خپله ژبه هم كلا ده هم بلا | احادیث او روایات

1- د يوه بنده ايمان به هغه وخت روغ او مستقيم شي چې كله يې زړه روغ او مستقيم شي، او زړه به يې هغه وخت روغ پاتې شي چې كله يې ژبه روغه شي [ حديث انس رضى الله عنه]

2 – دخولې اوشرمګاه له لاسه به ډېر خلك جهنم ته لويږي. [ حديث] 3 معاذ رضى الله عنه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وويل: هغه عمل راوښيه چې جنت ته مې ورسوي اوله جهنمه مې ليرې كړي، ده صلى الله عليه وسلم په تفصيل سره ورته بيان كړ اوبياېې ورته كړه: ددې ټولو غورچاڼ درته وښيم؟ معاذ رضى الله عنه وويل: هوكې! اى دخداى رسوله! رسول الله صلى الله عليه وسلم خپله ژبه مباركه په لاس كې ونيوله او ورته يې وويل: دا وساته! معاذ وپوښتل : اياد خبرو پوښتنه به هم راڅخه كيږي؟ ده صلى الله عليه وسلم ورته وويل: معاذه! مور دې درباندې بوره شه! ډېر داسې خلك به وي چې يواځې د ژبې په سر به پړمخې په اور كې لويږي.
4 – رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل: يوه سړي وويل: په خداى قسم كه به فلانى سړى خداى جل جلاله وبښي، نو خداى جل جلاله وويل: داڅوك وايي چې زه به فلانى ونه بښم؟
ما دى بښلى دى اوستاعمل مې ټول ضائع كړ ، ابوهريره رضى الله عنه له دې حديث وروسته وايي چې ګواكې دې سړي په دې يوه خبره سره خپله دنيا او اخرت له تباهي سره مخ كړي دي.
5 رسول الله صلى الله عليه وسلم وايي يو سړى به يوه داسې خبره وكړي چې په هغه به خداى جل جلاله له ده نه راضي شي خودى به پرې خبر هم نه وي اوهغه خبره به دومره مهمه نه ورته بريښي خو په هغې سره به ده لوړې درجې ترلاسه كړي وي اويوه سړي به داسې خبره وكړي چې په هغه به خداى جل جلاله په غصه شوى وي اودى به يې دومره خطرناكه نه بولي خوپه دې خبره به دى جهنم ته ولويږي.
6 – انس رضى الله عنه وايي: له صحابه وو څخه يوسړى درسول الله صلى الله عليه وسلم په زمانه كې ومړ نو يو چا وويل چې دجنت زيرى وركړئ نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل: ته څه خبر يې؟ كيداى شي ده به بې ګټې خبرې كړي وي اويابه يې په داسي شي بخل كړى وي چې دده څه به يې نه كمول.
7 – اوپه يوه بل روايت كې راځي چې داُحد په ورځ يو ځوان شهيد شو په داسې حال كې چې له لوږې يې په ګيډه پورې كاڼي تړلي وو. نو مور يې له مخ نه خاورې پاكې كړې او ويې ويل: زويه! مبارك شه! جنت دې مبارك شه! رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل: ته څه خبره يې؟ كيداى شي ده به بې ګټې خبرې كړي وي او لا يې كوم بې تاوانه شى له چانه منعه كړى وي .
8 – رسول الله صلى الله عليه وسلم وايي: كه څوك په الله او اخرت ايمان لري نو ياخودې دخير خبره كوي اوكه نه چوپ دې اوسي.
9 – رسول الله صلى الله عليه وسلم وايي: ديوچاد اسلام لويه ښېګڼه داهم ده چې بې ګټې كارونه اوخبرې پرېږدي.
10 – سفيان بن عبدالله الثقفي وايي ما رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وويل چې يارسول الله! د اسلام په اړه داسې يوه خبره راته وكړه چې له تا وروسته له بل چانه پوښتنې ته اړ نه شم. ده صلى الله عليه وسلم راته وويل: دا ووايه! چې په الله مې ايمان ده اوپه دې خبره ودريږه! دى وايي ما ورته وويل چې يارسول الله جل جلاله ته په ماباندې له څه شي نه زيات وېرېږي؟نوده مبارك صلى الله عليه وسلم خپله ژبه په لاس كې ونيوله اوراته كړه يې: په دې!
11 – دمسلمانانو مور ام حبيبه رضى الله تعالى عنها وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ويلي دي چې دبني اّدم هره خبره دده په ضرر ده اوګټه نه ورته رسوي ، يواځې په ښو امر او له بدو منعه كول اودخداى جل جلاله ذكر.
دژبې دساتنې اود بې ګټې خبرو دشرعي ، طبي، او ټولنيزو تاوانونو او ضررونو په اړه مې په سر كې ډول ډول مضمونونه پراته دي ، بارو وكړئ كه دقلم واګي مې پريښودلې له ليكنې نه به خبره واوړي اويوه رساله به ځنې تياره شي، خو ويريږم چې دكوم رنځ په تشخيص خبرې كوم هسې نه په خپله دهغه ښكار شم ، دخداى جل جلاله دپيغمبر له دې پورته خبرو نه وروسته زما اودبل خبرې څه ارزښت لري؟ زما تفصيلات اوڅېړنه ټوله بې معنا راته ښكاريږي.
دپيغمبر صلى الله عليه وسلم داپورته يولس ملغلرې مې دپښتو په مزي كې درته وپييلې نور نه غواړم په خپلو يوڅو خبرو دچاماغزه ورخراب كړم، خو يواځې دهغو كسانو څو لنډې خبرې را اخلم چې ددې ستر پيغمبر صلى الله عليه وسلم په روښانه اوځلانده لاره يې ګامونه ايښي وو، چې هغه صحابه كرام اوسلف علماء دي. ( رضى الله تعالى عنهم ).
وايي چې سلفو علماوو به خپلې داخبرې هم شمارلې لكه يوڅوك چې ووايي: نن ورځ ګرمه ده ، نن ورځ سړه وه.
وايي : دسلفو يو تن عالم چا په خوب وليد ، ده ورته وويل: چې زه په يوه خبره باندې نيول شوى يم او ولاړ يم ، هغه داچې: يو وخت ما وويل: خلك باران ته ډېره اړتيا لري نو راته وويل شول: ته څه پوهېږي؟ زه دخپلو بنده ګانو په ګټو تر هرچاښه پوهېږم.
وايي يوه صحابي رضى الله عنه يوه ورځ خپلې مينځې ته وويل: راوړه څه شى چې ليږ سات پرې تېر كړو، بيا يې وويل: استغفرالله! ماهېڅ داسې خبره نه ده كړې چې هغې ته مې واګې او مهار نه وي برابر كړى، يواځې داخبره چې بې له مهاره او واګو مې له خولې ووتله.
وايې چې ابوبكرصديق رضى الله عنه خپله ژبه ونيوله اوبيا يې وويل : دې زه له تباهي سره مخامخ كړى يم اوهره خبره چې دې ترڅو كړي نه وي هغه له تاسره بنده ده خو كله چې دې وكړه بيا ته دهغې خبرې بندي شوې.
امام ابن القيم جوزي وايي: چې دسلفو اوخلفو علماء په دې كې اختلاف لري چې اّيا د انسان هره خبره ليكل كيږي اوكه يواځې دخير اوشر خبرې يې ليكل كېږي؟
خوښكاره خبره دالومړۍ ده چې هره خبره ليكلى كيږي.
دى ليكي : په ژبه كې دوه لوى اّفتونه پراته دي ، كه سړى له يوه نه ځان وژغوري له بل هغه نه يې ځان نشي ژغورلى، چې هغه يو دخبرو اّفت ده اوبل دچوپتيا او كله كله خوپه خپل وخت اوخپل ځاى كې هر يو له هغه بل نه دروند وي.
نوڅوك چې له حق خبرې نه چوپ پاتې شي هغه ګونګ شيطان دى اودخداى جل جلاله ګناه ګار دى اوپه ناحقه خبره غږېدونكى ناطق اوګړېدونكى شيطان دى اودخداى جل جلاله ګناه ګار دى.
زيات خلك په خبرو اوچوپتيا كې له دې اّفتونو سره لاس اوګريوان دي اودحق پالونكي اود صراط مستقيم لارويان هغه خلك دي چې له باطل نه يې ژبې ژغورلي وي اودګټې په ځاى كې يې خلاصې كړي وي.
له بې ګټې اوبېځايه خبرو نه ځانونه ژغورل اودحق او روا خبرو په مهال دطوطي په شان ګړيږي ، كه چيرته دخپلو خبرو پايله اخيستنه په لنډو ټكو كې راونغاړو نوپه دې غوره پښتو متل كې داټول مفهوم ځائيږي چې وايي: خپله ژبه هم كلا ده هم بلا.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب