لوړ همت

همت دی چې د نړۍ بڼې ته تغییر ورکوي او په دنیا کې چې څومره تمدني بدلونونه را منځ ته شوي‌دي او یا نن سبا دغه ډول بدلون رامنځ ته کېږي، دا ټول د لوړهمته انسانانو په مبارکو لاسونو شوي، چې له برکته یې مونږ او تاسې نن په سوکالۍ او آرامۍ شپې او ورځې تېروو.

که چېرې دغه د عالي همت خاوندان نه وای، نو اوس به دغه ترقي او پرمختک هم نه ؤ او نه به د ژوند سهولتونو شتون درلود.

د لوړ همت څښتنان د خپل ځان لپاره نه، بلکې د نورو لپاره کار کوي، خپل بار او پردی بار دواړه پر خپلو اوږو ږدي ترڅو ګټه یې نورو ته ورسېږي، ځکه دوی ښه پوهېږي چې غوره انسان هغه دی چې نورو ته یې ګټه ورسېږي.

دغسې اشخاصو تل د نورو لاسنیوی کړی دی او بې وزله او فقیر وګړي یې اوچت کړي دي.
د دغو لوړ همتوو انسانانو په سر کې زمونږ خوږ پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دی چې انسان ته یې د انسانیت لوړ منزلونه وروښودل او انسان یې د انسانیت په ګدۍ کیناوه او د انسانیت د خدمت کولو جوګه یې کړ.

که چېرې دغه مهربانه ذات نه وی نو نن به بشریت په دې نامه څه نه پېژندل.
کله چې ابوطالب رسول الله صلی الله علیه و سلم ته وایي چې ای وراره جانه! هغه بار پر ما مه باروه چې وړی یې نشم، رسول الله علیه وسلم ورته وفرمایل: که چېرې دغه قوم ما ته لمر په ښي لاس او سپوږمۍ راته په کیڼ لاس کې راکړي، نو زه به دغه لار پرېنږدم؛ یا به دغه کار د کامیابۍ پړاو ته رسوم او یا به په دغه لار کې ځان قربانوم.

د لوړ همت خاوند داسې اشخاص وروزل چې د انسانیت د هوساینې لپاره یې د نړۍ ګوټ ګوټ په خپل همت روښانه کړل، او انسانان یې د انسانیت په لار روان کړل.

your ads

د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وروسته د دې لارې لاروی حضرت صدیق اکبر دی چې لوړ همت ته یې انسانیت سلام کوي او له برکته یې دنیا د ډاډ او سکون ساه اخلي او له دوی وروسته ددې قافلې نور سالاران هر یو عمر، عثمان، علی او … رضی الله عنهم د یادولو وړ دي چې انسان یې له پرېوتي حالت څخه د انسانیت لوړ معراج ته پورته کړ او ځانونه یې د دوی د سوکالۍ لپاره قربان کړل.

په دې اړه د پښتو ژبې یو شاعر څومره ښه وایي:
مطلب چې لوی وي مصیبت یې هم راحت وګڼه
رانجه د سترګو ګڼي، شرمښ د رمې ګردونه

سردارمحمد دیندار خیل

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب