خوب څه شی دی؟ د خوب لیدلو راز

خوب یوه طبیعي پېښه ده چې په منظم ډول په څلورویشت ساعتو کې یو وار تر سره  کیږي. د خوب لپاره یوه معینه اندازه نشته له  یو چا څخه  دبل چا پورې دا اندازه توپیر لري خلک عموما له( ۵-۱۱) ساعتو پورې ویدیږي  چې منځنی یې( ۷.۷۵ ) ساعته کیږي
دانسانانو د خوب  اندازه د سن په اساس توپیر لري په یوه شواروز  کې ماشومان او نوی زېږېدلي   (۲۲-۲۰)ساعته،  لو ی ماشومان  اوه  تر لس ساعته او بالغ انسانان اووه- اته ساعته خوب ته  اړتیا لري.
په منځنی ډول د هر انسان یو پر څلورمه برخه  ژوند په خوب کې تیریږي .
د بدن د کار او فعالیت په اساس په بدن کې   څه ژوندینکي ټپي او مړه کیږي نو دژوندینکو د لږیدو  په صورت کې انسان د ستړیا احساس کوي او  دستړیا د منځه وړولو لپاره بیا خوب اړین دی.

انسان د بې خوبي په صورت کې ستړیا احساسوي، فکری  تمرکز  ورته مشکل  کیږي  او ( پرېکړه ) ورته ګرانیږي.
ډاکټر  “شون درومند”  د کلفورنیا د پوهنتون استاد  وایي که تاسو( ۲۱ )ساعته پرله پسې ویده نشئ تاسو لکه د یو مست سړی  حالت غوره کوئ.
انسان د خوب په  حالت کې  کرار کرار خپله هوښياري له لاسه ورکوي  او له خپل چارپیرال څخه نه خبریږي.
د خوب کولو یو دلیل  دا دی چې  د بدن ډیر ژوندینکې مړي،د ا چې د انسان  دبدن ماشین   تل کار  او حرکت کوي نو د بدن  ځېنې ژوندینکې او د وینو سره کرویوات  سولیږي او مړه کیږي او دا چې    دبدن د کار  او حرکت غړي کمیږي نو دا د ژوندینکوکمښت د ستړیا  او بې خوبي  لامل کیږي .
په بدن کې د ژوندینکو د تولید کارخانه شته چې د انسان د وېښتیا په  حالت کې  غیر فعاله وي  او  انسان په ویدیدو سره  دا کارخانه اتوماتیک په کار پيل کوي  نوی ژوندینکې او نوی سره کرویات  جوړوي.
په خوب کې  له بدنه  خوشي شوی هورمونونه د وینو بهیر ته ننوځي ، خراب شوی ژوندینکې رغوي او نوی ژوندینکې  پنځوي او په دې ډول  د بدن کمښت  بیرته پوره کوي  چې په دی صورت کې  دخرابو  او مړو ژوند ینکو ځای ځواني  ژوندینکې نیسي.

د خوب بل دلیل د بدن زهرجن کیدل دي :

یانی داچي   د وینې   دماهیچو (غړو)  دزهرجن کیدو  په صورت کې  هم   انسان ستړیا احساس  وی   او دا احساس  په انسان کې  دبی خوبی لامل کیږي.
د وینود ماهیچو زهرجن کیدل  په وینو کې د مړو ژوند ینکو او  ذراتو د جسدونو څخه پیدا کیږي نو په خوب کې  د بدن ماشین  د هغو د مینځلو او ایستلو لپاره ځانګړۍ څڅونې ( ترشحات )کوي .

دازهر په دوه ډوله له منځه ځي :
یوه برخه یې د نورو سلولونو اوژوندینکو لخوا جذب کیږي او د کیمیاوی ترکیباتو  په اثر  دبدن لپاره په  ښو خواړو بدلیږي او نور يې د  خولو ، فضولات او ادار په ډول  له بدنه وځي.
انسان په خوب کې کرار کرار خپله  وېښیاری له لاسه ورکوي، او  دمغز فعالیت د   کورتکس   دعصبي رشتو  د پارونکواو مخنیونکو   پیامو تر اغیزې لاندې راځي
او دهغو کیمیاوي  انتقال ونکی «سرتونین» دی
«سرتونین» خوب راوړنکي کیمیاوي مواد دي چې  په خوب کې په مغز کې زیاتیږي.
خوب کول او خوب لیدل  د بشر یو د مجهولاتو څخه دی
په  خوب کې د سترګو تور ډیر تنګیږی، ادار کمیږي، د زړه غورځنګ کراریږي ،تنفس ارام او ژور کیږي، د عصبي دستګاه کارکول او د مغز څپې ( موجوونه) تغیر یږي، هوښیاري له منځه ځي، مغزبهرنیو ټیټو پاریدو ته  ځواب نه ورکوي.
د خوب په وخت کې مغزی څپې مدام بدلیږی، په خوب کې انسان په  هره خوا اوړي را وړي. په خوب کې هر بالغ انسان پنځه یا شپږ  واري د سترګو تیز خوځښتونه لري.
ډاکټر« هس» سویسي پوه وايي  چې د مغز د « تالا موس» یوه برخه د انسان د خوب  مسووله ده
او ځینې نور پوهان بیا  د مغز د ساقي لاندینۍ او باندینۍ برخې او د مغز د نیمي کرې لاندینۍ برخه د خوب مسوولي برخې بولي.
«جیم هوم »د  «لوبرو پوهنتون» د خوب د څیړنې د مرکز مشر وایي زموږ د خوب   داړتیا اندازه  زموږ د خوب  کولو په کچه ده یاني زموږ  د خوب ضرورت هغومره دی چې موږ ورته  اړتیا لرو چې  دورځي  بې خوبه نشو.

پوهان وايي حیوانات هم لکه انسانان خوب کوی د هغو د خوب کچه هم سره توپیر لري لکه :
پایتون مار( ۱۸) ساعته،ببر(۱۵.۸)،پیشي(۱،۱۲) ساعته،شامپانزی بیزو( ۹.۷) ساعته،پسه( ۳.۸) ساعته،افریقایي فیل( ۳.۳) اوزرافه  (۱.۹) ساعته خوب ته په یوه شواروز کې اړتیا لري،J
خوب انسان او ژوو ته  یوازې یو استراحت نه دی  بلکې هغه د ژوند یوه اړتیا ده چې د مغز او بدن دندې لکه  نمو او  وده  اوفیزیولوژیکي عملیې له نه فعالیدو څخه  ژغوري
. خوب یو فزیکي او دماغي  استراحت حالت دی چې انسان اوژوی څه ګړۍ  له  دنیا جلا کوي.

خوب د ټولو  ژوندیوموجوداتو د بدني او روحي سلامتيا  لپاره ډیر اهمیت لري په  موجوداتو کې  خوب او وېښتوب خپل ‌‌ ډولونه  او پړاوونه لري
ټوله ژوندی موجودات   دخوب   ډولونه لری خوپه تي لرونکو او الوتونکو کې دوه ډول خوب شته یو د سترګو  دتیزو خوځښتونه  خوب اوبل دسترګو د نه  خوځښتونه خوب  ،چې هر یو يي فیزیولوژیکي ، نیرولوژیکي او سایکلو لوژیکي توپيرونه لري.

د خوب دوه ډولونه دا دي:

هغه خوب چې په کې سترګې نه ښوريNON REM -1
هغه خوب چې په هغه کې  سترګې  ښوري REM- 2

)هغه خوب چې په کې سترګې نه ښوری:REM Sleep)-1
په دي ډول خوب کې  د بدن ټولغړی کار کوي، فلج یا ني نه بې حسه کیږي خو فعالیت  یې کمیږي. ، تنفس ورو کیږي ، د مغز فعالیت  اخیري حد ته رسیږي ،  دبدن او ذهن فعالیت کمیږي اوسترګو ته  روښانه انځورونه کمزوره ښکاري.
د انسان د خوب( ۷۵ )په سلو کې همدا ډول خوب  دی په دې ډول خوب کې  انسان لږ خوب وینې که خوب هم وویني هغه لنډ ، ټوټه ټوته او لږ هیجانی  وی او ژر هیریږي . خوبونه یې ډیر د ورځنیو پېښو سره تړاو لري دا ډول  خوب د ټول خوب ( ۴-۶ )ساعتو پورې نیسي.
دا ډول خوب درې پړاوونه  لري چې له سپک خوب  څخه تر ژور خوب په پام کې نیولو سره ډلبندي شوی دی .

لومړی پراو: دا لومړی  پړاو د خوب پيل دی، چې سترګې ورو خوځښتونه لري، په دې پړاو کې خلک سوچ کوی وېښ دي یانې د د ا دچرت پړاو دی، چې  د سترګو دنه ښورولو د د خوب   دډول پېنځه په سلو کې برخه  نیسي دا پړاو  سپک خوب ته لاره  یا پل ده .
د بدن غړي او ساه ایستل کراریږي.  په دې پړاوو  خوب  کې خلک له خوبه اسانه راکښېني یا اسانه  راوېښېدلي شي.
 دویم پړاو: داد نه وېښیاري پړاو دی چې انسان په اسانې له خوبه راویښیدلي نه شي دا پړاو د سترګو د نه ښورولو خوب  (۴۵) په سلو کې برخه نیسي  .
درېیم پړاو: دا د  ژور خوب پړاو  دی  چې په مشکله څوک له خوبه راوېښیږي دا پړاو د دسترګو د نه ښورولو د خوب د ‌ ( ۱۲ )په سلو کې برخه  نیسي.

څلورم پړاو:دا تر ټولو ډیر ژور خوب دی  په دې پړاو خوب  کې  له خوبه راکښینول ګران او که  څوک له خوبه راکښېنول شي هغه د څو دقیقو لپاره سر بداله ويې دا پړاودسترګو د نه ښورولو د خوب ( ۱۳ )په سلو کې برخه  نیسي.
ددې پړاونو وروسته په خوب کې د سترګو ښورولو ډول پيل کیږی  هغه خوب چې د خوب کوونکی  سترګې  د باڼو لاندی ژر ژر لغړیREM- 2
په دې  ډول  خوب  کې چې تړلي سترګې  په حدقه  کې حرکت کوی  او باڼه ګان ښوري. په دی ډول خوب کې  مغز فعاله وی خو د بدن غړي استراحت وي او  سترګي په سرعت راسته او چپه خوا ته لغړی.
په دی ډ‌ول خوب کې  د بدن  ټول غړې سستیږي، دزړه غورځېدنګ ډیریږی او نفس کښل غیرنارمل کیږی ، دا ډول خوب  د شپي څو واري تکراریږي چې هر وار یې د یو خوب یو پر  پنځمه برخه نیسي.
دا ډول  خوب د غټانو  دخوب اټکلاً( ۲۰-۲۵ )په سلو کې  نیسې بیا هم دا خوب په سن اړه لري د یو نوی زېږیدلې ماشوم خوب (۸۰ ) په سلو کې جوړوي
او یو انسان  نارمل خوب په یوه شپه کې (۴-۵)  دسترګو ښورولو خوبونو  لري  چي هر یو يي د( ۹۰-۱۱۰ )دقیقو پوری وخت نیسي .

څېړونکي وايي په دی خوب کې د لیدو ، اوریدو ، بویولو او لمسولو حسونه  او د بدن تعادل دمغز په  فعالیت  پورې اړه لري.
دارواء پیژندونکو په اساس  ددې ډول خوب خوب لیدل ډیر اهمیت لري  او ډیر روښانه،  ژور او منظم وی په یاد پاته کیږی نو نه هیريدونکي خوبونه  په دی ډول خوب کې لیدل کیږي.

په دې ډول خوب  کې خوب وړونکی خپل  ځان نهشوای کنترولی په یوه څېړنه کې یوه پیشو د یو ډ نډ  ترڅنګ پری ایستله شوه کله چې پر هغې داډول خوب راغي هغه ډنډ ته ولوېدله.
که انسان او حیوان دې ډول خوب ته  نه پرېښوول شي هغه  ډیر ډنګراو بې اشتها  کیږی .  انسان دا ډول بې خوبی د شپږو ورځو زیات  نه وشوای زغملی دا خوب ډول خوب د ټول خوب دوساعته نیسي
په دې ډول  خوب  کې د بدن سروتونین (Serotonin  )کمیږي نو په ستړو خلکو کې  دا ډول  خوب ژر راځي  ځکه چې بدن ستړي شی د بدن دسروتونین ماده لږ یږي.
پوهنمل محمود نظری

د ښوونکي لارښود کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب