عبادات، فضایل او آداب

د حلالي روزي ګټلو اهمیت او فضیلت

فضیل بن عیاض رحمه الله وایي: زما پلار عبد الله بن المبارک رحمه الله ته وویل: ته موږ ته نصيحتونه کوې چې له دنیا سره مینه مه کوئ، زهد غوره کړئ او په دنیا پسي ډېري منډي مه وهئ او پخپله مالونه راوړې او تجارتونه کوې؟!، عبد الله ورته وویل: ای ابوعلي! زه ځکه تجارت کوم چې خلکو ته د سوال له ذلته ځان وساتم، خپل درنښت خوندي ولرم او د الله په عبادت کې مرسته راسره وکړي، پلار مې ورته وویل چې دا خو ډېر ښه کار کوې. (سير أعلام النبلاء جـ 8 ص 387).

په دې روایت سره د حلالي روزي ګټلو په اړه یوه لیکنه پیل کوم، زموږ خبري به عامو مسلمانانو او په ځانګړې توګه علماو او د دین په کارونو بوختو خلکو ته متوجه وي، په دیني چارو او علم بوخت داسي خلک شته چې هغوی د دنیا کارونو ته توجه نه کوي، دوی استدلال کوي موږ د دین په خدمت بوخت یو او له دې سره د دنیا کارونه نه شي کیدلی، نو ځکه دوی خپل ژوند د خلکو په مرستو، زکاتونو او چندو روان کړی ده، دا موضوع موږ په دیني لحاظ ارزوو او په عامه توګه به د دې لیکنې په اوږدو کې ښه روښانه شي.

دا راز زموږ په ټولنه کې یوه بله بد مرغي هم ده او هغه دا چې په کور کې یو دوه کسان کار او مزدوري کوي او پاته کسان کرار ناست وي او د نورو ګتې خوري، په ځیني متلونو د نه پوهیدلو لامله هم په موږ کې بدفهمي رامنځته شوې دي، متل دی وایې: یو یې ګټي سل یې څټي، په دې متل کې د ګټونکي ستاینه او د هغه هڅونه او ترغیب مطلب ده، یعني د هغه ګټه دومره لوی کار ده چې سل کسان مړوي او ساتي یې، خو زموږ لټانو او بیکاره خلکو دا متل الټه او عکس مراد کړی دی یعني یو یې ګټي او سل یې څټي نو که موږ په څټونکو کې راځو څه پروا لري! او دا مطلب یواځي خپلي لټي او سستي ته د بې غیرتي بیکاره پلمه ده. موږبه پخپله لیکنه کې د دې لټانو د غوږونو تاوولو کوښښ هم وکړو.

قرانکریم او حلاله روزي ګټل

قرانکریم وایي: هُوَ أَنْشَأَكُمْ مِنْ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا(سورة هود ۶۱) یعني الله تاسو له ځمکې پنځولي یئ او امر یې درته کړی چې په ځمکه کې د اړتیا وړ ودانۍ جوړې کړئ، مفسرین لیکي دلته له انسان نه د ځمکې د ودانولو غوښتنه او طلب شوی ده او د الله طلب او غوښتنې ته لبیک ویل واجب دي نو د انسان داړتیا په اندازه دځمکې ودانول پر انسان واجب ده. په دې ایت کې مطلق انسان مستعمر بلل شوی دی او په مومن انسان باندي الله دځمکې ودانول واجب ګرځولي دي. بناء مومن مستعمر او ځمکه ودانوونکی شو او ځمکه مستعمره شوه.او د په ځانګړې توګه د ځان له پاره کور، کالي او ډوډۍ برابرول او د اولاد روزنه او پالنه د مومن وجيبه ده.

اسلام مسلمانان هڅوي چې ځمکه اباده او ودانه کړي، له ځمکي نه د انسان د ګټي او فایدې شیان را اوباسي او د خلکو د ښمر وړ یې وګرځوي او دا خبره په وضاحت سره په دې لوړ ایت کې بیان شوې ده، انسان د ژوند کولو او خپل اولاد او اړوند وګړو ته د روزي برابرولو له پاره دوه لاري په مخکي لري یوه دا چې پخپله کوښښ او خواري وکړي، کار او مزدوري وکړي څو ځان ته روزي او نفقه تیاره کړي او دویمه لاره دا ده چې خلکو ته لاس اوږد کړي د خیر او خیرات ورکوونکو مرسته وغواړي او یا له حکومته یوه ګوله ترلاسه کړي، لومړۍ لاره د روغو او سالمو خلکو له پاره ده، هغوی به خواري او کار کوي او حلاله روزي به ترلاسه کوي.

او دویمه لاره د معذورو خلکو له پاره ده، لکه قرانکریم وايي: بې شکه د زکات مال د فقیرانو، مسکینانو، او د هغوی اړوند کارکوونکو،او هغه خلک چې زړونه یې اسلام ته مایل وي، او د غلامانو، او پوروړیو، او د الله د لاري محاهدینو، او مسافرو له پاره ده. إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللَّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِّنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ} [التوبة: 60].

حلاله روزي ګټل، د روزي ترلاسه کولو له پاره سفر کول د خیر او ثواب کار دی، قرانکریم بل ځای وایي: الله هغه ذات دی چې ځمکه یې تاسو ته مسخره ګرځولې ده، نو د هغې په مختلفو لوریو کې ولاړ شئ، او د هغه له روزي نه خوراک وکړئ او هغه ته ورپورته کیدل دي. {هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ ذَلُولاً فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ} [الملك: 15]. په ځانګړې توګه وروستی امر د توجه وړ دی، الله جل جلاله فرمايي: فَامْشُوا، یعني ولاړ شئ، حرکت وکړئ، په ځمکه او د هغې په لوړو او ژورو کې د روزي په تلاش او لټه کې ځانونه ستړي کړئ.

بل ځای قرانکریم د شپې د عبادت او تهجدو په بحث کې فرمايي چې څو ډوله خلک له دې کاره مستثنا دي، چې هغه ناروغان، مسافر او مجاهدین دي. عَلِمَ أَن سَيَكُونُ مِنكُم مَّرْضَى وَآخَرُونَ يَضْرِبُونَ فِي الأَرْضِ يَبْتَغُونَ مِن فَضْلِ اللَّهِ وَآخَرُونَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَاقْرَءُوا مَا تَيَسَّرَ مِنْهُ}. الآية [المزمل: 20]. که ایت ته متوجه شو د روزي ګټلو له پاره په سفر وتلیو خلکو یادونه په ډېر اهتمام سره شوې ده، وَآخَرُونَ يَضْرِبُونَ فِي الأَرْضِ يَبْتَغُونَ مِن فَضْلِ اللَّهِ، یعني او هغه نور چې د الله د فضل غوښتلو له پاره په سفر وتلي وي، دلته له ( فضل الله ) نه مراد روزي ده او موږ ډېر ځایه لوستلي دي چې الله ته د یوه شي نسبت د هغه د شرافت او او اکرام لامله کیږي لکه بیت الله ، ضیوف الرحمن او..او دلته له ” فضل الله ” نه مراد حلاله روزي ده.


عمر بن الخطاب – رضي الله عنه – يو ځوان ولید، هر وخت به جومات کې و ذکر او عبادت به یې کاوه او علم یې زده کاوه، ورته ویې ویل: خرڅ او خوراک څوک درکوي؟ هغه ورته وویل: ورور مې، عمر ورته وویل “أخوك أعبد منك”. یعني ورور دي له تا زیات او ښه عبادت کوي.د سلفو د عبادت او دین فهم ډېر ژور او عمیق و، دا چې په جومات کې ارام ناست وي عبادتونه کوي او علم ترلاسه کوي لوی عبادت دی خو د چا په مټ چې دی دا عبادت کوي هغه د کار او زیار ستونزي په ځان منلې، هغه سفرونه ګالي او د سفر ترخې زغمي نو د الله په نزد هغه لوی عابد دی.

د تابعينو سرخیل او د علم او تقوا غر سعید بن المسیب رحمه الله خپلو ملګرو ګرم کړ چې د تیلو او غوړیو په تجارت بوخت یې، خو هغه ملګرو ته داسي ځواب ورکړ چې دا ځواب یې زموږ له پاره د لاري د مشال حیثیت لري، دی هغوی ته وایي: که دا دینارونه نه وي د بنوامیه (د وخت واکمن) هلکان به لاسونه راباندي پاکوي، په دې سره موږ خپل درنښت ساتو، په دې پیسو سره خپلوي پالو، په دې سره د دعوت کار مخته ولو، د چا احسان نه وي راباندي چې ژبي راوتړي، او هغوی ته مو تندي ټیټ نیولي وي.”لولا هذه الدنانير لتمندل بنا غلمان بني أمية، لكننا نصون وجوهنا، ونحفظ أحسابنا، ونصل أرحامنا، ونبلغ أمر ربنا، وليس لأحد في عنقنا منة تعقل ألسنتنا، أو تنحني لها جباهنا”.

د امام سعید بن المسیب رحمه الله دا څو خبري باید په سرو زرو ولیکل شي، د دین خدمت کوونکي او د علم د لاري لارویان که د واکمنو مزد او مزدوري ته ځانونه مجبور کړي د شتمنو زکاتونه او خیراتونه خپله اقتصادي منبع وګرځوي بیا نو په خپل کار او مسؤلیت کې ازادي او حریت له لاسه ورکوي، او آن خپل شخصیت او رجولیت یې له کنتروله وځي، دا ډول حالات او تجربې زموږ ډېرو لیدلې او ازمایلي دي زیاتو تفصیلاتو ته یې اړتیا نشته.

تاریخ لیکي کله چې تاتاريانو په اسلامي نړۍ د برید او د بغداد نیولو اراده وکړه څو کسان یې د مسلمانانو د حال معلومولو له پاره بغداد ته ولیږل، دې کسانو یو هلک پیدا کړ چې ژړل یې، پوښتنه یې ورنه وکړه چې ولې ژاړې؟ هغه ورته وویل: په یوه کاڼي مې دوه مرغۍ ویشتلې یوه مې وویشتله بله رانه خطا شوه، دا کیسه د چنګیزیانو مشرانو ته ورسيدله، هغوی وویل دا په مسلمانانو د برید وخت نه دی، د هغوی فکري حالت باید تغیر کړو، په هغوی له برید مخکي باید دوی کې مستي، لټي او بيکاري پیدا کړو، له څه مودې فکري یرغل وروسته یې کسان ورولیږل، هغوی په بغداد کې د یوه کوهي خواته یو ځوان پیدا کړ چې ژړل یې، له پوښتني وروسته هغه ورته وویل: څه موده مخکي په دې کوهي کې زما د معشوقې ګوتې لويدلې وه په هغه ژاړم، تاتاريانو وویل: په مسلمانانو د برید وخت راورسیدی.

د قومونو حالت د هغوی له موخو او اهدافو معلوميږي، که د هغوی اهداف لوړ او ارزښتناک وي نو د هغه ترلاسه کولو له پاره شپه ورځ کار او عمل ته اړتیا ده، او د کار خلک چټیاتو او وهمي بوختياوو ته وخت نه لري، دا خبره لکه د قوم او ټولني په اړه صدق کوي داراز د فرد په باره کې هم ده، یو څوک چې لوړ هدف لري، څوک چې په دنیا کې د عزت ژوندترلاسه کول د انسانیت د خیر او ښو ارادې او د اخرت بریاوو ته رسیدلو نیت لري هغه ته په کار ده شپه ورځ په کار بوخت واوسي.

د حلالي روزي او کار د اهمیت په اړه نبوي حدیثونه

کار او عمل او حلاله روزي ترلاسه کول په اسلام کې زښت زیات اهمیت او فضیلت لري، په دې اړه څو نبوي حدیثونه را اخلم، او په هغو لنډي خبري لرو، انس بن مالک رضي الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: که قیامت رامنځته کیده او ستاسو کوم یوه په لاس کې نیالګی و که کولی شي د قیامت له واقع کیدلو مخکي هغه وکري نو دا کار دي وکړي. عن أَنَسٍ بْنِ مَالِكٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم « إِنْ قَامَتِ السَّاعَةُ وَبِيَدِ أَحَدِكُمْ فَسِيلَةٌ فَإِنِ اسْتَطَاعَ أَنْ لاَ يَقُومَ حَتَّى يَغْرِسَهَا فَلْيَفْعَلْ » رواه أحمد.

لیکوال: حامد افغان

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close