ایمان | عقاید او اړوندفقه او عقیده

د توحيد ډولونه– توحید دويمه برخه

د توحيد ډولونه

توحید په درې ډوله دی

۱-دربوبیت توحید(توحید ربوبیت)

۲-دالوهیت توحید(توحیدالوهیت)

۳-دنومونو او صفتونو توحید(توحیداسماء اوصفات)

د ربوبيت توحيد

ربوبیت له رب توري څخه اخېستل شوی دی چې(رب) دالله جل جلاله له نومونو څخه یو نوم دی، دلغت له پلوه رب ډیرې معناوې لري ۱-پالونکي (المربي) ۲-مرسته کوونکي (الناصر) ۳-څښتن (المالک) ۴-اصلاح کوونکي (المصلح) ۵-بادار (السید) ته رب ویل کیږي.

او دشرعې په اصطلاح کې توحید ربوبیت دې ته وایي، چې بنده عقیده ولري چې الله جل جلاله یو دی،دبندګانواو کائناتو پیداکوونکی، روزي ورکوونکی، ژوندورکوونکی، اومرګ ورکوونکی یوازې الله جل جلاله دی، او په دې ایمان ولرې چې هرڅه دالله جل جلاله په پرېکړې او دهغه له اندازې سره سم ترسره کیږي.

د ربوبيت توحيد دليلونه

دقران هر ایت دربوبیت دتوحید دلیل دی؛ خو دبېلګې په توګه یو څو دلیلونو ته په لنډه توګه اشاره کوو.

۱-الله جل جلاله دقران په لومړي سورت فاتحه کې فرمایي: الحمد لله رب العالمین.

ژباړه : دټولو ستاینو وړ یوازې دکائناتو پالونکی الله جل جلاله دی.

دفاتحې سورت ایت شمېره: ۱

۲-الاعراف سورت کې فرمایي: اِنَّ رَبَّكُمُ اللّٰهُ الَّذِيْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ فِيْ سِتَّةِ اَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰى عَلَي الْعَرْشِ يُغْشِي الَّيْلَ النَّهَارَ يَطْلُبُه حَثِيْثًا ۙ وَّالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُوْمَ مُسَخَّرٰتٍۢ بِاَمْرِه ۭاَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْاَمْرُ ۭ تَبٰرَكَ اللّٰهُ رَبُّ الْعٰلَمِيْنَ .

ژباړه : بېشکه چې ستاسو رب هغه دی چې اسمانونه او ځمکه یې په شپږو ورځو کې پیدا کړي دي او بیا یې پرعرش استوا وکړه. شپه لکه دپردې غوندې پر ورځ غوړوي هره یوه په تلوار سره بله غواړي او لمر او سپوږمۍ او ستوري دهغه فرمان لاندې دي (پیداکړي دي) هو، پیدا کول او حکم کول یوازې دهغه کار دی الله برکت لرونکی، دکائناتو پالونکی دی.

۳-دبقرې سورت په نهه ویشتم ایت کې الله جل جلاله وایي : ھُوَ الَّذِىْ خَلَقَ لَكُمْ مَّا فِى الْاَرْضِ جَمِيْعًا ۤ ثُمَّ اسْتَوٰٓى اِلَى السَّمَاۗءِ فَسَوّٰىھُنَّ سَبْعَ سَمٰوٰتٍ ۭ وَھُوَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيْمٌ

ژباړه : الله هغه ذات دی چې تاسو ته یې دځمکې ټول شیان پیدا کړي دي ، بیا یې پورته خوا ته پام وکړ او اووه اسمانونه یې برابر کړل او دی په هرڅه پوهېدونکی دی.

۴-ذاریات سورت کې الله جل جلاله فرمایي: اِنَّ اللّٰهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِيْنُ.

ژباړه : بېشکه الله جل جلاله روزي ورکوونکی دی، دځواک څښتن او زورور دی.

دتوحید په دې ډول نژدې ټوله نړۍ په یوخوله ده ان تردې چې مخکنیو مشرکانو هم دربوبیت توحید منه او پرې اقرار یې کاوه؛ خو ځینې پخواني دهریه، اوسني ماده لمانځونکي، سائینس پوهان او کمونستان ددغه توحید انکار کوي.

دغه راز دتوحید ددې ډول په منلو انساني عقلونه هم اعتراف کوي؛ ځکه چې عقل دا نه مني چې اغېزه پرته له اغېزکوونکي څخه شتون ولري، کار دې پرته له کارکوونکي وشي، مخلوق دې له خالقه پرته وي، که چېره موږ یو ستن وینو نوپه یقیني توګه دا منو چې دا ستنه کوم انسان جوړه کړېده او په خپله نه ده جوړه شوې، چې دیوې وړې ستن په اړه دا نشومنلی چې دا دې خپله جوړه شوې وي؛ نو د دومره سترنظام، ځمکه، اسمانونه، غرونه، سېندونه لمرېز نظام، خلا، فضا او دا ټول کائنات چې انساني عقلونه یې حیران کړي دي او په نظم او ترتیب کې یې یوستن هومره توپیر هم نه راځي، په اړه څنګه ویلی شو چې دا ټول پرته له نظم کوونکي او پیداکوونکي په خپله منځ ته راغلي دي.

یوعالم له کوچي څخه پوښتنه وکړه چې دالله جل جلاله په شتون کوم دلیل لرې؟ هغه ورته په ځواب کې وویل : يا سبحان الله، إن البعرة لتدل على البعير، وإن أثر الأقدام لتدل على المسير، فسماء ذات أبراج، وأرض ذات فجاج، وبحار ذات أمواج؟ ألا يدل ذلك على وجود اللطيف الخبير؟

ژباړه: سبحان الله ، بېشکه پچه په اوښ دلالت کوي، دپښو چاپونه په تلونکي دلالت کوي؛ نو برجونو والا اسمان، او پراخي والا ځمکه، او موجونو والا سیندونه، ایا دلالت نه کوي ډیرو دقیقو اسرارو باندې پوه او په هرڅه باندې خبرلرونکي ذات باندې؟؟.

مشرکانو هم د ربوبيت توحيدمنه

مشرکانو هم دربوبیت توحیدمنه ځکه چې هغوی په دې اعتراف کاوه چې الله جل جلاله پیداکوونکی، روزي ورکوونی، دهرڅه مالک دی؛ خو په عبادت کې ورسره نور شیان شریکول.

الله جل جلاله لقمان سورت کې فرمایي: وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ لَيَقُوْلُنَّ اللّٰهُ ۭ قُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ ۭ بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُوْنَ .

ژباړه: او که ته له دوی څخه وپوښتې، چې اسمانونه او ځمکه چا پیداکړي دي؟ هغوی به هرومرو ووایي : الله. ووایه ټوله ستاینه الله لره ده؛ خو له هغوی څخه ډیر نه پوهیږي.

د توحيد ربوبيت حکم

ربوبیت توحید انسان په اسلام کې نه داخلوي، او نه یې هم وینه او مال خوندي کوي، دغه راز دقیامت له عذاب څخه یې هم نه ژغوري؛ ځکه چې دا توحید دټولو انسانانو په زړونو کې پروت دی، هغوی ټول دالله جل جلاله په ربوبیت اقرار کوي؛ نو ترڅو پورې چې دتوحید دوهم ډول توحید الوهیت ونه منو ترهغه مو عقیده نه سمېږي او نه مسلمانان بلل کیدای شو.

د توحيد دويم ډول

د الوهيت توحيد (توحيدالوهيت)

الوهیت له (اله) توري اخیستل شوی دی چې په لغت کې منل شوي اوحق معبود ته ویل کیږي، لکه څرنګه چې الله جل جلاله فرمایي: اَللّٰهُ لَآ اِلٰهَ اِلَّا ھُوَ ۚ اَلْـحَيُّ الْقَيُّوْمُ بقره.

ژباړه : الله (چې دی) له هغه څخه پرته بل کوم معبود نشته، ژوندی، تلپاتې او همیشه قایم دی.

او دشرعې په اصطلاح کې : عبادت سره یوازې الله جل جلاله ځانګړی کولو ته دالوهیت توحید ویل کیږي په دې معنې چې دهر ډول عبادت مستحق او وړ یوازې الله جل جلاله دی، هغه سره په عبادت کې هیڅ څوک شریک نه دی.

دبېلګې په توګه لمونځ، روژه، زکاة، حج، ذبح (حلاله) نذر، وېره (خوف)، هیله (رجاء) محبت او داسې نورې ټولې هغه کړنې چې بنده یې دعبادت په توګه ترسره کوي او په ترسره کولو یې دالله جل جلاله خوښي غواړي باید یوازې دالله جل جلاله لپاره یې ترسره کړي او هغه سره بل څوک شریک نه کړي چې همدې ته دالوهیت توحید ویل کیږي.

د الوهیت توحید له دوو اصولو پرته منځ ته نشي راتلی :

لومړی اصل: دټولو عباداتونو که ځاني دي، مالي او یاهم له دواړو مرکب دي، مستحق یوازې الله جل جلاله دی، او په هیڅ ډول عبادت کې هغه سره هیڅ مخلوق شریک نه دی.

هر ډول عبادت یوازې دالله جل جلاله دی، له هغه پرته بل چا ته نه لمونځ کیږي او نه هم سجده، نه له هغه پرته په بل چا لوړه کیږي، او نه به هم دبل چا په نوم نذر نیول کیږي، او نه هم له الله پرته په بل چابروسه کیږي، یعنې هرډول عبادت به یوازې او یوازې دالله جل جلاله کیږي.

د الوهيت توحيد غوښتنه

دالوهیت توحید غوښتنه کوي چې بایدعبادت یوازې الله جل جلاله ته ځانګړی شي، عبادت دژبې اوزړه له قول څخه عبارت دی او یا هم دزړه او د بدن دغړو کړنو ته عبادت ویل کیږي چې دا ټول باید یوازې الله جل جلاله سره ځانګړي شي.

دوهم اصل: یوازې دالله جل جلاله عبادت کولو سره سره باید عبادت دالله جل جلاله او دهغه درسول الله صلى الله عليه وسلم له لارښوونه سره سم ترسره شي په دې معنی چې بنده دقران او محمدصلى الله عليه وسلم دویناوو تابع شي چې همدا دواړه شیان دتوحید دکلمې دوه برخې تشکلیوي.

دتوحید دکلمې لومړی برخه اشهد ان لا اله الا الله (ګواهي ورکوم چې له الله جل جلاله پرته دعبادت وړ معبود نشته) غوښتنه کوي چې عبادت به یوازې دالله جل جلاله کوئ او دهغه خبره به منئ اوله هغه څه به ځانونه ژغورئ چې هغه ترې منع کړي یاستی او دکلمې دوهمه برخه واشهد ان محمدا رسول الله (ګواهي ورکوم چې محمدصلى الله عليه وسلم دالله جل جلاله رسول او استازی دی) غوښتنه کوي چې په هر عبادت کې به دمحمدصلى الله عليه وسلم لارښوونې منئ او هغه په ژوند کې تطبیقوئ او دهغه په پل به پل ږدئ.

د الوهيت توحيد غوښتنې

۱-اخلاص : دا چې بنده په خپلو ټولو ظاهري او باطني ویناوو او کړنو کې یوازې دالله جل جلاله خوښه او رضا وغواړي، نه داچې له مخلوق څخه یې بدله وغواړي دمعاوضې، مرتبې او یاهم دستاینې په صورت کې.

کله چې انسان له مخلوق څخه بدلې غوښتنې ته لیواله شي؛ توحید یې نګه نه پاتې کیږي، ځکه چې دې سره دبنده په زړه کې ریاء ځای نیسي او ریاء دتوحید ضد یو صفت دی چې همدې ریاء ته وړوکی شرک (شرک اصغر) ویل شوي دي.

۲-توکل (يوازې په الله جل جلاله بروسه کول).

توکل له وکالت څخه اخیستل شوی دی چې معنی یې خپل ټول کارونه او کړنې الله جل جلاله سپارل دي او په ټولو کارونو کې یوازې هغه باندې بشپړه اعتماد او بروسه کولو ته توکل ویل کیږي.

يوه تېروتنه او اصلاح يې

ځینې خلک دتوکل معنی داسې کوي چې یوه پښه په بله واړوه اوکښېنه، الله به هغه څه درکوي چې ته یې ترې غواړې چې په حقیقت کې دا ناپوهي او د توکل سهي معنی نه پېژندل دي، توکل وایي دیته چې ته اسباب او وسائل په کار واچوې او پایله یې په الله جل جلاله پرېږدې یعنی وسائلو څخه ګټه اخېستل دتوکل په تعریف کې داخل دي نه دا چې وسائل اختیارول دتوکل ضد خبره ده البته له وسائلواختیارولو وروسته پائله په وسائلو پرېښودل دتوکل منافي او ضد خبره ده.

۳-الله جل جلاله سره مينه

الله جل جلاله سره مینه دالوهیت توحید له سترو غوښتنو څخه یوه ده چې ورسره دالله جل جلاله په هرامر عمل کول اسانېږي او په عبادت کې مو خوند پیداکیږي.

۴-له الله جل جلاله څخه وېره او هيله

الله جل جلاله څخه وېره او هیله دتوحید له مهمو بنسټونو څخه بلل کیږي؛ نو په بنده واجب دي چې یوازې له الله جل جلاله څخه ووېرېږي، او له هغه پرته له بل چا څخه ونه وېرېږي.

دوېرې ځای زړه دی خو دوېرې نښې دبدن په غړو ښکاره کیږي او ترهغه یومسلمان بریالۍ کیدای نشي؛ څو چې یوازې له الله جل جلاله څخه و نه وېرېږي.

۵-صبر

صبر دتوحید له سترو مرتبو څخه شمېرل کیږي، دا ځکه چې بندګان په دوام داره توګه له ناخوالو سره لاس او ګرېوان وي، نو که په دغو ناخوالو او جنجالونو کې الله جل جلاله ته صبر وکړي؛ نو دا ددې ښکارندویي کوي چې بنده دالله جل جلاله په پرېکړو خوښ او راضي دی چې د الله جل جلاله په پرېکړه رضا او خوښي دایمان برخه ده او که خدای مه کړه په ناخوالو او جنجالونو کې بنده بې صبره شي؛ نو دا ددې ښکارندوینه کوي چې بنده دالله جل جلاله په پرېکړه ناخوښ او ناراضه دی چې دا دانسان د ناکامي او کفر لامل ګرځي.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: