اسلامي کیسې

د حجاج او دوکاندار تر منځ په زړه پورې کیسه

وايي چې حجاج بن یوسف الثقفي یو ځلې یو تن په ښار کې ولیده چې پخپل دوکان کې په ناسته لمونځ کوي. دغه شخص پخپل دوکان کې د خټو څخه جوړ شوي لوښي خرڅول او د دوکان چت ېې هم ډېر لوړ ؤ. د څو پوړیزه الماریو ترڅنګ په دغه دوکان کې یوه زینه هم پرته وه.

حجاج دوکاندار ته ځیر شو چې روغ جوړ دی،خو د لټۍ له کبله په ناسته لمونځ کوي،کله ېې چې لمونځ خلاص کړ او سلام ېې وګرځاوه، حجاج غوښتل دا دوکاندار وآزمايي چې څومره ریښتینی دی، روغتیا او
ناروغتیا ېې ځانته معلومه کړي ؛ نو ورته ېې وویل: وروره ! ډېر وبښئ، دا فلانۍ لوښی مې پکار دی او په دې توګه سره حجاج قصداً په دوکان کې هاغه لوړ لوښې په نښه کړ، دوکاندار په ډېری خوښۍ او چټکۍ سر ه ژر تر ژره زینه برابره کړه او هماغه لوړ لوښې ېې ورته راښکته کړ، حجاج ورته وویل: نه، دا مې نه غوښته، هاغه بل مې غوښته.

دا ځل ېې له دې څخه هم لوړ لوښې ورته په نښه کړ او دوکاندار هم د تېر په څېر په ډېری چټکۍ سره دا بل لوښې هم ورته را ښکته کړ، هغه ورته وویل: نه ، دا مې نه غوښته، د دې رنګ مې خوښ نشو…درې څلور ځل ېې همداسې ورسره وکړل چې دوکاندار به په منډه په زینه باندی پورته ختلو او بېرته به کوزیدلو ، بیا ېې ورته وویل: اۍ دوکانداره ! ته عجیب انسان ېې ! د لمانځه لپاره په مسجد کې نه ، بلکه پخپل دوکان کې لمونځ کوی، ما چې ته ولیدی؛ نو ګومان مې وکړ چې ته به په رښتیا سره رنځور انسان ېې، خو افسوس چې د دنیا لپاره روغ جوړ او ډېر چالاکه ېې !!!

دا خبره ېې ورته وکړه او ترې روان شو. دوکاندار د حجاج په دې خبرې سره ډېر حیران او د خجالتۍ احساس ېې وکړ.

درسونه او عبرتونه !
ګرانو لوستونکو:
په الهي عباداتو کې سستي او کسالت د منافقانو صفت دی او تاسې به هم د ټولنې دا ډول عبادتي منافقان لیدلي وي چې د الله تعالی او دیني کارونو لپاره به رنځور، خو د دنیا لپاره به ډېر ځیرکه او چالاکه وي، د مثال په توګه: کله چې امام د سهار په لمانځه کې لږ تلاوت زیات او لمونځ یو څو دقېقې اوږد شي، یا هم امام مسجد ته څو دقیقې ناوخته راشي؛ نو بیا به په مسجد کې پر امام باندی په قهر وي او وايي به: مونږ دوکان لرو ، کار وبار لرو ، 40 كسه یو امام ته منتظر یو او امام مو ناوخته راځي……
بیا سر بېره پر دې د لمانځه وروسته به امام د جومات دروازې سره ودروي او یو ساعت به په ولاړه ورسره د لنډ لمانځه او له ناوخت کېدلو څخه د ژغورنې په اړه غزېدلی خبری ورسره وکړي، خوشحاله به هم وي چې د مسجد امام ته ېې د لنډ لمانځه توصیه وکړله.

همداراز تاسې به داسې خلک هم لیدلي وي چې کله ورسره پر یوې دینې موضوع خبری پیل کړی؛ نو زړه به ېې تنګ شي او د آخرت او د تقوی خبرو سره به چندان لیواله او مینه وال نه وي، خو کله چې له همدې سړي سره د ده په دوکان کې پر یوې یوې سخیفه موضوع ( بې فایدی )، نوو پروژو او داسې نورو دنیوي موضوعاتو پیل وکړی؛ نو د هیڅ ډول ستړیا احساس به نه کوي، که څه هم دوه ساعته دا موضوع وغزیږي؛ ، بلکه خوشحاله به هم وي، چې همدا پخپله د منافقت علامه ده .

له همدې کبله د مؤمن مسلمان په اړه ویل کیږي: مسلمان په مسجد کې داسې تاند ( تر او تازه ) وي لکه ماهي چې په اوبو کې وي او منافق انسان په جومات کې داسی زړه تنګې وي لکه مرغۍ چې په قفص ( پنجره ) کې وي چې د ستړیا او ورڅخه د ژر وتلو هڅه به کوي.

د سهار په لمانځه کې به لټي کوي او وايي به: ژمې دی، په دې سړه او یخه هوا کې په جمعې سره لمونځ سخت دی…. په داسې حال کې چې په همدې ژمي کې مونږ وینو چې نانوایان د خپلو ډوډیو د پخولو لپاره نیمه شپه راپاڅیږي او ډوډۍ پخوي، تر څو خلکو ته د سهار چای لپاره ګرمې ډوډۍ آماده کړي.

دا دوکانداران د دنیوي هدف او یو څو روپو لپاره سهار مهال وختي راپاڅیږي، خو که یو مسلمان لټي وکړي؛ نو دا به په رښتیا سره چې د خواشینۍ خبره وي. له دې پرته هغه خلک چې لرې سیمو او ملکونو ته سفر لري، نو نیمه شپه حرکت کوي او په شپه کې د سړی هوا تر څنګ خپل سفر ته آماده وي.

مسلمان هم باید د آخرت سفر لپاره دا ستونزی وګالي، تر څو په دنیا او آخرت کې ېې نېکمرغي ورپه برخه شي.
په پای کې دعاء کوو چې: لوی څښتن تعالی مو دې زړه د ټولو رنځونو او د منافقت د مُهلک رنځ څخه په امان کې وژغوري.

لیکنه: دوکتور راتب النابلسي

ژباړه: محمد خالد ملکزی

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: