ایمان | عقاید او اړوند

د جنياتو په وجود ايمان

جنيات يو موجود مخلوق دی چې له وجود څخه انکار يې کفر دی ځکه چې دجنياتو د وجود څخه انکار له قرآن او سنتو نه انکار دي نو پدې بنا د جنياتو په وجود ايمان يو له جملې د ايمان په غيبو دی مونږ هغه نه وينو د اثبات لپاره د الله ج او پيغمبر ص په ريښتنو خبرو باور لرو .
الله تعالی د ابليس او د هغه فوځ په باره کې فرمايي :[إِنَّهُ يَرَاكُمْ هُوَ وَقَبِيلُهُ مِنْ حَيْثُ لا تَرَوْنَهُمْ] (هغه اود هغه ملګري تاسې له يو داسې ځای څخه وينی چې تاسې يې له هغه ځای څخه نشی ليدلای ) اعراف /۲۷ ) .
جنيات له اور څخه پيدا شوی دی چې ځنې يې مسلمان او ځنې کافر دي .
«  وَأَنَّا مِنَّا الْمُسْلِمُونَ وَمِنَّا الْقَاسِطُونَ »
ځنې د مونږ مسلمان دي او ځنې کافر (جن ۱۴ ) .
  جنيات په عبادت مکلف دي رسول د ثقلين حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د انس او جن دپاره مبعوث شوی دی هغوی د رسول الله ص په حضور کې حاضر شول اوقرآنکريم ته یې عوږ نيولی .
الله سبحانه وتعالی فرمايي : « قُلْ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِنَ الْجِنِّ فَقَالُوا إِنَّا سَمِعْنَا قُرْآنًا عَجَبًا (١)يَهْدِي إِلَى الرُّشْدِ فَآمَنَّا بِهِ وَلَنْ نُشْرِكَ بِرَبِّنَا أَحَدًا (٢)»

ووايه (ای پيغمبره ! ) ماته وحې راليږل شوی ده چې د پيريانو يوې ډلې په غور سره قرآن ته عوږ کيښود ،بيا له بيرته ستنيدو وروسته يې خپل قوم ته وويل مونږ خورا يو عجيب قرآن اوريدلی دی چې د سمې لارې لورې ته لارښونه کوي نو له دې کبله مونږ په هغه ايمان راوړی اوس به مونږ هيچکله له خپل پروردګار سره څوک شريک نه کړو .

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: