ای قهرمان ملته! -شعر

افغان ټبره!

د ګران وطن د لوی افغان ټبره
په لر او بر پروت قهرمان ټبره

پاڅئ یو موټی یوقوت شئ سره
پښتون،تاجک د نــورستان ټبره

د هــزاره ازبک تــرکمن پــرګنو
ای د امــو نــه تر بــولان ټبره

نن ستاسو پوهه متانت دی پکار
د قندهار، غــور ،سمنګان ټبره

راځۍ په ګډه خپل وطن جوړ کړو
ای په بادغیس پروت په لغمان ټبره

په ننګرهارکه په زابل کې میشت دي
د پکتیا ، خوست، بدخشان ټبره

ټول ای زمونږ درانه، خواره قومونو
میشت په زابل اوپه جوزجان ټبره


څو به ګیله ددې حالت کوو مونږ
سره یو موټی شو همت کـوو مونږ

دلته کې څه تیر شوي څه تیریږي
لدې حالاتـو شکایـــت کــوو مـونـږ

دا د لسـیزو مــاتمــونــو لــړۍ
ټولې نړۍ ته حکایت کوو مونږ

د یو پاڅون او د خلاصون په خاطر
په لر او بردا مصـلحـت کو مـونـږ

داسې حالت نور د زغمـلـو نــدی
لا به تر څو ژوند د غفلت کوو مونږ


لــږ شئ د خوبــه را بیدار ولسه
ای مدبــر، اتـل ،هوښیـار ولسه

سره یو موټی یو قوت که نشـوئ
شئ به محتاج د هر اغیار ولسه

ته وې فاتح ته وې باتور د زمان
د تــاریخــونــو افتخــار ولسه


پاڅئ را ویښ شئ ولسو ته ګورئ
تاسو د پلار، نیکو شملو ته ګورئ

ټول نن په ویر او په ماتم ژړیږي
ته لــر او بــر دا پښتنو ته ګورئ

دي کــور او کلي مالتونه په غم
دا نــور قومونه پرګنو ته ګورئ

اوس دې په ژبو او قومو بیلوي
تاسو غلیم مکراو پلمو ته ګورئ

ستا د نیکونو حماسې معلومې
هغو پاکو زړونو کارنامو ته ګورئ

دپاکو هیلو، ارمانونو منصور
دا په وطن شهید بچو ته ګورئ


ددې بــدیــو انتقــام پــکار دی
دغو ناخوالو ته انجام پکار دی

څوبه د غم نارې سورې وي دلته
مونږ ته بادرده پوه زمام پکار دی

نور په دوکو تشو وعدو څه نشي
پردي صفتو تــه لږ پــام پکار دی

چې مو نور خلاص لدې ظلمت کاندي
یــوبــا تدبیره انسجام پــکار دی

نــور بــه یــو کیږو د بــقــا لپاره
پوهه اخلاص رښتینی ګام پکار دی

افغاني هیلو ارمــانو پــه خــاطر

دغه نا خوالو ته فرجام پکار دی

شاعر : سمیع الدین افغاني

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب