څومره چې پوهېږم، پوهېږم چې نه پوهېږم!

  • سړي چه لږ علم ولري او لږلږ نوي شیان يي زده کړي وي فکر کوي چه په هر څه پوهیږي او ډیر ښه پوهیږي، خو په حقیقت کي نه پوهیږي. موږ هم د همدي ناداني په اوج کي ځان افلاطون ګاڼه په ټولو شیانو پوهیدلو او په هر څه کي ږغیدلو خو پایلي ته نه رسیدلو ځکه چه په کږو لارو تللو، اها داخو شاعري شوه زه خو نثر لیکم. خیر کله کله داسي کیږي خو چه ولي داسي کیږي زه هم نه پوهیږم. هو څومره چه کتاب لولم، څومره چه مطالعه کوم ، څومره چه فلمونه ګورم ورو ورو په دي پوهیږم چه نه پوهیږم. خوبیا هم له هغو څخه غوره یم چه نه پوهیږي او فکر کوي چه په هر څه پوهیږي ځکه زه نه پوهیږم او دا خبره منم چه نه پوهیږم.
  • تا خو د مکتب د وخت کیسه کوله اوس دي فلسفه شروع کړه. خبره دي په نیمه کي پریښوده ډیره خوږه کیسه دي را اخستي وه.
  • هو رښتیا خبره بلي خوا رانه لاړه خو ډنډوره شوي لا نه ده. خبره لاړه ډنډوره شوه- جانانه خپل غم دي کوه خپل به کومه هاهاهاها. موږ په مکتب کي له ملګرو سره په غټو سیوچونو ګوتي وهلي خو د خداي فضل دي برق ونه نیولو.
  • تاسو درس وایه که مو د برق کار کاوه؟
  • نه نه، هغه برق نه یادوم ځکه زما د مکتب په وخت کي برق چیري وو الیکین ته به ناست وو، هو رښتیا هغه د الیکین تیلو هم ښه بوي کاوه خو هغه وخت يي په ضرر نه پوهیدو. اصلي برق نه یادوم مطلب مي دا وو چه په غټو غټو او ښو غټو مسایلو مو بحث کاوه. زه غټو مسایلو ته غټ سویچونه وایم ځکه د برق په شان خطرناک دي اوکله کله سړي سر هم پکښي خوري لکه مشال خان بیچاره چه په ډیر ظلم سره يي وواژه.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب