغز ته ضرورت لرو.

د خوښۍ خبره داده، چې ځینې لارې چارې شته، چې موږ سره مرسته کوي، څو ذهن او حافظه پیاوړې او د مغزو قوت لوړ کړو.

۱ـ تمرین کول

زموږ موخه فزیکي تمرین دی. هره ورځ فزیکي تمرین وکړئ. فزیکي تمرین، لکه قدم وهل، منډه کول، جیم ته تلل او یا هم ورته نور فزیکي فعالیتونه مغزو ته د وینې جریان تیزوي، چې ورسره د مغزو او حافظې د قوت باعث هم کیږي.

ددې سربیره، فزیکي تمرین د زړه د ناروغیو په مخنیوي کې هم کلکه مبارزه کوي. څومره چې فزیکي تمرین کوئ، هومره ستاسې عمومي روغتیا او په ځانګړي ډول د ذهن پیاوړتیا ته ګټه لري.

۲ـ اومیګا ۳ لرونکي خواړه

هغه خواړه، چې اومیګا ۳ ولري، د مغزو د پیاوړتیا لپاره ډیر ګټور دي. ماهي، ینه، اغوز( چارمغز) او ځینې نور خواړه شته، چې په زیاته اندازه اومیګا ۳ لري او د مغزو د قوت لپاره ګټور دي.

۳ـ په لاس لیکل کوئ

د تیکنالوژۍ او کمپیوټر په دې دور کې ممکن په لاس لیکل درسره څوک ونه مني؛ خو حقیقت دادی، چې په لاس لیکل د حافظې او ذهن د قوت باعث کیږي.

که تاسې په لاس لیکل وکړئ او بیا په لاس لیکل شوی متن ولولئ، نو حافظه به مو څو چنده لوړیږي.

په لنډ ډول موږ ویلای شو، چې هغه څه ستاسې ژر زده کیږي، کوم څه چې تاسې په لاس لیکئ. په لاس لیکلو سره په اوږده مهال کې، ستاسې د شننې او سپړنې مهارت هم لوړیږي.

۴ـ ویټامین ډي

ویټامین ډي د مغزو د قوت، د حافظې د پیاوړتیا او د معلوماتو د شننې او سپړنې په برخه کې ډير ګټور تمامیږي.

د لمر وړانګې په زیاته اندازه ویټامین ډي D لري. هڅه وکړه، چې د لمر وړانګو ته چې ډیرې سوزنده نه وي، څه وخت تیر کړئ.

۵ـ نوې تجربې وکړئ

په یوه لار، یو کار او یو میتود ستړی کوونکی وي او د انسان په پرمختګ کې ګټور نه تمامیږي. هڅه وکړئ، چې په ژوند کې کله په داسې لارو هم سفر وکړئ، چې مخکې پرې نه وې تللي. نوي کارونه وکړئ او نوې تجربې تر لاسه کړئ.

نوې کارونه او نوې تجربې په مغزو کې نوې لارې جوړوي، چې ورسره دماع څو چنده پیاوړي کیږي.

۶ـ مغزي تمرین هم وکړئ

خپل مغز ته تمرین ورکړئ. وګورئ، که تاسې یو کار د اوږده مهال لپاره ونه کړئ؛ د هغه کار د اجرا کولو طریقه مو له ذهنه وځي. هڅه وکړئ، چې خپل مغز ته په بیلابیلو طریقو تمرین ورکړئ. د موبایل ګیمونه يې یواځنې لاره نه ده. د جي پي اس استعمال هم د مغز په پیاوړتیا مثبت اغیز کوي.

د مغزي تمرین بیلابیلې لارې شته، چې تاسې پرې خپل ذهن وننګوئ او خپله حافظه لوړه کړئ.

۷ـ اوبه

په نهاره او په ټوله کې ډيرې اوبه څښل حافظه قوي کوي. اوبه د وینې حجرې پاکوي او په بدن کې د وینې جریان تیزوي. په دې سره د انسان په عصابو کې هم ستر پرمختګ رامینځ ته کیږي. څومره چې ذهن ته ژر او تیزه وینه رسیږي، هومره عصاب فعال او چټک وي.

ژباړه: شاهین

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب