ستاسې زړه او د شیطان دامونه

زړه د انسان د وجود تر ټولو زیاته ارزښتمنه عضوه ده، او دا ځکه چې دا هغه عضوه ده چې الله پیژنی، د هغه لپاره کار کوي، هغه ته د نږدې كيدو لپاره هڅه کوي، او د الله تعالی د مهربانۍ او ورکړې ارزښت پیژني. د وجود نور غړي خو په زړه پسې روان وي، لکه څرنګه چې په یو پاچا پسې د هغه ملت روان وي.

هر څوک پوهیږي چې د هغه زړه الله پیژني، خو بیا هم ډیری خلک د خپل زړه او روح څخه بې خبره دي. الله تعالی، د بنده او د هغه د زړه تر منځ وي، او هغه سره د ټولو زړونو کامل واک  دي. ځکه نو، د هغه چا لپاره چې د الله تعالی ریښتینی لار غوښتونکی وي دا لازمه ده چې زړه او د زړه هغه ماهیتونه او دندې چې د دین یو جامع برخه ده وپیژني.

یواځینۍ لار چې شیطاني افکار له زړه وباسي، دا ده چې  لله تعالی تل په یاد ولرو او دا ځکه چې شيطان هیڅکله هم په هغه ځای کې پاتی کیدی نشي چیرې چې الله وي. الله تعالی فرمایلی:

قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ ﴿1﴾ مَلِكِ النَّاسِ ﴿2﴾ ِلَهِ النَّاسِ ﴿3﴾ مِن شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ﴿4﴾  الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ﴿5﴾ مِنَ الْجِنَّةِ وَ النَّاسِ ﴿6﴾  – سوره الناس

ژباړه: ووایه، زه پناه وړم د خلکو رب ته، بادشاه د خلکو ته، معبود د خلکو ته، د شر د هغه وسوسه اچونکي نه چې وسوسه اچوي، چې هغه په پیریانو او یا انسانانو کي دي.

د شيطان دامونه

زړه د یوې کلا په څیر دی او شیطان د یو دښمن په څیر، څوک چې غواړي دې کلا ته ننوزي او واک یې په لاس کې واخلي. که غواړو چې دا کلا وساتو نو باید د دروازو یې کلکه ساتنه وکړو، او د دې دروازو ساتنه هغه څوک کولای شي چې ویې پیژني. په همدی ترتیب، هیڅوک له ځانه شیطان نشي لرې کولای تر څو هغه وسیلې چې شیطان یې د ده د تیروتنې لپاره په کار اچوی ونه پیژني. د شیطان د نفوذ لارې ډیرې دي خو مونږ دلته یو څو هغه لارې يادوو چې د شیطان لښکرې يې په کار اچوي.

بخل او طمع:

کله چې خلک د یو څه په طمع شي، د هغوی دغه طمعه او هیله د هغوی د زړونو رڼا له منځه وړي او شیطان هره وسیله په کار اچوي ترڅو د هغوی په زړونو کې نفوذ وکړي.  شیطان ته دا خبره ډیره په زړه پورې وي چې سړی بخیل وي، ځکه چې شیطان د هغه په سترګو کې هر بد کار دومره ښه کړي چې د هغه هیلې پرې سرته ورسیږي، او هغه کار ورته ډیر ښایسته کړي اګر که هغه ډیر بد او کرکجن هم وي.

غوسه

غصه د پیژندلو او درک حس له منځه وړي. کله چې انسان په غصه وي او خپل خوا او شاه ونه ویني، نو دا د شیطان لپاره یو ښه موكه وي چې د خپلو شیطاني اعمالو د کړنې لپاره په هغه حمله وکړي. او دا هم ویل شوي چې کله انسان په بې پروا ډول په غصه وي نو شیطان یې داسې لوبوي لکه ماشوم چې په توپ لوبې كوي.

ډیر خوراک:

ډیر خوراک د انسان خواهشات زیاتوي، او زیات خواهشات  انسان د الله تعالی له عبادت څخه باسي.

بيړه:

پدې په اړه پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي: مشوره او زیرکتیا د الله لخوا ده، او عجله او ګړندیتوب د شیطان لخوا.

د دولت یا شتمنی سره مینه:

که د دولت مینې د چا په زړه کې ځای ونیوه، زړه به یې ورته برباد کړي، انسان تل په دې هڅه کې وي چې شتمني لاسته راوړي اګر که د روا یا ناروا لارو څخه وي، او اکثره داسې کسان تل ډیر بخیل او د غریبۍ څخه په ویره کې وي. او تل له پوروړو سره ډیره بې انصافی او تیرى کوي.

تعصب:

بعضې خلک د تعصب له مخې داسې یوه مفکوره تعقیبوې یا یی ملاتړ کوی، پرته له دی چې د هغې مثبت اثرات په نظر کې ونیول شي. برسیره پدې هغوی د الله د موجودیت  او هغه جلاجلاله صفتونو او نورو هغو موضوعاتو کې چې د دوی له پوهې ډیر لوړ وی؛ او هم د دیني اساساتو په اړه شک کوی او په ډیره لیوالتیا د هغی دفاع کوی.

د نورو په اړه بد یا غلط فکر کول:

کله چې یو مسلمان د نورو په اړه غلط فکر وکړي، د هغه دغه غلط فکر کیدی شي د کركې او یا غیبت سبب شي. او کیدی شي دا فکر هم د انسان زړه ته راشي چې دی له نورو غوره دی.

خو برعکس، یو مسلمان باید هیڅکله هم د نورو په اړه بد فکر ونلري. بل طرف منافق، تل پدې هڅه کې وي چې د نورو عیبونه او نیمګړتیاوې ولټوي. په هر صورت، یو مسلمان باید د شک او شکمن حالت څخه ځان وساتي تر څو نور هم د ده په اړه غلط فکر ونه کړي.

دا د شیطان وسیلې دې چې انسانان پرې له لارې اړوي او لدې څخه د ځان ساتلو یواځینۍ لاره دا ده چې دغه پورته ذکر شوې ټولې لارې وتړو او خپل زړه له دې ټولو څخه پاک کړو.

کله چې د یو مسلمان زړه د شیطان له یادو شوو فتنو څخه ځان وساتي، نو کوم خاص د اندیښنې وړ شى به پاتې نشي چې شیطان یې د ده د بې لارې کولو لپاره استعمال کړي. دغه راز د کوم انسان زړه کې چې د الله مینه او د هغه یادونه کیږي نو شیطان د هغه په زړه کې ځای نشي نیولای خو که چیرې یو زړه د الله له ياده خالي وي نو بې له شکه شیطان به هلته خپله دیره جوړه کړې وي.

د خلاصون لارې

یو کس ته کیدای شي جوته شوې وي چې کله لمونځ کوي نو شیطان ورته څومره زیات دنیوی مسایل رامخې ته کړي تر څو توجه یې بدله کړي. د الله رحم او مهربانی ډیره ده او هغه ځکه که یو مسلمان د یو بد عمل نیت وکړي او هغه کار تر سره نکړي نو الله ورته کومه بدي نه لیکي خو د دې برعکس که څوک د یو ښه کار نیت وکړي او هغه کار ترسره هم نکړي نو الله ورته په عملنامه کې نیکي لیکي.

په یوه حدیث کی روایت شوی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به اکثره دا ویل:

ای د زړونو ګرځونکیه، زمونږ زړونه د خپل دین طرف ته وګرځوه.

د پیغمبر صلی الله علیه وسلم نه دا روایت هم شوی چې فرمایلي یې دي:

زړه په یو دښته کې د پرتې  یوې  بڼکې په څیر دی چې  باد او هوا یې یو خوا او بله خوا وړي.

د زړه ډولونه

د نیکیو او بدیو د منلو له مخې زړونه په دری ډوله دي:

1.    هغه زړه چې الله پیژني، الله ته په غاړه ایښودلو پاک وي او له بدیو یا بدو لارو ځان ساتي او داسې زړه د الله جلاجلاله د سپیڅلي هدایت لپاره یو وړ زړه دى.

2.    هغه ایله شوی زړه دی چې په بې ګټو او چټي ارزوګانو ولاړ او په بدیو او خرابو اعمالو او اخلاقو ککړ وي. او دا تل امکان لري چې د داسی زړه انګړ کې شیطان ځای ونیسي او د کنترول واګي یې په لاس کې واخلي او داسې یو زړه ترې جوړ کړې چې حق او ریښتیا هیڅکله هم ونه ویني.

3.    هغه زړه دی چې بدیو او خواهشاتو راګیر کړی وي، د دې سره سره د نيكيو حس هم دا زړه نیکیو او نیکو کارونو کولو ته هڅوي.

شیطان د انسان په دماغو هم کار کوي او تل هڅه کوي چې لدې لارې سړی بې لارې كړي او غلطې خبرې او افکار پکې قوي کړي، د ده د بې لارﺉ لپاره ورته د نورو هغو ښو خلکو بیلګې په مغزو کې اچوي چې د څه کمزورﺉ له امله ورڅخه یو بد کار شوی وي. پدې وخت کې دغه انسان شیطاني کړنو او لمسونو ته تمایل پیدا کوي.

خو برعکس دې انسان ته دا خیال او فکر هم تل دا خبره وریادوي چې تل یواځې هغه خلک د بربادﺉ په لور تللي دي چې اخرت یې په یاد نه وي. او دا ورته توصیه کوي چې د نورو بې پروا خلکو له اغیزې لاندی دې نه راځي او په سمه لاره دې روان شی.

انسان د دغو ښو او بدو خیالونو په مینځ کې وي تر څو یوې خوا ته په ډیر ټینګار وړاندې او یا د مشورې او مصلحت له مخې یوې خواته میلان پیدا کړي.

پدې ډول، زړه تر هغې پوری د نیکو او بدو عسکرو تر منځ ځانګي، تر څو د یوې خوا په لور ځان ونښلوي.


ابن قدامه المقدیسی د حنبلی مذهب وتلی عالم  دی چې په کال ۵۴۱ کی په فلسطین کې زیږیدلی او په کال ۶۲۰ کې په دمشق کې ومړ.

اصلاح انلاین

ليكنه: ابن قدامه المقدیسی

ژباړه: حبیب الله زیار

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب