حدیثونه پښتو ژباړه

د بل اړتيا پوره کړه، چې ستا اړتيا پوره شي (حدیث)

قول النبي صلى الله عليه وسلم: مَنْ نَفَّسَ عَنْ أَخِيهِ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ الدُّنْيَا نَفَّسَ اللَّهُ عَنْهُ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ. «رواه مسلم»

وَقَالَ مَنْ أَخَذَ أَمْوَالَ النَّاسِ يُرِيدُ أَدَاءَهَا أَدَّى اللَّهُ عَنْهُ، وَمَنْ أَخَذَهَا يُرِيدُ إِتْلاَفَهَا أَتْلَفَهُ اللَّهُ. د نبي کريم صلی الله علیه وسلم وينا: څوک چې له خپل ورور څخه د دنيا له غمونو يو غم يا پرېشاني لرې کړي، الله تعالی به د قيامت په ورځ له ده څخه يو غم او تکليف لرې کړي. او همدارنګه فرمايي: څوک چې د خلکو مالونه واخلي او د هغو د اداء کولو اراده ولري، الله جل جلاله د هغو د اداء کولو توفيق ورکوي او څوک چې د خلکو مال واخلي او د هغو د تلف کولو اراده ولري، الله جل جلاله هغه تلف کوي. (رواه البخاري)

تشريح: د پيغمبر صلی الله علیه وسلم وينا: «مَنْ نَفَّسَ عَنْ أَخِيهِ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ الدُّنْيَا» څوک چې له خپل ورور څخه د دنيا له غمونو يو غم لرې کړي؛ د حديث شريف په عبارت کې د ورور لفظ نَسَبي او ديني ورور دواړو ته شامل دی او کربة، هغه غم او پرېشاني ده چې يوه مسلمان بنده ته رسېږي، لکه دا چې خوراک او جامو ته اړتيا ولري او کله هم د خپل ديني کار د ترسره کولو لپاره يو څه ته اړتيا ولري او د خپلې اړتيا د پوره کولو لپاره لاره چاره نه شي پيدا کولی.

تنفيس، يعني د همغې پرېشانۍ لرې کول او له هغې ستونزې څخه د هغه کس راايستل دي؛ او بدله يې هم د الله په نزد دا ده چې: «نَفَّسَ اللَّهُ عَنْهُ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ» الله جل جلاله له ده څخه د قيامت د ورځې له غمونو يو غم لرې کوي، چې د آخرت پرېشاني له دنيايي پرېشانۍ لويه ده، بلکې د قيامت د ورځې يو غم او يوه پرېشاني د دنيا له ټولو غمونو او پرېشانيو سره د پرتلې وړ نه ده او په دغه حديث شريف کې هغو مؤمنانو ته ډېر لوی ترغيب دی، چې له يو بل سره مرسته کوي، د يو بل اړتياوې د قرض او صدقې ورکولو او يا هم په کسب او کار کې د مرستې په کولو سره پوره کوي. د پيغمبر صلی الله علیه وسلم وينا:

«مَنْ أَخَذَ أَمْوَالَ النَّاسِ يُرِيدُ أَدَاءَهَا» څوک چې د خلکو مال واخلي او د هغو د اداء کولو قصد ولري، الله جل جلاله هغه کس ته دا توفيق ورکوي، چې قرض اداء کړي او غاړه يې خلاصه شي؛ دا هغه مسلمان ته رښتينی زېری دی، چې له خپل ورور څخه د خپلې اړتيا د پوره کولو لپاره پور غواړي او د پور د اداء کولو لپاره رښتينی عزم او اراده ولري، ترڅو هغه څه يې چې له خپل ورور څخه اخېستي دي، بېرته پرې وسپاري؛ يقيناً الله جل جلاله دا کار هغه ته آسانه کوي او مخکې له دې چې له نړۍ سترګې پټې کړي، يو څه مال او شته ورپه برخه کوي، ترڅو خپل قرض پرې خلاص کړي. د نبي کريم صلی الله علیه وسلم وينا: «وَمَنْ أَخَذَهَا» يعني څوک چې له چا قرض واخلي «وَهُوَ يُرِيدُ إِتْلاَفَهَا» او د هغو د ضايع کولو اراده ولري، چې بېرته به يې خپل خاوند ته نه سپاري «أَتْلَفَهُ اللَّهُ» الله جل جلاله به دی هلاک کړي، کار به يې ورته ستونزمن کړي، په اندېښنو کې به ډوب وي او په زيانونو به يې سر وي؛ الله مهربانه دی او بايد له دغه وعيد څخه وېره ولرئ او ځان ترې وژغورئ.

د روزونکي لپاره لارښوونې:
1- حديث څو ځله ولوله ترڅو يې اورېدونکي حفظ کړي.
2- شرحه ولوله او پېچلي او ستونزمن ټکي يې تشريح کړه.
3- مسلمانان پور ورکولو ته وهڅوه، چې يو بل ته قرض ورکړي او پور اخېستونکو ته ووايه چې:
خپل نيت اصلاح کړي او جدي اراده ولري، چې کوم مال يې چې په پور اخېستی وي، بېرته خپل خاوند ته وسپاري، البته الله جل جلاله له هغوی سره په دغه کار کې مرسته کوي.
4- مسلمانان په دې نيت له قرض اخېستلو، چې قرض به نه اداء کوي، ووېروه؛ ځکه دا کار د هغوی د هلاکت سبب ګرځي.

ليکوال: ابوبکر الجزائري

ژباړه: حکمت الله ځلاند

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: