هېڅکله دا ۱۳ کارونه ونکړي

1- هېڅکله په یو وخت کې دوو کارونو پسې منډې مه وهئ.

2- هېڅکله تاسو چې په کوم ځای موقعیت کې نه وي، خلک مه قضاوت کوئ.

3- هېڅکله د چا د میرمنې په هکله مه غږیږه، که څه هم هغه منفي او یا مثبت و اوسي.

4- هېڅکله مو خپلو ماشومانو ته د لوبو په سامان آلاتو کې جنګې وسایل مه هدیه کوي.

5- هېڅکله د دریم کس په شتون کې بل ته نصیحت مکوئ.

6- هېڅکله په خپله ګوته نورو ته آشاره مکوئ، تر څو پورې چې تاسو په خپله عیبونه او نیمګړتیاوې لري، نو نورو ته د ګوتې نیولو حق نه لرئ.

7- هېڅکله د دری (۳) شیانو تر اغیز او کنټرول لاندی مه راځئ، لومړی پیسې،  دوهم ماضي یا تېر وخت او درییم هم افراد.

8- هېڅکله د خپلې غوسې د سړولو لپاره د بل فرد په شخصي حریم باندې تجاوز مکوئ.

9- هېڅکله یو کس ته د اطلاع یا خبر ورکولو څخه د مخه د هغه کور یا کار ځای ته مه داخلیږئ.

10- هېڅکله مخکې تر دې چې هدف ته ورسیږي، د خپل پلان او هدف په هکله د چا سره یوه خبره هم مه شریکوئ.

11- هېڅکله د بیهوده، او جاهل انسان سره بحث مکوه، ځکه چې هغه هېڅ څیز د لاسه ورکولو لپاره نه لري، او ستاسو به قیمتي وخت ضایع کړي.

12- هېڅکله به د هغه کس څخه چې همیشه له تاسو سره موافق وي، هېڅ هم یاد نه کړئ.

13- په آخیره کې هم هېڅکله  یوې غوا ته مخامخ او یو خر ته له شاه او یو احمق ته له هېڅ لورې ور نیږدي نه شئ، هغه ځکه چې نادان که تاسو هر ډول ولیکي او له هره خوا یې ولولي، نادان هماغه نادان لوستل کېږي.

نورالدین احمدزی!

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب