که ژوند مو تریخ وي نو ۹۹ پریږدئ! – د مال حرص

 

یوه ورځ یو پاچا له خپل وزیر نه پوښتنه وکړه چې ولې زما نوکر له ما نه ډیر خوشاله دی، په داسې حال کې چې زه پاچا یم او دی مې نوکر دی، مګر بیا هم زما ژوند تریخ دی او د نوکر ژوند  خوږ دی.

وزیر ورته وویل: ته ۹۹ باندې مبتلاء شوی یې نو ځکه د ژوند تریخ دی، که یې نه منې نو نوکر باندې دې د هم ۹۹ تجربه کړه.

پاچا وپوښتل: دا ۹۹ څه شی دي؟

وزیر ورته وویل: ۹۹ دینار په یوه کڅوړه کې واچوه او بیا ورباندې ولیکه چې ۱۰۰ دیناره تا ته ډالۍ ده، او د شپې د نوکر دروازه وټکوه او دا کڅوړه ورکړه بیا به خپله پوه شې.

your ads

پاچا همداسې وکړل، ۹۹ دینار یې کڅوړه کې واچول او سل یې ورباندې ولیکل او بیا یې خپل نوکر ته د شپې لخوا ډالۍ کړل.

نوکر په ډیره خوښۍ ډالۍ ترلاسه کړه، کله چې کور ته ننوت او دینار یې وشمارل نو سل نه و، بلکې ۹۹ و.

نوکر ډیر تشویش کې شو چې دا یو دینار خامخا بیرون لویدلی دی، نو ټوله کورنۍ یو دینار پسې راووتله او تر سهار یې پلټنې وکړې مګر بیا هم دینار پیدا نشو.

له ډیرو هلو ځلو وروسته هیچا خوب ونه کړ، بالآخره نوکر یې خپلو بچیانو او میرمن ته ډیر په غوسه شو، چې ولې مو دینار پیدانکړ.

کله چې سهار نوکر د پاچا دربار ته راغئ نو طبیعت یې ډیر خراب و، په تندي کې یې دولس بجې وې، ښه خبره هم بده ورباندې لګیدله.

پاچا وزیر نه مننه وکړه چې اوس زه د ۹۹ په معنی پوه شوم، او زما ژوند ځکه تریخ دی چې الله تعالی پاچاهي راکړې ده مګر بیا هم د نورې شتمنۍ حرص لیونی کړی یم.

عبرت: هر انسان په ځانګړي ډول مسلمان په خپل ژوند کې پاچا دی، الله تعالی بې شماره نعمتونه ورباندې پیرزو کړي دي، مګر بیا هم په شته نعمتونو شکر نه وباسي او نورو پسې منډې وهي.

الله تعالی مونږ هر یو ته ۹۹ نعمتونه راکړي دي، مګر مونږ د سلم په تلاش کې یو، نو ځکه مو ژوند تریخ دی، که چیرې ۹۹ څخه استفاده وکړو او ورباندې راضي شو نو الله تعالی به مو دنیا او آخرت نور هم ښایسته کړي، او که چیرې ناشکري وکړو نو حال به مو له بد بدتر شي، که څه هم شتمني او نور سهولیتونه به هم ولرو، مګر روحي خوشالي به مو نصیب نه شي، او له خپل ژوند څخه به خوند وانخلو.

درویش ملنګ

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب